(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په نړۍ كې سياست كيږي

همايون خان

داسي خو پښتنو افغانانو د تاريخ په اوږدو كښې ډېر ناخوالي ليدلي دي كله يې بدۍ ترلاسه كړي دي او كله بيا پاته راغلي دي خو چي كله برۍ ترلاسه كړي دي نو نه يواځي خپل بيرغ دنړۍ په يوه لويه برخه رپولي دي بلكي نور يې هم د زور رواكو او جابرانو دمنګولو څخه راراستلي دي چي دايو لوئى تاريخ دي خو د پښتنو افغانانو د هغه  باتورانو دتودي دڅنګه دسياست څخه هم كار اخستي دي په پخوانيو پيړيو كښى كه زياته ارزښت وتوري ته وركول كيدي خو سياست كول هم اړين وو خوننې نړۍ دتوري په ځائى وسياست ته ډير ارزښت وركوي او زياته كار د سياست يادرسنېو او ميډيا څخه اخلي.

        دا چي كله پښتون افغان پاته راغلى دي نور ناخوالو سره مخامخ شوي دي خو ماته يې نه دمنلي او په بيابيا په ميدان دريدلي دي خپله سپژندګلوي او نوم او ټاټوبى يې دلاسه نه دي وركړي دتاريخ  په اوږدو كښې به د ډيرو خواريو او شخړو سره مخامخ شوي دي خو څومره چي دتيرو پنځه ديش كلو په زياته بيادتيرو يو ولس دولس كلو سره چي داسپيڅلي ملت دكومو ناخوالو سره مخامخ كړل شوي دي كيدي شي چي په تير تاريخ كښې يې ساري نه وي ځكه چي كله كله څوك په دهغه روانو ناخوالو غور وكړي نو داسي سړي اټكل كوي شي چي دټولى نړۍ ودي ملت ته چته بدله شوي دي او زور ځواكو د دوي په ضد يو دسيسه او پلان جوړ كړي چي داملت داسي وځپه چي نه يې نوم پاته شي نه يې ټاټو بى پاته وي نه ژبه دو داو كلتور پاته وي نيم ژوندي يې وساته چي داسي په غاړه كښى سره واچوه چي يو بل خو سره وژني خپل هيواد ورانوي خپل ورور وژني خو په دي نه وي پوه چي دا زه  څه كوم؟

     كه موږ د دولس كلو په اوږدو كښې وګورونو په لر او بر ټاټوبى كښى څه وشو ددي دمخه چاسوچ هم په دي اړه سوچ هم نه لري د نړۍ والو لخوا چي په سر كښى امريكا او برتانيه وو داپريكړه وكړه چي القائده مشر اسامه بن لادن چي په افغانستان كښى ميشته دي او دخپلي ډلي سره په نړۍ كښې تهره ګري كوي چي لويه بيلګه يې دنهم ستمبر ۲۰۱۱ء كښې په امريكا باندي بريد كړي دي نو ځكه دوي نړۍ ددهغه تهره ګري دمنځ دوړلو دپاره دناټو تړون وافغانستان  ته خپل ځواكونه استوي چي يوه خواته به تهره ګري او تهره ګرد افغانستان  څخه وشړي او بلي خواته به افغانستان او افغانان د اوږدي جګړي څخه راو باسي او بلى خواته به وران  ويجاړ به د نوي سره څخه ورغوي چي افغانان چي داوږدو جګړو څخه ستړي شوي وو د نړۍ والو په زياته بيا دامريكا ددي پريكړي هر كلي وكړي خو دا ژمنه يواځي ژمنه پاته شوه ولي چي دوي د جګړي څخه خلاصون و نه موندي ولي چي نوي جګړت تر تيرو جګړو زياته ناوړه پيچلۍ او خو نړۍ بدله شوه ځكه چي يوه خواته افغانان دهوا او دمځكي دلاري وژل كيدل نيول كيدل او ځوريدل ووبلى خواته دطالب په نامه د مشرانو مخوروسپين ږيرو دڅنګه د لوړو چارواكو دڅنګخ دعام وګړو وژنه د ځان وژونكو بريدو نو دڅنګه يو يو افغان وژنو ته دوام پخوا هم وركوي اوس يې هم وركوي او هغه دبيارغوني په اړه چي دهغه رغونه كړي وه او نړۍ ته دهغه ورښكاره كول هغه هم ددهغه طالب نومو لخوا لاس دلاسه ورسره ورانول  خو داتر پايه څرګنده نه شوه چي د هغه طالبان څوك وو او څوك دي چي خپل وطن وال وژني او خپل  هيواد ورانوي ددي سره سره افغاتن چارواكو ودهغه وكومه ځائي رائي او څوك ودوي ته دهغه وسلي او چاوديدونكي توكي وركوي چي دافغانانو د څنګه باندني ځواكونه وژني او بيا دهغه باندني ځواكونه ددي زور دعام افغانانو څخه باسي چي  د دولس كلو داسي پيښى بى شميره دي.

