(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتوته هراړخيزه پاملرنه په كارده؟

لیک: عبدالجباركاكړ       

كوم ولسونه قومونه او ملكو سياسى پوهنه او بصيرت نه لري يا داسي مشران ونه لري چي د هغو هدف ځائى او ډله ايزه ګټي نه بلكى د  هيواد ولس د ګټو په ځائى ځائى ګټى په نظر كښې ساتى او د خپلو مشرانو ولس څخه د پوښتنو په ځائى د نورو په اسره كارونه كوي د داسي قومو ولسو او هيواد و حالت هم داسي وي لكه نن چي د افغانستان او بشپړه د پښتنو دي كه هغه يوه پيړى د مخه حالات د نن د حالاتو سره پرتله كړو نو هم په هغه ځائى ولاړيو د ډېرو كړكيچنو حالاتو څخه دهغه خوار او ساداره ولس قوم او هيواد په وارو وارو تېر شول او بيرو هغه ځائى ته را ورسيدو خو په داسي حالت كښې چې هر څه يې بايللې او لوټ كړي وي چي ددي خبرى څخه څوك ډه ډه نه شې كولى د سياست نه لرلو د كبله د هدف نه لرلو د كبله خو په پټو سترګو او د نورو په لمسون هر وار چې د هر څه د لاس څخه د وركولو وروسته چي د صفر څخه د سفر د پيل كولو دپاره  اړينه وي چي د چا و مرستو ته لاس وغزول شې خو بل څوك چي مرسته كوي دهغه هم خپلې ګټي په نظر كښې وى د خدائي دپاره پښو مبزك هم نه نشي كه موږ  پښتنو افغانانو  پخوانى سياست او تاريخ وشاته كړو او يواځىدتيرو ديش پنځه ديش كلو تاريخ ته نظر واچوونو به په  دي ورسيږو چي موږ دهراړخيزه زيانونو په چپه بل څه ونه وينودانه چي يوه لوري ته زيان ورسيدي بلكي هره لوري چي دهر زور ځواك اسرا او مرسته يې ځينى ترلاسه كړي وه نه يواځي دوي يو بل سره وو هل بلكې مرسته كونكو هم د دوي د وژلو دهيواد د ورانولو او ولس د ډول ډول ناخوالو په چپه بل څه ورنه كړو ددهغه نز دي پنځه ديش كلو كښې چي كوم جنګونه په دي هيواد ياد كرښي دواړو ځواؤ پښتنو سره څه وشو په هغه به يواځي هغه څوك سترګي  پټوي چي څوك پښتون افغان نه وي يا دبل لاس پوڅى وي چي هميش يې دنورو د ګټو دپاره خپل  ولس او خپله  خاوره ورانه كړي او ورانوي يې دهغه ټولي جګړي دنورو زورځو جګړي وي چي موږ كلكه په كښې وځپل شول داخو دلوئي څښتن نيك  او ښه نظر وو چي شور روي نه يواځي خپل ځواكونه دافغانستان څخه ووتل بلكي شوروي اتحاد ړنګ شو كښى داسي ويره وه چي ځموږ خاوره د زروي جګړي ډګر وګرځي اوس هم حالات دهغه وخته څخه څه توپيرنه لري چي اوس هم لوئى خطر موجود دي كه چيري دخدائى فضل كوي داسي وشې نو ددي مسؤليت به دچا په غاړه وي دافغانستان دولت اوكه په طالبانو؟ دلته موږ دباندنيانو خبره نه كوو چي داټوله سيمه يې دي ځائي ته رارسولي دي او دافغانانو او پښتنو په وينو د دوي دهغه فصل حاصل ته رسيږي داسي نه چي دوي جواب په افغان پښتون وتاريخ ته وركوي ولي چي دنړۍ د ژوندي قامونو ولسونه دخپلو ګټو او د زيان پريكړي كوي كه څوك دا داوه لري چي دافغانستان ولس داوسني حكومت سره نه دي خو داخبره په ډاګه ده چي څوك دهغه دوه لري د دوي سره هم ولس ملګري نه دي خو دبيله خبره ده چي دهردوو خواؤ څخه ويرو او تهرور يه ولس باندي تپول شوي دي خوا يوه څرګنده خبره ده چي هر څوك دسيمى او دګاونډي دڅنګه دنړۍ والو په سياست پوه شوي دي او كه پښتانه افغانان مشران يا ډلي په داوخت دخپلي خاوري دحغورلو دپاره ږغ نه پورته كوي او ددهغه ناورين دمخ نوي دپاره ملانه  تړي او ولس په ځان نه راټو لوي نو هغه بيا دمشري دا وه نه شې كولي دهغه روان ناورين كه دګاونډيانو دګټولو به ده خو دپښتنو افغانانو د خاوري د ژوندي او سباؤن سوال دي كه په داوخت هم د مشرانو وله كه دهري ډلي سره تړلي وي يويه ځائي دوخت دغوښتنو پريكړه ونو به موږ هر څه دلاسه وركړو كه ځموږ خوښه وي كه  ناخوښه؟

