(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپسرلي احساس

(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري د ناچاپو لیکنو څخه۲۰۰۰ م کال)

په پسرلي کې د پسرلي احساس هم پیداکیږي. داچې د تودوخې زیاتوالی او د لمر وړانګي د انسان په مغزو کې څه پیدا کوي د پوهنیزي څیړنې موضوع ده.

کله چې پسرلی هیواد ته راشي نو بیا یوازي مرغۍ نه چغیږي، بلکه په انسانانو کې هم د ژوند نوي ساه غړیږي. د پسرلي احساس یوازي په زړه او مغزو کې پروت نه دی، چې پدې هکله د جرمني د بوخم د روور د پوهنتون نړۍ وال پیژندل شوی استاد بیو ساپوه Onur Güntürküm وائي چې هر څه په سترګو کې پیل کیږي. مونږ پدې پوهیږو چې زمونږ د سترګو د لیدلو برخي دا توان لري ، چې د رڼا د توپیرونو پته ولګوي. د سترګو د لیدلو دا برخه د ورځې او د شپې د تال په انتظام کې مهم رول لوبوي. دا تال زمونږ په ژوند اغیزه لري. د ورځې اوږدیدنه چې د سترګو لپاره ثبت کیږي د موسم په دوران کې رول لوبوي.

ګونترکم   Güntürküm  زیاتوي، چې په منځنۍ توګه په پسرلي کې د ژمي څخه ورځي اوږدې وي او د ژوو یا حیواناتو په تجربو کې ثابته شوي ده چې د پسرلي او مني موسمونه پري اغیزه لري. ددې تجربو په لړ کې سړي ته دا پته لګیږي چې پسرلی او منی د ژوو یا حیواناتو د هرمون په سیسټم باندي اغیزه لري او ددماغ ډیري نوري پیښي ددې موسمونو سره سمون خوري. په حیواناتو باندي داډول ازمیښتونه (تجربي) ډیري شوي دی، چې نتیجي ئي د انسانانو لپاره هم اعتبار لري.

پوهاند Güntürküm وائي چې داخبره طبعي ده چې په پسرلي کې هوا ګرمیږي او خلک هم بل ډول جامي اغوندي، دلمر وړانګې او تودوخه د انسانانو د هرمونونو په سیسټم اغیزه لري او د تودوخي د زیاتوالی له کبله ښځي  هم نرۍ جامي (کالي) اغوندي چې وجود ته ئي هوا پکې ورسیږي، چې دا بیا سترګو ته غذا ورکوي او په سړیو (نارینه) هم بل ډول اغیزه کوي.

د پسرلي د لمر ، رڼا ، تودوخي او د چاپیریال د رنګینیو او ښکلا له کبله سترګي په ښکلو کې داسې ښخي شي چې زړه په درزا راولي ، چې د پوهانو  لپاره دا یوازي د تودوخې د تنظیمولو یوه پوښتنه ده.

پوهاند  Güntürkümوائي چې داهم امکان لري چې مونږ په ژمې کې ډیره انرژي کاروو، چې د وجود حرارت یا تودوخه او ګرمي ثابته وساتو. ښکاره خبره ده چې  په پسرلي کې د بهرنۍ تودوخي او د وجود دننۍ تودوخي تر منځ توپیر ډیر کم وي.  دا ددې مانا لري چې مونږ ډیره انرژي په واک (اختیار) کې لرو.

دغه راز د ډیرو (اکثره) بیو ساپوهانو لپاره ښکلول د اضافي انرژۍ د ویستلو مانا لري، خو پوهاند Güntürküm  وائي چې په پسرلي کې پکار نه ده چې ښځي د سړو څخه جګ (لوړ) انتظار وکړي، چې دی په دې کې شک ګڼي، چې دا اضافي انرژي واقعا دډیر او غټ فعالیت سبب ګرځي،کیدای شي چې ډیر وخت دا د غوړ په جمع کولو کې په کار واچول شي او ددې انرژۍ په اثر فعالیت منځ ته رانه شي.

- بېرته شاته