(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لندن سرمشريزه، هم ګټه، هم تاوان

چمتو کوونکی : عزت الله ذکي

ځيني افغان کارپوهان د لندن سرمشريزه د نورو ناستو په پرتله ارزښتمنه بولي او وايي چې پرېکړې يې د افغانستان، پاکستان او طالبانو په ګټه دي. خو په عين حال كې دغې ناستې يو لړ اندېښنې هم زېږولې، چې ډېرى يې د ډيورنډ كرښې د احتمالي رسمي كېدو له اړخه دي. تېره اوونۍ د سه شنبې په ورځ په لندن کې د افغانستان، پاکستان او انګلستان د مشرانو درې اړخيزه ناسته تر سره شوه. د درېيو هيوادونو مشرانو په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو په برخه کې په خپلو کې د همکارۍ هوکړه وکړه او پاکستان او انګلستان هم په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستلو ملاتړ وکړ. د افغانستان او پاکستان مشرانو وپتېيله چې تر راتلونکو شپږو مياشتو بايد د افغانستان د سولې بهير جوړجاړي ته ورسېږي. دوى ويلي، دې موخې رسېدو ته به خپلې ټولې اړينې هڅې وکړي. د انګلستان د لومړي وزير له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې درې اړخيزه غونډه کې افغانستان او پاکستان پر دې هم سلا شول چې تر راتلونکي مني پوري به په خپلو کې د ستراتيژيکو همکاريو سند برابر کړي. يو شمېر افغان کارپوهان وايي، د لندن ناسته په افغانستان کې د ټولو ښکېلو خواوو په ګټه وه. سياسي کارپوه او د ولسي جرګې پخوانى غړى ډاكټر عبدالکبير رنجبر وايي، دا ناسته ځکه مهمه وه چې جدي هڅې پکې په پام کې ونيول شوې. د ښاغلي رنجبر په وينا، تر دې وړاندي به خبرې وې، خو پايلې به يې معلومې نه وې، که څه هم چې د دې اقداماتو پايلې هم تر اوسه څرګندې نه دي، خو لږ تر لږه اقدامات په نښه شوي دي. دى وايي، په شپږو مياشتو کې د سولې جوړجاړى کېداى شي، خو که پاکستان رښتينى شي. د ده په باور، لندن د خپلو نژدې اړيکو له امله کولاى شي اسلام اباد د افغانستان په سوله کې همکارۍ ته وهڅوي. ښاغلي رنجبر وويل چې په دې ناسته کې طالبانو ته د قطر دفتر پر سر هوکړه هم د طالبانو او هم د پاکستان په ګټه ده. هغه په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستنې په اړه زياته کړه: ((دا (طالبان) يو نظامي حرکت و او اوس موږ هغه په سياسي حرکت بدلوو او ورته رسميت ورکوو، دا لويه لاسته راوړنه ده، هم د طالبانو لپاره او هم د پاکستان لپاره، د دې لپاره چې دا دواړه نه بېلېدونکي دي.)) سياسي کارپوه احمد سعيدي وايي، په لندن کې د درېيو هيوادونو د مشرانو ناسته په درېيو دليلونو د نورو ناستو په پرتله ډېره ارزښتمنه وه. ښاغلي سعيدي وويل چې له دې غونډې هم افغان دولت، هم پاکستان او هم طالبان لاسته راړونه لري. د ده په خبره، طالبان لېوال دي چې خوځښت يې په رسميت وپېژندل شي او دا چې په ياده سرمشريزه غونډه کې قطر کې طالبانو ته د دفتر له جوړېدو ملاتړ وشو، نو دا کار به طالبانو ته په نړيواله کچه رسميت ورکړي. د ده په خبره، افغان دولت ته ځکه دا ناسته د ارزښت وړ وه، چې درېيو لوريو او په ځانګړې توګه پاکستان تر راتلونکيو شپږو مياشتو په افغانستان کې د سولې د يوه جوړجاري د رامنځ ته کولو د هڅو ډاډ ورکړ. سعيدي وايي، د افغانستان په سوله کې د پاکستان هڅې په دې پوري تړلې دي چې