(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وردګ ناورين ته ځغلنده کتنه

ډاکټر لمر

ما دغه څو کرښې په تاند کې د وردګ د غميزې په اړه په ځغلنده توګه تورې کړې، چې د افغانو پام د وردګ سيمې ټولنيز ناسور او د يرغلګرو ناورين ته راواړوم. له هر څه دمخه درنو افغانانو ته سلامونه او جميل صبر تاسو او د شهيدانو کورنيو ته له لويه خدايه غواړم! وردګو په ننني افغاني د خپلواکي په غورځنګ کې د افغاني جهاد ولولې او د آزاد ژوند مشال تاوده ساتلي دي، سر بيره پر دې چې زه د جنګ پلوی نه يم او د افغانستان د معظلې د سياسي او سوله ييز حللارې غوښتونکی يم، خو د وردګو څو پېښې به يادې کړم، چې د افغانستان د ټولنيز ناورين او د وردګو د ناسور شاليد تاسو ته څرګند کړم.

پروسږ کال په چک، سيد آباد او کوتره کې دسيمه ييزو خلکو د مڼو باغونه د امريکايي ځواکونو او افغاني اجيرانو په مټو او وساطت بمبارد شول او ټولې ونې يې وسوځول شوې، چې قرباني يې ګڼشمېر ماشومان، مېرمنې او زاړه خلک شول، د شهيدانو شمېر يې له لساوو واښتل. له ۵۰ ډېرې کورنۍ بې سرپناه شوې، چې د قومي مرستو په ټولو سره، دغه ټولې کورنۍ د هلمند ولايت، د نادعلي او چانجير سيمو ته کډوال شول، يعنې له بارانه ولاړل او ناوې ته کېناستل.
پروسږ کال دوبی د سيد آباد په لاره د امريکايانو لخوا په ملکي موټرو ډزونه وشول، چې د ګڼشمېر ملکي خلکو تر څنګ د غزني ولايت د روغتون د نسايي او ولادي متخصصه ډاکټره عاقله حکمت، د هغې ۱۵ کلن زوی، د اوښي ېېغله لور ووژل شول او مېړه يې د مرګ تر بريده پورې ټپي شو، خو دغه موضوع نه وڅېړل شوه او نه يې مجرمين محاکمه شول. د شهيدې عاقلې حکمت مشر زوی، چې د طب محصل دی ليا دوې اونۍ مخکې په کابل کې ولېدلو او د زړه خواله مو سره وکړه.
د کابل، کندهار، خوست او ګڼشمېر نورو پوهنتونونو کې له وردګوسره تربګني کېږي او په لوړو زدهکړو کې ورته خنډونه جوړېږي. په سيمه کې د ميدان او وردګ ببولالې ته لمنه وهل کېږي، چې خپل منفي ټولنيز اغېز لري. د کابل پوهنتون ليليه خو د امنيت دولتي پخواني مشر نبيل خان د وردګو د جهاد رهبري هسته ګڼله او د خپل بادار د خوښولو لپاره يې د امنيت بندېخانې په لوستو وردګو ځوانانو ډکې کړې وې، چې نه انجينير او نه هم ډاکټر ترې په کرار دی. دغه لوړ پوړي چارواکي د خپلو شومو دسيسو په ترڅ کې يې په پټو استخباراتي عملياتو کې د ډېرو وردګو ځوانانو وينې په ناحقه تويې کړې او شهيدان يې کړل. د وردګو ناورين ته رحيم جان وردګ، فاروق جان وردګ او نبيل جان وردګ په رډو رډو سترګو ګوري، چې وردګ ولس يې ځپل کېږي، وردګې خويندې او وروڼه يې رټل کېږي، خو دوی بيا هم د خپلې سيمې د خلکو تباهي کې په نېغه او نا مستقيمه توګه ونډه اخلي، چې تاريخ به بيا د دوی په اړه هم قضاوت وکړي.
په وردګو کې د سيد وحيد الله شهادت هم خپله ټولنيزه انګازه لري، ځکه د هغه په کلي کې د امريکايانو له چاپې سره درې پېغلې وردګې ټوله شپه پښې لوڅې په واورو کې درول شوې وې او بيا په وحشيانه توګه وژل شوې، دغه افغان اتل په شعوري توګه پرته د طالبانو له وساطته په امريکايي پوځ ورګډ شوی وو او په مناسب وخت يې ۱۲ امرېکایان له تېغه تېر کړل او د خپلو وردګو خوينودو غچ يې واخيست او په وردګو کې يې د مېړانې نوې بړبوکۍ خپره کړه. د امريکايانو څو الوتکې هم په وردګ کې رانسکور شوې دي، چې د تش په نامه د بن لادن د وژنې دنندارتون د ۴۰ امرېکايي مرينو چينوک هم د ۱۵کلن تېنګيوال وردګ افغان په مټ نسکوره شوه، ځکه نو د لاسپوڅو، غليم اويرغلګر لپاره د وردګو لويه لاره د صراط پُل وګرځېدله!

