(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژبه ديوه قام وياړوي

پښتونه يواځي ځموږ مورني ژبه نه  ده بلكى پښتو ځموږ د پيژندګلوي ځموږ دود رواج او دژوند لاره ده بلكي پښتانه چي دا خبره كوي چي ته هم ځان ته پښتون وائي يا دا چي ته څنګه پښتون يې چي داكار به دي كاوي په دي كښې ډير لويه فلسفه او مطلب پټ دي هر هغه كار چي ځموږ د سپيڅلي دين او مذهب اسلام څخه چپ كار وكړي يا دپښتون دوداو دستور څخه چپه كار وكړي نو دهغه وړاندي پوښتني ځينى كيږي پښتون وهغه چاته ويل كيږي څوك چي د خپل اسلام په چوكاټ او دپښتونولي په ټاكلي لاره باندي خپل ژوند تيروي. لكه څنګه چي ګاونډيانو او نورو زورځواكو دپښتون دځپلو او تباه كولو هڅي دتاريخ په اوږدو كښې كړي دي او پخپلو كښى دښمنو دلرلو سره سره وپښتانه ته يو شوي دي چي دهغه عمل تراوسه دوام لري او دهر څه اوس هم دورايه ښكاره كيږي چي ځينى ځان ته پښتانه ويونكو يې هم مرسته كړي ده او تاريخ ددي شايد دي هم دهغه ډول دهغه غيرپښتنو دا هڅه كړي ده چي د پښتنو ژبه پښتو هم دوي داسي ورانه كړي چي هغه خپل رښتنى څهره دلاسه وركړي ځكه هر چاته داڅرګنده ده چي تر كله پښتو وي دهغه پښتون به پاته وي نو ځكه چي دڅه وخته څخه په محسوسانه او غير محسوسانه داعمل روان دي خوبيرته دهغه ننګيالۍ پښتو ته لوئي څښتن داسي ننګيالى وركړي دي چي خپله دهغه ننګيالى مور يې ژوندي ساتله ده په داسي بدو حالاتو او شرائيطو كښى چې هر وخت يې د دوي مخ نوي كړي دي ځكه چي موږ د تاريخ په اوږدو كښې وګورو كه يوه خواته دپښتو دوهلو دپاره په دولتي كچه هڅي شوي دي خوبيرته په دهغه بروحالاتو كښې داسي ننګياليان رامخ ته شوي دي چي پښتو يې نه يواځي ډير مخ ته وړي ده چي مخالفين يې ګوته په غاښ كښى ورته پاته شوي ولي چي د حكومت او دولت سرپرستي او مرسته دنورو سيالى ژبو شته خو دپښتو سره نه شته نو بياداسيالي څنګه؟ يو وخت په كوټه كښې ديوې ادبى ټولني (ملګري ليكوال) يوه ادبى غونډه وه ماته هم بلنه بلكي دوينا كولو غوښتنه شوي وه پخپله وينا كښې مادا خبره  وكړه  چي پښتونه يواځي په پاكستان كښى بلكى په افغانستان كښې هم ترښكيلاك لاندي ده كله چي دهغه  غونډه  دڅه  وخت دپاره وځنډول شوه او موږ دباندي راغلونو ډير ښه ښه پوهانو ماته وويل چي تاداسي خبره  كول نه وو  په كار ماورته  وويل كه  خبره  داسي ده  لكه ته چي وائي نوبيا د ځموږ دژبى ليكولان شاعران په ادب مين ياد ورځپاڼو او مجلو خاوندان ولي په كر ژودي ولي  چي يو شاعر ياليكوال يو كتاب وليكي هغه نه پلورل كيږي او د كتاب ليكونكي  خپل دهغه كتاب ونورو ته ډالي كولو ته اړوي او ددي دڅنګه چي د پښتو ورځپاڼه يا مجله  چي  چارا استلي  ده  هغه  نه دي توانيدلي  چي  وخپل  دهغه  دپښتو  چوپړته تر كال   دوه  درې  يوري دوام  وركړي  دا ځكه چي د داسي چاومخ ته دمالى خنډونو دڅنګه نور ډيري  ناخوالي سرراپورته كوي خير خبره به ډيره اوږده شى كه دا ټول  روئيداد  دلته  وړاندي شې خو په كار يد چي  پښتانه  په دي هم غوروكړي او ددي يوه لاره راو باسي  وروسته  مادا ورته  وويل چي ته دمصلحت څخه  كار راخلي خوزه  په  پښتو باندي يو ډول مصلحت ته تيارنه يم  هم  دهغه مصلحونه  دي چي موږ يې تر دي ځايه راورسولو؟ موږ د تيرو څورلس كلو څخه دځلاند ورځپاڼى په چوپړ كښى يو او ځموږ وارو نور ډير پښتانه دخپلى پښتنو په چوپړ كښى د كلو كلو څخه بوخت دي خو په پاكستان كښى چي دپښتنو دپاره څوك رښتنى كار كول غواړي دهغو مخ ته څومره خنډونه دي دايواځي هغه څوك اټګل كولي شي شي څوك چي دهغه كار مخ ته وړي خو څوك چي د خپلۍ ژبي په ارزښت پوه دي او مينه ورسره لري هغه بيا په دهغه ناخوالو كښې باك نه وهي داسي خو ډير ددي دا وي داره دي؟ خو نن ډير دلوئى څښتن وياړ دي چي ډير په دوه لاسه ودي ډګر ته راوتلي دي او په دوه لاسه دهغه دپښتنو پتنګان دومره كار كوي چي د كومو ژبو په سر د حكومت او دولت لاس پروت دي هغه هم ګوته په غاښ كښې ورته نيولي ده او داچورت وهي چي دهغه ژبه خو موږ دمنځ څخه وړله دا خوتر پخوا هم مخ په وړاندي روانه ده او دوي اوس يواځي خپل غاښونه چچي خو ددي مطلب دانه دي چي موږ پښتنوله هغه برخه نه راوړو كوم چي ددي حق دي او په آئين او اساسي قانون كښې وركول شوي دي هم دهغه پښتنو او پښتونوالۍ دي خو ددي دڅنګه اوس هم وپښتو ته ډير اوږدو اټن پروت دي چي دهغه واټن موږ نه وي وهلي موږ په ډاډ نه شو ويلى چي  خوپښنو په يوه پرمخنيائى ډګر باندي واچول شوه وپښتو ته تر ټولو لويه پيښه هغه ناخوالى دي چي هر يوه ليكوال او شاعر يا اديب وځان ته غوره كړي دي او دوي د پښتنو وټاكل شوي تګ لاري او اصولو ته دسره څخه پام نه كوي چي هع يې په قلم او خوله راغلو هغه ليكى په كار دي چي بازاري خبري په ليك كښى رانه شى لكه دا چي فلانكي دوست راته وويل چي فلانكي آرټيكل ماته په انټرنيت كښى سرچ(SEARCH) كړه نوكه دا ډول ګايونه او ليك په پښتنو كښې كيږي نو تاسي خپله مخ ته اټكل كولي شې خو ددي مخ نوي لاره يواځي داكيدلي شې چي موږ بشپړه پښتانه يو داسي پياوړي ټيلى ويژنى چينل ولرو چي هغه دپښتنو خپل ټكى او توري داوسني كهول په خوله كښې وارو چوي او ددي دڅنګه هر پښتون ماشوم ته داسي آسانتياوي وركړو چي دوي خپلي لومړي زده كړي په خپله مورني ژبه وكړي او ددي دپاره چي دڅومره سرشندني اړتياوي هغه ته ځان تيار كړو ولي چي دا دهر ماشوم بشري حق دي چي څوك يې نه شې بى برخي كولي؟ موږ هميش په ځلاند كښى وهغه ناخوالو ته ګوته نيولي ده چي پښتو  دا وخت ورسره ومخامخ ده او دهر پښتون چي څوك دپښتو په ارزښت خبر دي هغه هم په دي كښى دچاوشاته نه دي پاته مطلب دا چي د هر چا سره ددي احساس شته خو ددي دپاره يو مركز نه دي ټاكل شوي نو ځكه چي داكار هم داسي پاته دي خو هيله كيږي چي داسي مركز به هم رامخ ته شي او  داكار ډير ګران نه دي ځكه چي په بشپړه پښتونخوا كښې په هر ګوټ كښى پښتو ادبى ټولنه وجود لري كه دهغه ټولنى په لويو ټولونو كښې سره يو ځائى او ضم شي او يوه سيمه ايزه ټولنه ځيني جوړه شې او بيادبشپړه پښتونخوا په كچه يو مركز ودروي او بشپړه ناخوالي چي پښتو ورسره مخامخ ده هم دهغه  ود هغه مركز ددهغه ناخوالو پوه لاره رااستلي شي چي ددهغه ناخوالو څخه موږ پښتو راستي داسي هم په دهغه اړه يو زيري په تاسو وكړم چي دكندهار دارشاد بابا داكيدمي لخوا تيره ورځ وشو او ددي راپور موږ دراډيو څخه اخستي دي چي څه نيمګړتيا به ارومرو په كښې وي چي په دي موږ ددمخه څخه بخښنه غواړو.

