(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخان اوعدم تشدد

Khan Abdul Ghaffar Khan, Bacha Khan (c. 1890 – 20 January 1988)

لیک: علي خان محسود، جرمني - اوپرتال

د انسان سره دغه پوښتنه پیداکیږی چې باچاخان د عدم تشدد لاره  ولي  خپله کړه ـ هغه څه وو -چې بابا په دې لار روان شو. ؟

 باچا خان په داسي خاوره کې زیږیدلی وو – کومه  چې د انسان د مالوم تاریخ نه هند ته  د وږیو او تږیو قبیلو،قومونو او لښکرو  د تللو لاره او ګذرګاه پاتې شوي ده. لویه پښتونخوا (د امو سیند نه تر اباسین پوري ) دشخې شولنګې (جنګ جکړي)  ډګر پاتي شوی دی.  زمونږ خاوره د هند او مرکزي ایشیا تر منځ پرته ده ،هر چا چې هند ته د تګ تکل کړی دی نو لومړی کبړي او پهلواني ئې زمونږ سره شوی ده، ځکه چې دروازي او ټولي لاري ئې زمونږ په خاوره کې دي.اول ئی زمونږ دروازه ټکولي ده، یا برباد او یا بریالي هند ته کوز شوي دي. ددې شخړو او جګړو په وجه  ئي ځمونږ  دولس ، زراعت ، تجارت، ښارونه او کلي   ټول تباه کړي دي.

کله چې به په منګولیا او سایبیریا کې ددغه نیم وحشي خلکو ابادي سیوا شوه او یا به وچکالۍ واخستل نو ددوۍ به اول ګوزار په چین ؤ، داچې د چين حکومت پیاوړی او زوره ور ؤ نو دوۍ به ئی په شا وتنبول. بیا به دغه وحشي خلک د مرکزي ایشیا په لار په مونږ رامات شول. ځمونږ هر څه به دغو وحشیانو تالاوالا کړل. ددوۍ لپاره ښارونه، کلي،زراعت او تجارت (سوداګري) ټول بې ارزښته او فضول شیان ؤ، لکه ملاخان چې وطن ویجاړوي ، دغه شان به دوۍ کول، چینیانو په دغه وحشیانو پسي د٬٬چین دیوال ٬٬جوړ کړ.

که د پښتنو تاریخ ته ځیر شو، نو وبه وینو چې تقریبا هر ۵۰۰  کاله پس دغه وحشیان راغلي او د سترې پښتونخوا ولس ئی تباه ،برباد کړی ،استوګنځایونه او هر څه ئي  ویجاړ کړی دی. هر ۵۰۰ کاله پس دوۍ مونږ د تمدن اوپرمختک د مدار نه غورځولي یو.  کله چې ددې سیمې خلکو ته د سکون وخت په لاس ورغلی دی تمدن ئی دسر او د صفر نه بیا پیل کړی  او د عروج زینت ته ئی رسولی دی، چې ښه مثال (بیلګه) ئی د ګندهارا تمدن دی. دګندهارا  په تمدن کې دوه وو فیکټورونوFactors رول لوبولی دی:

لومړی Factor   : دلته تقریبا ۶۰۰ کاله امن ؤ، ځکه  د شمال غرب نه دغه وحشي خلک نه ؤ راکوز شوي.

دوهم    Factor : د عدم تشدد په بنسټ ولاړ بدهائي مذهب ؤ، چې د خلکو سوچ او کړه وړه د تخریب په ځاې تعمیر او ابادۍ اړخ ته ؤ. همدغه دوه اهم فیکتورونه ؤ چې د لوئی پښتونخوا ولس  یو داسي تمدن را منځ ته کړ او معراج ته ئي ورساوه چې نن هم د نسکورو ډیرو په شکل کې موجود دی.او په لیکلي توګه په چینائي زائرینو او لیکنو کې خوندي دی. ددي چینائی زائرینو نه پس تقریبا  په کال ۶۵۰  شاوخوا کی دغه وحشیانو د شمال غرب نه بریدونه پیل کړل، چې  دغه د اول   سپین هون وحشیان ؤ. دوۍ د ګندهارا تمدن تباه او د خاورو سره سم کړ، چې څه پاتي و هغه اسلامي لښکرو نابود او بربادکړل.

د ۶۵۰ کال نه تر نن  ورځي پوري دګندهارا تمدن او تهذیب بیا په پښو ونه درید، زمونږ له خاوري زغم او عدم تشدد لاړ ، ځای ئي زور، ظلم او تشدد ونیولو.

