(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوبلن،، یعنې څه؟

 لیکونکی:  ډاکتر ماخان شینواری                          

له دې د مخه، چې پورته ،،اوبلن،، ته ګوته نیسم، یو څو لومړۍ خبرې.

د ژبو پیدا ېښت، چې غبرګې پیدا شوي:

دا د نړۍ ژبې چې منځ ته راغلي یو د بل سره غبرګې - په همغه وخت یا یوپه بل پسې - د همغو  یا ورته ستونځو په هکله منځ ته راغلي،  یعنې د ژبو په منځ کې یو غبرګون یعنې موازیتParallelity شتون لري.

په هره ژبه کې د هغې بلې ژبې د وی(لغات)  لپاره انډول یا برابر او که غواړۍ معادل وی یا لغات شتون لري او که نه نو انډول یې یا د بلې ژبې رانیسې او یا یې په خپله ژبه کې په مناسب ډول ورته پیداکوي. 

که یو نوم  ورځنی نه وي یعنې کورنی شوی نه وي او غواړو  پښتو یې ورته پیدا کړو، نو د نورو زده او پرمخ تللو ژبو څخه په همغه موخه یا برابر دا په پښتو کوو. که موخه ناسمه شوه، نو نوم هم بیا ناسم دی. د بیلګې په توګه، که موږ مو په هیواد کې لا تراوسه ( پورې) شفاخانه یا بیمارستان یا د المانې  Krankenhaus (معنا یې: د ناروغانو کور) نه لرودی یا نه وی   نومولی، نو د دې لپاره  به موږ هم په پښتو کې د ژبې په بنسټ او سم انديز اړونده نوم لرودی  یا ورکولی، دا چې دا د ناروغانو ځای دۍ، نو موږ به  دا نارغتون بللی وی.  یا دا چې دا د شفا ځای دی، کیدی شي رغنتون مو هم بللی وی. دا نومونه موږ له دې ژبو څخه نه رانیسو، بلکه دا زموږ په ژبه کې همداسې دي یعنې ناروغ لرو او د ناروغ لپاره باید ځای ولرو، چې دا به ناروغتون شوی وی، موږ  دا د روغانو ځای نومولی.

داسې څه، چې نا سم ونومول شي، نو بیایې سمه ونه ډېر زور غواړي. له دې امله باید وهڅیږو، چې هغه څه هغسي ونوموو، چې څنګه دي یعنې د نوم څخه موخه یا شی باید روښانه جوت شي یا نوره هم ښه نوم باید له خوي څخه روښانه وي.

بیا وایم: پښتانه چې څه ژبې ته را ننباسۍ باید دلیل یې راوړي. د کومې ژبې په پښتو کې راننوتي څه چې په پښتو کوو، نو په هغه پردۍ ژبه هم باید پوه وو او بیا لږ تر لږه په هغه وي(لغات) موخه باندې هم له هره اړخه باید وپوهیږو.

داسې کیدی شي، چې یو څه  یا یو شی یوه ځای کې وی په یوه بل ځای کې نه وي، ځکه چې هلته به یا دا ستونځي نه وي او یا دا د شیانو څرګندیدنې  دا شرایط.

د بیلګې په توګه  که وی ( لغات)  ځلوبۍ نوم را واخلو او  په هسکه مینه کې له چا وپوښتې،  درته وبه وایي: په  پارچاوونو ( له لوړې چې کښته اوبه لویږي یعې زوړوبي) کې چې په ژمي کې اوبه رالویږي ، د دې څاڅکي، چې په څنګ کې لویږي یخیږي او د وخت په تیریدو سره دا سې تیرې  د ستنو یا میخونو یا موږیو په څیر د یخ ټوټي  ترې جوړیږي، چې د ځنو وښو یا بوټو ترمنځ دا کله کله ګږې وږې، خو نه خوږي وي ، جوړيږۍ چې دا ځلوبۍ دی.

که دا پوښتنه په جلالکوټ کې له چا وکړي، چې ځلوبۍ پیژنې؟ نو هغه به درته دا کږې وږې خوږې په ګوته کړي، خو دوی هم بیا دا د هسکې مینې نوم، چې پرې وپوهیږي را اخلې او باید هم،  دا بیا د معلوماتو د ردبدل له لارې منځ ته راځي.

اوس راځو خپلې موخې یعنې ،، ابلن،، ته.

لولو: اوبلن ګاز... دا اوبلن څه معنا لري؟ موږ او تاسو دې ته فکر کړي، که دا وي مو همداسې رانیولی؟ 

ایا پهیږو، چې مایع څه ته وایي او عربو دا نوم څنګه راخستس؟ یعنې دا نوم څنګه منځ ته راغلی، د څنګه خوي څخه، چې هغه خوي بیا د مایع معنا ورکوي.

که څوک ووایې، چې په هغه یا دغه ځای کې  مایع ته اوبلن وایي، داسې هم نه، ځکه چې د افغانستان په کلو کې تراوسه تنونه یا بدنونه یا اجسام ټولګیز شوي نه دي.

ایا په عربي کې هم دا همدا معنا لري؟ ایا د داسې نومونو تعریف هم همداسې دی؟ یعنې هغه څه چې اوبلنیږي اوبلن دي او دا شدې، شړومبې ، تیل او غوړي، چې اوبلن یې بولو، دا یې باید خوي وي، نو دا خوي یې باید اوبلنیدل وي. ایا دا همداسې ده؟

موږ په هسکه مینه شینوارو کې د اوبلن وی لرو، چې د واورې د ولي کیدو له امله چې بهیدلې نه وي اوبلنې بولو او وایو چې واورې اوبلنې شوي، که خدای مې غاړه ونه نیسي، نو هغه ځایونه، چې جبه وي، هم اوبلن وبلو( شینوارو کې داسې وایو: واوره چې وشي، نو په سر کې یخه( کلکه) وي، پسې اوبلنه کیږي. د اوبو دا حالت د ،،مایع،، او کلکوالي ترمنځ حالت دی، نو مایع ته ولې اوبلن ووایو؟ مایع خو د اوبو، چې اوبلن مو ترې رااخستی بیخي سر او کار نه لري).

