(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دموسيقۍ الات جوړونکي استاذان

دموسيقۍ الات جوړونکي استاذان بدو ورځو په مخه کړي

میا فاروق فراق

د پښتونخوا صوبه کې که چرته دترهه گرۍ روان بهير دژوند هرې څانگې ته نۀ سرکيدونکي زيانونه اړولي، هلته يې دموسيقۍ يا ټنگ ټکور څانگه تر ټولو زياته ځپلې ده اؤ ددغه څانگې سره تړلي زياتره خلک وايي  دامهال ديو شميرامنيتي اؤ اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د موسيقۍ الات جوړونکي کاريگران خو وايي اوس سوچ کوي چې ددغه کاروبار څخه لاس واخلي اؤ چرته بل روزگار پيل کړي چې خپلو ماشومانو ته پکښې ټوک ډوډۍ پيداکولى شي .
د خيبرپښتونخوا دسرښار پيښور په ډبگرۍ بازار کې به څو کاله وړاندې په لسگونو داسې دوکانونه ترسترگو کيدل چې پکښې به د موسيقۍ الات لکه رباب، طبله، ډول، باجه او شپيلۍ وغيره جوړيدې خو د موسيقۍ د الاتو دپاره په ټوله پښتونخوا کې مشهورد ډبگرۍ دغه بازار کې اوس يوازې درې دوکانونه پاتې دي چې پکښې یواځی ربابونه جوړيږي.
ددغه بازار زيات هغه کاريگران چې د موسيقۍ الات به يې جوړول وروستو لۀ هغې تري تم شول کله چې په صوبه کې دمذهبي گوندونو ائتلاف متحده مجلس عمل د حکومت واگې سمبال کړې اؤ دهاغه حکومت په دوران کې د ډبگرۍ بازار دننه ميشته هنرمندان ددغه بازار څخه بيدخله کړى شول.

وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره په خبرو کې استاذ مثل خان وويل په ډبگرۍ بازار کې يې سم دم کار روان ؤ خو ظالمانو يې ډک دوکان وسوځولو اؤ هغه نه يې د روزگار په شکل کې د بچو د خولې نمړۍ وشوکوله
په دغه مهال تندلارو د موسيقۍ دالاتو يو شمير دوکانونه سوزولي اؤ لوټ کړي هم ؤ.
د ډبگرۍ په بازار کې چې دموسيقۍ د الاتو کوم دوکانونه سوځول شوي وؤ په هغې کې يو د استاذ مثل خان دوکان هم شامل ؤ.
مثل خان استاذ هغه کاريگر دى چې د تيرو څلويښتو کالو راهسې د موسيقۍ الات دوکړه،باجه،رباب،تمبل،ستاراؤ ډهول جوړوي خو هغه چې دکله نه د ډبگرۍ دبازار څخه بيدخله کړى شوى دى نو اوس پرې د مشکلاتو ډکې شپې ميلمنې شوې دي.
هغه اوس د پيښور په کوهاټۍ بازار کې ځان دپاره يو وړوکى شان دوکان په کرايه نيولى دى اؤ دغلته دموسيقۍ الات جوړوي خو خوشحاله بيخي نه دى .
وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره په خبرو کې استاذ مثل خان وويل په ډبگرۍ بازار کې يې سم دم کار روان ؤ خو ظالمانو يې ډک دوکان وسوځولو اؤ هغه نه يې د روزگار په شکل کې د بچو د خولې نمړۍ وشوکوله .
هغه وويل اوس شليدلې باجې اؤ دوکړۍ مرمت کوي، تمبلونه جوړوي خو ددغه کار يې هيڅ مزه نشته.
استاذ مثل خان دا هم وويل چې څه خو ددې صوبې دننه د بدامنۍ په وجه دموسيقۍ د الاتو جوړولو کار زيانمن شوى اؤ څه کسر چې پکښې پاتې ؤ هغه ورله ډي جى يا د موسيقۍ برقي الاتو پوره کړو.

