(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبشریت په ضد جګړه

  ټوله نړی د بشردوستی ، انسان دوستی ، دیموکراسی او ... شعارونه ورکوی چی د ځمکی کره زمونږ ګډ کور دی او ددی کری ټول اوسیدونکی باید د دوستی او انډیوالی په فضا کی ژوند وکړی ، د نړی ټول خلک هم په همدی هـیله او امید دی ، دا د ځمکی پر مخ نه تنها  د انسانانو بلکه د ټولو ژوندیو په فایده دی . دلته سوال پیدا کیږی چی داسی ده نو بیا دا جنګونه او خــــرابی د څه په خــــاطر او د چا له خوا ورته لمن وهل کیږی ؟ ولی انسانان د تاریخ په اوږدو کی د مځکی پر مخ په مخـــتلفو بهانو یو د بل په مقابل کی جنګول شـــــوی او جنګول کیږی ؟ ولی انسانان خپل همنوعه په ډیر بی رحمانه شکل نابودوی ؟ ایا دا د انسانانو خپله هیله او ارزو ده ؟ او یا  انسان په  خپله خټه کی همداسی  موجود جوړ شوی دی ؟؟؟  

ممکن ګران لوستونکی  ددی پاس سوالونو په اړوند خپل خپل نظرونه و لری  ، اود امکان په صورت کی یی زمونږ سره  شریک کړی ،  خو زه خپل نظر داسی څرکندوم ، چی ټوله نړیواله ټولنه د محدود اشخاصو له خوا محاصره او انحصار شوی ده ، او دا خلک په خپل اقتصادی زور د ټولی نړی د ممالکو مشران او رهبران په خپله خوښـــــــه ټاکی ، او د خپل نړیوال ســـــــیاسی قدرت او مالی منافعود انحصار او غصبولو لپاره یی استعمالوی ، او دی مشرانو ته د خپل قوم ، ملت او هیواد منافی او ګټی هیڅ اهمیت نه لری ، دوی د خپلو نړیوالو بادارانو په خدمت کی دی ، او د هغوی د غوښتنی سره سم خپل فعالیتونه عیاروی ، دوی ټولو ته د انسان ژوند هیڅ ارزش نلری ، د نړی پانګوالواو استعمارګرو هیوادو د تاریخ په اوږدو کی د خپلو سیاسی اهدافو او اقتصادی منافعود لاس ته راوړلو په خاطر په مستقیم ډول بی د کـــــــومو بهانو په وړوکو او ضعیفو هیوادونوتیری کړی دی ، هغه هیوادونه یی اشغال کړی او د اشغال شوو هیوادونو وګړی یی په ډیر بی رحمانه  شکل وژلی او پاتی ژوندی یی په غلامانو تبدیل کړی دی .  د شــــــــلمی پیړی په جـــریان کی دوه نړیوال جنګونه چی په   ۱۹۱۴-۱۹۱۷ ع کالونه او۱۹۳۹ – ۱۹۴۵ ع کالونو کی پیښ شوی دی . د اســـــــــتعمارګرو هیوادونو په خــــپل منځی اختلافونواو وسعت طلبی د سیاست پر بنا  را منځ ته شوی دی ، او ددی دوو نړیوالو جنګونو د مصارفو بوج او ځـــانی قربانی زیاته برخه هم د استعمار شوو هیوادو په غاړه شـــــوی ده ،او ډیر وګړی یی د همدی جنګونو د اور طعمه شوی دی ، شلمه او یویشــــتمه پیړی چی د متمدنو تخنیکی پیړیو په نامه یادیږی ، همداسی د تیرو شوو پیړیو په شان د بشر دوســــتی او نسان دوستی شعارونو ته د عمل جامه نده اغوستل شوی ،او  د انسان د خیال په دنیا کی هماغسی د شعارونه په شکل پاتی دی ، تنها په دی متمدنو پیړیو کی د استعماری ســــــــیاست طریقی  او د انسان وژنی وسایلو تغیر کړی دی ،یعنی استعماری سیاست او ددی ســـــــــــیاست د تطیبق وسایل د ۲۱ متمدنی پیړی مطابق مدرن شوی دی او بس ،او استعمارګر انسان نور هم حریص او ستمګر شوی دی ،  اوس د نړی استعمارګرو هیوادو مشران او د هغوی پانګوالو انډیوالانو د دریمی نړی او اسلامی هیوادو د خلکو د وحشیانه استثمار لپاره نامقدس اتحادونه کړی دی ، او بدتره یی لا دا چی دغه نا مقدس او ضد انسانی قراردادونه د نړی د ملګرو ملتونو د سازمان په منځګړتوب شوی دی .تش په نامه ۲۱ متمدنه پیړی کی ددی نامقدسو اتحادونو قربانی د یوګوسلاویا ، عراق ، افغانستان ، لیبیا اوسوریی هیوادونه شوی دی ، ایران ، شمالی کوریا او د عربی نړی نور هیوادونه په نوبت کی دی ، ددی نړیوال افت او استعماری ماشین څخه هیڅوک او هیڅ کوم هیواد په امان کی نه شی پاتی کیدلی .                                            

 

 

دلته سوال پیدا کیږی ، چی څه باید وکړو :                                                               

که خدای پرسته انسانان ، نړیواله ټولنه ، خاصتاء لوی هیوادونه او د۲۱ پیړی واقعی معنوی متمدن انسان لاس په کار نه شی ، د مظلومو وړوکو هیوادونه او مظلوم انسان لاس نیوی ونه کړی ،که د لوی خدای ج او واقعی انسانیت په سمه لاره ټول انسانان او خاصتاء د هیوادونو مشران او پانګوال برابر نه شی ، مونږ نابودیږو ، که نن ورځ د انسان وحشت او ګمراهی او د نړی د یو تعداد عالمانو نظرونو ته وکتل شی ، زمونږ د نابودی وخت هسی هم ډیر رانژدی شوی دی ، د ۲۱ پیړی تخنیکی پرمختیا ، حریص پانګوال او جابر واکداران به مو ډیر ژر د نابودی کندی ته وغورځوی .     

بشریت ته په اسلامی او انسانی مینه                                                                       

د مـــــــــــحمد لیکنه                                                                                         

- بېرته شاته