(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قناعت کريکه اوکه د...

د قناعت کريکه او که د ذهنيت څړيکه

افغانستان د وروستيو څو لسيزو د ناخوالو په لومه کې نښتی دی، چې په ميليونونو خلک يې قرباني شول، لیا هم د ظلم په مېچن کې اوړه کېږي او په وينو يې د ظلم د انتها ژرندې چلېږي. هر اهل او نا اهل په خپل وار سره د افغان ولس په وينو د خپلو سياسي چړچو، ګوندي سليقو او ديني پړپړو او يا ښه ووايم د خپلې ټلوالې څېرې د بقا لپاره افغان ولس په نښه کړی دی، چې په ډول ډول توګو يې وربړلو، ورټلو او آخر يې ووژلو، خو ليا هم د خونخوار او ظالم د زړه تسکين او د ذهن قناعت يې نه دی حاصل شوی او ليا ورځ تر بلې سياسي رهبر او که د ملي ارزښتونو رهزن نور هم ظالم کېږي او د ظلم په انتها پسې لالهانده دی.

زموږ هېواد له کمونيسته نېولې تر جهاديسته او ننني اوپورچونيسته پورې ټولو د افغان ولس په ذهنيت لوبې وکړې او ليا يې هم په يو او بل نامه غولوي، چې د تباهي کندې ته يې ورټيلوهي. ما وروسته د طالبانو د واکمني له نسکورېدو يوه ليکنه د افغانستان د بيا رغونې په اړه کړې وه، چې په ګڼشمېر خپرونو کې ليا په ۲۰۰۲ ميلادي کال کې خپره شوه او د افغانستان د بيارغاونې په اړه مې په سيمينارونو او کانفرانسونو کې ګډون هم وکړ، خو له بده مرغه له همغه لومړۍ ورځې مې دې ته پام شو، چې دغه د امپرياليستانو وړۍ هم لکه د کمونيستانو غوندې نه شړۍ کېږي، ځکه تر کاسې لاندې نيم کاسه اېښودل شوې ده او د افغانستان د خپلواکي ګواښ پکې نغښتی دی، د هغو پېښو په اړه به بيا بل ځلې ليکنه وکړم، ځکه دا ليکنه مې د يو ډېر ښه ليکوال د ليکنې په اړوند راسر کړې ده، چې پای به يې څه وي، نو زه هم نه پرې پوهېږم.

کله چې د سرې غميزې په تاو کې خلقيان او پرچميان يو او بل ته برګ شول او سره ويې خوړل، نو روسانو هم پر افغانستان بربنډ يرغل وکړ، چې د روسانو د يرغل پايله کې د اندرې ديميترويچ ساخروف له څرګندونو سره سم تر دوه ميليونه افغانان ووژل شول، په ميليونونو مېرمنې مو کونډې شوې، ميندې مو بورې شوې او ملک مو د يتيمانو تر څنګ له معيوبينو او معلولينو ډک شو، ځمکه مو بيا په مينونو وکرل شوه، چې د چا پښه، د بل لاس او د چا يې هم سر يووړل، خو د يو شمېر زړونه ليا هم يخ نه شول.

د افغانستان غميزه هر لس کاله نوی رنګ او نوی بوی اخلي. له ننه څه د پاسه يوه لسيزه مخکې امريکايانو ته د لويو او غټو بمونو د باران سپارښت کېدلو او نن بيا د وردګو او نورو سيمو نه د امريکايي ځواکونو د وتلو د مخنيوې کوکې هلته او دلته يادېږي، چې کله محقق په غورېدا شي، کله هم ضيا جان په ډونګېدا شي يا عبدالله جان په کوړنجېدا شي، خو يو شمېر بيا هسې په غپېدا شي، مګر عطا جان بيا خمتمه په روضه د شاه اوليا خېټه اچولې، د ولسمشري سوچونه وهي او  د زغرو د کونجاړو خوبونه ويني!