رباب د پښتو موسیقۍ تر ټولو اهم رکن گڼلی کیږي
دهغه په وينا اوس خلک وادۀ ښادۍ کې تماشې دپاره ډولونه اؤ باجې نۀ کاروي بلکې ډي جى واله راولي اؤ دموسيقۍ دفن سره تړلي زياتره خلک نور ددې کار نه ياخو  لاس پسرشوي اؤ يا لاس پسر کيدو ته نزدې شوي دي.
استاذ مثل خان وويل اوس ورته چرته کله کله يوه دوکړه يا باجه څوک مرمت دپاره راوړي چې دى پرې دوه څلور ورځې محنت وکړي نو درې څلور سوه روپۍ مزدوري ترلاسه کړي چې په هغې خو يې نه دکورکرايه،دبجلۍ اؤ گيس بلونه خلاصيږي اؤ نۀ يې پرې د بچو تعليمي لگښتونه پوره کيږي نو بيا د خوراک څښاک دپاره به کومه لاره اختياروي؟
هغه وويل بس اوس په رو،رو خپل ځان ددې روزگار نۀ رانغاړي
ددې پوښتې ځواب کې چې حکومت د ترهگرۍ ښکار شوؤ کاروباريانو ته دمالي مرستو ورکولو کوم پروگرام پيل کړى تاسو دهغې څخه څه گټه پورته کړې ده؟ استاذ مثل خان وويل دا ټول هسې گپ شپ دى زمونږ خو خُلې په درخواستونو اؤ پښې په مزلو پولۍ شوې خوتر اوسه راسره چا د يوې ټکې مرسته نۀ ده کړې .
داستاذ مثل خان سره په خوا کې د موسيقۍ دالاتو يو بل لويې دوکان د استاذ رحيم بخش مرحوم د زوئ دى چې دغه دوکان دا وخت په پيښور کې دموسيقۍ دالاتو جوړولو په حواله ترټولو زوړ اؤ لويې دوکان گڼل کيږي خو داستاذ رحيم بخش زوئ چې اوس ددغه دوکان مالک اؤ دخپل فن ماهره دى دومره مايوسه اؤ ويريدلى دى چې ميډيا سره خبرو ته هډو په هيڅ صورت تيار نۀ دى.
د وائس اف امريکه ډيوه راډيو د خبريال په ډير اصرار هغه دې ته تيار شو چې دخپل نوم اؤ عکس نۀ ښودلو په شرط  به درته يواځې دومره وويم چې دې خاورې نه نوره د فن جنازه وتلې ده.
په فلسفيانه انداز خبرې کوونکي د استاذ رحيم بخش مرحوم دغه فرزند وويل هغه ته دغه کسب دخپل پلار نه په ميراث کې پاتې شوى دى اؤ د موسيقۍ دفن په حواله يې دې خاوره کې يو زرين دور ليدلى.
هغه وويل ددې خاورې د ډيرو لويو لويو هنرمندانو دپاره يې دموسيقۍ الات جوړکړي دي خو هاغه وخت به دفنکار څخه زيات د موسيقۍ دالاتو جوړونکو هنرمندانو درناوى کيدو خو اوس حالات بدل دي اوس فنکار هم ژاړي اؤ دموسيقۍ الات جوړونکي هم .
هغه وويل دموسيقۍ دغه کوم الات چې تاسو وينئ په دې کې يوازې رباب دلته مونږ سره په مقامي کچ جوړيږي نور الات لکه دوکړه،ډهولک،باجه وغيره دلاهور،انډيا اؤ جرمني نه دلته راځي مونږ يې يوازې مرمت کوو.
ددغه  هنرمند په دوکان کې ډيرنوي ډولکي اؤتمبلونه هم ترسترگو کيږي خو نوموړى وايي دا ډولکي جوړيږي په لاهور کې مونږ پرې په پيښور کې څرمن اړوؤ.
