(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتوژبي اوکلتوردژوندي ساتلولپاره زيارپکاردی

په زابل کي فرهنګي فعاليتونه زيات سوي

له فرهنګپال هدايت الله فيضي سره مرکه

مرکه: عزت الله ذکي

د زابل يو ځوان فرهنګپال وايي، دغه ولايت ته د اطلاعاتو او کلتور د نوي رئيس له راتګ سره فرهنګي فعاليتونه زيات سوي دي. ليکوال او ژورنالست هدايت الله فيضي، چي له ټاټوبي اوونيزي سره يې د ادبي مرکې په ترڅ کي خبرې کولې، وويل، هيله لري زابل به په فرهنګي برخه کي له اوسني وروسته پاته حالته راووزي. ښاغلى فيضي وايي: ((مخکي متاسفانه دلته په زابل کي ادبي او فرهنګي فعاليتونه له نشت سره برابر وه، خو اوس د نوي رئيس په راتګ سره ځيني خپروني او مشاعرې پيل سوي، چي هيله لرو نور هم پراختيا پيدا کړي.)) ليکوال فيضي له فرهنګپالو غواړي، چي د پښتو ژبي د بډايني په موخه خپل فعاليتونه زيات کړي. نوموړى دغه راز د يو سيمي د خلکو کلتور، د هغوى له هويت سره تړلى بولي او وايي، کومو خلکو چي خپل کلتور هېر کړى، هغوى خپل هويت له لاسه ورکړى دى. ده دغه اصل ته په کتو زياته کړه: ((زما هيله دا ده چي زموږ درانه فرهنګپال دي، د پښتو ژبي او کلتور د ژوندي ساتلو لپاره زيار وکړي او پرېنږدي چي دا ستره هستي يې زيانمنه سي.)) ليکوال هدايت الله فيضي دا او ځيني نوري څرګندوني هم کړي، چي د هغه تر لنډ پېژندليک وروسته کرښتو کي په جزئياتو راځي:

لنډ پېژندليک: هدايت الله فيضي په ١٣٥٣ کال کښي، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کښي زېږېدلى او هلته لوى سوى دى. ده خپلي زده کړي د لومړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پوري په زابل کي د شيخ متي بابا په عالي لېسه کښي سر ته رسولي دي. تر هغه وروسته يې د کورنۍ په خوښه د کابل پوهنتون د طب پوهنځي د فارمسي څانګي ته لاره پيدا کړه او د کابل پوهنتون څخه هم په ښو نمرو فارغ سو. ښاغلى فيضي اوس مهال په زابل ولايت کښي د مطبوعاتو په څانګه کښي د يو تکړه او بااستعداده ژورنالست په حيث له بېلابېلو رسنيو سره په دنده بوخت دى. ښاغلى فيضي نه يوازي دا چي ژورنالست دى، بلکي په ليکوالي او شاعري کښي هم ځان ته يو جلا سبک لري. دى تر اوسه پوري کومه چاپي ټولګه نه لري، خو پلان لري چي په راتلونکي کښي نثري او شعري ټولګي چاپ کړي. موږ دا اوونۍ د ښاغلي فيضي سره د زابل د روان ادبي يون په اړه مرکه کړې ده، چي تاسي ته يې د لوستلو بلنه درکوو:

ټاټوبى: د زابل روانه ادبي وضع څنګه ده؟ که يې يو انځور راکړئ؟

فيضي: زابل هغه ولايت دى چي په مجموع کښي لس ولسوالۍ لري. لکه په نورو برخو کښي چي زابل يوه اندازه ستونزي او مشکلات لري، نو همداسي د ادب په برخه کښي هم د زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دى. خو خوشبختانه د زابل فرهنګپالو تر اوسه پوري دا ډګر خالي نه دى پرې ايښى او خپل کوښښ کوي په دې لاره کښي، تر څو پښتو ژبي ته خدمت وکړي او تر خپله توانه پوري يې وخت په وخت باندي ادبي مجلسونه جوړ کړي دي، او ماشاءالله په زابل کښي داسي فرهنګپال شخصيتونه هم موجود دي چي هغوى په خپل شخصي لګښت باندي د زابل د فرهنګي ملګرو نثري او شعري ټولګي چاپ کړي دي. که په ټوليزه توګه ووايو، په زابل کښي فرهنګي وضع نسبت پخوا ته ډېره ښه روانه ده او تر پخوا يې مينه وال هم ډېر سوي دي.