لوي بابا پدې فکر او غور کولو چې څه وخت مونږ د عدم تشدد پلویان ؤ، نو مونږ  په نړۍ کې  دو تلي کولتور او تمدن خاوندان ؤ، او چې له کومي ورځي نه د تشدد ښکار شوي یو، نو ټولنې مو تشدد خپل کړی دی او د خداي ج په قهر ککړ یو ، باید د تشدد خلاف جدوجهد وکړو. تشدد د افغان/پښتون ملت ملا ماته کړي وه، کور په کور، کلي په کلي، قبیله په قبیله جنګ جګړي او تشدد ؤچې د پښتون قوم ټول قوت او انرجي په منفي اړخ خرڅ کیدله..

باچا خان پښتني ټولنه رغوله او دغه قدرتي خبره ده چې رغاونه په تشدد نه کیږي نو باچاخان د عدم تشدد لاره ونیوله ، غوښتل ئي  چې افغان ملت د عدم تشدد په لاره د سیالانو سیال کړي او داسې افغان وروزي چې  ګټل کولی او ساتلي شي.

پخوا به  زمونږ په خاوره بریدونه د شمال غرب له اړخه کیدل، مګر نوي یرغلګر او سامراج د چپه (ولټه ) لوری داوبو له اړخه راغلل.  پخوا به وحشیان اول په امو سیند راپوریوتل ، ورو ورو به تر بنګاله لاړل، مګر پیرنګی اول بنګال ته په ۱۷۵۷ کال کې لاړ او په ۱۸۴۹  پوري مونږ ته راورسید، دوۍ قدم په قدم هند قبضه کړ. پښتني ټولني د نوی سامراج او یوروپي یرغلګرو توان نه درلود. افغانستان ددې نوی سامراج د مقابلې نه ؤ، د امیر عبدالرحمن افغانستان د صفر برابر ؤ او امیر صیب  پخپله د پیرنګي وظیفه خور ؤ.  پیرنګیانو لومړی د پنجاب سیکهان او د پارس قاجاریان ولمسول، او بیا ئی د سدوزیو او محمدزیو بزکشي پیل کړه ، چې په نتیجه کې ئي افغانستان نیم کړو.

چې پدغه وخت کې لاندی پښتنو اول د تشدد لاره خپله کړه، د پیرنګي سره ئې جګړي وکړي، مګر څه خاص نتیجه ئې ور نه کړه، ځکه چې د پښتون د چرې (چره ایز) ټوپک د پیرنګي د توپ د مقابلې نه ؤ. دغه نوی دښمن چې د ولټه (چپه) لاري راغلي ؤ نو د علم، ساینس،ټیکنالوجۍ،دولت، پوځ او سول (ملکي) بیروکراسۍ سره راغلی ؤ. د اورګاډي (ریل) ،الوتکو (جهازونو) ، ټیلګراف او ټلیفون خاوند هم ؤ، یوازی هند باندی سپور (سور) نه ؤ، هغه وخت به ویل کیدل چې د برطانیه په سلطنت باندي د نمر سترګه نه پریوزي. بلې غاړي ته پښتون ؤ،چې بې علمه، بې اتفاقه، غریب او د داخلي دښمنیو او تشدد په وجه د خدائی په قهر ککړ ؤ.

د پیرنګي دتشدد نه سربیره( علاوه) د پیرنګي سره راغلي هندوستانیان هم د لاندي پښتنو په شوکه او لوټمار  اخته ؤ.   دپنجاب هندوان سکهان پښتونخوا کې د دوکاندار،د جیل داروغه،د کچرۍ وکیل او د پولیسو د تاڼیدارانو په شکل موجود ؤ. پښتون چې به څه ګټل ، هغه به څه د پیرنګي مالیه شوه او چې څه به ورپاتې شول نو هغه د خپل  منځي تشدد په وجه د پنجابیانو دارو درمل شول، سپیره پښتون د ډبل لوټمار سره مخامخ ؤ. پاس د پیرنګي سوک او لاندي د هندوستانیانو تله. دواړو به لوټولو د هیچا پري  زړه نه خوږیدو.

