(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه ولاړم چې لامبو زده کړم

د قيامت انګازې

ډاکټر لمر

نن په خپرونو کې خپاره شوي دي چې تېره شپه د سايبيريا د اورال په غرونو د آسماني کاڼو (آسترويدونو) باران وو، چې د ښار د کورونو کړکۍ او هندارې يې ماتې کړې دي او خلک يې بېرولي دي. دغه پېښه د روسيې خاورې د چيليابينسک له سيمې ۲۰۰ کيلومتره لرې د اورال په غرنۍ برخه کې پېښه شوې ده. له نېکه مرغه د دغه سيمې د وګړو نفوس کم دی، خو بيا هم يو شمېر خلک په ماتو شويو ښيښو ټپيان شوي دي او دسيمې خلک ډېر بېرېدلي هم دي. د چيليابينسک سيمه اوس د روسيې د ځمکني او هوايي ځواکونو لخوا چاپېر ده او څارل کېږي، چې د پېښې سمه څېړنه وشي.

نن د جمعې شپه زموږ ځمکه له بلې ټکې سره هم مخامخ کېږي. ستورپوهان (آسترونوميستان) يا منجمين وايي، چې يو لوی آسماني کاڼی د ځمکې په خوا راروان دی او د ځمکې يو اړخ ته د ۲۷۰۰۰ کيلومترو په واټن کې ښوی تېرېږي، مګر که ځمکې ته راوښويېدلو، نو د ځمکې مزاج به هم ور خراب کړي او لوی ښارونه به تباه کړي. دغه آسماني کاڼی نن د جمعې په شپه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۲:۳۰ شاوخوا مځکې ته نيژدي کېږي. دغه کاڼي ته عالمانو د ستورپېژندنې له اصولو سره سم د (2012 DA14) شمېره ورکړې او قطر يې ۵۰ متره دی، نو که په ځمکه ولوېدلو بيا نو يا يوڅو نړيوال ښارونه تباه کېږي يا ټيټې خاورې تر اوبو لاندې کېږي او يا هم ځمکه په بل مخ اوړي.

پوهان بيا وايي، چې دځمکې په چاپېر کې تر پنځو لکو ډېر آسماني کاڼي تاوېږي او راتاوېږي، خو کله کله يې يو يا دوه ځمکې ته رنيژدې شي، مګر له دغو پنځو لکو آسماني کاڼيو يوازې يوه سلنه ليدل شوې يا څېړل شوي ده، خو دغه نننی آسماني کاڼی د مصنوعي سپوږمکيو (ستاليتونو) په مسير کې تېرېږي، نوکېدی شي، يو شمېر دغه سپوږمکۍ له کاره وغورځوي او يا يې بېخي له منځه يوسي، نو له سپوږمکيو سره تړلي يو شمېر اُمور کېدی شي د يوې مودې او يا هم د تل لپاره شنډ شي.

له بل پلوه دغه آسماني کاڼی ځمکې ته دومره نيژدې تېرېږي، چې ستورپوهانو ته يو د څېړنيز بهير ډېر ښه چانس دی، چې د دغه آسماني کاڼي په جوړښت پوه شي او همدا  ډول د دغه آسماني کاڼې د دوران موده او د مزل  ليکه يې څرګنده کړي، چې بيا هم ځمکې ته رانيژدې کېږي او که نه! مګر په زړه پورې دا ده، چې د دغه ډول آسماني تيږو په جوړښت کې کله سره زر، سپين زر او کله الماس هم وي، نو امريکايي د (NASA) موسسه به نن بيا خوبونه ويني، چې په څه ډول دغه آسماني ډبره ځمکې ته راکوزه کړي او سر زر، سپين زر او الماس ترې راوباسي، خو د مسلمانانو به بيا د خولې ځګونه ورته ځي، وېښکي به يې سپين وي او وايي به چې بيا ګټه منافقينو، مرتدينو او ملحدينو وکړه او مرشدين په خالي ډاګ پاتې شول او يا په خيالي خوبونو کې لاهو شول. ريښتيا زه هم بايد لاړشم، چې د لامبو وهلو د زده کړې بندوبست وکړم، ځکه يو خو مې لامبو نه ده زده او بل د اوقيانوس اتلس د سيند اوبه راته نيژدې دي، چې پکې ډوب نه شم! نو درنو لوستونکو زه ولاړم چې لامبو زده کړم، ستاسو دې خدای پردې وکړي او الله مو دې د لارې مل شي.

په درنښت

- بېرته شاته