(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ملی هویت سیاسی ارزښت

په یوهیواد کې د سیاسی خپلواکۍ تر څنګ ملی هویت د هیواد د اتباعو ستر ملی سیاسی ارزښت ګڼل کیږي چې د هیواد د اتباعو د ګډ سیاسی ژونداو د هیواد تابعیت ستره نښه ګڼل کیږی. د افغان کلمه د افغانستان د اتباعو د پاره نه یوازې لرغونې  تاریخي کلتوري ارزښت لري بلکې د معاصر هیوادونو د جوړیدو وروسته د افغانستان د قومونو او ولسونو د يواځنۍ ملی هویت په توګه د تاریخ په پاڼوکي درج شوی دی.په متمدنو هیوادونو کې کله چې یو فرد د تابعیت د حقوقو برخمن کیږي د ملی هویت هم برخمن کیږي.له بده مرغه د کورنیو جګړو په درشل کې دیو شمیر بهرني پلو مغرضو کړیو په ذهنیتونو کې د ملی هویت دمنلو بحران پیداشو خودغو کړیو د ملی هویت بحران هیڅ کله ملی بڼه غوره نه کړه او د افغانستان په اساسي قانون کي د تیر په څیر افغان د افغانستان د اتباعود یواځني ملی هویت په توګه درج شو. دغو ځانګړو کړیو چې په افغانی سیاسی ادبیاتو کې د ستمیانو په نامه پیژندل شوي دي تل هڅه کوي چې د افغان کلمه و ننګوي او ملی هویت په قومی هویتونو باندې مات کړي یا د افغان کلمه د آریایی ، خراسانی یا افغانستاني لغاتوسره معادله کړي.

د هتلر نازي ګوند د اروپا د تاریخ له زړه څخه د آریایی نژاد کلمه راواخيسته او هغه ته یی د آرینیزم په توګه سیاسی بڼه ورکړه چې په پای کې يې د فاشیزم رنګ واخيست او دارینیزم او لوړ نژاد تر کلمې لاندې د بشریت ضد ستري تورې کارنامې د تاریخ په زړه کې درج کړې. د ځېنو ټولنپوهانو اود انتروپولوژستانوanthropologist په عقیده آرین د کوکیژینCaucasians   د آروپایی نژاد یو سب ګروپ دی چې د ځېنو تاریخ پوهانو په عقیده یو شمیر آریایان درې زره کاله دمخه  له اروپا څخه و کوچیدل او په منځنی آسیا کې میشت شول.

هغه جینیتیک مطالعات Genetic studies چې په 2009 کال کې د

(CCMB)Biology Centre for Cellular and Molecular Biology  له خوا د هندوستان د اترو پردیش په ایالت کې کېده دهغو کسانو په منځ کې تر سره شول چې د آریایی نژاد دعوه يې کوله. څیړنې دا نه کړه ثابته چې د دوي  جنیتیک  DNA روپایی ریښې لري نه هم د دوی DNA له هغو آروپایانو سره ورته وه چې ځان آریایی بولي یا د جرمني نازیانو سره ورته والی لري. که چیرې دا استدال ومنو چې افغانستان او یا ایران آریایی نژاد دي باید د دوی جنیتیک نښې یا   DNAد هغو جرمنو سره ورته والې ولري چې د افغانستان او ایران څخه مخکي يې لا د اريايي نژاد دعوه کړې ده.  که چیرې دا استدلال ومنو چې یو شمیرآریایان درې زره کاله دمخه د اروپا څخه د منځنۍ آسیا پرلور کوچیدلي دي او بیا په افغانستان ، ایران او تاجکستان او حتی د هند ترشماله پورې غځیدلې وي نو باید د دوي DNA د هغو اروپایان سره ورته والی ولري چې دوی هم ځان آرین بولې. په افغانستان کې داسې کرهArchaeological  آثار -توکې لکه پخې لوښې ، تیږې او فلزی شیان پیدا شوي دي چې پنځه زره ، څلور زره کاله لرغونې تاریخی لرغونتوب لري، تردې چي ایرانیان د اوزرو کالو لرغونې آثارو د لرلو دعوه کوي. د افغانستان لرغون پیژندنې ادارې داسې اسناد لري چې په افغانستان کې پیدا شوې لرغونې آثار د اروپا څخه د آریایانو د کوچیدني له تاریخ څخه درې زره کاله له مخه لرغنتوب یا قدامت لري، نو دا خلک څوک ول؟ چې په ننني افغانستان کې اوسیدل او دا لرغونې آثار ځنې پاتې شوي دي چې د آریایانو د کوچیدلو دمخه په دغه سیمه کې اوسیدل؟ دا چې پښتانه آریایان دي  او کنه تاریخی اوجینیک څیړني ته اړتیا لري ځکه د لومړي ځل د پاره د هتلر د نازی ګوند پلویان د آریایی توب او آرین نژاد(Aryan Race) ادعا کړي او زما باور نه راځي چې د پښتنو جنیتیک  DNA د هغو جرمنو سره ورته والی ولري چې د آریایی توب دعوه کوي او اړینه هم نه ده چې هرقوم خامخا په یوه ځانګړې نژاد پورې تړاو ولري.

