(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشال بابا

خوشحال خان خټک400وه کاله پخوا په پښتونخوا کې ځیګیدلی وو. زما په شان د بې علمه او د پردیو شخصیتونو په قصیدو پړسول شوي پښتون لپاره د 17مې پیړۍ د بابا پیژنده ډیره ګرانه ده.
بابا زما په تعلیمی نصاب کې نه وو. نه پښتو په تعلیمی نصاب کې داسې امتیاز لرو لکه څنګه چې يې اردو یا انګریزي لري. ماته اوس هم یاد نه دي چې ګنې په بابا باندې ما د لومړي جوماعت نه تر لسم جوماعت پورې په رسمي توګه څه ویلي دي. خو دا راته ښه یاد دي چې پطرس بخاري څوک وو. غالب، مومن، ډپټي نذیر احمد او په تیره بیا علامه اقبال څوک دي. د خوشحال بابا نوم په لومړي ځل ما په غیر رسمي توګه پیژندلی. دغه نوم مې په حجره جومات یا د ډوډۍ په غاړه د کوم مشر، مور یا پلار نه اوریدلی. خوشحال بابا په خپل ژوندانه د پښتنو نه ګله مند وو او وایي
د بې ننګه پښتنو له غمه ما    ”
لویې پریښوه وینولې کمه ما
د دغې ګلې یوه وجه ممکن ده دا هم وې چې څلور سوه کاله پخوا پښتانه د هغه په پیژندګلو کې ناکامه شوي وو. خو نن د یوویشتمې پیړۍ  پښتون هم د خپل پلار،  نیکه یا ډر نیکه نه کم نه دی. اوس یې هم ډیری پښتانه نه پیژني. او وجه یې ښکاره ده او هغه دا چې د بابا څېره او کلام ېي په نصاب، لایبریرۍ، میډیا او په نورو تبلیغي سر چینو کې نه ښکاري.
په پاکستان کې د نورو قومونو لکه پنجابیانو، سندیانو، بلوڅانو او سرایکانو هم لويې لويې شاعران شته. زما په شان د دغو قومونو بچي هم د خپلې قامي ادبي خزانې نه هم دومره محروم پاتی دي. څومره چې پښتانه دي.
واېي تعلیم په مورنۍ ژبه کې د هر چا حق دی. خو د رسمي تعلیم په ټوله موده کې دغه حق ما ته نه وو راکړی شوی. د رسمي تعلیم او د امتحانونو نه وروسته مې پښتو ته پام شو. د بابا او د پښتو د نورو سترو ادبی ستورو په اړه مې يو څه ولوستل. او ډیر زر راته احساس وشو چې خزانه مې بیا مونده.
خوشحال بابا تر اوسه نه پیژنم او نه دومره علمي وس لرم چې بل ته يې وراوښایم. خو څومره هم چې يې لولم نو لکه د انګریز شاعر ویلیم شیکسپېر په شان پکې عالمګیریت ، د تورې او میدان لپاره د مشهورو شاعرانو نه پکې زیات د ننګ او د رومانوې دور د شاعرانو نه زیات رومانس ورکې ځلیږي. هغه واېي
زه خوشحال کمزوری نه یم چه به ډار کړم   ”
“په ښکاره نعری وهم چه خله ېي راکړه
خوشحال بابا په داسې وخت کې د پښتنو د وحدت، جغرافیه او سیاست خبرې کوی کله چې اورپایي قومونو په ویسټ فېلیا کې په 1648م کې د ملت او دولت جوړولو خبرې او لوظنامې کولې. هغه د اوسنۍ پښتونخوا نه د ډلي نه تر کابل پورې د سیاست څارنه کوله. او د هغه وخت سیاسي بازار ته يې ځواب په دې شعر کې ویلی وو.
” د افغان په ننګ مې وتړله توره
زه خوشحال خټک ننګیالې د زمانې یم “
خوشحال بابا د اوولسمې پیړۍ د مغلو پاچا اورنګزیب په دور کې په ګوتو شمېر د یو څو هغو مشرانو نه وو چې د مغل پاچا پر ضد ودریدو. د جنوبي ایشیا په اسلامي تاریخ کې اورنګزیب پاچا ته د خلیفه لقب نه دې ورکړل شوی. خو تل ورته یو پرهیزګاره واکمن ویل شوی دی. خو خوشحال بابا اورنګزیب پاچا په پلار وژنه، رور وژنه او ظلم یاد کړی. د اورنګزیب په اړه وايي.
” چې په پلار باندې يې نه د صرفه کړی
په نور چا يې څه صرفه څه يې اشکال
که ریشتیا وایم دا هسې بادشاه نه وي
واړه کار يې د رهزن دی د داړوال“
د خوشحال بابا په شاعرۍ کې د باز او تورې علامتونه په وار وار کارول شوې. ادبې څیړونکې وايي چې د پاکستان د شلمې پیړۍ قامي شاعر علامه اقبال په خپله شاعرۍ کې د شاهین او شمشېر علامات د خوشحال بابا نه اخستي دي. بابا واېي
” نه مچ یم نه قارغه یم چې په کړو مړو ګرځم
یا باز یم یا شاهین یم په خپل ښکار می زړه خرم دی “
بابا د شاعرۍ کمال ته 400 کاله پخوا رسیدلی وو. خو هغه ځایې یې تر اوسه نه دی اخستی. څنګه چې په سیمه ګیر چاپیره  نورو شاعرانوپه سیمه کې اخستی.
 
- بېرته شاته