هغه کۀ هرڅو ډاډه نه وئيل چې حکومت يا سازمانونه ورسره مرسته نۀ کوي خو اشارتاً يې ضرور وئيل چې امدادونه په مخ مروت اؤ سفارشونو دي اؤ هغه دغه هرڅه نه لري.
په پښتو موسيقۍ ژور نظر لرونکى خبريال بخت زاده يوسفزئ دغه صورتحال دفن اؤ هنر دپاره زيات نقصاني گڼي اؤ وايي په پښتنه خاوره کې چې کوم وضعيت روان دى په دې کې ترهر څه زيات د ادب اؤ هنر اهميت راپه ډاگه کيږي.
دبخت زاده يوسفزئ په وينا دامن په ضد قوتونه خو په ټوپک اؤ کوتک خپل دنفرت پيغام خوروي خو کۀ دامن پلوي خلکو سره اولس ته دمحبت په ژبه دامن پيغام رسؤلو کومه يوازينۍ لاره دا مهال په لاس کې پاتې کيږي نو هغه د ادب اؤ کلتور لاره ده.
ښاغلي يوسفزي وويل دا مهال په خيبرپښتونخوا کې دعوامي نيشنل پارټۍ حکومت دى اؤ ددغه حکومت چارواکي پخپله هم وايي چې د ترهگرۍ ترټولو زيات ښکار دهغوي کارمندان اؤ مشران دي ځکه نو دغه حکومت سره ښه چانس ؤ چې ادب اؤ ثقافت ته د ودې ورکولو لۀ لارې يې خلک د تندلاريتوب پځايې دمينې،صبر،تحمل اؤ انسان دوستۍ لارې ته رابللي وى.
هغه وويل پکار ده چې صوبايي حکومت د فن د ودې دپاره په صوبه کې يوه فني اکاډمي جوړه کړې وى، دپښتو خپل دټي وي اؤ راډيو چينلې يې پرانستې وى چې زمونږ هنرامندان،فنکاران، ليکوالان اؤ شاعران پکښې نۀ يوازې په ذهني توگه تربيه کيدل بلکې د ژوند د ضرورتونو د گاډي پايه به يې هم روانه پاتې وى خو افسوس چې حکومت په دغسې کولو کې بريالى نۀ شو.
کله چې مو دغه موضوع د صوبې دکلتور د وزير مياافتخارحسين  سره شريکه کړه نو هغه وويل د صوبې موجوده حکومت چې دفن اؤثقافت د ودې دپاره څومره په مشکلو حالاتو کې کوم مهم گامونه واخستل شايد چې هغه لۀ دې وړاندې حکومتونو نۀ وي اخستي.
هغه وويل د ايم ايم اى دحکومت په دور کې په فنکارانو د نشترهال دروازې تړل شوې وې مونږ نۀ يوازې نشترهال دغو هنرمندانو ته بيا پرانستو بلکې ورته مو وويل چې کۀ ښې سټيج ډرامې کوئ اؤ کۀ نور معياري پروگرامونه حکومت درسره پکښې هر رقم مرستې ته تيار دى.
هغه وويل تردې مهاله حکومت د موسيقۍ دفن سره تړلو ډيرو هنرمندانو سره مالي مرستې کړي دي اؤ کۀ دموسيقۍ الات جوړونکي خلک هم د مرستې دپاره دحکومت دروازه وټکوي نو مونږ يې هرملاتړ ته تياريو.
نوموړي وويل مونږ خو پخپله بيابيا هاغه خلکو ته چې دترهگرۍ له امله يې روزگارونه اغيزمن شوي  چغې وهو،په اخبارونو کې اشتهارونه ورکوؤ چې راشئ اؤ دحکومت نه مرسته ترلاسه کړئ اؤ چې څوک هم پخپله څانگه کې دمرستې حقدار وي نو حکومت ورسره ضرور مرسته کوي .Source: Deewa Radio

- بېرته شاته