په 1935 ميلادي کال د مې په میاشت کې د نازي آلمان په غوښتنه او استدالد فارس پاچا محمد رضا شاه په دې باندې قانع شو چې فارسیان لکه د نازي جرمنی خلک آریایی نژاد دي او دهمدې استدلال او قناعت سره سم محمد رضا شاه د فارس هیواد (Persia) نوم د یو پاچایی فرمان په ترڅ کې په ایران باندې  په دې دليل واړاوه چې آیره ،آریا او آیران تړاو سره لري. تر څو چې د فارس او آلمان د خلکودوستي او سیاسی اړيکې ته نژادی بڼه ورکړي.فردوسی په شهنامه کې د خپل شعر د وزن او قافیی د سمولو د پاره د (تورا) د قلمرو یا د واکمنۍ سیمه (توران) او د (ایرج)د واکمنۍ سیمه څو ځایه ایران یاد کړی. دا په دې مانا نه وه ده دا لغت د آریا  یا آیره آریایی ته اړیکه ورکړي.رضا شاه حتی دفردوسی په شهنامه کې چې وروسته چاپ شو هم لاس وهنې وکړې چې ګواکې ایران یا اریان په شهنامه کې هم ذکر شوي تر څو چې د فارس دنومې پلویان دې ته قانع او د نازی ګوند جرمني مشران خوشاله کړي، خو د نړۍ په تاریخ کې داسې یو تاریخی سند نشته چې د 1935زږدیز کاله دمخه په کې د ایران کلمه د هیواد ، سیمې او یا کوم قوم په توګه کارول شوی  یا نژاد ته اشاره شوي یا د ایران د کوم مسما نوم په توګه ‌ذکر شوی وي او یا د اروپایی آرین نژاد سره تړاو ولري خو اوس د هیواد نوم د فارس پرځای په ایران کې  ایران منل شوې کلمه ده. حال دا چې افغان یوه با مسما نوم دی چې ځانګړی قوم او سمې سره اړیکه لري بیا يې ملي ، سیاسی اوهیوادنی اړخونه موندلې دي. په شهنامه افغان او بلوچ د یو قوم په توګه په ځانګړې توګه یاد شوی دی.

د هتلر د آرینیزم د تیورې څخه افغانستان هم بې اغیزې پاته نه شو د ایران د نوم د پورته کیدو وروسته د افغانستان دحکومت کابینې د محمد هاشم خان په مشری هم دې ته لیواله وه چې افغانستان هم د نژادی اړخ له پلوه د نازي جرمني سره وتړي چې دسیالۍ په ډګر کې د نازی جرمنیانو زړه خوشحاله کړي ځکه چې په 1935 کال کې المان د نړي په سر کې د یو ستر سیاسی اقتصادی ځواک په توګه پورته شوی و. د جنوبی او منځنۍ آسیا دخلکو په ذهنیتونوکې بریتانیا د استعمار سمبول بلل کیده.

د دويمي نړیوالي جګړې پر مهال نازی جرمنی چاپان ته د آریایی ملت د لقب ویاړ وباخښه چې جاپانیان وهڅوی چې د جنګ په ډګر کې د جرمنی ترڅنګ ودریږي او پایلې هم دا شوه چې جاپان د امریکا له خوا اشغال شو.

