(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتولرغوني اوپخوانى ژبه

ليكونكى : عبدالجباركاكړ

كله چي موږ د خپل ټاټوبى تاريخ لولونو داخوراته څرګنديږي چي پښتو او پښتون د څو زرو كلو څخه په دي خپل ټاټوبى باندى ژوند كوي او خپله پښتو يې هر څه دي د هر څه څخه مطلب دادي چي د دوي هر څه په پښتو راګرځي چي هم يې پټ دي هم يې ايمان دي او هم دوددي هم يې لوزدي هم يې د ژوند تګ لاره ده خو ددي هر څه سره سره د پښتون افغان تاريخ او د ژبى ډېر پخوانى كړي يې اوس هم وركي او بې دركه دي داسې نه چي افغان كهول دومره پخوانى نه دي لكه موږ چي اټكل كوو يايې ژبه دومره پخوانى نه د لكه موږ چي ګڼو بلكې موږ دا وايو او ويل شو چي پښتو او ځيني نوري ژبى دومره پخوانى ژبى دي چي داشارو ورسته چي وشيانو ته نومونه وركول شول او د يوه او بل د پوهني دپاره د غوښو ژبى خپل استعمال او كاريدل پيل كړي د دهغه ژبو مور هم خپل ځان ورسره جوړول پيل كړو چي ورو ورو يوې بشپړه ژبى يوه ځانګړي بڼه خپله كړه دهغه يواځني ژبه كومه يوه كيدي شې په دي اړه څه نخښي نشاني موږ په لاس كښې نه لرو خو ځيني پوهان داوائي چي پښتو د ډېرو ژبو مور ده خو بل څوك كله ودي ته غاړه ايږدي هر يو د بلې ژبى سړى به وائي كه داسي ده نو د خو ځما ژبه كيدي شي ولي چي ځما ژبه دا وخت ډېره پرمخ تللې ژبه ده خو هيڅوك يا د هيچا څخه داسې نخښه او سندنه شته په ګډون د پښتو چى هغه دا داوه وكړي چي ژبه يې د نورو ډېرو ژبو مور ده يا وه ځكه چي د هغه ژبى ډېره اوږده موده وروسته د لومړى زده كړو او ليك خاوندانى شوي او بيا ودي ته هم كتل اړين دي چي په كاغذ پوست او ډېره ليك خو ډېره وروسته راوتلي او ايجاد شوي دي نو څنګه به څوك د زراو كلو د مخه تاريخى پيښو او د ژبو په اړه ثبوت وړاندي كوي ځموږ دهغه پخواني ژبى داسې نه چي د پاچاهانو د هر ځائى د لښكرو يو د بل د پوهى دپاره څو توري د يوې ژبى څو د بلې ژبى او څو د نورو ژبو د سره ګډ كړي او يوه لښكري ژبه ځينى جوړه كړي لكه اردو چې پخپله داښائى چي دا د لښكرو ژبه ده او په ډېر لږ وخت كښې جوړه شوي چي د يوې ارتقاء څخه نه د تېره شوي بلكې پخوانيو ژبو خو بشپړه تاريخ ليدلي او په زراو زراو كلونه دارتقاء تر عمل وتلي دي او د دوي هر توري او ټكي وشاته ډېر تاريخي ارزښتونه لري خو ودي ته د پلټني (RESEARCH) اړتيا شته او اړتيا به ورته وى.

