(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کندهار کې قومي جوړښت احياء شوى

چمتو کوونکی : عزت الله ذکي

(يکشنبه، ۲، دلو/ سلواغه، ١٣٩١): د کندهار د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس وايي، په دغه ولايت کې د تېرو يوولسو کلونو په اوږدو، يا د اوسني دولت د واکمنۍ په موده کې د پخواني قومي جوړښت د بيرته احياء کولو لپاره کافي هلې ځلې شوې دي. سيدجان زيارکښ، چې له ټاټوبي اوونيزې سره په يوه ځانګړې مرکه کې د کندهار د قومي جوړښت د اوسني حال په اړه ږغېده، وويل چې د تېرو څه باندي درېيو لسيزو په اوږدو کې په هېواد کې پخواني قومي جوړښت ته يو لړ زيانونه اوښتي دي. د نوموړي په وينا، په دغه لړ کې د کندهار قومي جوړښت هم زيانمن شوى دى. دى وايي: ((له بده مرغه په تېرو درېيو لسيزو کې زموږ قومي جوړښت يو مخ له منځه تللى و، خو له نېکه مرغه اوس يې د بيرته احياء پروګرام دوام لري.)) د ښاغلي زيارکښ په خبره، د تېرو يوولسو کلونو په اوږدو کې د دولت له پالېسي سره سم، د افغان قومي جوړښت د بيرته رامنځ ته کولو لپاره ډېرې هلې ځلې شوې، چې تر ډېره يې مطلوبه پايله ورکړې او د قومونو پخوانى رول تر ډېره بيرته راژوندى شوى دى. ده وويل، همدا اوس د کندهار په ټولو ولسواليو کې ولسي شوراګانې شتون لري، چې په چارو کې د قومي جوړښتونو د ونډې د زياتوالي څرګنده بېلګه بلل کېږي. سيدجان زيارکښ وايي: ((همدا اوس موږ د کندهار په ټولو ولسواليو کې ولسي شوراګانې لرو، چې له دېرشو تر پنځوسو تنو پوري غړي لري. دا شوراګانې د ولسواليو په سطح په زياتره چارو کې دولت ته مشورې ورکوي.)) د هېواد د اساسي قانون له مخې، د هېواد په سطح ملي شوراګانې (ولسي جرګه او مشرانو جرګه)، د ولايتونو په سطح ولايتي شوراګانې او د ولسواليو په سطح ولسي شوراګانې د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي، چې د دولت او خلکو تر منځ د اړيکو په ټينګولو او په چارو کې مشورتي رول لري.

ښاغلى زيارکښ وايي، اوسنۍ د ولسواليو ولسي شوراګانې به تر هغو کار کوي، تر څو په ولسواليو کې د شوراګانو ټاکنې تر سره کېږي. د کندهار د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس وايي، همدا اوس د کندهار زياتره کوچني قومونه شوراګانې لري، چې د نوموړي په ټکو، دا په هېواد کې د قومي جوړښت د بيرته احياء ښه بېلګه بلل کېږي. په دې وروستيو کې په کندهار کې د شخړو د هواري يو شل کسيزه قومي شورا جوړه شوه، چې د شخړو د هواري د کمېسيون تر مشرۍ لاندي فعاليت کوي.

ښاغلي زيارکښ وويل چې دا شورا مستقله ده او له دوى سره تړاو نه لري. هغه دغه راز د قومي جوړښت د پخواني حالت د بيا رامنځ ته کېدو په بېلګو کې دا هم ياده کړه، کله چې له کوم ارګان سره خلک ستونزه ولري، نو دوى ته مراجعه کوي: ((زموږ رياست د يوې دارالوکالې بڼه خپله کړې ده. خلک، چې له هر ارګان سره ستونزه ولري، موږ ته يې قومي استازي مراجعه کوي او موږ يې په هواري کې ورسره مرسته کوو. البته دا ستونزې يې زياتره له عدلي او قضايي ارګانونو سره وي.)) د کندهار د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مخکې د حوزې په کچه فعاليت درلود، خو اوس يې فعاليت تر کندهاره محدود شوى دى. دا رياست د کندهار په سرحدي ولسوالي سپين بولدک کې هم يوه سيمه ييزه څانګه لري، چې تر ډېره د سرحدونو او قبايلو په چارو کې فعاليت لري. له ښاغلي زيارکښ څخه مو د پولې د دواړو غاړو د قبايلو د اړيکو په اړه وپوښتل، نوموړي وويل چې دا اړيکې د پخوا په پرتله زياتې شوې دي. ده زياته کړه: ((له نېکه مرغه د پولې د دواړو غاړو د قبايلو تر منځ اړيکې اوس د پخوا په پرتله زياتې شوې او ټينګې شوې دي، خو کمې شوې نه دي.)) د کندهار د سرحدونو دغه مسوول چارواکى وايي، پاکستان د کندهار په مربوطاتو کې له افغانستان سره د ګډې پولې ځيني حدود مات کړي او پاکستاني سرحدي ځواکونه په ځينو سيمو کې رامخ ته شوي دي. ده په دې اړه ډېر جزئيات ورنه کړل، خو هيله يې څرګنده کړه چې د سرحدونو د وزارتونو په کچه به افغان او پاکستاني لوړپوړي چارواکي دا ستونزه هواره کړي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو اداري واحد دى، چې په ولايتي کچه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو په برخه کې فعاليت کوي. سيدجان زيارکښ وايي، دوى هر کال د کندهار يو شمېر زدکوونکي کابل ته د ثانوي زدکړو لپاره لېږي، چې د نوموړي په قول، په پام کې ده دا چاره سږ کال هم تر سره شي. ده د ټاټوبي اوونيزې له لارې له کندهاري ځوانانو وغوښتل، که غواړي په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت اړوند درېيو ښوونځيو کې ثانوي زدکړې وکړي، نو د کندهار د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست ته دې مراجعه وکړي. دى وايي: ((هغه ځوانان، چې لېوالتيا لري تر شپږم ټولګي لوړ په کابل کې ښوونځى ولولي، نو تر راتلونکې حوت مياشتې پوري دې مراجعه وکړي، تر څو موږ يې کابل ته ولېږو. بايد ووايم چې د دوى لپاره د ليليې سهولت هم موجود دى.)) د کندهار د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس دا څرګندونې، چې ګواکې افغان قومي جوړښت بيرته د پخوا په ډول د احياء په حال کې دى، هغه ګنګوسې ناسمې جوتوي چې ويل کېږي دا جوړښت اوس د پخوا په پرتله له منځه تللى دى. د يادونې وړ ده چې کندهار د ټول هېواد په کچه د هغو ولايتونو په سر کې ځاى لري چې قومي جوړښت پکې شتون لري.

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- بېرته شاته