(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سولې سرګردان کاروان

د قطر د پاټک په وړاندی

ډوکتور م ، عثمان تره کی

   نړیوال نظامي ائتلاف ( ن،ن، ا ) تر هغه وخته پوری چه په افغانستان کی نظامی حضور لری لږ تر لږه د دري موضوعاتو په شاوخوآ کي ګډ دریځ لری :

  ــ  د یو لاسپوڅې کمزورې واکمنی ملاتړ .

  ــ  د ژبنې ، قومې او مذهبې نفاق پوتانسیل تازه ساتل .

  ــ  د موتلفو جنګسالارانو د عیش او نوش زمینه برابرول .

خو په وروستيو کلونو کی د ( ن، ن، ا )  د غړیو هیوادونو تر منځ د افغانستان د جګړې او سولې په اړوند مخکنې اتفاق تر سوال لاندې راغلې دی. د جګړې د دوام پخوانې انگیزي ( د نيویارک چاودنه او ورسره په تړاو د تروریزم سره ګډه مبارزه ) چه د لوید یځو هیوادونو تر منځ د ملګرتیا محور جوړوي، ځای سیاسې ټکرونو ته سپارلي دي: اروپائیان د جګړې په ساحه کي د امریکا د تکبر او خپل سري نه سرټکوي. د مثال په توګه په فرانسه کي سیاسې حکومتي او غیر حکومتي مشرانو په وار وار ویلې چه د امریکا پوځ د وسله والو مخالفینو د مړو په وړاندې د جګړې د اخلاقي اصولو نه سرغړوي او کله ناکله  په ډله ایزه وژنه لاس پوري کوي، خو د هغه تاوان زموږ په پوځ باندی تپل کیږي.

  په یوه لسیزه جګړه کې د ناتو په مختلفو سر مشریزو غونډو کې، غړی هیوادونه له یوي خوآ د جګړې د دوام په یوي واحدي ستراتيژي باندې سره جوړ نشول . له بلې خوآ د سولې د یو واحد پلان په تنظیم کې پاتې راغلي دي.

  اوس په واقعیت کې ( ن، ن، ا ) د جګړه مارو او د سولې پلویانو تر منځ ویشل شوې. په دغسې شرایطو کې چه د لمړې ډلي مشري امریکا په غاړه درلوده څو لاملونه باعث شول چه لمړي آلمان او ورپسې فرانسه د امریکا د جګړه ایز دریځ په وړاندې د غبرګون په بڼه د سولي نوښت په لاس کی  واخلي : 

ــ  په اروپا کې اقتصادي بحران او ورسره د افغانستان د جګړې مخ په  ډيريدو لګښت .

ــ  په جګړه کې انسانی مخ په زیاتیدونکې تلفات. 

ــ  په عامه ذهنیت کې د جګړې نه د ملاتړ کموالې.

ــ  دغه واقعیت چه یرغلګر د افغانانو د تاریخی مقاومت سره مخ دی نه د القاعده او نړیوال تروریزم سره.

  جګړې سره مخالفت یو د هغو لاملونو څخه وو چه په فرانسه کې یی سوسیالیستان قدرت ته ورسول او سوسیالیست حکومت يي دیته اړکړ چه فرانسوي پوځ د ټاکل شوې پروګرام نه مخکې د افغانستان نه وباسي.

  اوسمهال په افغانستان کې د سولې د داعیي د تحقق په خاطر دوه فعال مرکزونه مطرح دی : قطر او پاریس. خو د بهرنیانو په لاس د جوړ شوې نظام سره موتلف جهادیستان د پاکستان د مذهبی کړیو په مرسته د سولی د یو « اسلامی »  مرکز د مطرح کولو په تمه عربستان خواته هم لنګر اچوی. دغه هلی ځلی د ( ن ، ن ، ا ) د سیمه ایزي ستراتيژي سره سمونوالې نلرې نو ځکه يي کومه نتیجه هم نده ورکړې.

