(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سړي چرته دي

”هسې دعوې د سړي توب کوي سړي چرته دي“

د ښځو په نړی واله ورځ باندی په پیښور کې د کورني او ټولنیز زورزیاتي ښکار ښځو یوه پناه ځایې کې غونډو شوو زنانو دغه ورځ د یو بل سره د ژوند په قیصو کولو، ژړا فریاد اوریدلو او په شعرونو ویلو تیره کړه. یوی 18کلنې جینۍ ډیوه ټي وي او ریډیو ته ویلي د 12 کالو په عمر کې یې واده اوشو، واېي: ”خاوند راباندې غټ وو کال پس مې بچی اوشو، نور می زغملې نه شو نو د کوره اوتښتیدم
دغه میرمن بیا د کابل نه پیښور ته اورسیده او وس د ډیری مودی راهسې په پناه ځایي کې ژوند تیروي. هغه وایي سړي دی ښځو ته آزار نه رسوي، زیاتوي ښځې ډیری معصومه وي. 18 کلنه او د یو آېل مور واېي کورنۍ ېي ډیر کوشش کوي چې بیرته یي کور ته بوځي خو د یری د لاسه د پناه ځایې نه نه ووځي.
هم د پیښور په دغه پناه ځایې کې یو بلی میرمن خپله ژړا او فریاد وايس آف امریکه ډیوه ټي وي او ریډیو ته په شعرونو کې بیان کړی. هغه واېي:
زړه مي دا غواړي چې ړانده سماج ته لار اوښه یم
د رواجي پردې نقصونه تار په تار اوښه یم
کور کې د خپلې ښځې حال د یوې ګهړې اوګوره
تنګ نغرې، شکیدلې کټ، ماتې پیړې اوګوره
ستا په عمل کې روایت له  تجاوز ولې دی
د خداې رسول په ځاې دا ستا حکم نافذ ولې دی
دا بې ګناه مرغۍ دې بندې کړی پنجره کې ولې
وایه کړې ښخې دې ژوندې په ادیره کې ولې
یو دی تعلیم نه کړې محرومه د ړندو په مثال
بل دی کړې بندی په کورونو کې د غلو په مثال
په نه خبره ېي وهې د پردو خرو په مثال
دا کوم انصاف دی که زړه کیږي ورته خیال ېي اوکړې
ځان له جنت خالي کوي حورې غلمان غواړي
طمعه می نه شته چې دا خیر د مسلمان غواړي
ځان له حق غواړي چې د بل حق ورکوي چرته دي
هسې دعوې د سړي توب کوي سړي چرته دي
دپاکستان وزیراعظم راجه پرویز اشرف صلاح کاره  بیګم شهناز وزیرعلي ډیوه ریډیو ته واېي موجوده پارلیمان په خپله موده کې اووه مهم قانونه منظور کړي دي. د کورني تشدد یا ډومسیټک وايلنس قانون پارلیمان منظور کړی او اوس سینټ کې ېی منظوري پاتې ده. د کار په ځایونو کې د زنانو تنګول یو جرم ګرځیدلې دی. ښځو له په وراثت کې حق نه ورکول اوس جرم ګرځیدلې. جینۍ په زور او په کم عمرۍ کې ودول هم اوس جرمونه ګرځول شوي دي.
د خیبر پښتونخوا نه د سینټ غړی روبینه خالد واېي خیبر پښتونخوا جنګ ځپلې صوبه ده او د قبایلي سیمو په شمول په دغه صوبه کې د ښځو لپاره کار کول ډیر ګران وو. خو موجوده حکومت بیا هم خپل کوشش کړی دی. په قبایلی سیمو کې د ویمن ریفارمز یا قانوني اصلاحاتو باندې کار روان دی اوپه صوبه کې کار شوې دی خو د نورو صوبو په شان دلته د زنانو په معاملو کې بدلون راوستل خنډان لري. خو مونږ به په ورو ورو دا هر څه کوو.
په اتم مارچ د پاکستان پارلیمان په یو شمیر ډګرونو کې د ښځو کامیابیو ته د ستاېنی په طور په یوغږ یو قرارداد هم منظور کړی دی.اخواپه ګاونډي هیواد افغانستان کې یو شمیر ښځو ، د ښځو د حقونو خوندي کولو او د ښځو لپاره د حکومت لخوا د لږ څه کولو پرضد په پایه تخت کابل کې مظاهری هم کړي دي.

Source:Deewa

- بېرته شاته