(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دهورک هایمردټولنې انتقادي نظریه

(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لنډولیکنو څخه) د لیکلو نیټه:    فبروری 1995

المانې فیلسوف Max Horkheimer   چې د 1973 عیسوي کال د جولاي د میاشتې په اوومه نیټه په   Nürnberg کې وفات شو،په شلمو او دیرشمو کلونو کې د ټولنې انتقادي نظریه منځ ته راوړه، چې په شپیتمو کلونو کې ئی د لودیځې نړۍ  د پوهیدونکو (محصلینو) په غورځنګ ډیره اغیزه لرله.

په وروستیو کلونو کې د فرانکفورت ښوونځی چې د هورک هایمر په نوښت سره  چې Theodor  W. Adorno, Herbert  Marcuseاو  Erich Fromm   ئي غړي ؤ هم منځ ته راغلی ؤ.  دده دواړه کتابونه چې یو ئی د «څرګندونې ډیالیکټیک» او بل ئي د «وسیلوي پوهې انتقاد» نومیږي او د Adorno  سره ئي په ګډه لیکلي دي ، زمونږ د وخت د ټولنیزو پوهنو د څیړنې تر ټولو غوره کتابونه دي.

د هورک هایمر لپاره په انتقادي نظریه کې دا مهمه وه، چې وسیلوي پوهه ټوله پوهه نه ده. ددې څخه دا مالومیږي چې هغه هدفونه چې د لاس ته راوړو لپاره ئی وسائل تیاریږي ارزیابي کیدلی نه شي، او یا نه ارزیابي کیږي.

دا خبره په پوهنې او تخنیک کې د وسیله وي پوهې په برخه کې برملا کیږي چې د اتوم بم ئي جوړ کړ، بي له دې څخه چې دا پوښتنه وکړي چې ایا دغه وسله مانا لري او ښه ده ، دا خبره د پوهې یوې بلې برخې ته پریښودل شوي وه، چې عملي اخلاقې پوهه ده، چې د فلسفې لړ جوړوي.

کله چې Horkheimer   انتقادي نظریه په شلمو او دیرشمو کلونو کې په المان او امریکا کې مدله له کړه چې په ډیره اندازه د Marx د اغیزې لاندې وه او  لدې کبله ئي خپله ونډه په لودیځ او ختیځ کې د کارګرو د غورځنګ په ملاتړ او غښتلې کولو کې لیدله. اود نوموړي ددې نظرئي ورځنی ارزښت په ډاګه او په تیره بیا چاپیریال ته زیان (تاوان) رسیدل پکې له ورایه ځلیږي.

وروسته ددویېمې نړیوالې جګړې څخه په هورک هایمر کې غټ بدلون راغی نو بیرته المان ته راستون شو او ویویل چې د تاریخ هدف اوختی دی. د انسانانو دردیدنه  تل تر تله (دایمي) ده، او د ټولو انسانانو د ملاتړ سپارښت ئي د دردیدنې او مړه کیدنې له کبله وکړ.

د ژوند په پاې کې ئي یو نا امیده نړۍ لید لرلو. ده په خپلو یاداشتونو کې چې د 1949 عیسوي کال څخه نیولي تر 1969 عیسوي کال پورې ئي لیکلي دي، دا راپه ګوته کړیده ده چې د تخنیکي وسائلو وده د غیر انساني کولو د یوې لړۍ څخه بدرګه ده. پرمختګ او هغه موخه (هدف)  چې عملي کیدل ئي پکار دي او هغه دانسان نظریه ده ، د نشت سره برابروي.

د Horkheimer انتقاد تیز، تحلیلي او په لرې لید ولاړ دی چې یوه پیړۍ وده پکې د سترګو لاندې ساتل شوې ده.

دده دا کتنه چې د یوه تن دخپلواکۍ( ازادۍ)، او د ټولنې سره د ځان د برابرولو د جبر په باره کې ده په اسانۍ سره خپلیدلی شي.

په غټو  تنظیمونوکې لکه ګوندونه، د کارګرو ټولنې او داسې نورو کې یو تن د یوې  کړنې کړۍ ده، د بیلګې (مثال) په توګه لوړ او جګ مقامونه  او کرسئ د پوهې، استعداد اولیاقت په واسطه چې د کومو معنوي نظریو سره تړلي وي نه ورکول کیږي، بلکې یوازې ددې توان یوه پوښتنه ده چې انسانان د اغیزې لاندې راولي.

دلته سوچه اداري او تخنیکي توان د لوړ او جګ مقام د لاس ته راوړلو بنسټ جوړوي ، خو په هر ډول سره Horkheimer دا ګڼڼه هم کوي چې یوه فلسفي بیداري دغه لړۍ په بله خوا هم روانولی شي او د نا امیدۍ سره سره ئي د پوهې د ځواک امید له لاسه نه دی ورکړی. دی وائي : کله چې مونږه د څرګندولو او معنوي ودې د لاندې د غلطو عقیدو څخه لکه دیوان، پیریان د انسانانو خلاصول پوهیږو، نو بیا د هغه څه رسوا کونه چې غلطه او ړنده عقیده ده د پوهې یو غټ چوپړ (خدمت) دی.

- بېرته شاته