بابا چې ځوانیدو، هر څه ئي لیدل. دده سره  داسوال پیدا کیدو، چې دغه ظلم او زیاتی  ولي  په پښتنو کیږي؟. بابا ته ورو ورو ورمالومه شوه، چې پښتون ملت د ودې او ترقۍ په ډګر کې د نشت برابر دی. علم نه لري،تجارت نه نفرت کوي،او د جاهلیت په درانګړ (ترنګړ)کې پروت دی. صرف په دې مست شي چې څوک ورته ووائي ٬٬ پټهان بړي بهادر لوګ هی٬٬. بړي بهادر نه ډوډۍ  لرله ،نه ئي  جامه لرله  او نه ئی علم  لرلو، تجارت ورته ټیټ کار ښکاریدو، تجارت او تله کول ورته بې غیرتي او شرم ښکاریدو. مګر چې پردي ورغومي به ئې پټول ، بیا دغه ورته شرم نه ښکاریدو. عجیبه قوم یو مونږ..

بابا پدې پوهیدو چې پښتني ټولنه دډیرو رنځونو ځاله ده، خو تشدد تر ټولو لوې او خطرناک رنځ (مرض) دی چې دپښتون/ افغان ملت ټوله انرژي ئې سلب کړي ده.

هدغه وجه وه چې بابا د پښتون په تاریخ کې پداسي لارو روان شو چې د ګندهاراتمدن نه پس  ئي څه مثال نه شته. د بابا  تشخیص دغه ؤ، چې تشدد بنسټي رنځ (مرض) دی، پښتون  ولس باید د تشدد نه خلاص شي، او دداخلي او خپل منځي تشدد مقابله د عدم تشدد په ذریعه وکړي، تر څو پښتني ټولنه د اصلاح اړخ ته ورو ورو راواوړي، لاکن دغه د عدم تشدد فلسفه د عام پښتون د سیکالوژۍ خلاف کار ؤ، «بړي بهادر» ته تشدد نرتوب او عدم تشدد ورته کمزوري ښکاریده.

رښتیا دغه دي چې تشدد کول اسان کار دی،مګر پالل ئې ګران دي، ځکه چې تشدد نفرت او کرکه زیږوي، د عمل ردعمل وي او د تشدد نتایج هیڅوک نه شي اټکل کولی.ځکه چې د تشدد بنسټ په بدل ایښودلي شوی او هم دغه وجه ده چې د تشدد پیل، د پیل کوونکي په لاس کې وي، مګر شړیدل  او پریښودل ئې دده په لاس کې نه وي. د تشدد په وجه ډیرې کورنۍ ،  بادشاهۍ  او نظامونه نړول شوي او تباه او ړنګ شوي دي.

عدم تشدد ګران کار دی د لوئي حوصلي ، د زغم او د صبر خاوندان ئي کولی شي. عدم تشدد د ډارن کس کار نه دی. د پیاوړي سړي او غورځنګ کار دی. عدم تشدد مینه، محبت، زغم او زړورتیا زیږوي، نتیجه ئي اټکل کیداې شي،ځکه چې عدم تشدد بدل نه اخلي، بلکه د لوي او ښو اخلاقو او زغم په ذریعه تشدد پسند (شر او جګړه خوښونکی) سمي لارې ته راولي.عدم تشدد قرباني غواړي،او میوه ئې خوږه ده.عدم تشدد د پیغمبرانو لار ده او تشدد د چنګیز خان او هلاکو خان لاره ده نو ځکه لوې بابا د پیغمبرانو په پل پل کیښودو، نه د هلاکو خان او چنګیز خان په پل.

دخدائي خدمتګارو د غورځنګ ځانګړتیا:

د عدم تشدد خدائي خدمتګارو غورځنګ ځانګړتیا داده چې دغه غورځنګ د ښار پر ځاي د کلي نه پیل شو، په ټوله نړۍ کې نوي نظرئي په ښارونو کې ټوکیږي، چیرته چې تمدن، علم، پوهه ،تجارت او حکومت داري وي، بیا رو رو کلیو ته خوریږي.  

بابا خپل غورځنګ د ښار پر ځای  له کلي نه پیل کړ، او ښارونو ته لاړ. ددې یوه وجه دغه هم کیداي شي، چې ښارونو کې پردي کاروباري خلک وسیدل او د پښتون ملت سره ئي څه خاص زړه سوی نه درلود، سربیره  پردې  ٪ ۹۰(په سلو کې نوي)  پښتنو په کلیو اوبانډو کې ژوند کولو. کلیوال خلک د ښار په مقابله کې له ډیرو پر مختګونو او ترقۍ نه روستو پاتي وي، چې څوک داسي ویژن vision  ولري لکه لوې بابا، نو غورځنګونه او تحریکونه د کلیو نه پیل کولی شي.

