(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دكرزئى دامريكا دوره اواټكلونه

كله چي تاسي دهغه ليك لولى ولسمشر حامد كرزئى به د خپل امريكائي سيال ښاغلى باراك اوباما سره په سپنه ماڼى كښې ليدنه كتنه كړي وي دوي به پخپلو كښې څه سره ويلي وي په دي خو يواځي لوئى څښتن(ج) خبر دي يا دوي دواړه يا د دوي نزدي چارواكي خو په دي خبر هر څوك پوه دي چي دهغه دوه اړخيزه خبرى اترى ډېر لوئى ارزښت او موخه لري چي نه يواځي به په افغانانو پښتنو بلكى په ټوله سيمه او نړۍ به ددي اغيزه كيږى خو دوي د څنګه چي څومره ارزښت و افغانستان ته لرى هومره امريكا ته لري او كه داخبره وشي بيځايه به نه نوي چي تر هر چا زياته د افغانستان د افغانانو او پښتنو سباون هم ورسره تړلي دي ځكه چي هم دهغه خوار او ځپل شوي ولس د زور ځواكو د ګټو د جګړو ډګر هم دهغه څوك ګرځيدلي دي كه هغه ډيورنډو هري خواته پراته دي چي دهغه ژوندي بيلګه هغه جنازي دي چي دوي يې د ډېر پخوا او په ځانګړي ډول د ۱۹۷۸ء څخه په وږو وړي يا هغه وراني دي چي دوي هر څه يې پوه پناه كړي او نور يې هم ويجاړوي خو هغه كډوال چي د دهغه اوږده ناورين په دوران كښې بې كوروشو تراوسه د كډوالى ژوند په نورو ملكو يا د كوره څخه د باندي ډېر بد حال كښې تيروي خو ددي ټولو ناخوالو د څنګه نوري داسي تماشي دي چي ددوي سره وشوي چي په دي باندى كتابونه ليكل كيدي شې چي دايې ځائى نه دي خو دومره ويل غواړم چي د ژوندي قامو او ولسو سره داسي لږ پيښې شوي دي كه د موږ سره چي وشوه كه دهغه ولس او قام يواځي په دي ورسيږى چي د ټولى نړۍ منګي ولي د دوي په سرمات شو نو به تر ډير د دهغه ناخوالو او ناورين څخه به دهغه قام او ولس راوباسى.

     دلته به داخبره وكړو چي ددي ښاغلو (اوباما كرزي) تر منځ به څه خبرى شوي يواځي ددي اټكل موږ كولي شو او بس او اټكل هم دهغه رسېنو د خپرونو څخه كوي شو چي د ولسمشر حامد كرزئى د امريكا په دوره باندى راګرځي كه څه هم دواړه يو د بل هم پوري نه دي يو د نړۍ و ځان ته لوئى قدرت (SUPER POWER) وائي او بل د خوار افغانستان ولسمشر دي چي په دي حريان دي چي خپل هيواد او خپل بشپړه ولس څنګه د دهغه پريديو جګړو څخه راوباسم..؟ خو رسنې چي كومي خپروني كوي په دي خبره سړي رسيږي چي امريكا او انډوالان يي د افغانستان څخه څه غواړي او ددي په پرتله د ولسمشر حامد كرزئى او دده د حكومت كوم دريځ دي خو دلته په دي راكړه وركړه هم موږ خبره نه كوو يواځي په دي خبره كوو چي بشپړه افغان ولس كه هغه هر چيري دي دا كولي شې چى امريكا په ګوډوكښې او خپله خبره په ومني كه امريكا دومره توان لري چي خپله هره خبره په افغانستان ورواړوي..؟ په دي باندي هر څوك پوه او خبردي ځما په اند په دي باندي وخبرو ته اړتيا نه شته خو بيړى ځموږ د په طوفان كښې راګيرده او ددي طوفان څخه دوتلو اړتيا موږ ته ده او امريكا او نورو ته نه ده ځكه چي ددي اټكل يواځي تاسي د جمعرات يا پنجشنبى د پيښو څخه اټكل كوي شوي چي يواځي په كوئټه كښې په دهغه ورځ په چاودنو كښې ۱۱۰ وګړي ووژل شول ۲۰۰ ژوبل شول په سوات كښې ۲۲ وګړى ووژل شول په ډېره لويه كچه ژوبل دي او په وزيرستان كښې په ډراون بريد كښې ۶ وګړي ووژل شول نور ژوبل دي نور به ځموږ په دي خاوره هم په دا ورځ څو وژل شوي وي دا به په دي ځائى پريږدو خو دا به په يا دوساتو چي دهغه ناورين د تېرو ديشو پنځه ديشن كلو څخه په موږ تپل شوي دي كه په وخت باندى په ګډه نمه پريكړه نه وكړه نو خو دهغه ناورين به دوام ومومي چي ډېر لوئى خطر ورسره تړلي دي ولي چي په موږ ټولو باندى فاران راګرځيدلي دي بلكې په لسټنو كښې هم ماران راننوتي دي چي په لر بر كښې هم ځموږ په جامو راته ګرځي چي د دوي دپاره هر څه كولو ته تيار دي و لكه هغه ځموږ خپل سكنى وروروي...؟