 نو د افغان دولت د پریکړې سره سم دا ومنل شوه چې افغانستان هم د ایران په څیر یو آریایی هیواد دی او په ځانګړې توګه پښتانه هم یوسوچه آریایی قوم دی.  د آریانا په نامه مجله هم ونومول او خپره شوه او د افغان ملی الوتنې د نامه په سر کې آریانا علاوه شوه. د ښوونځیو په تعلیمی کتابونو ولیکل شول چې ګواکې افغانستان یو آریایی هیواد دی او لرغونې آریایی قدامت لري.په افغانستان کې ازبک او ترکمن قومونه ترک نژاد دي ، اعراب سامی نژاد دي ، داسې جنیتیک شواهد تر اوسه نشته چې هزاره ګان منګولین نژاد وښیي، د (تاجک در مسیر تاریخ) د کتاب د روایت سره سم تاجک کوم ځانګړې قوم نه دې بلکې ترکانو هغو مسلمان اقوامو ته تاجک ویل چې تازی یا عرب نه ول خو اوس په افغانستان کې تاجک په هغو بیلابیلو سنې مذهب خلکو او اقواموباندې اطلاق کیږي چې درې ژبې دي او یا په دری ژبه کې فصاحت ولري.

انتروپولوجستانو په نړی کې څه د پاڅه شپږ زره اقوام تثبیت کړي دي او دا ادعا د قران اعظیم الشان سره ښه اړخ لګوي چې وایی(خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ) خدای بنی آدم د یو واحد (نفسه ) زوج څخه خلق کړي او بیا يې د ځمکې پر سرد اقوامو او قبایلو په توګه سره خپاره کړي دي چې یو له بل سره وپیژني. اړینه هم نه ده چې هرقوم ارومرو د ځانګړې نژاد سره تړاو ولري.يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ.

د ځېنو ټولنپوهانو په عقیده آریا د آرین څخه اخستل شوی چې سانیکریت ریښې لري چې آریایی د عربی  د نجیب کلمې سره نژدې اړخ لګوي او د اندو- یوروپین په نژادی ګته ګوري کې راځي. همدارنګه د اسلام  دسپېڅلی دین د فتوحاتو سره سم د عربستان ختیځ عجمی لورې سیمې د فارس څخه نیولې تر منځني اسیا او افغانستان پورې بلاد الخراسان بلل کيدې او حتی اوس هم په عربی مطبوعاتوکې د عربستان ختیځ عجمی لورې ته بلادالخراسان یادوی. خو خراسان کوم قوم یا ځانګړي سیمې پورې اړه نه لري خو همدا د افغان افغانستان ضد ستمي ډلې غواړې چې د افغان- افغانستان د کلمې د تضعیفولو د پاره خراسان کلمه افغانستان ته ځانګړې کړي حال دا چې د ننني ایران یو لوی ایالت خراسان نومیږي. همدارنګه چې مقدونی اسکندر د خپل یرغل پرمهال د افغانستان شمال ته د باختر (باکتریا) په نامه یاد کړی چې دلیل یی ښکاره نه دی.

خبره دا نه ده چې د افغانانو نژادی ریښې تثبیت کړو دا ډیر علمی ، تاریخي او جینیتیکی څیړنې ته اړ تیا لري ځکه چې آرین او آرینزم د اروپا څخه پورته شوي دي او د هتلر د نازي ګوند د اتینک آیدیالوژي په توګه د جرمن ملت د نژادي لوړتیا غوښتنې دپاره کارول شوی دی بلکې خبره دا ده چې یو شمیر ستمي ډلې غواړی افغاني ملی هویت وننګوی او د افغان او افغانستان د کلمې د تضعیفولو د پاره د آریا نا ، آریایی او آرین او خراسانی لغات په سیاسی توګه وکاروي ترڅو چې افغان کلمې کمزوري او بې بڼسته کړي.دا د افغان ضد ډلې غواړی د آریانا او آریایی کلمې تر هغو پورې وغځوي چې ټول افغان ولس او په ځانګړې توګه پښتانه دې ته قانع کړي چې د افغان ترکلمې  تیر شي او آریانا او آریایی د خپل هویت په توګه ومني. له بده مرغه په نوي چاپیدونکې پیژندل پاڼه یا تذکره کې ملی هویت (افغان)  نه دی ذکر شوی. اړینه ده چې په تذکره کې ولیکل شي ملی هویت افغان او قومی هویت لیکل باید اجباري نه وي بلکې انتخابي وي. که څوک غوښتنه وکړي قومی هویت یې ولیکل شي او په انګریزي برخه کې نه دې لیکل شوې ((National Identity-Afghan چې باید د افغانستان د هریو تبعه د پاره افغان د ملی هویت په توګه ولیکل شي.

