(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اوسنې كړكيچن حالات او ...

اوسنې كړكيچن حالات او دليكوالو او رڼ اندو مسؤليت

دامنو چي پښتو افغانانو په خپلو وينو او سرشنونو دخپل ټاټولى ځعورنه كړي ده او هر وخت يې دباندنيو او كورنيو دښمنانو ته غاښ ماتيدونكى جوابونه  وركړي  دي چي تاريخ ددي شايد دي او يو لرغوني تاريخ يې و ځان ته را وړي دي چي نړۍ وال هم د پښتو افغانانو د خپل هيواد ته د سرشندني مبارزه منې په دي دريو لسيځو كښې يو وار بيا دوي نړۍ والو ته داور ښووله خو ددي څخه څوك ډه ډه هم نه شې كولي چي شرشندنه خو پښتنو افغانانو كړي وي خو ددي ګټې هميش نورو خوړلى ده نه يواځي د دوي ګټه يې خوړله ده بلكي دپښتانه افغان برخه يې هم نوش جان كړي ده دايو تاريخى حقيقت او  رښتياده خو دبده مرغه د دومره سرشندونوسره سره دوي نه يواځي بى برخي شوي دي  بلكې دغوائي د دباندي غاښ ګڼل شوي دي په دي كښې دپښتنو افغانانو ليكوالان رڼ انده هم مسؤل دي چي دوي په دهغه تاريخي حقيقتو باندي څه نه دي ليكلي او هغه چاته هينداره نه دښكاره كړي چي دوي په چل ول باندي هر څه و ځان ته وړي دي او ځان يې تر ټولو لوئي و طنپال ګڼلي دي ا هر وخت چي باندني يرغلګر راغلي دي په ځائي ددي چي ديرغلګر سره ټټرو وهې دهغه  ملګري شوي دي او خپل  ورور يې ځپلي دي چي اوس ځموږ  په دابشپړه خاوره  باندي  ليدل كيږي او داسي  چا د دا هر  څه كولو سره سره بيا هم  ځان سپين ښوولي دي او په دي كښې دوي  بريالي  شوي  دي  دايو اوږ د بحث  دي  چي  په  دي  اړه ډېر څه ليكولو ته اړتياده چي دا دليكوالانو او رڼ اندو كار دي كه يو ليكوال په رښتيا هم  رښتنى  واقعات  او  پيښى دكاغذ په ومخ راوړي او دمصلحت  څخه كارو انخلي نو  به  نه يواځي يو بل لرغوني تاريخ  جوړ شي بلكي وهغه چاته به د دوي دعمل هينداره ورښكاره كړي  چي  نن  يا  خو  پخپل  چل  ول  يا  دنور په ملاتړ  يې هر څه تر خپله  خيټي  لاندي كړي دي زما اشاره ويوي خانګړي  ډلي قام  او  سيمه ته  نه  ده بلكي  وهغه  چاته هم ده چي  دنورو  په لمسون دوي خپل  هر  څه  ورانوي  او  د نورو په لومه كښې داسي راګير شوي دي چي هغه  وغواړي دوي  په  هغه  خوا  ور پوري  وهي  خو  ديوه   ليكوال  او  رڼ انده دا كار وي  چي دوي  رښتني  حالات  ديوه  نابيله  ليكوال په حيث وخپل ولس ته وړاندي كړي او هر چاچي هر څه كړي دي هغه دهغه مخ ته وړاندي كړي  او  بيا  يې دولس و پريكړي ته پريږدي مصلحت د رواغ او ځان تيرول و شاته ډېري بدي پايلي لري يواځي او يواځي رښتيا دي چي خپله لاره جوړه وي.