که داسې وي، نو بیا خو تیلو ته چې،،مایع،، دي هغې ته به هم د مایع تیلو په ځای اوبلن وایو او که داسې وۍ، نو اوبو ته ولې تیلن نه وایو؟ ځکه چې دواړه مایع دي او یا اوبو ته ولې شودن یا شړومبن نه وایو؟

ډېره بخښنه غواړم، دا لیکنه لږ راڅخه د پولې اوړي.

راځي، چې دې ته فکر وکړو او دا د ژبې د لار  یا قانون سره سم او سم اندیز ونوموو، چې له نوم څخه سملاسي پوه شو. بیا وایم، چې اوبلن په ورسره بلده ورځنۍ ژبه کې لرو او دا پورته مې چې ګوته ورته ونیوه، دا حالت دی.

موږ تنونه یا اجسام د خویونو له مخې په درې ټولګیو وېشو:

کلک بدنونه، چې بې له بندنۍ اغیزي سره کلک نښتي وي.

ګازونه، چې بې د بندنۍ اغیزې تښتي( هرې لور ته ځغلي)

 اوبه او ورته شیان یعنې مایعات  څه ګډ خوي لري؟

دا هر څه د همغه ګډ خوي له مخه نومول کیږي.

دا څه چې اوس لیکم دا نوم د دې شیانو لپاره په هره ژبه کې د خوي څخه رانیول شوی او د همغه له مخې سم نومول شوی، که دا په عربي کې هم وي، چې مایع ترې نومول شوی( په سم او ناسم یې نه پوهیږم، ځکه چې موږ زیات نومونه له عربي هغسې سم نه دي رانیولي او هیڅ ورباندې پوهیږو نه، چې موږ او تاسې اوس همداسې کوو.

موږ لوستلي: هغه څه چې بهیږي ، مایع یې بولو. راځي فکر ورته وکړو: هغه څه چې بهیږي، دا څه ډول خوي دی، یعنې دا د بهیدنې خوي لري، یعني بهیږي. یو څه چې د بهیدنې خوي ولري، نو هغه به ایا د خوي له مخې بهیدوني نه وي؟ یعنې د بهیدنې توان یا خوي لري، نو له دې امله بهیدوني یا بهیدونکي دي یعنې څه چې بهیږي بهیدونکي خو دي، که بهیدونکي یې بولۍ او که نه؟.

جبه اوبلنه ده، هغه څه چې اوبه یې زغملې وي، اوبلن دی، مګر یوڅه مایع اوبلن نه دی، د اوبو په څیر بهیږي. دا ګاز یا غاز، چې تاسو ورته ګوته نیولې ده، د اوبو سره ګډ خوي یې یواځې دا بهیدل دي، نور بل کوم خوي ورسره ګډ نه لري او نه یې اوبه زغملي، چې اوبلن شي، دا بهیږي، چې له دې امله بهیدونکی دی.

ګرانو هیوادولو! دا څه چې زه وایم، دا په نورو ژبو کې هم همداسې دي، دا د زبو غبرګون یا موازیت دی. په الماني ویي: Alles was fliesst; ist flüssig  او دې بهیدونکو ته بیا Flüssigkeit  وایی.

اوس نو سم اند په پوښتنه کې دی، چې دا اوبلن ښه دی، چې دا خوي نه ترې څرګندیږي یعنې بهیدل او که دا بهیدوني یا بهیدونکی سم نوم دی، چې د خوي څخه روښانه دی او خوې ترې روښانه دی؟

څوک چې د تلنې توان لري، تلونکي دي. څوک چې د خوړنې خوی یا توان لري خوړونکي دي، څه چې د الوتنو خوي لري الوتوني یا التونکي دي او داسې نور لکه اوسیدونکی، لوستونکی او او... یعنې د بهیدلو توانوالو ته بهیدوني یا بهیدونکي باید وویل شي.

ګرانو هیوادوالو! موږ پوهیږو، چې پښتو په دولتي څلوردیوالي کې یوه ډيره پخوانۍ نوي، نږدې شپیته کلنه ژبه ده، نو له دې امله یې  علمي کول او د ځنو ویو په پښتو کول یا ورته پښتو پیدا کول هم ستونځمن دي. له یوې خوا موږ چې څه زده کړي یعنې زموږ ټوله زده کړه هغه په پښتو نه ده او له بلې ژبې مو را اخستې او له بلې خوا په دا بله ژبه مو چې څه زده کړي، هغې هم ډېر ویونو(لغات له عربي رانیولی)، چې موږ یې له دې امله د ډبل ستونځو سره مخامخ کړي یو. زموږ دا نږدې شپیته کاله مخکنیو په پښتو لیکونکو، څه له فارسي رانیولي، هغه په فارسي کې د عربي ویونه یې هم ورسره شاید ( یاممکن) کټمټ رااخستلي وي. بله پوښتنه دا هم ده، چې هغه عربي نومونه چې موږ یې د پښتو نومونو لپاره کاروو، ایا دا سم دي او که څنګه؟ دا هم بله پوښتنه ده، چې پام ورته وشي.

Dr. Makhan Shinwari

- بېرته شاته