(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غني خان دجنون اوجانان شاعر

زه شاعر یا لیکوال نه یم چې د غني خان د فکر او فن په اړه د نړۍ د سترو پوهانو حوالې ولیکم او په تاسو د هغه د فني عظمت او شخصیت د ښکلاګانو ننداره وکړم. دا نه زما کار دی او نه زما د وس خبره ده. زه د غني خان میئن یم او د یو میئن په حیث د هغه سره د خپلې مینې د څرګندونې جراءت کول غواړم.
د غني خان سره لیدل او د هغه خبرې اوریدل زما خوب وو. هغه ما په ټي وي لیدلی وو، او هغه ما د هغه دور د انقلابي ځوانانو په سندرو کې محسوس کړی وو، زما کاکا جي فضل غني غني د فلسفي غني خان معتقد او نیزدې دوست وو او چې کله به هم له ملګرو سره ناست وو ، د غني خان د ژوند خوندورې کیسې به یې کولې چې ټولو به ترې ډیر خوند اخیسته. کاکا جي به د غني خان د ذهانت او خپلې خاورې سره د مینې کیسې کولې او ویل به یې غني خان د پښتو ادب د شلمۍ پیړۍ شخصیت دی ، ځکه چې غني خان په وړومبي ځل د پښتنو په ټولنیز ژوند د وهمونو د راخور څادر د شلولو هڅه کړې او پښتنو ته یې د ژوند د بیلابیلو رنګونو د ښودلو سره سره هغوی ته د مهذبې نړۍ سره د تګ چل هم ښودلی دی.  هم په دغه نوم په غني خان د کاکا جي مقاله وروستو خپره شوه او د غني خان مینه والو خوښه کړه.

غني خان د لیکوال فضل غني د مور پر مړینې فاتحه ته ورروان دی. ۱۹۹۰م کال

​​دا د ۱۹۹۰ م کال کیسه ده، زه د اووم یا اتم جماعت طالب علم وم. د خپلې مور سره هشنغر ته د ماماګانو کور ته تللی وم، زما د نیکه مور په حق رسیدلې وه او د غمرازۍ لپاره ډیر خلک راغلي ول، د تنګي د نصرت زو په بازار کې له نورو هلکانو سره ولاړ وم، چې په دې کې یو موټر راغلی ، ډرائیور ترې راکوز شو، د وروستي سیټ دروازه یې خلاصه کړه او د یو ډیر ښایسته او خنده رویه مشر په راکوزیدو کې د هغه سره مرسته کوله . دا غني خان وو، د خلکو او ولس غني خان ....

ډرائیور ورته همسا سمه کړه، د خواؤ شا دکانونو کې ناست خلکو د ډیرې خوشحالۍ نه رامنډې کړې ، غني خان یې د دواړو لاسونو نه ونیولو، او د غمرازۍ د ځایې پر لور په مزه مزه روان شو. کاکا جي  هم ورته راورسید، ما اوریده چې ورته یې ویل ــــ ؛ بابا زه ستاسو په راتلو ډیر خوشاله یم خو ولي خان هم راغلی وو، تاسو ناجوړه هم یې ولې مو تکلیف کولو ؛، غني خان ورته موسکی شو او ورته یې وویل ــــ کمعقله ولي خان به پخپل ځای راغلی وو او زه پخپل ځای راغلی یم . په هغه ورځ ما غني خان په وړومبي ځل ولید، او اوس مې هم د هغه له معنا او بې نیازۍ ډکه مسکا د زړه او ذهن په دنیا کې لکه د سپرلي د باد خوره ده

د نورو زلمو په شان زه هم  د غني خان د فکر او تخیل د رنګونو نه په وړومبي ځل د سردار علي ټکر او ګلزارعالم د سندرو او غزلو له لارې خبر شوی وم. وروستو ما غني خان ولوست  او د هغه په طنز و مزاح او ټوکو ټکالو کې مې د لیوني فلسفي له خپلې خاورې او خلکو سره د مینې او د بدلون د یو داسې خواهش څړیکې محسوسه کړې چې د مزاحمت ټول دیوالونه یې په شا تمبول او د یو روښانه او خپلواکه سباون د بنیاد تیږه یې کیښودله.