کلیوال خلک خو  دومره کلک سري او خپل سري  وي ،چې   ډیسپلین ته غاړه نه ږدي او د حیرانۍ خبره دا ده چې  باچا خان   څرنګه بریالی شو چې لیوني او خودسري پښتانه ئې د عدم تشدد په اصولو منظم کړل ، نظم او ډیسپلین ئې پرې ومنل اود عدم تشدد په لاره   ئي روان کړل ، چې دونیا ورته حیرانه وه .باچاخان  چې  څه وئیل هم هغه ئي مقصد ؤ، خبري ئي کمي او عمل ئي ډیر ؤ. کلیوال پښتانه  نه سمیږي مګر یوځل چې مشر امتحان ورکړي او په قیصه پوه شي بیا تر مرګه ورسره ملګري وي. باچاخان  دوئ ته په ثبوت ورسوله چې د نیمي لاري ملګری نه دی، ده ځان ددوۍ په څیر کړو، ساده جامه، خوراک او ددوۍ سره یو ځاي په ځمکه ناسته پاسته ، کښیناستل او ویده کیدل، چې مشر ټینګ وي لښکر ئي هم همغسي وي، چې دغه دلوئې  بابا ، عظیم انسان، مشر او لار ښود د کرکټر، جوته (څرګنده) نښه ده. باید پدې ځانته علمي پلټنه  او څیړنه وشي، دغه څه وړه خبره نه ده.  

کله چې په ماسکو کې انقلاب وشو، او ورپسې غازي امان الله خان د پاس افغانستان د ازادۍ اعلان وکړ، نو پدې منطقه کې یوه زلزله راغله، پیرنګیان ئې وارخطا کړل، غازي امان الله خان په نیم افغانستان کې کامیاب شو، مګر دومره توان ئې نه درلود چې لاندي برخه هم ازاده کړي، ده غوښتل چې لومړی بره برخه په علمي، اقتصادي او پوځي توګه برابره کړي، بیا به د پیرنګي سره د لاندي برخې حساب او کتاب کوي، مګر پیرنګیانو هم د عقل سره ډزي نه وي کړي ، دوۍ د افغاني مشرانو د هري بې صبرۍ او خطا نه ګټه  پورته کوله. غازي امان الله خان ته ئې بلاګاني جوړی کړی، ګوډملا، کوږملا،حضرت اخوا حضرت دیخوا  ئي ولمسول او افغاني انقلاب ئې په ګډوډۍ بدل کړ. یو تاجک غل، شوکمار او جاهل د سقاو زوی ئي د کابل په تخت کښیناوه او اخیر کې پیرنګیانو د نادر خان کورنۍ د یورپ نه راوستله او د کابل واک ئی  ورته ورکړ.  په حقیقت کې د نادرخان کورنۍ په پټه د پیرنګیانو خلک او ملګري ؤ. که د پیرنګي مرضي(خوښه) نه وائی ، نو سوال نه پیداکیدو چې نادرخان پاس افغانستان ته تللی وئ ، پیرنګیانو به نادرخان د بمبئي په بندر کې نیولی او نظربند کړی وای.

دغه راز د نادر خان کورنۍ او پیرنګیانو تر منځ پټ understanding  ؤ چې یو بل ته  به په جوته (ښکاره) غوري تړي کوو، تر څو چې افغانان بوخت وساتو، یاني په جوته دښمني او په پټه (تر ځمکې لاندي) دوستي، دغه ددوۍ تر منځ  working relations  ؤ ،

داچې د خدائی خدمتګارومبارزه د پیرنګي په خلاف وه  نو ځکه  پیرنګيانو  او افغاني منافیقو امیرانو او شاهانو خدائی خدمتګارو غورځنګ خپل  دوښمن ګاڼه ،  ددوۍ په دوښمنۍ کې فرق    دومره ؤ چې پیرنګي به دو ښمني  په جوته کوله اود نادر خان کورنۍ به   د عامو افغانانو له ډاره  په پټه کوله، دا ځکه چې د خدائي  خدمتګارو غورځنګ ولسي غورځنګ ؤ. دوۍ ډاریدل چې افغانان ویښ نه شي، او که ویښ شول نو په مونږ پسې به ډانګ راواخلي او  مونږ به وشړي .

