(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ظالمانو ئي په ژوند سترګي وكښلې

ليکوال : عزت الله ذکي

ټاټوبي اوونيزي تل هڅه کړې چې د کندهار په کچه د هغو کسانو د ژوند په اړه تاسو خبر کړي چې په تېرو کلونو کې يې سختې خوارۍ ليدلې وي او دا مهال هم له ډېر ځوروونکي حالت سره مخ وي. دا ځل ټاټوبي اوونيزي ته يوې داسې زړې ښځې د خپل تېر ژوند رښتيانۍ کيسه بيان کړې چې طالبانو يې له زوی څخه په ژوندوني سترګې ايستلې او خاوند يې هم له دې کبله وروژلی چې ګواکې د دې زوی په دغه حکومت کې عسکري کوله. دغې ښځې چې نوم يې حليمه ده، په ډاګه کړه، چي خپل ځوان شل کلن زوی او خاوند مي له لاسه ورکړي دي. د دې زوی _چې په اوسني حکومت کي يې عسکري کوله_ د طالبانو له خوا په ژوندون ورځنې دواړې سترګې وايستلې. دا وايي اوسمهال سر او نيم سر اولادونه ورپاتې دي چې دا يې په يوازې سر روزنه او پالنه کوي.

دغې ښځې _چې د خرقې شريفې مخې ته په شينه برقه کې پېچلې د فقر يا سوال غوښتلو لپاره ناسته وه_ تر څو ځلي غوښتنو وروسته يې راته د خپل ژوند رښتيانۍ کيسه داسي پيل کړه: ((زما شل کلن زوی _چې په اوسني حکومت کې عسکر و_ د رخصتۍ په موخه کور ته راغلی و، کله چې له کوره _چې هغه مهال زموږ کور په پاشمول کې و_ بېرته د خپل کار پر لوري په شخصي کاليو کې روان شو، پر لارې طالبان ورباندې پېښ شوي وو او په ژوندوني يې ورځنې سترګې ايستلې وې او وروسته يې وژلی و. دوی ځکه دی وژلی و چې ګواکې له حکومت سره يې کار کاوه. د ده د مرګ تقريباً اته ورځې تېرې شوې چې د زوی مې هېڅ حال او احوال رانغی، موږ ډېر پرېشانه شوو. تر اتو ورځو وروسته مې خاوند ورپسې له کوره رهي شو. په لار کې پر هغه هم طالبان پېښ شوي وو، او هغه يې هم وژلی و چې ستا زوی ولې له حکومت سره کار کاوه. نږدې يوه اوونۍ مې د دواړو احوال نه درلود، تر يوې هفتې وروسته حکومت دواړه راوړي وه او په يخچالونو کې يې ايښي وو. کله چې مې وليدل، په هغه ګړي زه بېخي بېهوښه شوم او پر ځان مې کالي څيري کړل. دومره خوارۍ راباندي تېري شوې چي پر هېڅ مسلمان دې يې خدای نه راولي.

هغه مهال ما شپږ زامن او څلور لوڼې درلودې. اوس مې يو زوی _چې نسبتاً تر دا نورو په عمر ډېری دی_ په کندوز کې اوسېږي او پاتې نور زامن مې واړه ماشومان دي. لوڼې مې څلور واړې واده شوې دي. زما سره تر اوسه هېڅ زوم او لور مرسته نه ده کړې. د مشر زوی او خاوند تر مرګ وروسته موږ ټول کور د کندهار لويې ويالې سيمې ته راکډه شوو، هلته مو په پينځلس سوه افغانۍ په کرايه کور ونيوه، زه او دغه واړه ماشومان اولادونه مې اوسمهال د دغه کرايې په کور کې اوسېږو. موږ ځکه له خپلې اصلي سيمې کندوز څخه راکډه شوو، کله چې مې خاوند ووژل شو، نو لېورونو مې دا اميد درلود چې په موږ کې به يو د ځان خاوند کړي، خو زه د خپلو اولادونو په ګډون له يوې بسترې او څه ناڅه ضرورت وړ سامان سره ورڅخه په تېښته کندهار ښار ته راغلم. ما ويل که هر څومره د ذلالت او دربدرۍ ژوند تېروم، خو مېړه نه کوم.
زه چې کله د ورځې په سوال کولو او فقر څه اندازه پيسې پيدا کړم، نو هغه د ماښام او غرمې د خوراک لپاره کافي وي. خو هغه اولادونه _چې زما سره راسره دي،  واړه دي_ په حضرت جي بابا کې د ورځې د لاس په رېړۍ کې شيان خرڅوي، کله چې دوی د خپلې مزدورۍ پيسې راوړي، نو بيا زه له هغو پيسو څخه د سرای کرايه ورکوم. ما مخکې په کورونو کې مزدوري کوله، لکه ډوډۍ پخول، کالي مينځل او داسې نور. خو اوس تاسو وينئ چې ډېره سپين سرې شوې يم، په کورونو کې مزدوري نه شم کولای، نو ځکه د خيرات غوښتلو په موخه راوتلې يم، تر څو د خپلو اولادونو او ځان مړولو لپاره څه پيسې پيدا کړم. داسې ډېری وخت راغلی چې په شپو-شپو مې اولادونو او ما خپله د ماښام ډوډۍ نه ده خوړلې او اولادونه مې وږي-تږي ويده شوي دي. زه به تر سهاره د دوی سر ته ناسته وم او ژېړل به مې)) اغلې حليمه وايي که څوک زما کور او ژوند وويني، نو له ډېرې ژړا سره-سره به هک-پک حيران پاتې شي، چې څومره د دربدرۍ ژوند تېروو. نوموړې له دولتي چارواکو غواړي چې له دا ډول کونډيانو او بېوزلو سره دې مرسته وشي. دوی له خدای تعالی پرته بل هېڅوک هم نه لري.

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه‎Tatobay (Pashto) is a Pashto language weekly newspaper based in Kabul, Afghanistan, covering political, social, sport, health, art, and cultural topics and a review of the news of the week. It was established in 2007 as a six page full color newspaper with distribution in Kabul, Kandahar, Uruzgan, Helmand, Zabul,  Ghazni ,Quetta, Chaman, and  Kuchlak.

 

- بېرته شاته