(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

قلموال زرملوال هم کړې سترګې پټې

۲۰ـ۰۱ـ۲۰۱۳    نن مې چې انترنیت پرانیست په یوه ویبپاڼه کې مې دغه لاندې دردوونکی خبر ترسترګو شو:

«دافغانستان وتلی لیکوال اوژورنالیست غلام محمد زرملوال په حق ورسېد»

انا لله وانا الیه راجعون

دپورتني تریخ خبرله امله مې دنن ورځې شین ســهاردشنه اســمان اوسپینو واوروله ښکلاګانوسره په یوغمګین غباراوګردله  راته بدل شوهو!

زرملوال صاحب سترګې پټې کړې اوموږ یې یوازې پرېښودو:

هغه زرملوال صاحب چې دقلم برېښنابه یې دغلیم په ځګرغشي ورول هغه زرملوال صاحب چې دسترګو په اړولو سره به یې دغلیم پښې لړزولې هغه  زرملوال صاحب چې قلـــم یې یوازې دخوب په مهال په ګوتوکې نه لیدل کېده اوهغه  زرملوال صاحب چې څه موده مخکې یې ماته ډاډبښونکې خبرې کولې.

دزرملوال صاحب په مړینه موږدسرو زرو خزانه له لاسه ورکړه سپین  ږیرو په تېره بیاقلموالوسپین  ږیرواوتجربه لرونکوسپین ږیرو ته ما هروخت دسرو زرو خطاب کړی دی.

کله چې له یادوسپین ږیروسره مخامخ  شم سترګې مې بلې خواته ورڅخه نه اوړي تراخېره یې ارزښــتناکې  خبرې دزړه په غوږو اورم او ځیر ځیر ورته ګورم.

مابه چې کوم وخت له زرملـوال صاحب سره تلیفوني اړیکه ونیوه یابه هغه کوم وخت تلیفون راته وکړنومجلس به مواوږد شوهغه به خبرې کولې زه به ورته غوږ غوږ وم یووخت به یې غږ راته وکړ چې وه دنښـــترباچاویده خوبه نه یې؟

 مابه ورته وخندل چې نه صاحب ستاسوخبرو ته مې غوږ نیولی هغه به وویل چې نو ښه ښه خو راته کوه چې زه پوه شم ته ویده نه یې.

مابه ورته وویل چې کله ستاسودخبروعمق ته ورټیټ شم نوښه ښه پاس په سطحــه راڅخه پاته شي هغه به وخندل وېل ته غواړې هرڅه له ما واورې او ته یوازې غوږ راته ونیسې.

 مابه ورته وویل زرملوال صاحب زه خوڅه نه لرم چې تاسوته په کارشي خزانه خوله تاسوسره ده بیابه یې په داسې حال کې په کټ کټ وخندل چې دسینې شغااونفس تنګي به یې سخت زور راکړ.

وروبه مې ورته  وویل چې زرملوال صاحب تاسولږ  څه دمـــــه وکړئ اوس به زه یوڅوپوښتنې تاسوته وړاندې کړم هیله ده ما ته لارښوونه وکړئ وېل مهرباني:

مابه دخپلولیکنوپه اړوندمشــــوره ورڅخه غوښته هغه زماپه لیکنوځای ځای نیوکې لرلې خواکثرأیې خوښولې البته دنیوکوپه اړه به مې چې خپل دلیل اوثبوت ورته وړاندې کړبیابه یې خپله نیوکه بېرته اخیســـته هغه یوقانع  اومفتکر انسان و.

زرملوال صاحب ډېر څه رازده کړي دي هغه به ماته کله دځوان اوکله دنښترباچاخطاب کاوه دیادولوده کله چې زه دالله تعـالی په مرسته اوپه لویه پکتیاکې زموږ دفرهنګي ملګروپه همغږي دنښــتردودیزې اوکلنۍ مشاعرې په دودولوبریالی شوم زرملوال صاحب له هغه وخت څخه وروسته وپېژندلم او ډېرزیات یې تشویق کړم .

دنښـــتر په لمړۍ مشاعره کې دزرملوال صاحب ددرنې کورنۍ غړو هم ګډون درلود اومالي مرسته یې هم په لویه پکتیا کې زموږ له فرهنګي ملګرو سره کړې وه کور یې ودان.

دزرملوال صاحب ناروغي اوږده ناروغي وه هره ورځ به یې درمل خوړل خویوه ورځ یې هم په چاځان ونه نازاوه. زرملوال صاحب ټینګ عظم درلوددلیکنواوژباړوزمری ودهغه له کتابونوڅخه به یوڅوک ډېرڅه ترلاسه کړي خو په مخامخ خبرواو رمزي غوټوکې یې بیا لازیات لال اوجواهر پراته وو.

مابه په مینه دزرملوال صاحب لیکنې لوستلې دنښتر اوسولې په ویبلاګونوکې به مې هم خپرولې .

درۍ کاله مخکې یې ماته وویل زه په یوڅه لګیایم هیله ده له ماسره مرسته وکړې ماورته وویل  زرملـوال صاحب  امر وکړئ  ولې نه هیله نه چې وظیفه به یې وګڼم.

وېل که څوک پېژنې اوپه کونړکې دکیراړې دپېښې رښتیني مالومات ورڅخه ترلاسه کړې ترڅو زه خپل پروګرام  ددقیقومالوماتوپه بنیادپوره کړم ماوېل په سترګوولې نه.

بیامې داسې څوک پیداکړچې دکیراړې دپیښې په وخت کې یې هلته رسمي دنــده درلوده اودپیښې په اړوندیې  پوره مالومات لرل.

کله مې چې هغه جریان زرملوال صاحب ته وویل هغه مننــه وکړه بیایې له نورومالوماتوسره زما مالومات یوځای کړل داچې هغه کاریاپروګرام څه اوترکومه ځایه یې ورساوه نه پوهېږم  په دې هم نه پوهېدم چې محـترم زرملــوال صاحب به دومره ژر زمایا زموږ دهیلوبڼ تندې ته پرېږدي.

درنو لوستونکو!

نوردلیکنې وس نه لرم سترګې مې تراوښکولاندې شوې هیله ده ماوبخښئ اوهیـله ده په ګډه دخپلومشرانوپالنه او درناوی وکړو.

یوپه بل پسې رالویږي زموږ ستوري

خدایه راکړې نجات سوځوله هرلوري

دزرمت څراغ دې هم له موږه وېوړ

لر اوبربه اوس دچاپه طرف ګوري

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/19391

زرملوال صاحب ته دې الله (ج)جنتونه ورپه برخه کړي

Mohammad Amin Bismel

- بېرته شاته