په حقیقت کې  شاهي کورنۍ پښتانه نه وپاتې شوي، له خپل کولتور او ژبې پردي شوي ؤ. دوۍ ژبني او کولتوري  پارسي بانان  یاني تاجک او تاجک نما شوي ؤ.دغه داسی پاچاهان و، چې د پښتو یو ټکی نه ورتللو، او د خدائي خدمتګارو د غورځنګ سرکاري (رسمي)  ژبه پښتو وه  نو نادري کورنۍ نه غوښتل چې د خدائي خدمتګارو دغه ملي او ضد سامراج حرکت بره خوا لاړ او خور شي او افغانان ویښ شي. دوۍ به دواړه غاړي خوړلي چې کله به پري سخته راغله نو بیا به د کندهار محمدزیان شول ، چې د غوړو چړو وخت به ؤ نو بیا به  ئي د پنجشیریانو او تاجکانو سره ګډاګاني کولي، ککړه به ئی د پښتون کره کوله، هګۍ به ئی د تاجک کره اچوله. غوړ ،ښه ځاي  او ښه کرسۍ به دپارسیوان او تاجک وه ،پښتون به چیرته  چوکیدار ؤ.  دوۍ به پښتانه پدې غولول چې دلته خو افغان واکمن  او پاچا دی،ا علیحضرت شته، نورو ګوندونواو ملي حرکتونو ته حاجت نه شته.

شاهي کورنۍ به د پښتونستان  تر نوم لاندی د کوزي پښتونخوا د پښتنو اصلي تحریک په پاکستان وهلو، دوۍ په حقیقت کې د لر او بر پښتون/افغان د یووالي سخت مخالف ؤ،ځکه چې په یووالي کې دوۍ د خپلي کورنۍ مرګ او زوال لیدلو صرف دساده ولس د تیرایستلو لپاره به ئي په راډیو د پښتونستان پروپیګنډه کوله د ٬٬دا پښتونستان زمونږ٬٬ ټیکه ئي سپین بادام،تور بادام، زاخیل ، قمر ګلي بي بي او ځني نورو سندرغاړو  ته ورکړي ؤه.

کله چې به ئي د ډیورنډ کرښې ته  ضرورت شو ، دوۍ به قیصه ګرمه کړه ، او چې خبره به خطرې لوري ته کږیدله دوۍ به بریک وهلو، ډنډوره او ډرامه  به ئې رو رو او سوکا سوکا ټیټوله.

ددې ډرامې درې برخې وي:

۱ –  اول به دوۍ د ډیورنډ کرښه د سامراج په زور تیره شوي کرښه اعلان کړه، پوځ او عسکر به ئی لاندي باندي کړل چې پدې سره به په لر اوبرو خلکو کې دا امید پیدا شو چې افغان دولت په رښتیا سره کرښه ورانوي ،نو لر (کوز) پښتانه به ئی ګرم کړل او په پاکستان به ئي ښه وټکول، جیلونه به  ترې  ډک شول.

۲ –  ددې نه پس به دوهمه مرحله پیل شوه. د روغي جوړي خبري به پیل شوي ، د روغي  او جوړي لپار ه به کله شهنشاه ایران راغی اوکله نا کله به د پیرنګیانو د شاهي کورنۍ غړو منځګړتوب وکړ. د تورخم اوسپین بولدک پاټکونه به پرانستل شول او خبره به بیا یوازي راډیو ته لاړه. اعلان به وشو چې لاندې پښتانه زمونږ ورورنه دي، اوبه په ډانګ نه بیلیږې، چې پدې سره به ئی د لاندي پښتنو ښه حجامت په پنجابیانو وکړ.

۳  -  دریېمه مرحله  : ددې لپاره چې لاندي پښتانه خوابدي  نه شي نو د غولولو اوتیرایستلو لپاره به ئي مغلق بیان خور کړ،چې  افغان حکومت په ازاد او مقبوضه پښتونستان کې د خلکو د حق خود ارادیت په کلکه ملاتړ کوي، د اقوام متحده منشور او انساني کرامات به ئی هم ورپوري وتړل، او قیصه به نوره سړه شوه  او Cold Storage  ته به حواله شوه ، چې دغه مرحلي ته به مونږ تړد ګیر Third Gear وئیلو.