               اوس خپلي خبري ته  را ځو  چي  بشپړه  پښتانه  افغانان نن  ولي  د دومره شخړو  سره  مخامخ  دي چي نه يواځي په لساؤ لساؤ هره ورځ وژل كيږي بلكي ټاټوبى يې هم دتيرو پنځه ديش كلو څخه ورايږي  بلكي د كركي  په  سترګه  ورته كتل كيږي  او  داچي  پياوړي  ژبي  دود او كلتور ته يې داسي ضر به  وركول كيږي آيا د يوه نړۍ  واله  طوطيه  ده؟  آيا دا دګاونډ يانو سازش دي؟  يا  موږ  خپل  د خپل  ځان دښمنان يو يا د عقل  څخه  بى  برخي  يو؟  د ا  او  داسي  نوري  ډېرې  نوري  ډېر  پوښتني  دي  چي  نن  يې  بايد هر وګړي د ځان څخه  وكړي په زياته   بيا  دليكوالانو او  رڼ  اندو دا ډنډه او مسؤليت جوړيږي چي  دد هغه  پښتنو او و افغانو څخه پرده پورته كړي كنې دوي  به  دخپل  ولس  سره  دغا كوي خو تركومه چي دسياسي مشرانو خبره  ده  دوي كله  هم وخپل  ولس ته رښتيا نه دي ويلى؟ نه يې دي  پياوړي  ولس ته  دهغه  وخته  څخه  داسي  موخه  او هدف   ورښو ولي  دي  چي  دوي  ويوي ځانګړي  مزل و هغه  ته  درسيدو هڅي  وكړي بلكې  دوي همش  بشپړه  ولس  په  توره  تېاره كښي  پخوا  هم ساتلي وو  او  اوس  يې  هم ساتي اوس  چي او به  ترسره رسيدلي  دي  او  هره  ورځ  ولس  د  خواښنې خبري اوري خو دوي پټه خوله ناست دي او د ځائي او ډله  ايزه ګټي دپاره كه ۱۸۰ ازاو يې ته ولاړو هم په دوي يې توپير نه شته نه ولس اوس د دوي څخه دومره ګيله كوي.

        يوه  بله  ډله داسي هم شته چي هغه داسلام په سپيڅلي نامه باندي ولس په مخه كوي كله دجهاد يه نامه ياپه بل اسلامي نامه ځموږ ساداره ولس ته دكلو كلو څخه زيري او دوي خو د دوي څخه څوك پوښتنه څوك نه شې كوي چي اسلام كله و چاته دالارښود نه كوي چي ستاخپل  ورور  دي ستا په  حق  او  برخه  خيټه  واچوي  او  ته  پټه  خوله  ورته  ګوره  په  د هغه  زياتوب  ږغ  مه  پورته كوه  او  د ا د خپل ځائي اسلام ټهيكيداران په خپلو سترګو ويني خو دوي د ځائي ګټو او ويوي څوكي ته  درسيدو دپاره دامصلحت كوي نه  دوي  په دي  خبر دي چي د ژبى  سره  څه  كيږي  د دود او كلتور سره څه كيږي د سوچه  رښتني  اسلام  سره  يې  څه كيږي  د خوار  ولس  سره  څه كيږي  وغيره  وغيره  ديو ولس كلو څخه ټول ټاټوبي د جګړو په لمبو كښى  سوځل كيږي  خو د يو  هم  د هغه  لاره  خپله  كړي  ده  خو  دوي  هم  د هغه  هر څه ته د دوام وركولو په نيت كښې دي په دي يو ولس كلو كښې ترپلو  څومره  او  به  بهيدلي  دي  د  دوي  يې  په   څه ؟ ولي  چي  د داسي چا سوچ  هم  دومره  دي  څوك  چي  د بل  په بيهساكيو ولاړ  وي دهغو سره هم داسي كيږي لكه دافغانستان  د سياسي  ډلو  د مشرانو سره  چي  په  د هغه  څو كلو  څخه  چي  ورسره وشو.