ټاټوبى: په زابل کښي د ليکوالو د کتابونو د چاپ لړۍ څنګه روانه ده؟

فيضي: د خوښۍ ځاى دى په زابل کښي د ځينو شاعرانو او ليکوالانو کتابونه ځينو ملګرو په خپل شخصي لګښت چاپ کړي دي، خو متاسفانه تر اوسه پوري کوم دولتي ارګان د کتابونو د چاپ لړۍ ته زمينه نه ده مساعده کړې او همدا راز خيريه موسسو هم تر اوسه ورته پاملرنه نه ده کړې.

ټاټوبى: په زابل کښي د چاپي رسنيو يا نورو ادبي او فرهنګي خپرونو په اړه که معلومات راکړئ، تر دمګړيه پوري څو چاپي رسنۍ په دغه ولايت کښي موجودي دي؟

فيضي: په زابل کښي يوه پنځلس ورځنۍ جريده، چي د قلات ږغ په نامه ده، په پنځلس ورځي کښي د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا څخه چاپېږي. زابل ته نوى د اطلاعاتو او کلتور رئيس راغلى دى. انشاء الله تر ډيره ځايه پوري به پرتې ستونزي حل کړي. موږ ډېر هيله مند يو چي د دغه رئيس په راتلو سره به په زابل کښي تر ډېره ځايه ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي. بله چاپي رسنۍ موږ نه لرو چي هغه دي په زابل کښي چاپېږي، خو يوازي دغه اخبار دى چي چاپېږي. د دغه اخبار د چاپ لړۍ هم يو څه موده کېږي چي بيرته شروع سوې ده. که نه مخکي دغه پنځلس ورځنى اخبار لا موږ نه درلود او د ډېرو ستونزو سره مخا مخ وو.

ټاتوبي: په تېرو يوولسو کلونو کښي د زابل د اطلاعاتو او کلتور رياست کوم کتابونه يا مجلې، همدا راز جريدې يا نور چاپي اثار نه دي چاپ کړي؟

فيضي: زه په ډېر ډاډ او اطمينان سره ويلاى سم، چي هيڅ يې هم نه و کړي. يعني نه يې کتابونه چاپ کړي، نه يې مجلې، نه ورځپاڼي او نه هم نور ... د زابل د اطلاعاتو او کلتور رياست که فلج واى، نو به د خلکو ګيله هم نه واى ورڅخه. فلج نه و، خو تر فلج بدتر و. يعني خلاص و، مسوول يې درلود. دا څه حرکت چي راپيل سوى، دا هم د د نوي رئيس له خوا څخه سوى، چي دا ډېر بااستعداده کس دى، ځوان دى، انرژي لري، په زابل کښي يې تر اوسه پوري د زابل ادبي بهير په نامه باندي يو بهير د فرهنګپالو لپاره رامنځ ته کړى دى او هره اوونۍ د زابل فرهنګپال پکښي راټولېږي او مشاعرې پکښي کوي.

ټاټوبى: د زابل د اطلاعاتو او کلتور ستونزه په څه کښي ده، آيا د اقتصادي لحاظه يې ستونزي درلودې او که نه نوري ستونزي وې؟

فيضي: نه، مخکي د زابل د اطلاعاتو او کلتور رئيس داسي يو څوک و، زه په ډېر احترام ورته قايل يم، خو خپله د اطلاعاتو او کلتور رئيس بايد داسي څوک وي چي لږ تر لږه بايد ليکوال يا شاعر واوسي، خو متاسفانه د زابل د اطلاعاتو او کلتور پخوانى رئيس صاحب  د دغه ډګر سړى نه و؛ حتى د ادب او فرهنګ سره يې هيڅ علاقه نه درلوده، نو په دې اساس باندي د زابل د اطلاعاتو او کلتور برخه ډېره نيمګړې پاته وه او هيڅ توجه او پاملرنه نه وه ورته سوې. دولتي بوديجه به حتماً وه، په مرکز کښي به د دې لپاره خامخا يو بوديجه ځانګړې سوې وه، خو دلته داسي وړ کس نه و او نه يې سواى کولاى چي په ښه توګه سره يې مصرف کړي.