 که شاهي کورنۍ  په رښتیا د پښتنو یووالي او ازادي غوښتلی نو په ۱۹۶۵ ع کال او ۱۹۷۱ ع کال کې دهند سره د جنګونو په وخت په موجوده بلوچستان او پښتونخوا کې ۱۰۰۰ زر پوځیان نه ؤ پاتې، ټول د هند سرحد (پوله)  ته راجمع  شوي ؤ، ځکه چې پاکستان ته اعلیحضزت  ظاهر شاه تسلي ورکړي وه چې زمونږ نه بې غمه شۍ ، د پښتونستان سندري  به وایو او کله کله به یوه نیمه دړکه کوو، نور الله الله خیر صلاح . دغه اسناد پراته دي، دغه چې د پښتون ولس سره خیانت نه وي نو بیا د منافقت تعریف څه دی.

دا چې د خدائي خدمتګارو روزنه  او تربیت د عدم تشدد په بنسټ شوي وه ،نو ځکه دوئ په یو وخت دري طاقتونو ته ولاړ ؤ، چې هغه د پیرنګي سوک، دهندوستانیانو تله او دوکه او د افغاني شاهي حکومت منافقت.

خدائي خدمتګار  هري سیلۍ ووهل مګر نسکور نه شول، داځکه چې ددوۍ غورځنګ د اقتصادي طمعې په بنسټ نه ؤ ولاړ، فلسفه د قوم خدمت ؤ، او د ملت لپاره ئي هر څه قربان کړي ؤ، د پیرنګي سره د تشدد سامان بې کچې ډیر ؤ، مګر د عدم تشدد پیروانانو د تشدد سامان نه درلود، څو څو ځله پیرنګیانو د خپلو ایجنټانو او شلخي خدائي خدمتګارو په ذریعه کوښښ وکړ، چې دوئ د غیرت او پښتونولۍ په نوم ګرم کړي او بیا ئي د پیرنګې سره په تشدد واچوي، چې پیرنګی ئي ښه وډبوي، نیست او نابود ئي کړي.

څرنګه چې دغه د لوې بابا خواري ، روزنه  او تربیت ؤ چې دوۍ سخت نه سخت وخت کې هم د عدم تشدد لاره پری نــښوده، کلک پري ولاړ ؤ. دوۍ به د صبر او زغم نه کار اخستلو، که څه هم دوۍ ته به ډیر ډیر پيغورونه ورکول کیدل.

د بابا د خوارۍ یوه لنډه بیلګه (مثال) دلته لیکم: د پښتنو په قبیلو کې بیټني ډیر سخت طبیعتی قوم  دي، په معمولي خبره درسره جنګ کوي. محسودو ته وائي ٬٬ جاجا محسوده که تا غر نیولي ، ما ئي ور نیولي دي٬٬ . محسود چې ټانک او یا ډیره اسماعیل خان ته ځي  نو لاره ئي په بیټنیانو ده. مګر څه وخت چې د خدائي خدمتګارو غورځنګ ټانک  او ګومل ته راورسید ډیر زیات بیټني پکې داخل شول، څومره چې بیټني تشدد پسنده ؤ، همدومره سخت د عدم تشدد پلویان شول.

خبره کیږي چې د بیټنیانو یو خان خدائي خدمتګار شوي ؤ، چې څه وخت پیرنګیانو ونیوه او د ډیرو په جیل کې ؤ نو دده دپرتوګ په ګونځو کې  سپږي شوي وي، چا ورته وویل چې خان صیب دغه مړي کړه، نو ده ورته ویلې وو چې دغه تشدد دی، باچا خان مونږ د تشدد نه منع کړي یو، دغه کار زه نه کوم. نو د جیل والاو ورته ویلي ؤ چي که تاسو تشدد نه کوۍ نو پرتوګ به دې نمر ته واچاوو، نمر او غارمه پوه شه او سپږي.

د باچاخان او ګاندهي جي د عدم تشددد فلسفې فرق :

د باچاخان او ګاندهي جي د عدم تشدد په فلسفه کې جوت فرق ؤ. بابا د عدم تشدد په ذریعه د پښتون قوم تشدد ورک کولوهڅې کولي، خپله ټولنه ئي اصلاح او رغوله، پښتون ملت ئي د تشدد پسندۍ نه خلاصولو، تر څو د پښتنو دبې علمۍ، غربت او پس مانده ګۍ علاج وکړي او ټولنه اصلاح کړي. مګر ګاندهي جي د عدم تشدد فلسفه دیوي سیاسي  الي  Political Instrument  په طور استعمالوله، تر څو پیرنګیان اړ کړي چې هندوستان پریږدي، چې د هند ازادي  ئی په جوته سره د عدم تشدد پر بنسټ وګټله ، ده د عدم تشدد نه هغه کار واخست، چې نورو قومونو د تشدد کولو په ذریعه دازادۍ مبارزي کولي، ګاندهي جي هندي ټولنه روغه او اصلاح  نه کړه،  همدغه  سبب شو چې د هند د ازادۍ نه پس ګاندهي جي پخپله د تشدد ښکار شو.

