(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاكستان لورپرلوټه تېره كوي

ليکوال : عزت الله ذکي

د پاكستان سياسي شرايط د يو نا څرګند برخليك، په لور په حركت دي. په پاكستان كې د پيل سوي لوبي پر زړو لوبغاړو سر بېره، اوس نويو لوبغاړو هم دې لوبي ته مټي رابډوهلي دي. د پاكستان حكومت، پوځ، استخبارات، ځايي وسله والوطالبانو او ترهګرو ټولو په يوه موزه پښې ننه ايستلې. د پاكستان او هند ترمنځ نوې لوبه، د پاكستانيو طالبانو او حكومت ترمنځ لوبه، د منهاج القران د اداري مشر صوفي عالم طاهرالقادري او عمران خان لوبه او همداراز د پاكستان د وزير اعظم د نيولو امر، د پاكستان حكومت ننګولى.

د پاكستان د اطلاعاتو وزير ميا افتخارحسين وايي (( په سوات، كوټه او كراچي كې د ترهګرو د تازه پېښو ترشاه يوبل نا څرګند قوت وجود لري، چې د وسله والو سره د مذاكراتو بهيرته زيان اړوي.)) د پاكستان حكومت د روان كشمكش د مخنيوي په موخه، د پاكستان د ګوندونو مرسته غوښتې.

ميا افتخار حسين وايي، تر اوسه مو د يوه ټول ګونديز كنفراس د جوړېدو په موخه د پېپلز ګوند، مسلم ليك، جمعيت علمااسلام، جماعت اسلامي او عوامي نېشنل ګوند، له مشرانو سره خبرې كړي. په پاكستان كې د ملانذير تر وژل كېدو وروسته، د پاكستان د حكومت او طالبانو تر منځ، د مشروطه اوربند سره سره، په پاكستان كې سياسي كشمكش د يو نامعلوم مسير پر لور روان دى. د محسود پلويانو ويلي وو چې نور به د پاكستان پرځاى، په افغانستان كې جګړه كوي، خو د طالبانو تردې څرګندونو وروسته، هم پر پاكستاني پوځ حملې شوي او يا هم په بمي بريدونو كې وژل شوي. تېره اوونۍ د شمالي وزيرستان په دوسلي تحصيل سيمه كې، د سړك د غاړې په چاودنه كې دوولس تنه پاكستاني عسكر ووژل شول او شل نور ټپيان شول. په شمالي وزيرستان كې د سړك د غاړې ماينونو، غلچكي بريدونو، تروريستي حملو او نا څرګندو وژنو ځايي اوسېدونكي هم سخت اندېښمن كړي. ميا افتخار حسين وايي، ((داسي ښكارې چې له كله نه هم، موږ د مذاكراتو پېشكش كړى او وسله والو منلى، نو ځينو قوتونو د دې ماحول د خرابولو هڅه كړې.)) په شمالي وزيرستان كې روان اخ و ډب او سياسي وضعيت ته په كتو، داسي برېښي چې د پاكستان حكومت اوس د شرايطو د كابوكېدو چانس، نور له لاسه وركړى وي او يوازي لور پر لوټه تېره كوي.

سره د دې چې په پاكستان كې ځيني ترهګري كړۍ اوس هم د پاكستان د حكومت په اشاره، هر سياسي حركت ته حاضري دي، خو اوس اصلاً خبره بل ډول ده. په شمالي وزيرستان كې د طالبانو تر منځ مخالفت د پاكستان په زيان وو، ځكه اوس يوه يا څو ډلې طالبان د پاكستان ملاتړ لري، خو نوري يې د پاكستان د حكومت سره كلك مخالفت لري. د ملانذير تر وژل كېدو وروسته، د هغوى د ډلي د مشرتابه په ټاكنه كې هم د پاكستان حكومت رول درلود، سره له دې چې د دغي ډلي نور پلويان هم نظره نه وه، خو د ملانذير ځاى ناستى وټاكل شو. بل لورته په پاكستان كې د منهاج القران د مشر، لاريون او په ادامه يې د عمران خان څرګندونو او په كويټه كې د شعيه ګانو لاريونونو، بمي چاودنو او تروريستي حملو، د پاكستان سياسي ثبات، لړزولى.طاهر قادري وايي (( د پاكستان د مركزي او پنجاب حكومت ځيني وزيران د ترهګرۍ واردوونكې او صادروونكې دي، دوى د ترهګرۍ پالونكې او سمبالوونكې دي، ترهګرو او ترهګرۍ ته وده وركوي، موږ يو معقوله، مترقي او سوله ييز ټولنه غواړو چې په هغه كې د ترهګرۍ او بنسټ پالنې لپاره، هيڅ ځاى نه وي.)) د پاكستان دغه سياسي مشر چې اوس هېواد ته راستون شوى، وايي ((پاكستان حكومت دي قامي او صوبايي اسمبليانې، بندي كړي.)) سياسي شنونكې د پاكستان اوسني وضعيت ته په دغه هېواد كې، د اله ګلو د پيل په سترګه ګوري.

د پاكستان لوى ښارونه لكه كراچي، اسلام اباد، پېښور او كويټه هم سخت نا امنه شوي. د بېلور او ملانذير تر وژل كېدو وروسته، هره شېبه حالت بدلون مومي، كه څه هم پاكستان حكو مت نه وايي چې د پيل شوي لوبي تر شاه، د چا لاس دى، خو رواني لوبي  د لومړي ځل لپاره د پاكستان پوځ او استخباراتي كړۍ تخنولي.  

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

Ezatullah Zaki: Writer

Source: Tatobi

- بېرته شاته