  د آلمان او فرانسې د سیاسی کارپوهانو له نظره په قطر کې سوله د امریکا په وسیله یرغمل شویده . دواړه هیوادونه د نورو اروپایی هیوادونو په ضمني ملاتړ، پدې لټه کې دي چه د سولې کوترې د امریکا د جکړه مارو سیاسي، نظامي او شبه نظامي منګلو نه وژغوری.  د همدغه منطق په بنسټ باندې په افغانستان کې د سولې په استقامت، پاریس د قطر د بدیل په توګه مطرح شو .

  د پاریس محوریت د قطر د مرکزیت په پرتله څو ځانګړتياوي لري :

  ــ  فرانسه د افغانستان د جګړې یو اړخ نه جوړوي.

  ــ  د سولې د بل الترنتیف اړتیآ پدغسې حال او احوال کې چه د ا حتمال له مخې امریکا د قطر د دفتر نه د خبرو اترو تر پلمې لاندې د « طال چال » ، دفع الوقت تاکتیک په بڼه ګټه پورته کړي او جګړې ته يي دوام ورکړي.

  ــ  د کابل اداره هلې ځلې کوي چه د قطر خبرې اترې دومره اغیزمنې کړي چه مقاومت کابل اړخ سره مذاکراتو ته اړ شي . اوسني نظام، يعني دا د اشغال سیاسي محصول، رسمیت ومومی او جنګي ډلي ټپلي د سیاسي او حقوقي مصئونیت په درلودلو سره خپل سیاسي ژوند ته دوام ورکړي.

د پاریس د سولې په پروسه کی، د کابل د حکومت د نفوذ احتمال کمیږي .

  د کابل اداره د پاریس د سولې د پروسې د وراني په مقصد پدې لټه کې ده چه د پاکستان، سعودي عرب او قطر چارواکو سره په ګډه د وسله والو مخالفینو په وړاندې د سیاسي فشار یو محور جوړ کړې .  جنګی ډلو کرزی ته دنده سپارلې چه په امریکا کې د خپل مسافرت په ترڅ کې، امریکايي اړخ ته د   « خلیفه د کیسې » نه د سخاوتمندانه امتیازونو په ورکولو سره دیته وهڅوي ، چه د نوموړې محور په ملاتړ ودریږي. خو د لویدیځوالو عمومي سیمه ایز سیاست چه یوه برخه یې د امریکا په واسطه تمثیلیږي د دغی هلې ځلې په وړاندی مانع ګرځي .

  په لنده توګه دا چه! که د سولې په وړاندې یاد شوې جنګي ائتلاف ( کابل ، اسلام آباد، دوحه ) عملی بڼه غوره کړي ، د قطر د سولی پروسه هرومرو ناکامیدو سره مخ کیږی. دلته د پاریس د سولې پروسه په وروستي الزامي مرجع بدلیږي.

  د پاریس وروستي غونډه د جنګ سالارانو ( د مقاومت په استثنآ )  په ګډون د « ټکر ستراتيژي » په بنسټ باندې جوړه شوې وه . د « ټکر ستراتيژي » د ښکیلاک په تاریخ کی ژورې ریښې لري او ورڅخه د افغانستان په جګړه کې د بوش د ادارې د پیل نه تر اوسه پورې ، په مبالغه آمیزه توګه  ګټه پورته شوې ده . له همدې کبله د پاریس په غونډه کی د افغانانو یا بهرنیانو په واسطه د سولې هیڅ یو پلان برخه والو ته وړاندې نشو . غونډي جګړه مارانو ته د سیاسي تشخص زمینه ورپه برخه کړه، خو مثبت اړخ یی دا وو چه ګډونوالو ته يي د نظر د تبادلې یو ښه چاپیریال برابر کړې وه.

    د پاریس په غونډه کی د وسله والو مخالفینو وینا دا ثابته کړه چه وسله وال مقاومت په یوه « ملي ـ اسلامي ـ مدني »  پیاوړې تحریک بدل شوې او کولاي شي چه د راتلونکې نوې نظام، چه د سولی محصول به وی، د سیاسي ثبات، امنیت او عدالت د ملا د تیر نقش ولوبوي .  

Dr. Osman TARAKI 

« پای »

فرانسه

دجنوری ۵ ، ۲۰۱۳ م کال

 

- بېرته شاته