باچا خان بابا  د عدم شددد فلسفي نه  دسیاست په لاره کې  نه ،بلکه د پښتني ټولنې  د اصلاح لپاره کار اخستو، او  ګاندهي جي د عدم تشدد فلسفی نه سیاسي  کار اخستو، نو همدغه وجه وه چې ګاندهي جي د تشدد ښکار شو او بابا  تر اخره پوري پاتې شو او په خپل مرګ لدي فاني دونیا  نه په عزت سره لاړ، ګني د بابا وژنه به ټولو نه اسانه کار ؤ، خو پښتنو دغه ونه کړل، ځکه چې بابا خپل قوم ته د میني ، محبت، خپلوۍ ، ورورۍ او د خیر ښیګړي پیغام ورکړي ؤچې د خلکو په زړونو ئي دومره اثر کړي ؤ، چې په  بابا ئي  د ډز کولو تصور هم نه شو کولی.

بابا په خپل ژوند کې هیڅوک ازار کړي نه ؤ، ده دټولو انسانانو سره مینه او محبت درلود، بابا او دده ملګري خپلي فلسفې ته تر اخیره پوري وفادار پاتي شول.

هندي مشرانو اوکانګرس  د پښتنو اوخاصکردخدائي خدمتګار و سره بې وفائي وکړه.  لاس تړلي  ئي پنجابي او د شودره ذات نه مسلمان شوي مهاجرو ته په لاس ورکړل ، دخدائي خدمتګار و غورځنګ ئي بند کړو او ددوۍ نه ئي جیلونه ډک کړل، مګر بیا هم پنجابی او مهاجر پدي بریالي نه شول چې د باچا خان ملګري مات کړي، دوئۍ هري سختې ته نیغ ولاړ ؤو، ځکه چې دوۍ خپل لیډر داسي روزلي او تربیه کړي ؤچې نه پري زور او نه پري لالچ بریالی شو. پښتانه  باید په راتلونکې وختونو کې د هندوانو دغه ذهنیت ته ځیر،بیدار ،خبردار او ویښ وي.

څه وخت چې اپریل ۱۹۷۸ کې افغانستان کې بدلون راغی، هغه وخت باچا خان   بابا  نورمحمدتره کي صیب ، حفیظ الله امین اوببرک کارمل ته نصیحت کړي وو،چې ګورئ  د قوم سره تشدد ونه کړئ، که څه هم ستاسي دوښمنان به دوۍ د مذهب په نوم لمسوي، تر څو تاسو تشدد کولو ته مجبور کړي ، اوس تاسي واکداران یاست او ستاسي زمه واري سیوا (ډیره) ده. تاسو د زغم نه کار واخلئ، حکومتونه په تشدد نه کیږي، په مینه، سیاسي زغم او په سیاسي بلوغت باندي کیږي. سامراج خپلي ګټي بایللي دي، ستاسو غلطیو ته  په څاو اوچمتو ناست دی. مګر دوۍ د بابا د نصیحت پر ځاي د CIA - MI-6 او ISI  په جال کې ګیر شول، مخالفینو ورپسي اسلامي ډانګ راواخیست، دوۍ ورپسي سوسیالیسټي تشدد پیل کړ، افغانستان په کنډواله بدل شو.

باچاخان به په جار ویل چې دغه د امریکې او سویټ یونین (شوروی اتحاد) د مفاداتو جنګ دی، تالا والا پکې افغان ملت شو. کله چې   امریکا او روس  سره روغ شي بیا نه جهاد شته او نه جنګ.  هغه وخت په دواړو خواوو دغه خبري بدي لګیدلې، دلوي بابا خبري ټکي په ټکي رښتیا ثابتي شوي، که تشدد ښه شی وائ ، نو پکار ده چې له افغانستان نه د ګلونو باغ جوړ شوی وی.