          نز دي ديش دوه ديش كاله دمخه چي په افغانستان كښى دثور پيښه وشوه او جګړه پيل شوه هر څوك په دي خبر او پوه وو چي دا ددوو نړۍ والو زبر ځواكو دګټو جګړه ده چي يوه زبر ځواك سره هم افغانان ملګري دي او د بل سره هم كه څه هم ددي جګړى پيل دشهيدداؤدخان په وخت كښې شوي وو خو بيا چي دوخت دشوروي اتحاد لښكري وافغانستان ته دچا لخواراو غوښتل شوي دهغه جګړي نور شددو موندي كه څه هم دشوروي ولښكر وراتلو ته هيچاښه ونه ويل خو دلته موږ ودي ته ګورو چي په  بيلو بيلو نومونو په دهغه جګړه كښى څوك وځپل شول دچا خاوره ورانه شوه څوك په داسي وخت كښى كډوال شول چي ددمخه څخه ګاونډيانو جال ورته  اچولي وو چي ددمخه  څخه وافغانانو ته آسانتياوي او روزګارو نه وركړي و هم ددي دپاره خو چي دكډوالو دهغه سيلونه وګانډيانو ته په لمن كښى ورولويدو د دوي وهغه پلان ته ګټه ورسيده چي دا دي نن موږ هر يو يې دسر په سترګو وينو دا رښتيا خبره ده چي هغه وخت هم دافغانستان بيلى بيلى ډلي دنورو په لاسو كښى لوبيدلى او د خپل هيواد د ګټو په ځائي يې دنورو دګټو دپاره كار كوي او نن هم خو كه يو وار بيا دهغه ډلو غور او فكرونه كړي نو به ددي واره داسي چل ورسره كيږي چي هيڅ به پاته نه وي خو ددي ټولو برباد يو او ورانيومسؤل به هم هغه ډلى وي چي ددي دومره ورانيو وروسته بيا هم درس نه اخلي كه هغه هر ډله وي كه يوه خواته د ثور د كود تاجوړونكو په ډيره لويه كچه تيروتني وكړي نوبلي خواته د دوي مخالفينو هم داسي تيروتني كړي دي چي افغان تاريخ به د دوي ټولو په كړو سترګى مبزي ځما كله هم نه ايريږي چي اوس دافغان بچى په پاكستان كښې دكورو ورونه او ګيټونه ورټكوي چي د كوروال د سهار به په وخت وده وي او دوي يې بسونه او كچري په خپلو ريړيو كښې ټولوي د څو ټكو په خاطر كه ژمى وي كه دوبى او داوويل نه دي ارنه دي په زراو دي ددي جواب به څوك وركوي او دا كار د مخه چا كوى...؟ او كله به دهغه افغانان د ځان او نورو څخه پوښتنه نه كوي چي د دوي پلرو  او نيكه ګانو هم ددي دپاره جهاد كړي و چي موږ مهتران او بهګيان د بل په وطن كښې جوړشو...؟ دا خو اوس د تاريخ اوښتي پاڼى دي چي و افغانانو ته به دا رامخ ته كيږى.

دلته موږ خپل ليك د تېرو يو ولس كلو پيښى را سپڼو ولي كه تېري ناخوالى موږ دلته په ګوته كوو نو به د هغي اوسنې ناخوالى پاته شې او موږ غواړو چي د تاريخ په دي احساس وخت كښې په خپلو كښې وچيړو ځكه چي اوس يو بل پړاو را رسيدلي دي كه په ګډه ونه چيړل شې نو داسي نه چي د يوه بل ناورين سره مخامخ شو لكه وړاندي دي راغلو كله چې په امريكا كښې د ۱۱۹ پيښه وشوه او امريكا ددي پيښى پړه په القائده واچوله چي مشر اسامه بن لادن په افغانستان كښې ميشته وو او په هيواد د طالبانو واكمني وه نو امريكا د نورو نړۍ والو ملكو په مرسته په ملګروملتو څخه اجازه ترلاسه كړه چي په افغانستان كښې دى د طالبانو د حكومت د منځ څخه د وړولو دپاره د زوره څخه نړۍ وال ګټه واخلى او د اسامه بن لادن په ضد دي د تهره ګرى په نامه نړۍ وال جګړه پيل شې بلې خواته امريكا او نورو د ملګروملتو په اجازه په بون كښې د افغانانو تر مينځ په خپله خوښه يو حكومت د ولسمشر حامد كرزئى په مشرى كښې جوړ كړي چي هغه وخت ارواښاد محمدظاهر شاه هم ژوندي وو دوي ولى و داسي حكومت جوړولو ته تيار شول دا هم چيړنه غواړي خو تراوسه هم داخبره روانه ده چي پاكستان غواړي چي افغانستان خپل ينځم ولايت وګرځوي په مرسته د طالبانو د لومړى ورځي څخه بيا تر ننه څومره زيانونه وشول چي دا پوښتنه كيږى چې د ژوندي قامونو د ولسونو سره داسي هم كيدي شې خو ددي ليك مخه د زيانونو په ګوته كول نه دي بلكې دادي چي اوس هم افغانستان كښې دوي ډلى دي يو حكومت او بل طالبان او نور دوى په دهغه يو ولس كلو په اوږدو كښې هغه څه ترلاسه كړل چي د دوي هيلي وي يا هغه ژمني چي يو ولس كاله دمخه ورسره شوي وي هغه تر سره شوي...؟ په زياته بيا د افغان دولت سره شوي...؟ په زياته بيا د افغان دولت سره چي امريكا او ناټو كړي وي او ددي د څنګه طالبانو او ملګرو څخه ترلاسه كړو د خپله هيواد د دودي دپاره په دا يو ولس كاله كښې څه وكړي يا ځان ته څه ګټه راوړه كه هر څه د نورو دپاره وى...؟ دا به هم موږ په لوستونكو او تاريخ ليكونكو و رايله كړو.