     پښتو چي ځان ته يوه بشپړه ژبه ده په يوه ځانګړى سيمه كښې دا ژبه ويل كيږى او د يوه بشپړه قام او ملت ژبه ده ډېري سړى او تودي يې ليدلي دي خو بيرته هم هڅكه غاړه د نړۍ د نورو ژبو سره سيالى كوي او ددي ژبى ويونكى پښتانه او افغانان بلل كيږي د هغه پښتنو او افغانانو څو څو مذهبونه خپل كړي دي كله زرتشت پاته شوي دي كله د بدهمت او هندومت پيروكاران شوي دي او ددي د مخه به هم ډېر مذهبو نه خپل كړي وي خو اوس په حيث د يوه بشپړه ملت او قام مسلمانان دي خو د دوي پښتو اوس هم پښتو ده مذهبونه خو ي بدل كړي رابدل كړي دي خو پښتو يې نه د بدله كړي چي ددي څخه دا څرګنديږي چي دوي ته پښتو څومره ارزښت لري كه وړاندي چي وويل شول خو د مذهبو په بدلولو كښې دوي ډېر څه دلاسه وركړي دي ځكه چي نن موږ دا داوه نه شو كولي چي هو ځموږ پښتو دومره پخوانى ده ددي ثبوت دهغه ادب شاعري تاريخ او د هغه ليكلي سندونه دي چي كله هم پښتنو  افغانانو د يوه مذهب څخه بل مذهب ته ځان اړولي وو، دوي خپل هغه ټوله ادبى او فرهنګى شتمني يا خو په اوبو كښې لاهوكړي يا يې داور لمبى كوله مطلب دا چي دوي د يوه مذهب څخه بل مذهب ته اوښتل نو د پخوانى مذهب چي كومه شتمنى وه هغه به د منځ څخه وړله او د نوي سره به هر څه د نوي مذهب په رڼا كښې سره نښلول او بيا به يوه شتمنى زيرمه كوله داسي هم كه وكتل شي بشر د لومړى ورځى څخه بيل بيل مذهبونه او خدايانو عبادت او پرستش كړي دي كله د لمر كله د سپوږمي كله داور كله د باران كله د ډبرى لنډه ده چي نه شو ويلي چي څومره لويو او وړو خدايانو ته به سجده كړي وي خو ددي د نورو علتولونو د څنګه دوه علتونه چي څرګنددي هغه يوه ويره او بله و رښتيا او حقيقت ته ځان رسول خو په دي بحث كښې ځان نه اچوو يواځي دومره خبره ده چي پښتانه خپله پخوانى شتمنى پخپله د منځ څخه وړي ده ليري به نه ځو كله چي د وخت غازيانو وشوروي ته ماته وركړه او بيا د ډاكټر نجيب الله حكومت نسكور شو او دوي د نورو په وږو كابل ته ننوتلو د كابل تاريخى د آثار قديمه (عجائب ګهر) يې په كوم مخ واړوي او هغه تاريخى شتمنى چا يووړه...؟ او بيا چي طالبان د افغانستان فاتح شول دوي د بدها د مجسمو سره څه وكړو ددي سره سره چي د بدها د هغه دوى لوئى مجسمى چي د زراو كلو څخه په غره كښې جوړي شوي وي او ډېره لويه تاريخى ارزښت يې لرلي په دي يوه وشمي پيړى كښې د مذهب په نامه او د نورو په لمسون څه ورسره وشو د بدها د هغه مجسمي خو د سپيڅلى دين اسلام د مخه هم ولاړي وي او كله چي اسلام دهغه ټوله سيمه رڼا او منوره كړه او د اسلام رښتني حكمرانانو هم دهغه مجسمى ليدلي وي هم په خبر وو خو هيچا ودي ته د كركي په نظرونه كتل او دامجسمي په خپل ځائى نښتې وي اسلامى حكمرانان چي عربيان وو پخپله پښتانه افغان وو يا نور دوي و دهغه مجسمو ته تاريخى ارزښت وركاوي نو ځكه چي نه د عرب څخه او نه د خپله افغانانو لخوا په دهغه پنځلس سوله كاله كښې چاپه دي فتوا وركړه چي دا و اسلام ته خطر دي نو دي دهغه مجسمي دي ړنګي شې طالبانو ته چا دافتوه وركړه ددي پوښتنه به تاريخ د دوى څخه كوى.