خوشاله پدې یم چي لوې بابا او ملي رهبر خان عبدالولي خان د لوي دبدبي نه پس له دې فاني نړۍ نه لاړل. دغه د خداي قهر چې دوۍ ئي ۳۵ کاله مخکې پیشګوي کړي وه، چې نن سبا په لرو او برو پښتنو راټیټ شوي دی ،په خپلو سترګو ئي نه ویني. کم از کم دوۍ به نه ځوریږي.

نن  پښتونخوا د لوئې لوبي میدان او پښتون د بزکشۍ خوسې دی. تاجک،ازبک،هزاره او پنجابیان ټول په ارام ناست دی.  دوۍ ډالر راټولوي د اسلام ټیکه ئي پښتنو ته ورکړي ده،  په دې اور کې پښتون سوزي،بې کوره کیږي، یتیم کیږي ،سپک  او I.D.P ( په خپله خاوره او خپل ټاټوبي کې بې ځایه او کډوال )کیږي . دغه څرنګه اسلام او پاکستان دی، چې پنجابیان د اسلام او پاکستان نارې وهي، مګر کله چې په پښتنو سخته راشي نو بیا پنجابی په کرایه کور هم نه راکوي. هغه د پښتنو د مشهور مولانا ترخوي صیب خبره راته مخکې مخکې کیږي چې ویل به ئي:  چې پنجابیان ،وائي٬٬  پټهان همارا مسلمان بهائي هی٬٬ مګر کله هم دا نه وائي چې پنجابی پټهان کا مسلمان بهائي هی. پدې کې لوې مطلب پروت دی.

نن افغانستان کې  پارسیوانان او ایران د پښتنو پر ضد دي، پښتانه دومره بې واکه او کمزوري شوي دي چې ۷۵ ٪ ابادۍ باوجود پنځه فیصده تاجک پرې بړیږي  .  لالا ترې تر کټ لاندي پټ شوی دی.دا ځکه چې دوۍ تشدد دومره کمزوري کړي دي چې د افغانستان په پوځي او سول (ملکي) بیروکراسۍ باندی  تاجک، ازبک او هزاره دایران په حمایت باندی خیټه اچولي ده. د پښتنو وطن افغانستان کې پښتو ژبي پوري ټوکې او مسخرې کیږي. کرزی نسلي پښتون دی، مګر په سیاسي ډګر کې د سقاویانو غلام دی، پښتنو ته یو واسکټ ورپاتې دی، نور دهر څه ویستلی شوی دی. تر څو پوري چې واک داصلي پښتنو په لاس نه وی ورغلی  ، دلته امن او سوکالي  نه شي راتلای.

طالب ، حزب اسلامي ،امین او تره کی ، دا تشې پلمې دي. پښتانه به  له دې ناخولو،بدبختیو او له پردیو له خوا تپل شویو جنګ جګړو هله خلاصیږي، چې د ډیورنډ کرښه ورکه شي.  دغه غیر منطیقي نیم پاکستان (پخوانی ون یونټ) بیرته خپله هندي خاورې ته لاړ شي، ځکه پاکستان کې نه جمهوریت وده کولي شي اونه اصلي اسلام وده کولي شي. پاکستان کې نن سبا د ایسټ انډیا کمپنۍ اسلام دی.

پدې منطقه کې نن بې قراري ځکه ده چې پښتون بې واکه شوي دی. که پښتون یو شي په ټوله ایشیا کې به قراري راشي. دلته به تجارت او علم خور شي، د ګندهارا دبدبه به بیا پیل شی.

نن سبا په پاکستان کې ټول سیاسي ګوندونه رو رو غلي کیږي، دغه د فسادیانو د غلو شکور ئی  ANP  ته په سر کړی دی،  په هره ورځ ښایسته خایسته درانه درانه او پیاوړي پښتانه مشران په شهادت رسیږي،  مزې  اوچرچې منور حسین او نواز شریف کوی.   ANP   ته پکار ده چې ځانونه پوهـ  کړي، نور د قربانۍ ګډوري جوړ نه شي.

بابا د شلمې پیړۍ انسان ؤو بابا ته مالومه وه چې ناګاساکې باندي ایټم بم څه لوبي وکړې، نن که ایټمي تشدد د پاکستان او هند تر منځ وشي ، زمونږ د لمنې سره به د منور حسین ،د اکوړی مولانا او د جنرل حمید ګل لمي  هم وسوځي ، دغه به ایټیمي جهاد وی.  په درناوی

علي خان محسود    صدر پښتون سوشل ډیموکراټیک پارټي

- بېرته شاته