(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رښتیا چا ته رای ورکړو؟

طنز

څلور تنه دریاست جمهوري د  چپرکت لپاره کاندیدان وه ، هر یو ه یو لاره ونیوله ، یو تلویزیون  جوړ کړ، چې هره ورځ  په  حقه اوناحقه د هغه نوم یادکړې چې په خلکو کې مشهور سي، بل یو مستعفي وزیر یواپوزیسیون ګوند جوړ کړ ،چې ځان  پوه وښيي ،درېیم وزیر سو چې ددې لارې نوم او پیسې تر لاسه کړې او خلک هغه و پيژني  اوڅلورم یې سندر غاړی سو ،چې په خلکو کې محبوبیت تر لاسه کړې.

یو سړي له سیاسي امورو له  یوکار پوه څخه  وپوښتل:

  - ته چا ته رایه ورکوې؟

    - هغه دلږ سوچ وروسته  لکه متفکر پیل مرغ سر پورته کړ او ویې   و ویل : 

تلویزیون والا ته رایه نه ورکوم هغه د خبرونو په منځ کې اعلانونه خپروي ، ډیر ه يې پیسه خوښه ده  او په مهمو خبرو  کې دهغه داسې یو پوچ خبر خپروي  چې انسان حیران ورته پاته کیږي  او ګوند والا ته هم  رایه نه ورکوم   دهغه دسترګو اوبه وتلې، بې حوصلې ،له کاره ایستل سوی، دکینې د باروتو ډک توپک  دی  او د رینګ بهر ټوله لړمون خوړین  غله یې پر ځان راټول کړي دي ، وزیر هم نه غوره کوم ځکه هغه خپله انکشافي بودجه نسوای لګولای،سندرغاړې ته رایه ورکوم اقلاً دا خو به ووایي :

 دا وطن د افغانانو دی  دا وطن

 دا نور ټوله ورځ د بې کاري له لاسه  په تلویزیون کې دچا سر کډو کوي، سندر غاړی که خدمت ونه کړي ملي سندرې خو به وایي ،په دې   ټول پوهیږي چې ډمان دي او د عزته هنرمندان ورته وایو، کابینه خو به  یې مسلکي وي، نه چپنکي  او کابینې خو به یې د  پردو په پرتاګه ځان نه وي پټ کړی .

 د کلتور وزیر به  یې د  ایران د زیربغلي پر ځای  ګرده ورځ د اټن نغمې ږغوي ، د بریښنا وزیر  خو به یې یوازې  دخپل دکور مخکې ته    په دووترانسفرمروبسنه نه کوي 

   دخپل کیبورد په خاطر به لا برق جوړ کړې.

 سیا ستمداریان مو ډیر امتحان کړه ان وایې د هر یو د کور کرایه اود بادیګاردانو لګښت د کاله یو میلیون ډالره دی، نه چې د کور کمودونه یې لکه د صدام حسین دسرو زرو دي  او ځان په ډالرو پاکوي که  څه؟!

 څه فرق کوي د وطن خلک ماړه دي ، له لوږې نه مړه کیږي او دوی هم شکر مسلمانان دی؟!

 دا وار د هنرمندانو دی !

 دهغه بل  د سیاسي امورو پوه دوست په دغدغه  ویل :  زه   ویره لرم دا هنرمندان هم چندان نرمندان نه دي ،  چې لږ مشهور سي  بیالکه مست خر  هوا بویوي، چې واده ته یې خبر کړې   په دې کیسه کې  نه دي چې ستا خوښۍ ده لکه مکاره ښځه په  قستي ډول په دې بهانه او هغه بهانه   وخت تیروي، وخت هم تیروي او پیسې هم  ډیري اخلي.

هغه بل  د سیاسي امورو پوه دوست وویل :

 د پښتون قسمت همدغسې  دی هر چا ته چې لالا ووایي هغه یې آواروي   ، او په سترګو کې  یې خیژي  دا چپنکي درواخله .

د هنرمندانو په هکله باید ووایم  هغوی چې میدان چغالي وویني د هغو له نخرودی  بیاخدای ساته، یو هنرمند ویل زه چې نشه نسم او انجوني  مي مخ ته  ونه ناڅي تر هغه  سندرې نه وایم   ،ځینې یې  تر هغه سندرې نه   وایي چې ډولچي یې  له جرمني نه وي او طبله چې  یې له امریکا...

 له هغو سره یو ناست سړي نارې کړه :

 یا وروره نرمندانو ته وار  مه ورکوئ چې د بد بدتره نسي !

 یوبل په ناامیندي نارې کړه :

نو څوک وټاکو؟

ټول اریان دریان  په  چرت که سوه :

رښتیا نو چا ته  رای ورکړو؟؟؟؟؟

یو  دسیاسي چارو ماهر د خپل زړه بړاس داسې ویسته :

هر واکمن سي دلته دوینا لوړعرش د کار ایله مځکه

زموږ زمری سي،چغال شاړبي دچم په اله بوله غړکه

ددین دوکاندارن سي  دلته  نمرود،قارون او  فرعون

زموږدلوړغره عقاب سي دچم ګاوندتوره غله ګیږکه

یو بل د هغه په ځواب کې داسې وویل :

دا موږکان چې سوري کوي کتابونه د تاریخ

هغو ته یوازي په کار دی دیوې پیشي پيخ

دا کوږ دیوال تر هغه وخته نه سمیږي

چې له سره  یې د بنیادډبره نسي سیخ

یو بل دزړه له سوزه داسې وویل :

تر څو د امریکا سیوری  وي په دې سپينو چرګو

ټوله به شپه او ورځ  ناستي  وي د زرو په هګو

دې سپينو چرګو لیدلې تنها  د پردو چرګانوسایه

نه دې خبر د کولنګي وطني چرګ په ډینګ ډینګو

د بل په پر تا ګه ځاه ن پټول ( د بل چا چوپړ کول ) سر کډو کول ( ډیرې خبرې کول )

ډینګ ډینګو(نااورا تګ)

- بېرته شاته