دغه هيواد له افغانستان سره د ستراتيژيکو همکاريو تړون د لاسليک له لارې کولاى شي، د ډيورنډ کرښه په افغانستان په رسميت وپېژني. د ډيورنډ کرښه په ١٨٩٣ کال کې رامنځ ته شوه، چې د افغانستان يوه برخه يې د وخت په برتانوي هند پوري وتړله، خو افغانستان هيڅ کله دغه کرښه په رسميت نه ده پېژندلې. سعيدي وويل چې د افغانستان له خوا ډيورنډ کرښې په رسميت پېژندل د پاکستان پخوانۍ غوښتنه ده، چې اوس به د دواړو هيوادونو د ستراتيژيک تړون په لاسليك کېدو سره پوره شي. د ښاغلي سعيدي په خبره، پاکستان ته د دې ناستې ارزښت په دې کې و چې افغان ولسمشر پکې له پاکستان سره د ستراتيژيکو همکاريو د تړون لاسليک ته چمتووالى ښودلى دى. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم وويل چې افغانستان له پاکستان سره د ستراتيژيکو همکاريو غوښتونکى دى، خو مخکې له دې بايد په ځينو لومړيتوبونو کې د پاکستان په همکارۍ كې پرمختګ وشي. سعيدي وويل چې د بين الدول د حقونو له مخې ستراتيژيک تړون د هغو هيوادونو تر منځ لاسليک کېږي چې يو له بل سره سرحدي ستونزه ونه لري، په داسې حال کې چې افغانستان د ډيورنډ کرښه په رسميت نه ده پېژندلې. د سعيدي په خبره، د بين الدول د حقونو له مخې، ستراتيژيک تړون دې کرښې ته ځکه رسميت ورکوي چې دواړه لوري به په دې ډول تړون کې ژمنه کوي چې يو د بل خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا به په رسميت پېژني. خو د کابل پوهنتون استاد ودير صافى بيا وايي، له ستراتيژيک تړون پرته هم د ډيورنډ د کرښې مسئله د افغانستان او پاکستان تر منځ فيصله شوې خبره ښکاري. دى وايي، افغانستان له پاکستان سره دپلوماتيکې اړيکې لري، سوداګريز او نور تړونونه يې هم ورسره لاسليک کړي دي، چې د افغانستان له خوا يې د پاکستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته پخوا رسميت ورکړى دى. افغان چارواکو تل ويلي چې د ډيورنډ کرښه د افغانستان لپاره يوه تاريخي مسئله ده او په دې اړه حکومتونه نه، بلکې خلک پرېکړه کولاى شي. استاد صافي وويل چې د لندن درې اړخيزې ناستې ته ځينې هيلې شته. ده وويل، د لومړي ځل لپاره د افغانستان او پاکستان ملکي او پوځي چارواکو سره ګډه ناسته وکړه او د دواړو هيوادونو پر موضوعاتو يې خبرې وکړې. په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان او انګستان د مشرانو تر څنګ، د دغو هيوادونو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو او د ملي امنيت شورا چارواکو هم ونډه درلوده. ښاغلى صافى هم وايي چې لندن د خپلو نژدې اړيکو له مخې کولاى شي اسلام اباد د افغانستان سولې ته وهڅوي. امريكا، چې په افغانستان كې پراخ حضور لري او دلته د سولې په راتلو كې لګښتونه او كوښښونه كوي، د دغې ناستې هركلى يې كړى دى. دا هيواد تمه لري چې دا ډول سرمشريزې به د افغانستان كشالې ته سوله ييز حل پيدا كړي. د يادونې وړ ده چې تر اوسه طالبانو په دې اړه خپل غبرګون نه دى ښودلى، خو د كارپوهانو اټكل دا دى چې ښايي هغوى يې هركلى وكړي، دا ځكه چې هغوى د خپلې ډلې له سياسي كېدو سره زياته لېوالتيا لري، خو دا هغه ځانګړنه ده چې دا ډله يې تر اوسه پوري نه لري.

سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- بېرته شاته