(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غازى ميرزمان خان....

غازى ميرزمان خان د افغانستان د خپلواکۍ شهسوار په دنيا کښې هر ملت دخپلې خپلواکۍ د لارې مشعل داران او قهرمانان په درنښت سره يادوى او فخر پرې کوى افغان اولس چې د چنګيز او انګريز نه نيولى د روسانو پورې د ازادۍ لپاره په خپلو سرونو لوبې کړى دى په دې پړاوونو کښې داسې جنګيالى، ننګيالى او توريالى شته چې دپښتنی افغانى تاريخ سترګې پرې پورته دى. زۀ نن خپلو ګرانو لوستونکو ته د هغه شهسوار ياداورى او پيژندګلو کؤم چا چې دخپلې تورې او ميړانې په برکت، چا چې د خپل شجاعت او لياقت په اثر، چا چې د ازادۍ د جنګ په کارنامه، چا چې د داخلى فتنو د خاموشولو په خدمت د اعليحضرت غازى امان الله خان نه د لوئې خان لقب او د جنرالۍ ستر اعزاز ترلاسه کړی دی. دا لوئې نوم او دا اعزاز په خپل وخت کښې بې رقيبه ؤ ځکه خو ئې ددغه نوميالى غازى د عزت شمله له هر چا نه هسکه کړې وه. دا نامور پښتون د خپلې زمانې زمری د کونړ ولايت لوئې خان ميرزمان خان دی چې په خپل وخت کښې ئې بخت او وخت دواړه په مخ کښې جلب نيولى روان وو په پاچاهۍ کښې ئې د خانۍ نغارې ډنګيدې. د امان الله خان سره ئې په ګډه د نوى نهضت لوئې لوئې خوبونه ليدل، دتاريخ د خلې خبره ده وائى د افغانستان د ازادۍ د جنګ څلورمه جبهه د کونړ ولايت د بريکوټ محاذ ؤ چې سالارى ئې غازى ميرزمان خان کوله. په دې جنګ کښې انګريزان داسې ماتې سره مخ شول چې چا ئې اټکل نۀ کولو. وئيلی شى چې د بريکوټ د جهاد د برى له برکته د کونړ تورزن اولس داسې لوئې نوم وګټلو چې اميرامان الله خان پرې د مهربانۍ او خوښۍ له مخې د فرمانونو باران وکړو او کلى په کلى ئې غازيان او شهيدان په نشانونو او بخششونو ونمانځل. تاريخ دا هم په ګوته کړې ده چې د افغانستان د خپلواکۍ د لمړۍ ورځې د نمانځلو لپاره حکومت په لغمان کښې د جشن ترتيبات نيولى وو او د وطن ټولو مشرانو ته ئې بلنه ورکړې ده چې په جشن کښې ګډون وکړى لوئې خان هم په دغه جشن کښې د برخې د اخستو لپاره د کونړ نه يو نيم سل تنه غازيان مشران د ځان سره بيولى وو چې په سرکارى ميلمستون کښې ځاې نيولی ؤ. وئيل کيږى چې اعليحضرت امان الله خان به په ناڅاپى ډول په کمپونو ګرځيدو او د هر چا سره به ئې په خندا او خوشحالۍ خبرې کولې د جشن په دويمه ورځ ناڅاپه اعليحضرت د کونړ د مشرانو خوا له راغی ټولو ته ئې د ازادۍ مبارکى ووئيله او اکثرو مشران ئې په سرونو او مخونو باندې ښکل کړل. په دې وخت کښې لوئې خان د کونړ د اولس په نمائندګۍ په ډير احترام سره د باچا حضور ته د خپلواکۍ مبارکى عرض کړه او دا ټپه ئې ورته ووئيله: ستا دې د سترګو اشارت وى په موزيګى به درله سره کړم ديوالونه اعليحضرت د ټپې په اوريدو چک چکى وکړې او د زنده باد نعرو فضا په احتراز راوسته. حقيقت دا دی چې د افغانستان د لويو چارو په يادولو کښې داسې تاريخى لويان او شخصيتونه شته چې زمونږ ماضى پرې روښانه ده او مستقبل پرې ناز کولی شى په دې اساس لوئې خان د ازادۍ د لارې په نوميالو کښې سر فهرست دی چې هيرول ئې ګناه ده. کۀ مونږ چرې د شلمې صدۍ د اوائلو او فضائى اتلان يادوؤ او نمانځو ئې نو لوئې خان د دغه صف رکن دی بايد چې هيڅ کله له ياده ونۀ ځى. کۀ د تورې ميړانې د سخانه علاوه خان ادب پروره هم ؤ چې لويه نخښه ئې ملى شاعر سيد عبدالغفار او مشهور اديب عبدالخالق اخلاص دی چې په خپلو اشعارو کښې ئې بيا بيا د لوئې خان د ادب نوازۍ ذکر کړی دی. متل دی خلق وائى د باز دجالې نه باز پاڅى، اود ټپوس د جالى نه ټپوس، د افغانستان په روان درويشت کلن جهاد کښې چې د لوئې خان کورنۍ کوم کردار ادا کړی دی سترګې ترې نۀ شى پټيدی. دا بيله خبره ده چې توره دې لالا وهى نمړۍ دې عبدالله کوى دپيرنګى نه ازادى چا ګټلې ده او نومونه د چا ياديږى، روسانو له چا ماتې ورکړه او بريت پرې څوک تاووهى ټپه ده: د سمال په کوم پرهار کښې کيږدم زۀ د بيلتون دلاسه ټوله ژوبله يمه په پښتنو افغانانو داسې ورځې راغلې دى چې څوک ئې سر وهى څوک ئې مال لوټى او څوک ئې تاريخ غلا کوى، ولې کله چې مې دې خبرې ته فکر شى نو په مرۍ کښې مې لاړې تيرې شى چې په افغانى جامعه کښې اوسى شکر داسې ليکوالان شته چې هر څۀ به د تاريخ درمنده ته راټول کړى د هر چا څهره په وښائى د هر سړى کردار به وتلى، او ملت ته به ئې په ډاګه کړى. زۀ دخپلواکۍ د دغه لوئې مجاهد لوئې خان چې د بچه سقاؤشورش په وخت د ملى غليمانو دسيسې قربانى شوى دى په ډير درنښت سره يادونه کؤم او داسې ئې ستايمه: خانى ستا په نوم کړى فخر ته ئې فخر دخانانو تاريخ ستا يادونه ستائى ته ئې وترد ځوانانو Great Khan Mirzaman Khan By: Abdullah Ghamkhor - بېرته شاته