(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قدرت او وچ کلک زور حاکميت

د کندهار اروزګان پر لويه لاره مو موټر تېل کم کړه، د جمال اکا هوټل ته چي راورسېدو يو بيرل تېل پراته وه، يو څو شنې بوشکې يې هم ورسره ايښي وې، زموږ ډرېور سلطان (لاروي) موټر ته تېل ور اچول، موږ د موقع څخه په استفادې د جمال اکا د هوټل څنګ ته دوکان ته په بېړه ور کوز شوو، استاذ ږغ وکړ، مه کوزېږئ وروره ناوخته دی، محمد عوض ورته وويل لاروی صاحب چي ته تېل ور اچوې، موږ به وخته لا راغلي يو، دوکان ته چي ورسېدو يو څه شيان او ډبلی سګرېټ ما واخيستل او يو څه پاپک، قورت، جلغوزي او نور بلا و بدتر محمد عوض راواخيسته، ددکان نه چي رابهر شوو، يو نفر محمد عوض ته غاړه ورکړه، او ستړې مه شي يې ورسره وکړه، زه هم ور مخکي شوم او لاس مي ورکړ تر جوړ په خير وروسته يې محمد عوض ته وويل چيري روان ياست دخيره؟ محمد عوض ورته وويل کندهار ته روان يو. محمد عوض ترې وپوښتل تاسي چيري روان ياست؟ سړي ورته وويل زه دهراود ولسوالۍ ته روان يم. محمد عوض ورته وويل اروزګان ته څنکه تللئ وې، سړي ورته وويل د سولې د شورا سره يو ځای شوم. بس دا څو خبري دوئ سره وکړې، زموږ هم تلوار وو ښايي ددوی هم تلوار وو، خدای په اماني مو سره وکړه. موټر ته پورته شولو چي حرکت مو وکړ، محمد عوض مخ راباندي راواړوئ، او را څخه يې وپوښتل دا سړئ دي وپېژندئ؟ ما ورته ويل يا دا څوک وو؟ محمد عوض جواب راکړ، دا هغه زموږ د کلي ملا محمد مشهوره په (ملا مدو) وو. ما ترې وپوښتل چي دا خو د طالبانو لوړ پوړئ قوماندان وو، چي ډېر ظلمونه يې کړي دي، دا څنګه داسي په زغرده ګرځي؟ ده راته وويل وروره اوس خو هغه د پخوا خبري نه دي هر څوک چي د سولې شورا سره يو ځائ شي، هر څومره ولسي (شخصي) او دولتي (سياسي) مجرم چي هم وي، معاف دی، برائت ورکول کيږي، او د شورا د خوا يې دفاع کيږي. نور مي نو د محمد عوض سره خبري اوږدې نه کړې، ځکه وايي هر شئ چي وهې، لنډيږي، خبره چي وهې اوږديږي، په سوچونه کي ولاړم، او پهحقيقت کي پدې فکر کي شوم، چي پدې وطن او هېواد کي، سوله چيرې، عدالت انتقالي چيري، قضاء او بشري حقوق چيري، او موږ چيرې؟ هر چا چي ډېر ظلمونه کړي، هرڅوک چي د حماقت په اوج کي وي، هر څوک چي تر ټولو ډېر ناقض د بشري حقونو وي، هر څوک چي د ښه درواغو او چاپلوسۍ کمال لري، هر چا چي تر ټولو ډېر خلګ وژليوي، هر څوک چي ډېر غصب کولئ شي، هر څوک چي په فساد کي ماسټري لري، او هر څوک چي زور او زېور لري. زموږ په هېواد کي منصب ته رسېدلئ شي. متاسفانه په تېرو دريو لسيزو کي پورتنۍ کټګوري اشخاص حاکمان پاته شوي، په زرهاوو ډوله جعلي قانوني د برائت لاري يې ځانونو ته په قانون کي جوړي کړي، او اوس هم په لوړو پوسټونو کي ناست دي، او په راتلونکي کي هم د حکومت دعوه کوي. ملا محمد مشهوره په (ملا مدو) د طالبانو په وخت کي ډېر لوړ پوړی نظامي قوماندان وو، د طالبانو د واکمنۍ په دريم کال (ملا محمد رحيم آخند) د هلمند ولايت د کجکي د ولسوالۍ ولسوال وو، (مدو) پدې وخت کي د کجکي ولسوالۍ قوماندان آمنيه وو. لومړی چي يې زما د ملګري سره روغبړ وکړ، ما ونه پېژندئ، ځکه د طالبانو په وخت کي چي نظامي مشر وو، ځوان وو ما ليدلئ وو، خو اوس چي