     افغانستان يا ددي هيواد څخه ښكولى سيمى نه د طالبانو دي نه د اوسني حكومت دي نه د شمالى ائتلاف دي نه د حزب اسلامى نه د حقانى به د عوانى نيشنل ګوند يا د پښتونخواملى عوامى ګوند نه د جمعيت العلماء اسلام يا د بل چا دي بلكې دا د خوار ولس ټاټوبى دي چي د تېرو پنځه ديش كلو څخه دا ور په سرولمبو كښې په يوه او بل نامه باندى سوځل كيږى نوپه كاردادي چي نور نو د هغه خوار ولس د وينو د ګړنګونو درولو څخه راواستل شي نور نو دا خوار ولس ونه كړول شي نه د نورو د ګټو قربانى شې داسي ه د يوه مسلمان په حيث د يوه بشر وژنه د ټول انسانيت وژنه ده كله موږ ټولو دا اټكل كړي دي چي د بشپړه بشر وژنه موږ څو څو واره كړي ده ددي باجود كه بيا هم موږ په خپل خپل نيلى ناست يو او چي خوښه مي هغه خواته ځغلوونو دهغه د پلار نيكه چي كوم نوم راپاته دي ددي څخه به هم بې برخى شو او يوه خواته به بې نومو شو او بلې خواته به مي پاته اولادونه اواره شى.

     نو په داسې كړكيچنو حالاتو كښې څه كول په كاردي...؟ ځما په اند يواځني لاره په ځپلو كښې يووالى په يو ټغر ناسته د خبرواترو د لاري يو خبره جوړول چي هغه ته په ساده ژبه كښې سياست ويل كيږي يو داسي سياست غوره كول چي هغه د ولس د خاوري په ګټه وي چي دهغه خوار ولس د دهغه اوږده ناورين څخه راواستل شې او په دهغه سياست كښې د هيواد خپلواكى پرمختيا او سوكالى نخښتي وي او افغانانو ته خدائى پاك دهغه ارزښت وركړي دي لكه په تېره مياشته كښې چي دوي په فرانسه كښې غونډه وكړه او په يوه ټغر سره ټول شول او يو بل ته غوږ وينوي كه څه هم دا عام رسمي غونډه وه خو په نړۍ والو يې دومره اغيزه وكړه چي ګوته په غاښ كښې ورته پاته شول خو بايد شرط داوي چي هر افغان لارښود به خپله خبره كوي او د بل ګاونډي لاره به نه وړي كه هغه امريكاوي ناټو وي پاكستان وي ايران يا بل څوك د افغانستان په ورانولو كښې لوئى علت دا وو چي دهغه د ګوند و مشرانو د خپل ولس او هيواد د ګټو په ځائى د نورو د ګټو د ځغورنه كوله ځكه چي د دوي په منځ كښې د نورو د ګټو خبرى كيدلي څرګنده وه چي د دومره ناستو سره سره دوي بريالي نه شول چي د خپل هيواد چاري په سمه مخ ته يوشې بلكې د كابل په ګډون ټول هيواد يې تالار كړي آن دا چي د خدائى پاك په كورمكه شريف كښې چي كومه لوزنامه دهغه مشرانو وكړه په هغه دوي ونه دريدو چي پايلي يې دهغه شوى.