نن هم د يو پښتون ملګري فاتحې ته تللی وم او پرون مې د يو تاجک برادر د وراره د اختتاف احوال تر لاسه کړ. يو ته دلته د فاتحې په ټغر د دعا په موخه ناست ول او هلته بيا له موره نيولې تر خور او وروره پورې د وېر په لمڅي يې اوښکې تويولې. په فاتحه کې تر زرو تنو پورې خلک د دعاوو لپې پورته کړې وې، زما پښتانه ملګري ته يې د فردوس جنتونه غوښتل او خپلوانو ته يې د جميل صبر تمه درلودله، خو ها پلو په کابل کې ليا هم د تاجک په کور کې د وېر اوښکې دي، چې سترګې پرې درنې دي او د مات زړه وينې په اوښکو کې نينوي. دلته په ټغر هم سور او هم شين څنګ تر څنګ ناست ول، دعاوې يې کولې، نفلونه يې کول او هلته بيا يو او بل ته د مرګي کنده کني! دلته مې د جومات حکمت وليد، خو هلته ليا هم د ذهنيتونو ټکرونه او د قومونو جنګونه روان دي.

فاتحه خلاصه شوه، خو ګڼشمېر ملګري يا رفيقان او يا د برادرانو سيالان د مازديګر د لمانځه په وخت کې له جوماته پښې سپکې کړې، ځکه جومات تورکي وو او يا دا چې اودسونه پرې درانه ول. د مازديګر لمونځ مو په جمعه وکړ، امام مو ترکی وو، دعاوې مو وکړې. ترکي امام يو څو غونډلې په تورکي وويلې او بيا يې د فاتحې په موخه يو آيت پيل کړ او موږ ي، شمېر ورته  غوږ وو، خو يوه عجيبه بله نندراه پيل شوه.

د آيت په ترڅ کې يو شمېر ملګري، رفيقان او د برادرانو سيالان پورته شول، د فاتحې له جمعې په لرې کېدو شول او د جومت په پای کې يې ګڼه ګوڼه جوړه کړه، چې د ترکي امام سترګې هم په غړېدو شوې، د آيت انګازه په خپېدو شوه، خو امام به سترګې پر افغانانو وغړولې، مګر نه د چا ورته پام وو او نه يې هم خيال، ځکه خپل افغاني رُکن يې لکه چې پر ځای کړی وو، نو د پردي امام فاتحه يې نه خوښوله يا نه منله! بس دغه هم و د افغاني ذهنيت يو بل حکمت، خو دغو زما هېوادوالو د دې سوچ هم نه دی کړی، چې دوی د پردي جومات مېلمانه ول، ځکه وايي، چې پردی کټ تر نيمو شپو وي، خو د افغان ولس به بيا د پردېسي فاتحې وي، مګر د ذهنيتونو چلېنجول د قناعتونو د حاصلولو پايلې هم لري، نو خدای دې پر افغانانو ورحمېږي.

 دغه له قناعته لرې ذهنيت ليا څو لسيزې مخکې زېږېدلی دی. د سرې غميزې سره سم افغانستان وروسته د سرو پوځونو له يرغله،  د شوروي اتحاد په سياست کې نغښتې وو، له جومته ملا وتښتېدلو او له کلي ملک په ځغاسته شو او له پوهنتونه استاد لالهانده شو، خو په ملکي ژوند کې د ګدايي د ذهنيت پېلامې هم پيل شوې، نو سوسياليستي مرستې هم په يوه او يا بله بڼې پيل شوې. چا ته يې غنم او چا ته يې اوړه ورکړل، خو موږ ته يې هم په ښوونځيو کې يو ډول روسي پطلنونه راډالۍ کړل، ځکه يو شمېر افغانان پرمختګ په پطلون او دامنه کې ويني! خو کله چې ما کورته دغه روسي پطلون يووړ، نو پلار مې وروغوښتلم، چې دغه پطلون دې له کومه کړی، نو ما ورته د ښوونځي ټوله کيسه وکړه، چې يو لوی موټر يې د ښوونځي انګړ ته راوست او بيا يې په ټولو يو يو پطلون لکه سوسياليستي سوغات موږ ته ووېشلو!