مي دا ځل وليدئ، ومي نه پيژندۍ، خيرن کالي ببر سر، خريلې ږيره او زاړه بوټونه، بالاخره قوارې يې ډېر تغير کړی وو. په موټر کي چي يې زما ملګري فقط نوم ياد کړ، ومي پيژندۍ، د قدرت او بربريت هغه وحشي حرکات مي يې دستي سترګو ته ودرېدل، چي خلګ به يې وهل، او په طالبانو کي به يې عليحده تعريف کېدئ، چي چا به په وهلو اقرار نه کاوه، نو هغه به يې بيا په مدو واهه. د طالبانو په وخت کي چي ملا محمد رحيم آخند د کجکي ولسوالۍ ولسوال وو او ملا مدو يې قوماندان آمنيه وو، خلګ يې له ظلمونو څخه ډېر په تکليف وه. ملا مدو د حماقت له لاسه پر لارې نه شوای تلئ، يوه ورځ يې د خپل بل ملګري ملا نعمت سره يو ځای سره د څو تنو نورو طالبانو غوښتل چي د کجکي ولسوالۍ د برېښنا توربينونه وويني، د قومندانۍ څخه په ډاتسن موټر کي ووتئ، ښه درندې سلاوې يې هم لکه د جګړې کمربند (لومړۍ ليکي) ته چي ځي، له ځانه سره واخېستې، څو شېبې وروسته دوه غټ ډزه وشول، کله چي محل ته ورسېدو، ملا مدو آخند په مخه راغئ، يو ملګري عبدالولي مو ترې وپوښتل، چي ملا مدو آخند څه خبره ده، ملا مدو آخند چي يوه پښه يې په ډاټسن کي او بله لاندي وه، د خندا شين سو، او عبدالولي ته يې وويل هيڅ خبره نشته، پدې برېښنا کوټ کي مي، يو څو د (راکټ لانچر) ډزې وکړې، د زړه مي درز شو، نور مي طاقت ونه شو، که څه هم دی روان وو، ترې ومي پوښتل، ولي؟ هغه ځواب راکړ، فقط مي کتل چي پدې ځای کي د راکټ ږغ او فيرونه څنګه خوند کوي؟ هک پک حيران شوم، ده حرکت وکړ، او موږ کوښښ وکړ چي د نږدې ورسو خو ددغه ځای محافظينو چي د اور لمبې لا ښکارېدې، په دروازه کي مو ترې وپوښتل چي څه خبره ده، يوه سپين ږيري انجينر وويل قوماندان صاحب راغلئ، دلته يې داخل د برېښنا په کمپنۍ کي د (راکټ) په ګوليو د برېښنا پر توربينونو ډزې وکړې، چي بدبختانه دوه توربينه يې په مکمل ډول وسوځول. د هلمند د کجکي برېښنا د ټولو سويلي ولايتونو لپاره بسنه کول، خو متاسفانه چي ملا مدو آخند يې د برېښنا د توليد دوه لوئ توربينونه د خپل ساعت تيري لپاره ور فلج کړل، او تر اوسه هم فلج پاتي دي. اوس د سولې پروسې ملا مدو ته برائت ورکړی. پوښتنه داده چي دداسي کسانو د بخښنې حقد سولې پروسه لري؟همدا راز دې ده ورته پدې وروستيو څو پرله پسې کلونو کي د اروزګان کندهار لار يوه طالب کوچي قوماندان ناآمنه کړې وه، هره ورځ به ددولت د پلوۍ په تور د باختو او ويان په سیمه کي سپرلۍ په زورهله موټره کوزېدې، طالبان به ولاړ وو، د کلي خلګو او د لارې موټروانانو به ويل، چي ددې لارې طالب قوماندان يو ډېر ظالم او خدای (ج) ناترسه سړی دئ.ټول خلګ ځيني بېرېدل، هغه د هيچا پروا نه درلوده، ډېر کسان يې ووژل، تېر کال يې پدغه لاره کي د يو چا دوې شخصي مازداموټران ور وسوځل، هغه سړي ددې طالب کوچي قوماندان سره دعوه وکړه، او په کوټه کي يې د طالبانو نظامي شورا ته عارضه وکړه، طالبانو عارضه والا ته يوه اونۍ وخت ورکړ، چي طالب قوماندان به ورته را حاضر او مخامخ به يې  ورسره کښېنوي، حاجي پردل وايي زه ډاډه وم، موټران مي شخصي وه، او په دې نيت له کوره نه وم تللئ، چي بيا به راځم. له ځانه سره مي فيصله کړې وه، چي حق د خدای (ج) نوم دی، او انشاء الله حتماً به خپل موټران، چي