تيره ورځ دپنځشي په ورځ په كندهار كښى دعلامه ارشاد داكيډمى لخوا يوه لوړ پوړي ادبى غونډه وشوه چي دكندهار دوالى ډاكټر تريالى ويساپه ګډون نورو ليكوالانو شاعرانو او ادب مئينانو ګډون په كښي كړي وو ودي غونډي ته شير شاه ارشادوالى ډاكټر ويسا او نورو ونياوي وكړي او د پښتو ته ودي د وركولو لاري چاري په ګوټه شوي د هغه غونډي چي دلوئي كندهار نامتو ليكوالانو شاعرانو لكه ارواښادعبدالحئي حبيبى ارواښاد دعلامه ارشاد ارواښاد عبدالرووف بنيوا خادم حسين او نورو ډيرو ددي ډګر مبارزو پښتو انجمن چي د لوئى كندهار څخه وو اتياكاله دمخه دانجمن جوړ كړي چي خپل كار يې پيل وكړي چي بيا دهغه پښتو انجمن درې كاله وروسته و كابل ته كډه شول چي بياددي انجمن څخه پښتو ټولنه كابل شوه او دهغه ستورو چي تراوسه كوم كار كړي دي هغه دپښتو او پښتنو دپاره يو لوئى وياړ دي دوي وويل راشې چي دلوئي كندهار په كچه يو ټولنه جوړه كړو او موږ دخپلو د هغه مشرانو په پله پل كښيښر دواو دپښتو دودي دپاره كاروكړو او دايواځي د پښتو د ودي دپاره او ديوي سياسي ډلى سره اړه ونه لري په دي غونډه كښې دعلامه ارښاد اكيډمى كارو نه هم په ګوته شول دكندهار والى ډاكټر ويساپه خپل وارو ويل چي دپښتو ننې زياتره ليكوالان ادبيان تاريخ پوهنه لري نه ورسره آشنادي نه دوي په سياسي ټولنه مسؤليت نه سپژنى  او ددوي په قلم كښى ابهام ليدل كيږي چي دبدتامى سبب ګرځي په كار دي چي دهغه ليكوالان و خپل ليك ته پام ورواړوي او په خپل مسؤليت پوه شي او دوي خواپاكى لاره خپله او په دي رڼا كښى خپرونى او مطبوعات وكړي  والى وويل چي ځينى ليكوالان داسي توري ګاروي او داسي لغات ليكى او داسي ليك دود او رسم الخط استعمالوي  چي په هغه نه يواځي ناسم دي بلكې داپښتو په داسي لارو بيائى چي هغه دتيارو او افهام ته پښتو وړي دوي وويل چي ددهغه ناخوالو دمخ نوي يواځني لاره دا د چي موږ دخپلو پخوانيو مشرانو لاره خپله كړو او د لوئى كندهار په كچه يوه ادبى ټولنه جوړه كړو چي دكندهار دهغه كهول په كښې راټول شي چي بيل بيل كتابونه وليكل شى ژباړه شي او نوي نوي ليكوالان شاعران ادب پوهان په كښى و روزل شي په دي غونډه كښى بيلو بيلو يوهانو دكتابو او اديبانو او شاعرانو مكالمي واورولي (ځلاند داهڅه كوي چي دكندهار ددي پرتمني غونډه روئيداد ترتاسودرورسوي) - بېرته شاته