(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه هم كالم ليكم

زه غواړم چې دكالم ليكونكيو په قطار كې وشمېرل شم. نيت مې دا دى چې يو كالم پېل كړم، خو په دې فكر كې وم چې دا ورځنى كړم كه اوونيز په دې ژور فكر كې ډوب وم چې قيومي او سراج راباندې راغږ كړو: وه انډيواله! په څه فكر كې يې ورته مې وويل چې زه هم كالم پيلوم، خو نه پوهيږم چې كوم اړخ وركړم، سياسي وي كه ادبي اويا طنزي وي او يا هم اسلامي وي دوى وپوښتلم: دا فكر در سره څنګه پيدا شو؟ ومې ويل عبدالهادي حيران غوندې يو بې لارې چې د قلندر مومند د بې لارۍ پر ياد او يا د بل چا پر صفتونو كې كالم ليكل او يا په پښتو ورځپاڼو كې چې هسې تش پرنامه ليكوال كالمونه ليكي؛ نو زه يې ولې ونه ليكم. اسرار اتل پر كالمونو ځان براق او دكالج ليكچررۍ ته ورساوه... كله به يې پښتو اكاډمۍ پسې كالمونه ليكل او كله به ... خو زه چې ځان راته ډېر شريف ښكاري نه د چا غيبت كوم او نه د چا صفت دخپل كار سره مې كار دى؛ نو زه ولې كالم نه ليكم. كله خو مې په ذهن كې دا خبره راشي چې ځينې تش پر نومونو ليكوال، خو پر بې خونده كالمونو پيسې هم اخلي او بيا دعوه هم كوي، چې د پښتو ژبې ودې او پراختيا كار كوم. دوى ټول خپل قلم د پيسو دګټلو لپاره كاروي. تېره ورځ مې ټول افغان كتلو د يوې پښتو ورځپاڼې كالم يې په ټول افغان كې خپور كړى و. فكر مې وكړو دا خلك څومره د شهرت ليوني او وږي دي، زړه رانه غوښتنه وكړه كه دې كالم پېل كړو؛ نو ته به هم مشهور شې خلك به دنمنې لپاره ستا كالمونه ګرځوي نن سبا خو د پښتو مجلو بازار ښه تود دى معياري او غير معياري په يو لاس ليكل كيږي توپير په كې نه كيږي په يوې مجلې كې خو به دې كالم خپور شي، خلك، خو به يې وګوري. كه رښتيا درته ووايم په ننني وخت كې كالم ليكل هيڅ هنر نه غواړي هسې د كاغذ په مخ څو خبرې وليكه عكس ورسره چاپ كړه او دكالم نوم وركړه دا كالم شو. حال دادى او داسې نور. خپلو انډيوالانو ته وايه چې د كالم ليكوال يم بيا څه مهال وروسته او يا چې 10 كاله مې كيږي چې كالمونه ليكم او خلك ورپسې اخبارونه لټوي، پخواني ريكارډونه ورپسې ګوري د زړه خبرو خبرو زه هم وهڅولم چې كالم وليكم او خلك راته كالم نګار ووايي. Za ham Kalem Lekam By: Feroz Khan Apridi - بېرته شاته