(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غوښه مې په سترګو نه ده لیدلې

په خدای که مې هغه بله شپه سم خوب کړی وې،کله چې زموږ ګاونډي ګلو آکا راته ووېل چې هغوی له تېرو څو کلونو راهیسې د غوښې نوم په خوله نه دی اخیستی او نه یې غوښه لیدلې ده. که څه هم زړه مې دا خبره نه منې چې له کلونو کلونو دې څوک د غوښې خوړلو ارمان ولري؟ مګر چې کله مې حقیقي ژوند ته وکتل، نو واقعي خبره هم دغسې وه .په وطن کې دا وخت د پوسه غوښه کیلو په ۵۵۰ سوه اونوره غوښه هم تر ۳۰۰ کمه نه شي ترلاسه کېدی.

​​خبره د غوښې خوړلو نه ده،بلکې خبره د بې وزلۍ،غربت،بې وسۍ او بې چارګۍ ده،چې اوس په وطن کې خوره وره ده.
هغه بله ورځ د بلوچستان په ختم کړل شوي حکومت کې یو وزیر سره مې خبرې کولې.ده راته وویل، چې ده د خلکو بیخې زیات خدمت کړی دی او ګنې نوکریانې یې بې روزګاره ځوانانو ته ور کړې دي،خو بیا هم د ده په وېنا،د خلکو له اړخه د نوکریو ترلاسه کولو غوښتنې کمې شوې نه دي،بلکې نورې هم زیاتې شوې دي. ما په ځواب کې ورته ووېل، که تاسو د خلکو ژوند آسانه کړی او ګراني مو قابو کړې وای،خلک به ګرسره نوکرۍ غوښتلو ته سوچ هم نه وو کړی.
یو څه کاله مخکې،چې لا هم هوس او حرص نه وو زیات شوی. په وطن کې د خلکو ژوند دومره آسانه وو چې هغوي به په ۱۰ مېږو،۵  پسونو او یوه منډو(جونګړه) کې دومره خوشحاله ژوند تېراوی چې د نه منلو وه. زما خپل آکا یو ورځ راته ووېل چې په  ۱۹۹۰ لسیزه کې په موساخېل بازار کې د بېلابېلو سرکاري محکمو افسران به ګرځېدل او خلکو ته بې د نوکریو کولو خواست کاوی،مګر چا به سلام ته ځواب هم نه ویلی. مګر اوس......افسوس،نن سبا هغه اور لګېدلی دی چې نه اوړه پېدا کېږي،نه غوړي او نه دال.....هر څه د وطن د خوار وګړي تر اوس بهر شو.
غریب کس که مزدوري وکړي، نو هغه هم عارضي کار وي او ګټه یې د ورځې تر ۳۰۰ زیاته نه وي، مګر د ژوند ټول بنیادي څیزونه تر دغې شمېرې زیات ګران دي.بیا به یقینًا په ټولنه کې د یوه موباېل او ساییکل پر سر مرګونه هم کېږي او نور بد کارونه به عام کېږي.
ډېر ماشومان مې لیدلي دي چې په هوټل کې کارونه کوي،مګر سکول او مکتب ته په دې نه ښي تللی چې معمولي خرڅې یې هم د پلرونو له وسه بهر وي. مګر بلې خوا ته که بیا ورته وګورو،نو واکمنانو خپلې خېټې دومره مړې کړې چې اوس د بدهضمۍ له لاسه باکۍ (اُلټۍ)ورځي او په دې حیران دي چې په څه طریقه خواړه هضم کړي؟ د دوی مرغن خوراکونه له ٫٫سویټ ډش٬٬ نه بغېر پوره کېږي نه........څومره د ژړا مقام دی! څومره د افسوس خبره ده، یو خوا ته خلک له لوږې مري او په دې حیران دي چې یو ګوله ډوډۍ څنګه ترلاسه کړي او بلې خوا ته واکمنان په روغتونونو کې د بدهضمۍ درملنه کوي.......!واقعي زما په وطن کې یو خوا ته د لوږې انتها ده،بلې خوا ته د بد هضمۍ انتها

نیازموساخیل،کوټه Mashaal Radio

- بېرته شاته