(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فرانکفورت کې دکتابونو نړیوال نندارتون

(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لنډولیکنو څخه) د لیکلو نیټه:    اکتوبر 2000

د 2000 م کال د اکتوبر د میاشتې په17 مه نیټه  د المان د فرانکفورت په ښار کې د کتابونو 52 دوه پنځوسم نړیوال نندارتون پرانستل شو چې د اکتوبر په 18مه نیټه تماشاچیان ورتللې شول او  د اکتوبر تر 23 مې نیټې پورې دوام لري.  زه هم دغه نندارتون ته ورغلی وم.

د فرانکفورت د کتابونو په 52  ام نړیوال نندارتون کې د 107 هیوادونو څخه 6887 مطبعو او د کتابونو د هټیو استازو (نماینده ګانو) برخه اخستلې وه، چې څه نا څه دوسوه مربع متر ځایونوکې000 377 (درې لکه اوه اویا زره)کتابونه ایښودل شوي ؤ، چې لدې جملې څخه 91407 ئی نوې چاپ شوي کتابونه ؤ.

د فرانکفورت د کتابونو په نړیوال نندارتون کې هم د نړۍ تخنیکي وده لیدل کیده. تقریباً هر څلورم کتاب پلورونکي الکتروني تولیدات ښودل او د انټرنټInternet  له لارې د کتابونو بازار نوی رنګ پیدا کړي ؤ.

په نندارتون کې د Internet له لارې د کتابونو د اخستلو ښودنه هم کیدله، سړی  کولی شي چې د ان لاین  On Line کتابونو له بازار  څخه  دInternet   له لارې کمپوټر ته د یو خاص پروګرام  د ورکولو او د فورمې د ډکولو له لارې کتاب واخلي او هر کتاب چې ئی پکار وې هغه کتاب د کتاب په بڼه کې راغوښتلی ،په خپل کمپوټر کې ئي ثبت کولی او هم  ئی د څودقیقو  په وخت کې د کتاب په بڼه چاپ کولی شي.

داچې د انټرنټ دا ډول بازار دکتابونو په عنعنوي هټیویو باندې څه اغیزه کړې اویا کولی شي، په دې هکله بیلابیلې نظرئي شته دی. که سړی د المان د کتابونو بازار په نظر کې ونیسي ، نو وبه ویني چې په تیر 1999 ع کال کې د 18 میلیاردو مارکونو په اندازه کتابونه خرڅ شوي دي، په داسې حال کې چې د عنعنوي هټیویو کتابونو بازار په کال کې په سلو کې یو اشاریه پنځه1,5او د انټرنټ د کتابونو بازار بیا په سلو کې 1,75یو اشاریه پنځه اویا ،وده کړي ده، د کتابونو د ټولنې د څرکندونو له مخې په اوسني وخت کې د کتابونو ان لاین بازار  زیاته وده کړي ده،خو سره ددې  د ټول بازار یوه  کوشنۍ (کوچنۍ) برخه جوړوي.

د المان د کتابونو د 6000 هټیو څخه  په سلو کې د15 څخه زیات ئي په انټرنټ کې الکترونیکي څانګې لري اوداسې اټکل کیږي چې په سلو کې 40 کتابونه په عنعنوي هټیواو په سلو کې 60 ئي بیا په ان لاین (انټرنټ) کې خرڅیږي.

- بېرته شاته