د بچيانو روزي مي په پيداکوله، بيرته له طالبانو ترلاسه کوم، او يا به يې عوض راکوي. يوه اونۍ وروسته د کوټې په نظامي شورا کي د حاجي پردل او طالب قوماندان ملا بابړ کوچي تر مينځ محمکه پيل شوه، حاجي پردل وايي د ملا بابړ وروستۍ ځواب دا وو، چي ستا موټران مي پدې خاطر وسوځل، چي کونه يې پورته کول، او هغه موټران چي کونه پورته کوي، په اسلام او مسلمانانو کي نشته. د حاجي پردل اکا مازداوي نوي ماډل مازداوي وې، چي ټېله به يې په جيک خطا کول. که تاسي متوجې شوي ياست زياتره دا نوي (ډمپ ټرک) مازداوي د ټېلې د تخليې لپاره کاريګر ته اړتيا نه لري، خپله يې ټېله پورته کيږي، ملا بابړ کوچي دا مازداوي پدې خاطر سوځلي وې، چي کونه يې پورته کول. افغانستان د نظامونو، څېرو، حکومتونو، قدرتونو، سياستونو او ازموينو عجيبه لابراتوار دئ. څو مياشتي مخکي ژوندون ټلوېزون د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار سره مرکه کړې وه، په مرکه کي يوه ډېره په زړه پوري او په ضمن کي عميقه پوښتنه د حکمتيار څخه شوې وه، خبريال د ګلبدين څخه وپوښتل چي په تېرو څو لسيزو کي په افغانستان کي تر ټولو ښه سياستمدار او ملي آتل مشر ستاسي په فکر څوک وو؟ حکمتيار په ځواب کي ورته وويل چي که څه هم دا تحليل سخت دی، خو ويلئ شم چي تر ټولو بد يې نور محمد ترکی او ښه يې امير المومنين ملا محمد عمر مجاهد وو. سړی د حکمتيار دې څرګندونو ته حيران شي، چي پرون دي جګړه ورسره کول، او نن يې تر ټولو ښه ګڼې. محمود خان اڅکزيد کرزي د حکومت په لومړۍ لويه جرګه کي وويل: ((سياف صاحب، رباني صاحب،خليلي صاحب، محقق صاحب، مجددي صاحب، ګيلاني صاحب او دوستم صاحب زه پر تاسي ږغ کوم، چي ستاسو يې کور ودان تاسو ډېره لويه قرباني ورکړل، په کلو کلو مو له يو بل سره جګړه کړې وه، خو نن راغلاست سره کېنستلاست، او تر پخوانيو مخالفتونو تېر شولاست))حقيقت لوئ لمر دئ، او په دوو ګوتو نه پټيږي. پورتنيو کسانو او امثالهم ډېرو نورو په زرګونو ولسي کسان تر خپل مينځ د قدرت طلبۍ په ټس کي ووژل. او اوس هم په موقف کي دي، نه څوک مجازات شول، نه د چا نه پوښتنه وشول. بې ګناه خلګ يې د خپلو مخالفتونو قرباني کړل، خو دوی زياتره اوس يو له بل سره د انګورو وينه وهي، او ښې اړيکي سره لري. په افغانستان کي يو زيات شمېر کساناوس هم د قوت او وچ کلک زور حاکمان دي.تېر ځل په ولسمشريزو انتخاباتو کي يو کانديد د کوم ټلوېزون سره خبري کولې، ښې او چپ اړخ ته يې د ولسمشريزو ټاکنو دوه نور نوماندان هم ناست وو، خبريال ترې وپوښتل چي د افغانستان د اقتصادي ودې، امنيت، برېښنا، پوهنې، زراعت......... برخو کي دي پلان څه دئ؟ کانديد صاحب په ځواب کي ورته وويل، دې هري برخې ته خپل پلان لرم، خبريال ورته وويل که مهرباني وکړئ، ليدونکو او اورېدونکو ته يې واضح کړی، کانديد صاحب په ځواب کي ورته وويل اوس ددې لپاره نه غواړم، تشريح يې کړم، چي دا نور کانديدان يې بيا زده کوي. دا ډول کانديدان هم غواړي ولسمشران شي، له ځانه سره مي فکر وکړ، ممکن ولسمشر شي! په افغانستان کي خو د تېرو دريو لسيزو راهيسي داسي کسان ښه غوړ، پنډ او په پستو لوړو بستونو کي ليدل کيږي.

ليکوال : عزت الله ذکي

سرچينه : ټاتوبی اوونيزه

- بېرته شاته