(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شوروي ماتې

د شوروي هغه بلوسګر ځواک، چې کارمل يې پر افغانانو د واکمنۍ لپاره پر افغانستان د تيري په ترڅ کښې له ځانه سره راووست او پر افغانانو يې په زور وتپه. د افغان ملت يعنې افغان ولس ميړنيو حملو ته ټينګ نه شو او د پوزې ګټلو په بدل کښې يې سر بايلود. دا د درې زړو مغزونو پرېکړه وه، چې د کارمل د غوښتنې سره سم دې پر افغانستان يرغل وشي او هېواد پلور کارمل د کابل په پسته او نرمه ګډۍ کښېناوه. دا کار د هغه تړون مخالف عمل و، چې د افغانستان او روس ترمنځ د 1921ع کال د فبرورۍ په 28 نېټه چې د 1300 ل.هـ کال د دلوې له نهمې نېټې سره سمه وه، د دواړو خواوو د نمايندګانو ترمنځ لاسليک شوى و. د نوموړي تړون په لومړۍ برخه کښې داسې څرګندونه شوې، چې : ((لوړ تړون کوونکي اړخونه يو د بل استقلال مني او ژمنه کوي، چې د هغو درناوى به کوي او په خپلو کښې به روغې سياسي اړيکې ټينګوي.)) روسانو له افغانانو سره د خپلې دوستۍ پورتنۍ ژمنه خپله تر پښو لاندې کړه، خو افغانانو د شوريانو امپراتوري داسې ورټوټې کړه، چې اوس يې هم په پرتوګ نه پوهېږي. شوروي اتحاد د بريژنيف، اندري ګروميکو او د دفاع د وزير پر غلطې پرېکړې پنځلس زره تنه عسکر له لاسه ورکړل او د دغه تيري کوونکي پوځ د قوماندان ګروموف په صريح اعتراف د افغانستان د جنګ بله نتيجه دا شوه، چې تقريباً اويازره روسي عسکر په تيري اخته معيوب، بې اسرې او بې پوښتنې پاتې دي؛ نه چا مصنوعي اندامونه ورواچول او نه چا ورسره طبي مرسته وکړه. له بلې خوا د رويتر د خبري آژانس د رپوټ له مخې جنرال ګروموف ويلي دي، چې ((له افغانستان څخه د شوروي پوځ وتل غلطي نه وه، غلطي دا وه، چې ولې وختي له افغانستان څخه ونه ويستل شول، هغه وويل: که يو دولت خپل اتباع جګړې ته استوي؛ نو بايد دا هم يقيني کړي، چې د جنګ په وخت کښې او له جنګ وروسته به د دغو اتباعو خصمانه کوي)). په هر حال د روسانو د يرغلګر پوځ په ماتولو او په شرميدلي حالت کښې له هېواده د ويستلو په جګړه کښې ټولو افغانانو خپله اتلواله وښودله. چا په قدم او چا په قلم د روسانو پر ضد مبارزه کښې برخه واخستله او د روسانو تر مشرۍ لاندې يې د وارسا غړي هېوادونه دې ته اړ کړل، چې د دغه هېواد له قهرمانانو سره جګړه کول د اوسپنې د نينو چيچل دي، خو کاشکې، چې په دغه برخه کښې معامله ګري نه واى شوې ا و د روسانو په تېښته کښې افغانانو داسې عمل کړى و؛ لکه د انګريزي پوځ سره يې، چې يوازې ډاکټر برايډن په نيم ځانه حال د آس په سورلۍ روغ وتښتيد ا و نور ټول پرنګيان د کابل ا و لته بند ترمنځ بيخي تباه شول، دا د افغانانو ملي ارمان و، چې له روسانو سره يې هغه معامله کړې واى، لکه، چې له انګريزانو سره يې وکړه. اوس هم هيله من يو، چې د نننيو اشغالګرو ځواکونو سره د پرنګيانو پر ضد عمل ترسره شي. انشاء الله de Shorawi Mati By: Qateel Khogiani scprd.com - بېرته شاته