(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لنډه کیسه

عیدمحمد لیوال

ما لاس ورکړ او د یخو اوبو له ډنډ څخه مې هغه را پورته کړه،دهغې ګوتې د سړو له امله پیرګه شوی وی او خپل لاس یی په څه تکلیف سره زما تر لاس راورسا وه او را پورته شوه. له خبرو لویدلې وه خدای خبر ما ویل چی روغه پاتې شې او بیا خبرې وکړې،هغې هیڅ د خبرو کولو توان نه درلود او نه یی هم د خپلو ګوتو د تودولو توان درلود سخته یخني هم وه واوره ښه ډیره شوې وه ان زما جامې هم لکه د شیشې غوندې کلکې شوی وې اوشخې ولاړې وې، واوره اوس هم اوریده او ښه درانه درانه څپولي یی زما په شاه بار کړی و، نری نری شمال هم ورسره خپل شڼهار ملګری کړی و. توره تیاره وه او اسمان هم خپل مخ د ورېځو په پلو کی نغښتی و. ما فکر وکړو چې نږدې دلته کومه ابادي هم نشته، له ښاره هم څو میله لیری یو، خو ښه به دا وی چی ژر ژر ځان او هغه د سبا تر نارو ښار ته ورسوم او هلته به بیا دهغې درملنه هم راته اسانه شی. ورو ورو له دغه ځایه وخوځیدو، خو له ماسره هماغه لومړی ددې د ژوندۍ پاتې کیدو سوچونه مله وو او له ځانه سره مې بیا هم په زړه کې تکراروله چې لیرې نه ده چې ته پاتې شې، ما ویل مرګ خو په ټولو پسې ملا راتړلې ده خو ما خو لا تر اوسه د هغې څخه د خپلې دغې پیښې لامل هم ونه پوښت چې څه خبره وه دلته د دې یخو اوبو په ډنډ کی لویدلې یی، خپله او که نه بل چا درسره دغه ظلم او تیری کړی. دا خو والله ډیر یو نا انسانیته او وحشیانه عمل دې که هر چا دا کا ر کړی وی خدای پاک دی یی..... ما سملاسی خپله خوله په ښیراو پرانیسته خو هغې چې همدغه یی ماته لومړی خبره وه او ماته یی په خپله خوله لاس کښود او خپلې نازکی پتري نیولې شونډې یی سر بیرته کړې اوپه داسې حال کی چې په ژړا غونې سلګو یی خپلې خبرې کولې بیا وویل ته ښیراوې مه کوه پلار که ډیر بد سلوک هم له اولاد سره وکړي خو په خپل اولاد ډیر حق لری ، بیا ور پسې خپله خبره غبرګه کړه او ویی ویل: دا هر څه چې له ما سره شوی دا زما د خواږه پلار د لاسه دی هغه اوس ژوندی نه دی ،مړ دې، زما په سر یی په ما شومتوب کی سودا کړې او زه یی ورکړې یم خواوس چې لویه شوم او په ښو بدو وپوهیدم زه یی زما د ژوند قاتل بولم او دا ټول څه چې تاسو په خپلو سترګو وینئ او شا هد یاست دا د هغه ظلم او زیاتی دی، خو زه پلار ته ښیراه نه خوښوم ماته خپل پلار دير ګران و او دا چې کله زه وړه هم وم نو تل به مې پلار جان ته دعا کوله، ته ښیراه مه کوه دعا خو زما هسی هم د وړکتوب عادت دی چی پلار او مور ته به می تل خپل لاسونه په لپه کول او دوی ته به مې همیشه دعاګانې کولې، لا هم په دعا نه ستړې کیږم بیا هم دعا ورته کوم.ما ورته وویل: ښه چې داسی ده نو په څه وجه ستا د ژوند د ښکلا څلی ورانوی او د لور په سترګه درته نه ګوري...؟ هغه په سلګو شوه او تورې د هوسې غوندې غټې سترګې یی له اوښکو ډنډ وې او دسترګو ګاټي یی له ژړا پړسیدلي و ما ته را نژدی شوه زما پر اوږه یی خپل سر راکیښود یوه شیبه یی خبره ونه کړه خو نری نری سلګۍ یی لا هم کولې.زما زړه سخت پرې وخوږید له زړه مې تود احساس را ووت چی که له دغسې دیوې مظلومې پیغلې سره سړی مرسته او کومک نه کوی نو له چا سره به یی کوي؟ ما هم دهغې لاس له خپلې غاړې را ښکته کړو او مخ مې ور واړوه په زړه کې زما هم نور څه دژړا د زغم نه و پاتې، خو بس په دې وتوانیدم چی ووایم: لاسونه دې لږ ګرم کړه

د وریت پښتون د ونۍ غوره لیکنه

- بېرته شاته