پلار مې په سوچونو کې ډوب شو او بيا يې راته وويل: زويه تل هڅه وکړه، چې کار وکړې او په خپل همت ډوډۍ وګټې، ځکه خيرات او مفته ډوډۍ خلک ټمبل آموخته کوي! نه پوهېږم ولې، خو زما هم له دغه خيراتي پطلونه کرکه راغله او بيا مې کلي ته يوې بې وزلې کورنۍ ته ورولېږلو، خو د پلار خبره مې په ذهن کې پاتې شوه! د روسانو مرستې کليو ته هم ورسېدلې او بزګران به د مفتو غنمو او اوړو په کتارونو کې درېدلي ول، د هشت سېره کوپونونو لپاره به خلکو د متحلي تذکرې جوړولې، د کابل ولايت مخې ته به د «شاهد های قسم خور» کتار درېدلی وو، چې اوس هم دغه لړۍ روانه ده! نوريښتيا چې نن ورځ زموږ خلک موفت خواره شول او د افغان ولس که ځمکه شاړې شوه، نو ماغزه يې هم منجمد شول.

د انقلاب په سر کې بزګرانو ته د اتم لمبر فرمان پر بنسټ د فيوډالانو ځمکې هم ووېشل شوې، خو د بزګر وسايل نه ول او د فيوډال زور، خو بيا هم د بزګراو فيوډال ناندره رامنځ ته شوه، خو په کت کې ځمکه وچه شوه، شاړه شوه، ځکه د کرلو يې څوک نه وو او که به چا وکرله، نود فيوډال د پلخمان ښکار به شو، نو دغه بدمرغي خلک نور هم دې ته وهڅول، چې د ګدايي لاس هر چا ته اوږد کړي. هغه مهال دروېزه ګر د ګوتو په شمار ول، مګر نن يوازې په کابل کې يې خبره تر دوه نيم لکه رسېدلې ده، نو اوس ګدايي شرم نه دی، مګر يو فن دی او يو شغل دی، چې د ذهنيت ځانګړي مهارت ته اړتيا لري! ځکه د جمعې لمانځه ته ټولې محرمې او نا محرمې چادريوالا او بې ستره ټولې منډې وروهي!

ليا هغه مهال به ځينو مشرانو ويل، چې خلک اوس په موفته ډوډۍ روږدي شول، نو خدای دې د دغه ستر افغان ملت پردې کوي، نو افغان که په څو لسيزو کې وځپل شول، خو د دې تر څنګ يې د مفتخوري ذهنيت هم پياوړی شو، چې نن خيرات، سقات او زکات ته ډېرو سترګې مړې نيولې دي! خو له اسلامه سياست جوړ شو، له ختمه سيالي او له مړيو بيا سياسي ډنډوره جوړه شوه ، مګر له ودنو بيا تربګني رامنځ ته شوه، چې دې ته وايي د ټولنې د ذهنيت تدريجي ځپنه!

که کمونيستانو سوسياليستي انارشي رامنځ ته کړه، نو جهاديانو او طالبانو بيا په ټولنه افغاني اسلامي مېچن وچلوله! افغاني ذهنيت يې مات کړ، خو د پردي قناعت يې حاصل کړ. افغان ولس يې دې ته اړ کړ، چې د لويديزوالو يرغل ته هم لبيک ووايي او په ډول او ډمبک يې هر کلی وکړي، چې عامل يې د ټولنې لوږه، بېکاري او ذهني ځندۍ کول وو، مګر بيا په ټولنه د ډالرو باران شو، چې دا ځل يې امريکايې  مېشتي افغانان او که قاب شويان هم په ډالرو مست کړل او په افغانستان کې هم د ډالرو بازار تود شو، چې اوس د دغه دولت چارواکي هم دي، مګر بيا هم د افغانستان د خپلواکي ټټر وهي، خو ننګه د امريکايي ډيموکراسي کوي اوس نو زه هم نه پوهېږم، چې دا څه ډول روحيات دي او که کوم ډول جنيات دي، چې نه يې سر معلوم دی او نه يې هم بر! چې هم دين غواړي او هم خورما!