    اوس راشې لږ حال دكرښې دهغه خوا دبى وزلو خلګو دواخلو په افغانستان كښې كه طالبانو جګړه كوله خوالته باندني ځواكونه راغلي وو او  د دوي ټاټوبى يې نيولي وو د دوي داخبره تر ډېره خلګو منله خو دخيبر پښتونخوا او قبائيلو څه كړي وو الته خو باندني ځواكونه نه وو راغلي نه چاو طالبانو ته څه خنډجوړ كړي وو نو بيا ولي سوات او ملا كنډ كښې دوي په عام وګړو باندي وسله ورواخسته چي دسوات او ملاكنډ خلګه يې ودي ته اړ كړو چي  نز دي ديش لكه وكړي په يوه شيه او ورځ خپل كورونه په بيره پريږدي او دوي ډي كډوال شي د دوبى او ګرمى په داسې ورځو كښې چې څوك د باندي نه شې وتلي په دهغه كډوالو كښې ماشومان ښځي سپين زيري او ناروغان هم وو خو دوي خپل كور نه داسي ايله كړو او ځانونه مردان پيښور او نورو ځايو ته ورسول خو افرين دي وي د دهغه سيمو په پښتنو وي چي دوي يې خپل ميلمانه وګڼل او څومره چي دلاسه كيدي شول هغه ورسره وكړو خو د وخت د حكومت او د ځايو خلګو په مرسته ډېر ژر حالات وسله والو ځواكونو ورته جوړ كړو چي دوى خپلو كورو ته ستانه شول خو د سوات او ملاكنډ د سيمى تعليمى ودانى روغتونونه او نور ځايونه چي دوي په بمانو والو ځول په دي باندى هم ډير ليك كيدي شې وراني په دا ځائي نه ختم كيږي بلكې تراوسه دوام كوي په بشپړه پښتونخوا كښې چي څومره چاودني ورانى د سياسى مشرانو مخور چارواكو او عالمانو وژني او چاودني چي تراوسه روان دي كله چا دا پوښتنه كړي ده چي د دوي پړه څه ده..؟

