(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مشره د خداي په امان

زرملوال صيب ته پيرزونې

فضل عندليب دير پښتونخوا
مشره
ځانله د څو مياشتو نه د فکري ستونزو سره مخ يم او نن سبا په يوازيتوب کې څو غمونه ژاړم-خو خبر شوم چې تاسو رانه هم د خاورو بالښت ته ډډه اوهله-او د پښتنو د وحدت ارماني زړه دې ستړی شو او د تل د پاره دې له ننګه ډکې سترګې پټې کړې-نو زړه رانه د څو ټکو ليکلو غوشتنه وکړه- څنګه به مې هير شي چې ما او تاسو به په فيس بوک کې د نيمې شپې په قامي ستونزو خبرې کولې او بيا مې لتاسې سره د پښتنو په ادبي ديره(وريت پښتون)کې اوږده مرکه وکړه چې په پښتو ويبپاڼو کې هم خپره شوې وه-ددغه مرکې سره راته ستاسو د سوچه افغان فکر پاخه رنګونه نور په ډاګه شول
مشره!
په تاوژنو حالاتو کې ستاسو قامي قلمي مبارزه د راتلونکي پښتون پښت هغه سرمايه ده چې پوهيدونکي يې له ارزښته خبر دي-او پوخ باور مې دے چې تاسو خپل قامي حق ادا کړے دے-
ګرانه مشره!
زما او ستا د قام لکه ستاسو په څير ډير اتلان ارماني له نړۍ تلي دي-
خو مشره!
زما او ستاسو د ارمانونو غوټۍ ګل کيدونکې دي-او پوهان پوهيږي چې د شر قوتونه وروستنۍ ساګانې اخلي-د شرخوښو مټې ستړې او تورې پڅې شويدي-او د قام ځلمو خپل دوستان او دشمنان پيژندلي دي
مشره!
زما او ستا د ټکو نښترې که په مونږ سيورے نه شوې نو زمونږ په راتلونکو نسلونو به ارومرو سيوري وکړي-
مشره ويده شه!
خو باور دې وشه چې د  قامي دړد وريت غږ دې د دير په واورينو دنګو غرونو او د سوات د سيند په تاريخي څپو کې انګازې کوي-او په غرسني يار دې د راتلونکي اولسي پښتون انقلاب زيري کوي

- بېرته شاته