له ننه دوه کاله مخکې وروسته له هلمنده، وردګه او کابله مې د افغانستان په شمال سيمو سر شو، چې هلته هم د پلار فاتحه واخلم او يو ختم پسې وکړم. د پلار په جومات او مدرسه کې مې د سيمې خلک راټول شوي ول، خو ډېری يې ازبک او تاجک ول، د مراسمو ټول مسؤليت يې پر غاړه واخيست او د خيرات په ورځ يې زما اوږې راسپکې کړې، خو پښتانه خپلوان مې د ختم په ورځ د سيمو په نورو خلکو بابايي کوله، نو زما يو خپل داسې راته ووېل: « يره ډاکټره د پښتنو نوم دې اوچت کړ، هېچا هم داسې ډوډۍ تر ننه نه وه ورکړې»، ما ورته وکتل او ورته مې وويل، هغه په جنډو پټ خلک وينې راځه چې لږ مرسته ورسره وکړو، نو له دا ډول خبرو تېرېږه، ځکه خيرات خيرات دی، مګر نه د سيالي بنډار!

ډېر بې وزلې خلک کتار درېدلي ول، چې يو شمېر يې وروسته له ډوډۍ هم د يو دوو مشديو تمه درلودله. په خلکو کې مې ورورسته له دريو لسيزو د پلار يو ډېر نيژدې ملګری ولېدلو، چې يوه موده به يې لونګۍ له لوړې شملې سره تړلې وه، خو دا ځلې يې يو لوی ډانګ په لاس وو او يو عادي پټکی يې پر سر وو او د بې وزلو په کت کې درېدلی وو. ما و نه پېژندلو، ځکه دغه مهال دغه افغان له څو اتيو کلونو اوښتی وو، خو بيا يې هم زما نوم واخيست او په شنه خوله راته په خندا شو، خو بيا يې د خپل ژوند د ناخوالو  ډېره ترخه، له اوښکو او وينو ډکه کيسه راته وکړه او د ګڼوګوڼو کور يې نور نه وو، خو د خدای په تمه ژوندی وو، مګر عامل يې بيا هم همدا د قومونو د جنګونو ذهنيت وو، چې د هېچا پرې قناعت نه وو.

پورته د کور په مېلمستون کې د قوم مشران او د ليرې پرتو سيمو مخور ما ته په انتظار ناست ول، چې يو تن له دوستانو راباندې غږ کړ، چې راځه ټول درته منتظر دي، نو زه هم مېلمستون ته ولاړم. د مشرانو خبرې مې واورېدلې، داسې يې راته ښودله، چې د کفارو پر ضد د فتوا خبرې کوي، ځکه يو ملا هم د مجلس په سر کې ناست وو. يو مشر راته وويل، چې پلار دې زموږ د پېښو پرېکړې کولې، زموږ مشر وو، نو اوس موږ تا ته تمه لرو، چې لاره راته وښيي. زه هېښ پاتې شوم، چې زه اوس دغه له تمې او هيلو ډکو زړونو ته څه ووايم.

ليا په خپلو خيالونو کې لاهو وم، چې يو يې وويل: اوس خو دلته ټول خپل يو! پر پښتنو په شمال ولايتونو کې ډېرې بدمرغۍ راغلي دي او اوس هم مصؤن نه يو! نو څه وکړو! ما چې کتل ډېرې خبرې ما ته متوجې وې! نو ما هم په احتياط خبره پيل کړه. درنو مشرانو اوس به تر جنګ دا ښه وي، چې تاسو ټول اتفاق وکړی! په اولادو مو سبق ووايی، ځکه په دغه سيمه کې ستاسو زور بر نه دی او له نورو قومونو سره ځان مه مخامخ کوی، نو ښه لاره دا ده، چې په دغو ستونزمنو حالاتو کې ځان وساتی، حال او اولاد مو وساتی!

د مجلس په سره کې ناست ځوان ملا ما ته نېغ وکتل او بيا يې څو پوښتنې راڅخه وکړې، چې لومړی يې داسې راته وويل! ډاکټر صيب زه خبر يم، چې د اروپا او امريکا خلک خوکان دي! زه يې له خبرو پوه شوم، چې ملا صيب خلک بل شي ته لمسوي، نو ما ورغبرګه کړه: ستاسو موخه که د کفارو څېرې وي، نو هغوی هم موږ ته راورته دي، يعنې نه خوک غوندې نه دي! ملا صيب مې خبرې را پرې کړې، چې نه! د کفارو کارونه د خوکانو دي، ځکه دوی په ښځو غيرت نه کوي او لکه خوکان د يو اوبل په ښځو سپرېږي!

