(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تېر كال د پرمختګونو كال و

تېر كال د سوله ييزو پرمختګونو كال و

(۱۳۹۱- حوت/کب ۲۷مه ): د كندهار د سولې شورا رئيس وايي، تېر لمريز كال (۱۳۹۱) په كندهار كې د سوله ييزو پرمختګونو كال و. د سولې شورا رئيس او پخواني جهادي قوماندان حاجي عطاء محمد احمدي له ټاټوبي اوونيزې سره د كب مياشتې پر دوه ويشتمه نېټه په يوه ځانګړې مركه كې د تېر لمريز كال په اوږدو كې په كندهار كې د سولې په برخه كې د تر سره شوو كارونو او رامنځ ته شوو پرمختګونو په اړه معلومات وركړل. ښاغلي احمدي وويل چې د ۱۳۹۱ لمريز كال په اوږدو كې شل تنه د دولت بې وسلې مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي. دغه راز شپېته تنه وسله وال بيا د قومي مشرانو په هلو ځلو د دولت له مخالفت او له وسله وال مقاومت څخه پر شا شوي دي. د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېر كال كې شل نور وسله وال په انفرادي ډول د متنفذينو په هڅو د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي. د سولې شورا رئيس همدا راز وويل چې د بنديانو ۳۸۰ عريضې يې ترتيب كړې، چې له امله يې دوه ځله بنديان له بنده آزاد شوي دي، خو ده له بنده د آزادو شوو بنديانو د هويت او شمېر په اړه معلومات ورنه كړل. احمدي زياته كړه چې د تېر كال په اوږدو كې د كندهار د سولې شورا په هلو ځلو د خلكو تر منځ پنځلس شخړې په سوله ييز ډول هوارې شوې. ده دا هم وويل چې د تېر كال په اوږدو كې يې د وسله والو مخالفينو له شلو تنو قوماندانانو سره د سولې په تړاو تماسونه نيولي. حاجي عطاء محمد احمدي وايي: ((د مخالفينو له شلو قوماندانانو سره مو د سولې په اړه تماس نيولى، خو د ځينو ملحوظاتو له امله هغوى عملاً د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي نه دي.)) د سولې شورا ولايتي مشر وايي، په كندهار كې يې د تېر لمريز كال په اوږدو كې ۳۰۰ پروژې د كرهڼې په برخه كې عملي كړې دي. د دغو پروژو، چې د سولې له پروسې سره تړاو لري او په ډنډ، دامان او ارغنداب ولسواليو كې عملي شوې، مالي لګښت د سولې شورا له بوديجې څخه وركول شوى دى. سرچينې همدا راز وويل چې په پام ده په ځينو نورو سيمو كې هم، چې وسله وال پكې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي، ځيني پروژې پلې كړل شي. د احمدي په خبره، په تېر كال كې د سولې شورا فعالينو د كندهار ټولو ولسواليو ته سفرونه كړي او د سولې په اړه يې د خلكو ذهنيتونه روښانه كړي او دغه راز يې د سولې شورا پروګرامونه هم ورته واضح كړي دي. نوموړي د عامه پوهاوي پروګرامونه مؤثر وبلل او زياته يې كړه چې له امله يې نه يوازي پر كور د وسله والو كښېناستل زيات شوي، بلكې له وسله والو مخالفينو سره د خلكو همكاري كمه شوې او له دولت سره زياته شوې ده. د كندهار د سولې شورا رئيس د تېر كال د سوله ييزو فعاليتونو د اروزنې په توګه وويل: ((موږ تېر كال ځكه د سوله ييزو پرمختګونو كال بولو چې په ترڅ كې يې د سولې په برخه كې پرمختګونه شوي او هيله يې نوره هم زياته كړې ده.)) تېر كال كې د كندهار امنيتي وضعه هم په بې ساري ډول سمه شوې، چې دا هم د ښاغلي احمدي په باور، د سولې په برخه كې پام وړ پرمختګ بلل كېږي. د كندهار په كچه د سولې دغه لوړپوړي فعال يو وار بيا د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل چې له مخالفته لاس واخلي او سوله ييز ژوند غوره كړي. ده وويل: ((موږ يو وار بيا پر مخالفينو ږغ كوو چې راشي او د سولې له پروسې سره يو ځاى شي، ځكه تېرو جګړو وښوده چې د هيواد ستونزه په جګړه نه هوارېږي.)) د سولې دغه فعال په كندهار كې د سولې په برخه كې د يوه خنډ يادونه هم وكړه چې د نوموړي په وينا، لېري كول يې د سولې په راتګ او د وسله وال تاوتريخوالي په كمولو كې مرسته كوي. د نوموړي په قول، د خلكو بې كاري دا ستونزه ده چې د روان تاوتريخوالي د اساسي درولو هڅې ګواښي: ((دلته بې كاري خورا لويه ستونزه ده، زموږ چارواكي بايد هڅه وكړي چې خلكو ته كار پيدا كړي، تر څو د بې كارۍ له امله د تاوتريخوالي د عاملينو له خوا ونه كارول شي.))

عزت الله ذکي   سرچينه : ټاټوبی اوونيزه

- بېرته شاته