     كله چي د احمدكرزئى په مشرى كښې نوى حكومت جوړ شو په بشپړه هيواد كښې هر څه وران شوي وو لومړى د شوريانو سره په جهاد كښې بيا د ډاكټر نجيب الله په درې كاله كښې او زياته وراني هغه وخت رامخ ته شو كله چي په اسلام آباد كښې د مجاهدينو حكومت جوړشو او دوي د درندو وسلو سره په كابل ننوتو په دا جګړو كښې څه وشول هغه د هر چا په مخ كښې دي خو دا بيله خبره ده چي هيڅوك په افغانانو كښې راپورته نه شو چي دا مرګ ژوبله وراني د چا د كوي...؟ خو څو كاله د كابل په تخت برهان الدين ربانى ناست وو چي داوږدو كلونو د تېريدو وروسته طالبان ورته تيار كړل شول او و افغانستان ته ور دننه كړل شول اوس هم كه دهغه وخت ورځپاڼى وكتل شې نو به دا څرګنده شې چي طالبان چا او د څه دپاره رامخ ته كړل خو د ۱۱۹ وروسته هم هغه څوك د دوي مخالف شول چاچي دا كار كړي وو چي ژوندي بيلګه يې عبدالسلام صنعيف يا د كيو باګونيا نامه ده يو شمير طالبان اوس هم په كښې تړلي دى.

     د رښتيا خبره ده چي د ولسمشر حامد كرزئى د حكومت و منځ ته د راتلو وروسته ښه ډير كارونه وشول خو هر افغان او پښتون بيرته هم داخبره كوي چي د افغانستان د دودي دپاره هيڅ نه دي شوي ځكه نړۍ وال په دي ژمنه و افغانستان ته راغلي وو چي دوي به تر ټولو د مخه سوله او جوړ جاړي راولي افغانستان به د هري لري په پښو دروي هغه لاسونه به لنډه وي چي په افغانستان كښې لاس وهنه كوي او هغه تورن كسان چي د تېرو دوديش كلو څخه يې سرغړونه او جنايتونه كړي دي هغه به د قانون منګولو ته سپاري او داسي نوري ژمني خو دا يوه ژمنه تر سره نه شوه نو څنګه څوك ويلي شې چي نړۍ وال د افغانانو د غم خوړلو دپاره راغلي دي ددي د څنګه چي موږ د طالبانو او د دولت د مخالفينو حالت ته ګورونو د دوي حالت تر خپل مخالف لوري څخه هم بددي چي څرګنده بيلګه يې هغه طالب بنديان دي چي دوي د ګاونډ په بندي خانو كښې تړلي دي نور حال دي دوي خپله خپل ولس ته په ګوته كړى..؟

     پايله: تر هغه وخته چي هر افغان لوري په پريكړو كښې خپلواكه نه وي دوي افغانان شوي نه وي او ځان يې ودي ته نه وقف كړي چي د افغانستان ګټه او د افغانانو سوله سوكالي جوړ جاړي او پرمختيا د دوي هدف دي ناخوالي د ټولو افغانانو سره په ناسته اواريدي شې او ددي د څنګه يو باندني ځموږ هيواد او ولس نه شې سوكاله كولي تر هغه وخته چي موږ خپل مسئوليت نه وي خپل كړي هو د نړۍ والو او ګاونډيانو سره اړيكي د يوه دوست په حيث په كاردي چي هغه نړۍ وال چوكاټ ښكاره دي داسي نه چى تراوسه رواني وي چي د كور بۀ په ځائى ميلمه ناست پاته شى..

- بېرته شاته