د پورتنيو پېښو په ادامه کې بايد ياده شي، چې په وردګ ولس د نامېړانې ګوزارونه له هر پلوه کېږي. د وردګو د طالبانو والي، چې په خټه د روزګان دی، نو د خپل راتګ سره يې سم د ښوونځيو د تړلو فتواوې ورکړې. په سيمه کې يې د ذهني او ټولنيز ترور ورېځې خپرې کړې. د سيمې بې وزله ځوانان، انجينيران، ډاکټران او ښوونکي يې د مرګ کومې ته ورواچول، ترور يې کړل، په ډېره نا مېړانه يې ووژل، چې ټوله سيمه يې د ناپوهي، نا لوستي او آن داچې  لوږې کندې ته ټېل وهل.

دوه کاله مخکې دوردګ پوهنتون د جوړولو منظوري وشوه، بوديجه ورته وټاکل شوه، چې د ټوپ په دښته کې چې ميدان، سيد آباد، چک ته نيژدې سيمه ده، نو پوهنتون به جوړېږي، خو د کرزي د وردګ ولايت والي د ميدان ښار او ټوپ دښتې ناندره په سيمه کې راپورته کړه او د سيمې نالوسته مشران يې راوغوښتل او د ميدان ښار او ټوپ دښتې مسئله يې د نالوستواو غير مسلکي مشرانو په چلول دميدان ښار په ګټه پای ته وسوله او غير مسلکي او ناپوهه پرېکړه وکړه، چې پايله يې دا شوه، چې هغه خلکو چې غوښتل يې پوهنتون په پښو ودروي، نو د دولتي چارواکو له دغه ډول بې ځايه، غير مسکي او له غرضه ډکو کړنو زړه توري شول او د پوهنتون کار په ټپه ودرېدلو. سږ کال د لوړو زده کړو په وزارت کې هم د وردګ پوهنتون په اړه منظور شوې بوديجه هم بيرته مسترده شوه، دې ته وايي د عقل او پوهې انتها!

سږ ليا دوې اونۍ مخکې د مرغومي په دويمه اونۍ کې په وردګو کې د کانکور آزموينې ناندره روانه وه. د ولايت چوکړه ګانو غوښتل، چې آزموينه په ميدان ښار کې واخيستل شي، مګر د لوړو زدهکړو د کانکور آزموينې رياست د ټوپ دښته، چې امريکايي اډه پکې لوی حال لري، د آزموينې لپاره مناسب ځای ګڼلو، خو اجيرانو د يو څو مشديو د رشوت په هيله بيا هم د ميدان ښارناندره يدوله! خو له نېکه مرغه، چې د کانکور آزموينې رياست په خپلو غوښتنو ټينګار وکړ او آزموينه دټوپ دښتې په انګړ کې واخستل شوه، پرته له دې دريځه به د وردګو ځوانان د خپلو ميداني، هزاره، تاجک او وردګو غرضي مشرانو د بې ځايه احساساتو او د سيمې والي اونورو چارواکو د لاسوهنو قرباني شوي وی اود کانکور له آزموينې بې برخې شوي وی.

د وردګ ولايت اوسېدونکي د ډانګ او پړانګ تر منځ دي. د نن شپې د وردګو د جومات ناورين هم د امريکايي ناسور يوه بله له وينو ډکه پاڼه ده، چې د وردګو د باتور او  تاريخ جوړونکي ولسه د غچ اخيستنې بله پلمه ده، چې بې وزله خلک، مقتديان او ماشومان يې قرباني شول، چې تاريخي وياړ او سرخرويي به يې د وردګ ولس وي او تورمخي به لاسپوڅی دولت او بهرني يرغلګرو ته پاتې شي او زېړ مخي به په لاسپوڅي حکومت کې لوړ پوړي وردګ وزيران او رئيسان وي! د لاسپوڅو او یرغلګرو دغه له شرمه ډکه ډنډوره، چې په جومات کې بمونه يا مينونه چاودېدلي دي، نو کېدی شي کوم سربادی پرې باور وکړي! څوک به په دا ډول اپلتو باور وکړي، چې ګواکې ملا، مقتدي، منجور او طالبالعلم ماشومانو ځانونه د خدای په جت د شپې په دوو بجو د غرنۍ سيمې په لمنه کې په بمونو الوزولي! د کوم ثواب، د کوم مقام او د کوم هدف لپاره! بس دې ته بيا وايي د لاسپوڅ د احماقت انتها!

وروستۍ پوښتنه زما دا ده، چې وردګ ولس د ډانګ او پړانګ تر منځ څه وکړي؟ آيا د خپل موجوديت، د خپل پت او عزت لپاره مبارزه و نه کړي! نو ځکه به په ننني ناورين کې به د وردګ سيمه د غازيانو زانګو وي، د غليم لپاره به وردګ د سرو لمبو تبۍ وي او د وردګ لويه لاره به د يرغلګرو او لاسپوڅو لپاره يقيناً چې د صراط د پله حيثيت ولري، ځکه هر افغان د با وقاره او خپلواک ژوند حق لري او د پښتو له اوصولو سره سم چې وايي: خپلواک ژوند وکړه او خپلواک مړ شه!

سر لوړي او تلپاتي دي وي افغان ولس او دخپلواکي د زانګو افغان زامن!

په درنښت

ډاکټر لمر

- بېرته شاته