     بشپړه قبائيل په خپل كور كښې د باندنيانو تر لاس لاندي دي يا په لكاو لكاو د كډوالو ژوند د كلو كلو څخه تيروي او نه شې كولي چي خپلو كورو ته ولاړشې څومره قبائيلى مشران ووژل شول بيله ددي چي دوي د قام غم خوره وو او د جرګو د لاري به لانجي به اوارولي دلته هم دطالب نوم اخستل كيږي اوس چي د اسلام په سپيڅلى نامه جوړي ډلى يو بل وژني چيري لاهغه د جيټ جنګى الوتكو بمبار د توپو ګولى چيري نښلى او ډراون څه كوي په دي خو يو قبائيل نه دي خبر ځكه چي دوي خپل كور ته نه شې تللي پاته شوه سويلى پښتونخوا ددي حالت هم د نورو سيمو سره توپيرنه لري په ټوله سيمه كښې تهرور او ويره خوره ده د ورځي څوك سفر نه شې كولى پښتون ولس په پښو باندى ويشل شوي دي او هر يوه پيښه يې د بلې پيښې و مخ ته درولي ده او هره يوه په وسلو بارده چي يواځي په دي ولاړه ده چي يوې ډلي په ماشه ګوته كښيښووله بيانو يواځي لوئى څښتن(ج) د دوي تر منځ رڼي اوبه تيروي شې په كراچۍ كښې د پښتنو سره څه وشو يا څه كيږي هغه هم د چا څخه پټى نه دي صبا ته به څه جوړيږي هيڅوك په دي اړه څه نه شې ويلي...؟ د دهغه د ولس كلو د پښتون افغان داستان دومره اوږدي چي و كتابو ته اړتيا لري خو د بده مرغه څوك داسي مشر نه شته نه ديني علماء شته نه بل څوك چي د هغه ملت په دهغه ناورين خبر كړي او يوه لاره په ګډه وټاكي چي د دهغه اوږده ناورين څخه دهغه ملت وځغوري....؟

     اوس پوښتنه داده چي د دهغه ملت سره دا هر څه پخپله او خودرو ډول وشول كه د يوې تګ لاري او د پلان لاندي دا هر څه وشول..؟ ځما په اند دا د لوئى لوبى يوه برخه ده چي برتاينې د خپل بدل اخستلو او د پښتون او اسلام د ځپلو دپاره دوي جوړه كړي ده او هغه څوك چي د اسلام يا نورو نومو باندي ودي ته چوپړوهي هغه دي خوشحالى نه كوي كه دوي په دهغه د سيسه كښې بريالى شول نو به د دوي واري وي په عرب هيوادو سره چي څه وشول په كاردي چي بشپړه مسلمانان په دي غور وكړي...؟ او ځان ته په ګډه نه يواځي افغانان بلكې ټول مسلمانان يوه تګ لاره وټاكى.

     خو دا وخت اور په بشپړه پښتنو او افغانانو اوربل دي او يواځي دوي كولي شې چي پخپلو كښې د خبرواترو د لاري يوه لاره موندلي شي چي د بل چا لارښودنه نه وي ورسره او ددي ټولو مسئوليت په طالبانو باندي راځي كه هغه هر ځائى وي ځكه چي دا ټوله جګړه او خبرى په دوي راګرځي باندنيو ته هم دهغه يوه پلمه ده بلكې اوس خو باندنيان غواړي چي طالبان ودي ته اړكړي چي دوي د نورو سره كښينوي او خپله خوښه په دوي وتپوي خو دهغه زروځواكي دومره بربنډشوي دي چي په دوي هيڅوك باور نه كوي په كاردي چي د دوي په خبرو نور نوتير نه شو كه هغه ولسمشر حامد كرزئي او افغان حكومت وي كه طالبان وي كه حزب اسلامي حزب وحدت وي او كه نوروي په كاردي چي په دي اساسه وخت دوي خپل اختلاف شاته كړي او په يوه خبره پريكړه وكړي چي سوله څنګه راوستل شې ځما په اند كه صبا افغانستان د يوه بل خطر سره مخامخ شو نو تر ټولو لويه پړه به په طالبانو راځي ځكه د باندنيانو او ګاونډيانو و خپلى موخي ته درسيدو دپاره يواځي دوي رامخ ته كړي دي او ځما په اند طالبان به په دي پوه شوي وي خو ولس په دي ښه پوه دي چي څرګندونه يې دهغه طالبانو څخه كيږى څوك چي تړلي بې دركه يا ناروغه شوي دي خو كه دوي خپل واك دي او خپلي پريكړي خپله كوي نو بايد دهغه خطرونو مخ نوي وكړي او كه داسي نه كوي نو به د افغان ولس دا و مني چي يا خو دوي بې واكه دي يا دهغه چا ملګرى دي چي د افغانانو سره بله لوبه كوى

- بېرته شاته