     پښتو يوه لرغونى ژبه ده چي د زراو كلو په اوږدو كښې ودي ځائى ته را رسيدلي دي كه پښتانه افغان ډبر او د دوي ژب پوهان او لرغونى پوهان په ځير سره پلټنه (RESEARCH) وكړي نو دوي تر ډېره و رښتيا او حقيقت ته رسيدلي شې خو د بده مرغه يو خو چي څوك داسې كار كول غواړي هغه ډېر بې وسه دي بل دا چې د پښتنو رڼ اندو او پوهانو ودي خواته د سره څخه پاملرنه نه د كړي او بل دا چي نورو هم د پښتو و مخ ته دهغه وخته څخه ځنډونه اچولي دي خو تاريخ پوهان داخبره په جرآت سره كوي چي پښتو ژبه د سنسكرت او اويستا ژبو خورده چي په غږو جوړښت او نورو كښې له دواړو ژبو سره ګډه ده خو لرغوني درې ژبه ښائي چي پخپله د افغانستان په خاوره كښې داويستا څخه را پيدا شوي وي لوئى علامه خدائى بخښلى عبدالځي حبيبي ليكلى دي چي د پښتو ډېري توري د سنسكرت او اويستا سره ورته دي دوي ليكي چي ويدي سرودونو كښې چې دهغه پيريوازينى لرغونى ادبى اثردي دهغه پير د پوهو ريشانو او ژبو رو خبرى او سرودونه رانقل شوي چي په هغو كښې يوه ډله آريائى ژبوري شاعرانې ښځې هم شته د بيلګى په ډول دريكويدا د لومړى كتاب په ۱۱۷ سرو د او د شپږم كتاب ۳۹ او ۴۰ سرود كښې شهزادګى ګهوچه(GHOCHA) سرودونه رانقل شوي دي او هم د لويا مودره (LOPAMUDRA) ماما نه (MAMATA) اپاله انداني ساسي او ويشووره سرودونه په ريګويډا كښې ليدل كيږي چي د هغه وخت شاعراني وي او موږ دلته دهغه وخت تخيل بيان خبرو د طرز د څرګندولو له پاره ديكويډ د لومړي كتاب ۱۱۷ سرو دګريفت ژباړه راوړو چي شهزادګي ګهوچي ويلى ده.

     يې د سهارستورو ستاسي بګى چي تر خيال ګرنډى ده زړو نيز آسان يې كشوي د خلګو لورته رازغلى چي دپاكانو ټاټوبى لټوي چي دا يو څو ليكى د حبيبى صاحب د پورته وړاندى شوي چي دوي داويستا څوسرو چي د زرتشت د خبرو څخه دي وړاندي كړي دي خو هغه ډېر ځائى غواړى نو ځكه چې دلته نه شورا وړلى.

     لنډه دا چي پښتو يوه پخوانى او لرغوني ژبه ده چي د چا په هڅو  او دښمني دهغه لرغوني ژبه د منځ څخه نه شې وتلي خو خاوندان غواړي چي په دي باندي ريسرچ وكړي چي تراوسه چا دومره كار نه دي ور باندي كړي بلكې داسي سوچ هم په موږ كښې نه دي راغلي په كاردي چي ځموږ رڼ انده او پوهان ودي خواته پام واړوي تراوسه چي ځموږ لوستلو خپله ټوله پاملرنه و شعر او شاعري ته كړي ده كه ودي خواته پام واړوي نو ډېر څه باندي ليكلى شې چي و ژبى ته به هم ډېر ارزښت ولري داسې هم په پښتو كښې شاعران تر حد زيات دي نو لكه چي ويل كيږي چي هر شې ډير شې هغه خپل ارزښت دلاسه وركوي داسې نه چي ځموږ پوهان او رڼ انده دي شاعري نه كوي خو په كاردي چي دوي د پښتو دشنني او (RESEARCH) خواته خپله ټوله پاملرنه واړوي چي څرګنده خبره ده چي دا كار يواځى هغه څوك كولي شې چې ډېر څه يې ويلي او لويه مطالعه لري او په پښتو كښې د داسې چا كمې نه شته خو يواځي ملاورته تړل غواړي چي او لوستونكې هم داسې كتابونه خوښووي په زياته بيا هغه پښتانه افغانان چي د دوى لاس د نورو ملكو كتابتونونو ته ورسيږى.

- بېرته شاته