                      يوه بله ډېر ورانيوكي ډله چي هميش يې پښتانه افغانان دنورو تر واك او غلامي لاندي راوسني دي هغه دنورو لاس پوڅي دي چي هم د دوي په جامو كښې دنورو باندنيانو د ګټو دپاره كار كړي او خپل  ورور يې  هميش ځپلي  دي  او د هغه  فصل  دومره  آباد  شوي  دي  چي  په  بل هيواد كښى ساري نه شې ليدل كيدي بچه سكاؤ  څوك  وو څنګه  يې  دنورو  باندنيانو  په  مرسته  څنګه  امان الله خان ودي  ته  اړكړل  شو  چي دي ځان جلا وطنه كړي يوه  خواته دوخت  ولسمشر حفيط الله امين دشورويانو لخوا په تاج بيګ ماڼي كښې تر بريد لاندي  وو  او دا  هم  نه  ورته  څرګنده  چي  په  ده  او  دده  په  كورني د هغه  لوئي  چياؤ  او بريد كړي دي  بلي  خواته  يو بلى  افغان دشورويانو په ټانك سپورو كابل  ته  دولسمشر په  حيث  درارسيدو  تياري كيږي يو څوك چي دافغانستان څخه دشور وي ځواكونه دجينواد لو زنامي  لاندي  باسي هغه  شهيدكيږي خو نور د جينوالو زنامي دمنځ څخه دوړلو هڅي كوي  او د خپل ګوند ومخ ته چي حكومت يې دي دهغه په مقابل كښې بل حكومت جوړ وي يو بل  د اسلامي ګوند مشر دخپل هيواد رازونه وګاونډ ملك ته د كتاب وارو ومخ ته ايز دي دافغانستان پوځي وسلي الوتكي او نور شيان چيري پلورل كيږي؟ داسي او داسي نور كارونه  چي  د مشرانو لخوا دنورو دپاره كيږي  د عام  ولس يې څه حال دي چي هر سړي يې دنورو  دپاره  څه  كوي  دا  وهر  چاته  څرګنده  ده  ځموږ  مذهبي او سياسي مشران كه دمخه تير شوي دي يا اوسني دي هغه نه شې كولي چي دهغه رازونه ښكاره او افشان كړي ولي چي دوي په داسي ځنجرونو كښي راګير دي كه دوي وغواړي هم داكار نه شې كولي ځكه چي و دوي ته خپل ارزښت څرګند دي او دوي د خپل ځان د خوندي كولو دپاره هر څه كولي شې او دهغه مشران ددي دپاره هغه څه كولي شې چي د خپل ټاټولي ترسره هم تيريدي شې.

          په داسي حالاتو كښې  چي  ټوله  په  داؤ  باندي  د هغه لاس پوڅو لګولي  دي يواځي او يواځي دليكوالانو او درڼ اندو ډنډه  جوړيږي  چي  دوي  دد هغه  چا د مخ  څخه  پرده پورته  كړي  او  دوي  وولس  ته  ورو پيژني او  هر  يوه  مخ  په هينداره او آئينه كښي ورښكاره كړي چي هر يوه ته  د هغه خپل مخ  ورښكاره  شونو  به  دوي  په  مځكه  كرار كښينې او ولس به د دوي څخه بيل شې په دهغه نز دي پنځه ديش كاله كښې په افغانستان كښي څه شوي دي او دكرښي ودي خواته څه شوي دي په كار دي چي ولس په دي خبر شې او د اوسنې ناورين يواځني لاره هم د هغه  ده  نن  خو  هر  يوه  د ځان څخه باتور او هيرو جوړكړي دي او په بيلو بيلو نومو يې خلګه په ځان راټول كړي دي خبره دلته يو اځي دخوار ولس دښيګڼي ده وهر وګړي وهر  قام  او  هري  ژبي  او  وهري سيمي ته د هغه  خپله  برخه او حق  وراخستل  دي  چي تر هغه  وخته دهغه كار نه  وي شوي  د مصلحت يا د فشار او بيلنګ څخه نه د ملكو لانجى اواريدي شي نه ولس ته د دوي  حق  ورسيدلي شې تر هغه وخته چي دهر يوه څهره وولس ته نه وي ورښكاره شوي داټول به په خپل خپل ځائي دولس په سترګو كښې خاوري ورد وړوي خلګه به په يوه او بل نامه باندي په غاړه كښې سراچوي آن داچي دهيواد په پلور لوبه هم سر په نه كوي په كار دي چي اوس ولس په حقيقتو خبر شي بيا به ولس خپله پريكړه كوي چي څه وكړه دا هر څه دليكوالانو او رڼ اندو مسؤليت دي او بس؟ محمد نعيم كاكړ

- بېرته شاته