(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ای ماما! ای کاکا ! يوه روپۍ دالله په نوم

ډير زيات يي ودردولم، د سفر ټوله برخه می ډيره زياته جالبه او زړه راښکوونکی وه ، د تخيل په ټال کی به کله د نړۍ بادشاه شوم او کله به په خپل اند او فکر په اجتماعی ژوند او اجتماعی قضاوتونو پوه سړی، په ټوله لاره به می چی کله هم فکر کاوه نو هغه به د ځان نه د لوړو خلکو په اړه ؤ دا خو می هيڅ نه منله چی پردی هيواد ته به رسيږم او هلته به له داسی څه سره مخ کيږم چی هغه به زما د غم او پريشانۍ سندره ګرځی ، خو د دی تصور په خلاف ريښتيا هم د داسی څه سره مخ شوم چی تر ننه يی د بوج او پريشانۍ نه زما زړه نه دی سپک شوی ، چی کله هم راپه زړه شی له سترګو می اوښکی روانی شی ان تر دی چی تر ګريوانه ورسيږی.
هو ! چی څنګه له موټر ښکته شوم لا می دمه نه وه سازه کړی چی په سلګيوو،اوښکو،مظلوميت او کړيکو کی رانغاړلی يو لړزوونکی غږ می تر غوږو شو، آی ماما ! آی کاکا ! يوه روپی د الله په نامه !!
د دی ماشومی کړيکو او چيغو بلا خلک په ځان راټول کړل، هر چا د خپل وس او توان په اندازه ورته يو څه ورکړل د دی د غوښتنی په مناسبت چا يوه چا دوه او چا پنځه روپی ورواچولی خو د ماشومی اوښکی لا هماغسی روانی وی ، ولاړ خلک يی هم له ځان سره وژړول ، د خلکو پر مخ اوښکی لا هماغسی روانی وی چی د سړک بلی غاړی ته په دروند حجاب کی رانغاړلی يوی بی وسه او کونډی مور د سوال ځولۍ وغوړوله، داسی بريښيده چی د سوال کولو سره پوره نااشنا وه ،خو د وخت ناخوالو او مجبوريتونو ډيره سخته اړ کړی وه په ډير تکلف او د زړه له درده يي غږ کړ چی د خدای له پاره !! بچی می وږی دی !! د الله لپاره يوه بوجۍ وړه راته واخلۍ لا يي نور کلمات هم په زړه وو چی سلګيوو واخيسته او په شټکاری يي وژړل، ماشومه پاتی شوه او پدی بی وسه کونډی مور خلک راټول شول خلکو به کله ماشومی ته کتل او کله به يي دی کونډی سوالګری ته له غږونو او سلګيوو داسی معلوميدل چی د دواړو درد يو دی ، خلک نور هم را زيات شول دا نو داسی صحنه وه چی په سلګونو سوالګر می ليدلی و خو په ليدو يي دومره نه وم درديدلی ، کله می چی سر راپورته کړ او ولاړ خلکو ته می وکتل د ټولو سترګی سری وی هرکس د ډيری ژړا نه سترګی په ځان راپړسولی وی، دی بی چاره کونډی ته هم خلکو د خپل وس په اندازه يو څه ورواچول،د دی کونډی مور ځولۍ لا هماغسی غوړيدلی وه چی نا څاپه يو خايسته ګلالی ماشوم چی شليدلی جامی يی په تن وی مخ او لاسونه يي د بوټانو په تور رنګ ککړ وو،د مظلوميت او بی چاره ګۍ د څپيړی داغ يي له ورايه پر مخ معلوميده، راښکاره شو په همدی ګڼه ګوڼی کی يی هم څو کسانو ته وويل : چی ماما بوټان خو نه پالش کوی ! کاکا بوټان درته پالش کړم ! په همدی کی وو چی دی زياتو خلکو ته يی سودا شوه او په منډه راغی ځان يی د خلکو په منځ کی دننه کړ، ګوری چی کونډه بی وسه مور يی ناسته ده او خلک تری راچاپير دی له خولی نه يی بی اختياره چيغی ووتلی موری ! موری ! ته دلته څه کوی دا دومره دی ژړلی ولی دی ؟ د کور مالک خوبه دکاله نه ، نه يی راباسلی ؟ مور يی خپل ګلالی بچی غيږ ته رانژدی کړ او څو شيبی دواړو په کړيکو کړيکو وژړل ، مور يی ورته وويل : سليم بچيه !! هغه وړه خور دی سهار هم راوتلی چيرته به وی ؟ په همدی کی وو چی هماغه ماشومه چی د بلا خلکو له سترګو يي اوښکی بهولی وی راښکاره شوه يو ځل بيا تنکی ماشوم او ګلالۍ ماشومۍ مور ته په ورانه سرونه کيښودل او په زوره زوره يی وژړل ، ولاړو ټولو خلکو ورسره دا ځل هم په کړيکو کړيکو وژړل ، کونډه مور تنکی ماشوم او ګلالۍ ماشومه پاڅيدل د اوښکو او سلګيوو په بدرګه د کور په لور روان شول.
يوه شيبه وروسته د خلکو ترمنځ تبصری شروع شوی معلومه شوه چی دا د يو شهيد کونډه او يتيم ماشومان وو .
چيرته چی د اوښکو لمدو وينو حساب نه کيږی
هلته د لمونځونو او نفلونو ثواب نه کيږي
www.benawa.com

- بېرته شاته