     نن چي ټوله نړۍ خپلې ګټي د سياست د لاري و لاس ته د راوړلو هڅي كوي دوي دا سنجولى ده چي د ګټو و لاس ه د راوړولو او د لانجو د منځ څخه دوړولو يواځني لاره سياست او خبرى اترى دي ځكه چي دوي ډول ډول اړخونه بدلوي خوموخه يې هم خپله ګټه وي كه يواځي موږ د ولسمشر حامد كرزئى د امريكا د اوسنې دوري په اړه د نړۍ رسنې او ميډيا واورونو دا به راته څرګنده شې چي څومره مخونه خپليږى ځكه چي موږ داوايو چي څنګه امريكا ته افغانستان ارزښت لري هومره افغانستان هم امريكا ته اړتيا لري كنې چيري امريكا او چيري افغانستان...؟ خو امريكايان هڅه كوي چي د سياست د لاري و خپل هدف ته ورسيږى نو افغانستان ته هم په كاردي چي په يوه خوله داسي سياست خپل كړي چي د خپل هيواد د سيمي او د نړۍ ګټى او سوله په كښې نخښتى وى.

     نن په افغانستان كښې په دي باندى خبري تودي چي په هيواد كښې امريكائى څه ځواكونه پاته شې كه ټول په ۲۰۱۴ء كښې ولاړشې چي په دي باندى دوه نظره رامخ ته شوي دي خو د بده مرغه هر دواړو خواو خپل خپل دريځ ټينګ نيولي دي د ولس او د افغانستان ګټي يې په نظر كښې نه دي ساتلي نه يې په دي بآندى غور كړي دي كه د هغه ځواكونه بشپړه ووځي ددي پايلي به څه وي او كه پاته شې نو به څه جوړيږي خو دا سياست د يوي خواڅخه نه دي شربول شوي چي كوچي ځيني راووځي او ټوله ګټه ځيني واخلى....؟ تاريخ كله كله جبر هم كوي په زياته بيا دهغه قومو سره چي دوي د سياست څخه كار نه اخلى خو د افغانستان سره خو تاريخ په وارو وارو خبر كړي دي لكه د ډيورنډ جبر او دا روان جبر خو بيرته هم كه افغانان په يوه خوله شې دوي ددي اواره كولى شې خو داسي هم كه د ولس و خبره ته غوږ ونيول شې ددي اواري كيدي شې ولي چي افغانان نور د جنګ توان نه لري او جنګ امريكا هم نور نه غواړي خو خبره داده چي تور په ګاونډيانو لګيږي چي باندنيو ګډه وكړه دهغه سره به سم دنيوي د لسيځو حالات راغبرګ شي څوك ددي باور وركولي شې چي ګاونډيان به داسي نه كوي...؟ امريكا كه د افغانستان څخه په بشپړه ډول ووځي بيا هم په هغه چاباندي خپل هدف ته رسيږى د كومو څخه چي افغانان ويريږى او كه داسي كيږي نو به افغانان تردي هم د بدو ناخوالو سره مخامخ كيږى...؟ ددي دمخه امريكائى ځواكونه په سعودى عرب اردن او نورو ملكو كښې ميشته دي كه افغانستان كښې پاته شي په كومو شرطو به پاته وي او كه ستانه كيږي افغانستان به په كوم حال ايله كوي اټكل كيږي چي ولسمشر حامد كرزئى د اوباما سره هم په دهغه خبرى كوى. محمد نعيم كاكړ 

- بېرته شاته