(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عبدالمالک ،مالک افریدی

د خیبرنوم د پښتونخواه په اسمان لکه د ځلنده ستوری ښکاره بریښی.د خیبر دره د هندوستان دروازه بللې شی. پخواه به د وسطی اشیا نه ټولې لښکرې اوتجارتی قافلې هم د خیبر دره په لاره هندوستان ته راتللې.او په دغه سوب ئې په نړئ کښې نوم ګټلې دی د کله نه چه د پښتو ادب او شعر خبره مخې ته راځی نو دلته هم خیبر د یوځانګړی اسلوب،فکر او خیال راڅرګندیږی. او بیا بالخصوص د حمزه خان شینواری او خاطر افریدی رنګینې او مهینې شاعرئ د دې خاورې ادبی مقام ډیر پورته خیژولې دی. د دغه خاورې سره د پښتو شعر و ادب پیژندګلو هم دخیبر د دغه ستورو په سوب شوې ده. دا خبره هر چا ته معلومه ده چه په پښتو کښې د مشاعری رواج ډیر وروستو راغلې دی خو د خیبر په خاوره د مشاعرو د رواج اولینئ تیګه هم دغه مشرانوایخولی ده. په خیبر.لواړګی .جم او باړۀ کښې چه هر څومره ټولنې او ادبی مرکزونه جوړ شوی دی د دې شمله مونږ د ستر مشر امیر حمزه خان شینواری مرحوم او د هغه ملګرو په سر تړلې شو. حاجی عبدلمالک افریدی نوم زه د سکول د وختونه راسې اورم ځکه چه زما تعلق هم د باړې خیبر ایجنسئ سره دی. بیا زه د روزګار په سلسله کښې د وطن نه بهر مهاجر شوم او څه ۲۰-۲۲ کاله مسلسل تر دې دمه بهر پاتې شوم خو د حاجی عبدلمالک افریدی نوم به مې د ادب په حواله د لیک په صورت کښې او کله کله په مشاعرو او ادبی مجلسونو کښې اوریدو. یو دوه درې ځل مې ورسره لیدل کتل هم شوی دی چه زما د رخصتئ په وخت کښې په رابلل شوو مشاعرو او غونډو کښې ئې تشریف راوړې وو. د عبدلمالک افریدی نوم په د پښتو ادب په تاریخ کښې تل ژوندی وی. نوموړی برڅیره په دې چه پخپله هم شاعر او لیکوال دی د نورو ډیرو ادیبانو او شاعرانو د کلامونو او شعری او نثری مجموعو د خپرولو مرستیال دی. ما ډیر داسې ادیبان او شاعران لیدلې دی چه د هغوئ کتابونه نوموړی بی له څه نوم و نمود په خپل خرڅ چهاب کړی دی. حاجى عبدالمالک (مالک) اپريدی دهغو خوږ ژبوشاعرانو په صنف کښې شامل دی چې شعرونه ئې په ساده او شائیسته معيارى ژبه او الفاظووئيلى دى چې خپلې قامی او اولسى شخړې ئې په بشپړ توګه بیان کړې دی. دحاجى عبدالمالک مالک اپريدى دمينه په نامه چاپ شوی کتاب مې د نظره تیر شوې دی او هسې هم په اخبارونو او مجلو کښې کله کله د افریدی صیب د شعرونو نه محظوظ کیږو. . مالک په خپله شاعرئ کښې وطنی الفاظ هم استعمال کړی دی اوډير خوند ور او نازک خياله تشبيهات ئې پکښې راوړی دی

چې مــــــاښام راته جانان خواږه راګورى شنه خـالونه ئې ښـــکاريږى لکه ستـورى دتـيـراه دڅـيـړيـو سيورى مې رايـــاد شى چې رامات شى ستاپه مخ دزلفو سيوری پکښې نشته دی درانه درانه مشران اوس دخــيـبـر پښتـانــۀ ځـــکه شــول کـــمـزورى دلالــونـــو له دانـــو نــه هـم دى ښــکــلـــــــى زۀ چـــې ګــــورم دحــــمـــزه دغــــزل تـــــورى

بل ځائ لیکی.

مئين چې شوم په مينه کښې غمونو سره مخ شوم دعشق په کشتۍ سپور دطوفانونو سره مخ شوم مــاويـــل چـــې بــه پــرې وچـوم دخـپل زړګى ټناکې تـکـل کـې داغــــزووم دګــلــونــــوســـره مـــخ شــوم

حاجى عبدالمالک اپريدی١٩٦٤ع کال دتيراه ميدان سيمه کښې زيږيدلی دی .په خپله سیمه لوئ تاجر دی او د پراپرټئ سره سره د ایکسپورټ امپورټ کاروبار هم کوی . ډیر میلمه دوسته انسان دی.د هر چا سره منډا ترړا وهی او چه وس ئې رسی نو څوک هم د مالک د دروازې نه تش لاس نه راګرځی. مالک د مشرانو ډیر قدر کوی او کوشش کوی چه خپل ځان په وړوکو خلقو کښې حساب کړی . د مالک د مزاج سادګی اودهغه په طبیعت کښې فطرتی حسن سلوک د دوئی د سترې کورنئ په سوونو کالو راروان تربیت نتیجه ده. مالک بلا شبه د پښتو ادب یو بی مثاله خدمت کونکې انسان دی. Abdul Malik, Mali Apridi By: Feroz Khan Apridi, Doha Qater - بېرته شاته