 زه د خبرو په لومه کې نښتی وم او د ذهنيتونو او قناعتونو له ګواښونو سره مخامخ وم، خو ما ملا ته وويل، چې ستاسو موخه دا ده، چې د بدلمني په ترڅ کې يو سور مخی کافر خپله مېرمن وژني او که نه، نو بايد ووايم، چې ځینې يې وژني، ځيني طلاق اخلي، ريښتيا هم دغه موضوعات شته، خو په يو وار له څلورو مېرمنو سره د واده اجازه نه لري، ځکه په قانون کې ورته منع شوي دي، خو د زنا په اړه څه نه شم ویلی، ځکه څوک يې په کوڅو کې نه کوي او له کور او کلي يې زه خبر نه يم! ملا صيب خپل پټکی ها پلو او دې پلو واړولو او بيا يې خپل څادر هم په اوږه راکش کړ!

نه ډاکټره داسې نه ده، موږ پوهېږو، چې کفار غيرت نه لري او بې دينه دي! ما ورغبرګه کړه، چې کفار څوک د عيسی په دين دی او څوک هم د موسی! او په موږ مسلمانانو کې هم ويل کېږي: «اقرار په ژبه او ايمان په زړه»، نو زموږ د کور او کلي څوک څه خبر دی، چې څه پکې تېرېږي! د ملا خبره موږ ايمان لرو، خو هغوی يې نه لري! ما ورته ووېل، چې زموږ ۲۰ ميليونه خلک له لوږې سره لاس او ګرېوان دي، ۷ ميليونه مو مهاجر دي، په صحنو کې مو ښځې نڅېږي او شبنشينيو کې مو د ښځو تر څنګ هلکان هم ګډول کېږي! د ملا صيب زړه راسره په تنګ شو، نو راته يې کړل: موږ ټول بل څه اورېدلي دي او جهاد پر موږ فرض دی.

ما ورته وويل، چې جهاد فرض دی، ځکه زموږ په خاوره تيری شوی، زموږ واک اوس بلواک دی! نو ځکه د خپلواکي مبارزه پر موږ فرض ده، مګر نه د تېر بحث سفسټه! که پرون موږ له روسانو سره جنګېدلو او نن له امريکايانو سره جنګېږو، نو د سبا د عرب او عجم  جګړې ته هم بايد چمتو اوسو، ځکه دغه خاوره د افغان ده او دغه هېواد افغانستان دی! ملا صيب پلمې پيل کړې او له محفله ووت، چې ګواکې چېرته ورته مقتديان منتظر ول، خو د سيمې د مشرانو بنډار ليا روان وو، نو ما دوی ته وويل، چې تاسو پخپله اوس فکر وکړی، چې په کومه ولاړ شی، يوه لاره د منافقت او فساد ده، خو بله د ورورولي او يووالي، نو زما سپارښت تاسو ته دا دی، چې په اولاد مو سبق ووايی، چې جهاد اکبر دی!  د افغانستان د خپلواکي مبارزه اړينه ده، مګر د ښه منسجم سازمان په اډانه کې، چې دا بيا د لوستو افغانانو مسؤليت دی، وسلواال جهاد بيا د سرتېر مجاهدينو کار دی.

په برېښناپاڼو کې هم دا ډول بحثونه ډېر دي. په يوه ليکنه کې په شخص پسې راواخيستل شي او په بله کې بيا په قوم پسې، مګر هېڅوک نه وايي، چې په افغانستان کې يو قوم بل ټبر نه شي محوه کولی، مګر د هېواد ټول قومونه د ملي ارزښتونو يعنې د اسلام مقدس دين، پښتو ملي ژبې او د هېواد ځمکني بشپړتيا، په چاپېر کې کولی شي د يو ملي هدف لپاره ګډ کار وکړي او د څانګپوهنې په رڼا کې د افغانستان د ټولو اداري، امنيتي، اقتصادي، روغتيايي، زراعتي او پوهنيزو سيتمونو په رغونه لاس پورې کړي، نو د يو او بل رټل او يا سپکول د افغانستان د حللاره نه ده او هغه څېرې يا کړۍ چې تاريخ محکومې کړې دي، نو موږ بايد بيا د هغوي په پلونو ګامونه کېنږدو.

په درنښت

- بېرته شاته