د انتروپولوژی او سوسیالوژی د علم له مخې قوم ، قبیله ، اتنیک ګروپ او اتنیسیتی یوه بشری طبعیټولنیز جوړښت دی چې ګډ جنیتیک ، بیولوژیک ریښې او کلتور لري خو ملتونه جوړیږی او د ملت جوړونې په وړاندې قومی ، نژادی ، مذهبی او کلتوری توپیرونه خنډ نه شي ګرځېدلای په دې شرط چې ولس په یوه هیواد کې تر یوې واحدي سیاسي واکمنۍ او قانون لاندې ژوند وکړي. قوم او قبیله چې د فیودالې ټولنې یوه ټولنیز جوړښت دی خو تل پاتې نه دی او هرڅومره چې ټولنه د بورژوازي اړیکو پر لور وده کوي او ښاری کلتور وده کوي قومی جوړښتونه خپل سیاسی اهمیت بایلي او د ملت جوړونې په پروسه کې مدغم کیږی او ملی هویت د قومی هویت ځای نیسی. کله چې ملت جوړ شي قومی هویت یواځې د هیواد د ټولنیز جوړښت څرنګوالی څرګندوي او ملی کلتور د قدامت او غنا ریښې او بڼست جوړوي. د بلې خوا خدای (ج) بنې آدم د اقوامو او قبایلو په ډول خلق کړی دی چې یو د بل سره ښه تعارف او پیژنګلوی پیداکړي چې دهغه عالی مرحله په هیواونو کې ملتونه دي چې د نړۍ په کچه ملتونه په هیوادونو کې د ملی هویت پر اساس سره معرفت او پیژنګلوي پیداکوي.

په یوه هیواد کې د ملت جوړونې د ودې بهیر د مدني ټولنې د جوړولو د پرمختګ لور دټولنیزي او سیاسي ودي د پوخوالې نښه ګڼله کیږي. د ملت سمبولیکه ښیرازه ملی هویت دی چې سیاسی ، حقوقي او ټولنیز اړخونه لري. په هیوادونو کې دملت جوړیدلو بهیر د شلمي پیړۍ رینسانس یا نوی والی یا بیا زیږیدنه ګڼل کیږي.

له هغه ځایه چې د هیوادونو ولسی او ټولنیز جوړښت توپیرسره لري د یوه هیواد د ملت جوړونې پروسه په بل هیواد کې حتی د ولسواکې په روڼا کې هم  قابل د پلې کیدونه ده بلکې د هیواد په ځانګړې قومی ، سیاسي ، اقتصادی او ټولنیزجوړښت پورې اړه لري نو په کار ده چې په هر هیواد کې د ملت جوړونې د بهیر د پرمختګ د پاره د هر هیوادټولنیز اوقومي ، مذهبی ، طبقاتي او ولسی جوړښت په ځانګړې توګه وڅیړل شی. د هغه مطابق د ملت جوړونې سوسیالوژیک پلان جوړ شي  چې قومی او سیمه ایزې جوړښتونه سره مد غم کړي. البته دا باید په ډاګه شي چې نن که د اقوامو د انتیګریشن پلان یا د مدغم کیدو پروسه چټکه نشي بیا به سبا هغه هیواد د چک او سلواک په شان سره بیلیږی او یا د مطبوعات په ډګرکې ملی هویت ننګونې او بحران سره مخامخ او ملي یووالي کمزوري کیږي. توکم پالنې او قوم پالنې سیاسی انځور د ملتپالې د سیاسی او ملی ارزښت ځای نیسي او ملي ګټې پر قومی او سیمه ایزو ګټو سره ویشل کیږي.

ملی هویت یو سیال ، بدلیدونکی ، خوځیدونکی ملي ، سیاسي ، ټولنیز ارزښت نه دی بلکې يوه مستمره تلپاتې ملي سیاسي ارزښت دي چې په هیواد کې د ملت سیاسي ژوندانه د روح ارزښت لري.خو د ملي هویت د دغو ارزښتونو سره سره له بده مرغه  افغان دولت  ملی هویت د بڼستیز کولو دپاره ځانګړې هڅه نده کړې اړینه ده چې د ملی هویت ارښت د پوهنې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونه په ګډه هڅه وکړي چې د ملی هویت د بحران مخنيوی وکړي او افغانی ملی هویت د بیلابیلو اقوامو ترمنځ بڼستیزه شي.تر څو چې یو افغان وي تل به دا افغانستان وي..

 دافغــان په ننگ می وتـړله تــــوره

ننگیالی د زمانې خــوشال خټک یم

څوچي دامځکه آسمان وي        څو چې داجهان ودان وي

څوچې ژوندپرت دې جهان وي       څوچې پاته يو افغان وي

تل به دا افغانستان وي

په درنښت دا کتر عبدلحي نیازی

مارچ ۲۰۱۳

 

- بېرته شاته