دا د عمر یوه جذباتي برخه وه، د خوبونو د لیدلو او بیا د هغې د رښتیا کولو لپاره د هلو ځلو دور وو، د لیونتوب دور وو. غني خان د عمر په دغه مست او لیوني دور کې زما د عمر ډیر زلمي د پوهې او شعور سره اشنا کړي ول. غني خان د ژوند په هغه مسلو خبره کول غوښتل په کومو خبره کول چې د کلي د ملا په نیزد کفر او الحاد وو.

غني خان د روایت تسلسل هم وو او له روایته بغاوت هم، غني خان د خپلې خاورې د لرغوني او سیکولر تاریخ میئن وو خو د پښتنو په ټولنه کې د خورو وهمونو او تیارو د لرې کولو لپاره د رڼا استازی هم وو. غني، غني وو!

د ژوند دریاب ته بله کومه غاړه شته او که نه؟

تقدیر اسماني او نه بدلیدونکې دی او که نه د انسان زیار او زړه یې بدلولای شي؟

ولې پښتون د ټوپک له ډزه زیات د ملا  له  چوفه وېریږي؟

ژوند تپوس دی او که جواب؟

سجده تش سرلګول دي او که نه ځان خاورې کول دي؟

نشه ګناه ده او که د مستۍ د میو جام د یار پښو  کې کېښودل دی؟

مذهب د زړه او روح  تسلیمېدو ته وایي او که نه خیام په زور د کعبې طوافونو له بوتلل دي؟

پښتانه ولې نشه د باچایانو او خوی خصلت د غلامانو لري؟

دا او ددې په رنګ بلها تپو سونه وو چې غني خان راپورته کول او د خپل ژور فکر، مطالعې، مشاهدې او مینې په رنګونو او د خپل روح په بې قرارۍ کې یې ورته ځوابونه پیدا کول.

زړه مې واچوه په تال کې ،
د ملا په پښو مې کېښود
ما وې دا مې صدقه ده
دا چې څومره زه پوهیږم
په طهه او په یاسین
دا چې څومره ښکته تلای شي
په سجده زما جبین
داچې څومره اخلي نور
دا زما خاکي وجود
داچې څومره زما ژبه
شي څکلی انګبین
ملا مخ زما نه واړوو
وې دا څه دي ستا تالي کې
نه پولاؤ دی نه فیرني ده
نه حلوه نه فالوده ده
وې یې شرع ظاهر ګوري
او ظاهره ته فاسق یې
دا درب سره د مینې
تا راخیستې څه قیصه ده
یره یره د قهار نه
دایمان لویه حصه ده
دجنون او د جانان ستا
څه مهمله فلسفه ده

د غني خان سره د اظهار ډیرې لارې وی، هغه یو کل وقتي ارټسټ وو، شاعري او مجسمه سازي دوه لویې لارې وې چې هغه په ډیره استادۍ او هنر په کار راوستې او د خپل هنر څرګندونه یې دومره په اخلاص کوله چې له یوه کروندګره  د پوهنتون  تر  استاذه  ټولو خوښوله او الهام یې ترې اخیستۍ.

هم دغه وجه ده چې غني خان د پښتنو د شلمۍ صدۍ د ادبي او کلتوري تاریخ تر ټولو زوروه او قوي حواله ده چې د فکر رنګونه یې د نړیوال ادب په اسمان لکه د هغه ستورو پړکېږي چې بې لارې شوې کاروانونو ته د منزل لاره هم  ښیي او د مزل معنا هم

ما مرګي ته شروع کړې
د ژوندون د خیشت قیصه ده
دجنون او د جانان دا
څه عجبه فلسفه ده

خیشت: ښایسته، ښکلی.

 

  

- بېرته شاته