ټاټوبى: د مشاعرو په اړه که معلومات راکړئ، هلته د مشاعرو لړۍ څنګه روانه ده، مشاعرې کېږي او که نه؟

فيضي: په زابل کښي يوه دوديزه کلنۍ مشاعره، چي د بادام ګل په نامه يادېږي، د کال په لومړيو کښي کله چي د بادام ګلونه وسپړېږي، نو بيا دا مشاعره کېږي. د هغه تر څنګ د نوي رئيس په راتګ سره د زابل ادبي بهير په نامه باندي هره اوونۍ مشاعره کېږي.

ټاټوبى: د زابل د رسنيو په اړه مو معلومات څه دي، چي په زابل کښي تر دا مهاله پوري څو راډيوګاني او همدا راز ټلوېزيونونه په فعاليت بوخت دي؟

فيضي: په زابل کښي سيمه ييزي راډيوګاني سته، چي يوه يې د ترنک په نامه باندي خصوصي راډيو ده، چي په دې وروستيو کښي يې فعاليت پيل کړى او د امتياز څښتن يې ښاغلى زلمى زابلى دى. د هغه تر څنګ د زابل قلات په نامه باندي بله راډيو ده، چي د اطلاعاتو او کلتور رياست تر چتر لاندي نشرات کوي او همدا راز بله راډيو، چي هغه د زابل په نامه باندي ده، چي د زابل د ولايتي بيارغوني ټېم له خوا څخه امکانات ورکول کېږي. په دې وروستيو وختونو کښي د زابل په شهرصفا او شاه جوى ولسواليو کښي سيمه ييزي راډيوګاني د زابل د ولايتي بيارغوني ټېم له خوا څخه جوړي سوي وې، خو د هغوى نشرات تر ډېرو محدودو ساحو پوري وه، خو په خپله په زابل قلات کښي د ترنک راډيو او همدا راز د زابل قلات راډيو نشرات څه معياري دي او ټلوېزيونونه په خپله په زابل کښي نسته چي هغه دي يوازي د زابل لپاره وي.

ټاټوبى: هغه راډيوګاني چي مخکي يې تاسي نومونه ياد کړل، دغو راډيوګانو د زابل د فرهنګپالو لپاره څه کړي دي او څه په نظر کښي لري؟

فيضي: د زابل قلات راډيو چي د اطلاعاتو کلتور رياست په چوکاټ کښي فعاليت کوي، هغه مشاعرې چي د جمعې په ورځ په زابل ادبي بهير کښي جوړېږي، هغه بيا د همدغي راډيو له لاري څخه خپرېږي. د دغي مشاعرې خپرېدل له راډيو څخه دا يو ډېر ښه ګام دى؛ يعني د زابل هر څوک چي دا راډيو اوري، لکه هغه چي مستقيماً په دغه مشاعره کښي برخه لري. يوازي همدې راډيو تر اوسه پوري د فرهنګپالو لپاره کار کړى دى.

ټاټوبى: څه اميد لرئ چي د زابل ادب او فرهنګ به نور هم پرمختګ وکړي؟

فيضي: واقعاً هم، اوس مهال په زابل کښي د زابل شاعران او ليکوالان ډېر کوښښ کوي چي يو څه وکاږي. لکه په شعر کښي چي شاعر کوښښ کوي چي نوښت راولي، نو همداسي د زابل فرهنګپال هم کوښښ کوي چي پرمختګ وکړي او زه اميد لرم چي د زابل ادب او فرهنګ به د نورو کلونو په پرتله پر مخ باندي ځي.

ټاټوبى: ډېره مننه، په اخر کښي مو فرهنګپالو ته پيغام څه دى؟

فيضي: له ټولو فرهنګپالو څخه مي غوښتنه دا ده چي دوى دي تر هر څه مخکي لومړى خپل ادب، کلتور او فرهنګ ته ډېر متوجه واوسي، ځکه چا چي خپل کلتور هېر کړى دى، هغوى د نړۍ له نقشې څخه هم وتلي دي، نو زه پر ټولو فرهنګپالو ږغ کوم چي هر سړى دي د خپل توان په اندازه پښتو ادب او فرهنګ ته کار وکړي، تر څو زموږ پښتو ادب او فرهنګ غني سي.

سرچينه: ټاټوبی اوونيزه

- بېرته شاته