(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډیورنډ په سر شریکه غم ښادي

 ارندو ښار ګوټې د ډیورنډ کرښې په داسې سټراټیجیکي ځاېی پروت دی چې د پښتونخوا سوبه او د کنړ او نورستان سوبې د یو بل سره یو ځاېی کوي. د ارندو اوسیدونکي د ترورۍ، ماما، او تره بچي دي خو ددوې د وینې ریشو(ریشتو) د ډیورنډ راښکلې کرښې دوي د یو بل نه په یوه کوڅه، محله، کلې او لاره کې ، د چا خبره ، په سلګونو میله لری کړي دي. د ارندو کلي خلک کیداېي شي په یوه ورځ کې لس ځله بغیر پاسپورټه او ویزې د ډیورنډ په کرښه اوړي راوړي. خو د بدلو حکومتونو واک اختیار د دوي تر منځ فاصلې (واټنونه) زیاتوي.
که د ارندو ښار ګوټی د خیبر پښتونخوا په چترال کې ځنې برخې لري نو نوره حصه ېي د افغانستان خوا ته غزیدلې ده. پاکستاني لور ته د پخواني ځایي نایب ناظم ماهر شاه د تره ځامن څو ګامه اخوا د افغانستان برخې ارندو کې ژوند کوي. ماهر شاه پاکستانی شناختی کارډ لری او د تره ځامن ېي د افغانستان تذکره جیب کې ساتي.

په ارندو کې یو ورکوټې خوړ دوا ړه خواوی د یو بل نه جلا کوی او دغه خوړ هم دغلته د ډیورنډ کرښه ده
د ارندو تر ټولوغټ جومات په افغان خاوره دی خو د مونځ لپاره ورته د ډیورنډ د دواړه غاړو د ټول کلې خلک ورځي. لویه مقبره ېي په افغان ښاوره ده خو د پاکستان د اوسیدنکو مړي پکې هم ښخول کیږي. د بازار زیاته برخه افغانستان پله پرته ده خو دکانداران ېي اکثره د پاکستان دي.
د اسلام اباد نه نژدی 240 کلومیټره لری ارندو ښار ګوټی طالبان هم د خپلې جګړی لپاره یو سټراټیجیکې ځاېي ګڼي. دا د طالبانو لخوا په پاکستانې پوستو پرله پسي حملې وی چې ارندو ېي په میډیا کې راښکاره کړو.
په کال 2011م او 12م کې طالبانو څو ځله د ارندو سره خوا کې په کاودۍ ، اکورۍ او ځنو نورو وړو چېک پوستو حملې کړي. دغه پوستې اوس د منځه تللې او شړی پرتې دي.

په کال 2011م او 12م کې طالبانو څو ځله د ارندو سره خوا کې په کاودۍ ، اکورۍ او ځنو نورو وړو چېک پوستو حملې کړي

​​په ارندو کې چې اودریږې نو ختیځ لور ته په غرونو باندې د پاکستان پوځیان ښکاري، په بازار کې لاندې د چترال سکاوټس عسکر د ځاېي امنیت ذمه په سر لري او لویدیز لور ته دغه کارونه بیا د افغانستان سرحدي عسکر کوي. د پاکستان د غاړې اوسیدونکي په غریزه سیمه دي او افغانستان خوا ته اوسیدونکې په میداني زمکه پراته دي.
په ارندو کې د پښتنو سلطان خیل او شیخان قامونه اوسیږي او ددغو نه علاوه ګوجر، اشاړي او چترالیان هم د ښار اوسیدونکي دي. دوي شریکه غم ښادي لری او خپل منځه جګړو په حقله ېي ډیر څه نه شته.
دارندو  ښار ګوټې ډیره برخه افغان لور پرته ده . په ارندو کې یو ورکوټې خوړ دوا ړه خواوی د یو بل نه جلا کوی او دغه خوړ هم دغلته د ډیورنډ کرښه ده. د بازار نه لږ مخکې  د خوړ په ځاېی دواړه هیوادونه بیا د سیمټو جوړ مولي د یو بل نه جلا کوي. دغه مولي د پخوا راهسې ځاېي په ځاېي ښخ شوي. څه اوس هم وجود لري خو ځني ډیر مات شوي یا بې ځایه شوي دي

. ډیوه

- بېرته شاته