(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بي غوري ژبى دمنځ څخه وړي

عبدالجبار كاكړ

د ځلاندورځپاڼى چارواكو خپل ټول وخت په دي هڅه كښې شوي دي چي څنګه و پښتو ته خيل ځائي او مقام ورته راوستل شي چي پښتو ژبه د نړۍ دنورو ژبو وارو وده وكړي او دنړۍ دنورو ژبو سياله شي بله دا چي دپخپله پښتانه د خپلي ژبي سره بيګانه شوي دي دوي ودي ته رابولل شې چي هر وګړي لومړي و خپلي مورني ژبى ته ارزښت وركړي ولي چي هر قام او ولس ته خپله مورني ژبه تر نورو پريدبو ژبو نه يواځي ارزښت لري بلكي حق هم لري بله دا چي موږ پښتانه ودي ته راوغواړو او پوه يې كړو چي ماشوم ته لومړي زده كړي په خپله مورني ژبه وركول شي. ځكه چي د نړۍ پوهانو اورڼ اندو دهغه دهر چادپاره اړينه او ضروري ګڼلي ده او ددي دڅنګه ځموږ دا هڅه هم دهچي هغه نورو ژبو توري(WORDS) چي بيځايه په پښتو ورمنډل كيږي دهغه مخ نوي وشي چي پښتو كښي خپله هغه توري وي خو ددي مطلب كله هم دانه دي چي وپښتو ته دي دبلي ژبى توري نه اچول كيږي خو كه اړتياوي يا يې ضرورت وي دهغه مخ نوي دي نه كيږي خو ددي مانادانه دي چي دومره توري دي  وپښتو ته نه راوړل كيږي چي ورو ورو پښتو بڼه او څهره بدله شې او د پښتو خپل هر څه دلاسه وركړي لكه كله كله چي ځيني ليكوالان داسي ليكني كيږي خو يوه بله لويه ستونځه پښتو ورسره مخامخ ده هر ژبه ځان ته ځانګړي ټكي(شاعري) لري چي هر ژبه به په پيژندل كيږي پښتو هم خپل ځانګړي ټكپ لري  چي پښتو په  پيژندل كيږي خو ځموږ خپله پښتانه ليكوال د پښتو دهغه ځانګړي ټكي دنورو ژبو په ټكو بدلوي دبيلګي وارو ښ، په خ بدلول ږ، په گ، ليكل څ، په چ، بدلول څ، په س، بدلول او داسي نور ډېر څه خودا خو ځموږ په لهجو كښي ويل كيږي بيشكه چي كله موږ په خپلو كښى خبري سره كوو بايد چي بيا ليك كو وبيا نو هغه پښتو ګار كړو(THE STANDAD) چي د نړۍ په هره خوا كښې څوك داسي ليك لولي هغه ته څه ستونځه او مشكل نه وي او كه پخواني د پښتو كتابونه وګوري ځموږ مشرانو ليكوالانو دهغه ټكو او اړتياؤ ته ډېر پام كړي دي كه څه هم هغه وخت دخلګو ترمنځ تګ راتګ دومره نه و خو كوم كتاب چي به په پيښور كښې ليكل شوي و هغه به په كابل كوټه او كندهار كښې په رواني ډول ويل كيدي او يو مشكل او ستونځه نه وه خودبده مرغه د دري څلور لسيځو څخه په دهغه ناخوالو كښې ډېر زياتوب راغلي دي دا ولي؟ كه څوك په خپله داسي هڅي كوي خو دبده مرغه موږ په دي كښي ددهغه چاملاتړ بلكي مرستي ورسره كوو.

             زه په ډاګه داخبره كوم چي دنورو د ژبو دڅنګه دپاكستان حكومت د پښتو سره ښه نه كوي نه ددي حكومت چارواكو دا غواړي چي پښتو او نوري ژبي وده ونه كړي او څوك چي د خپلي مورني ژبه نه لري يا خپلي ژبي سره مينه نه لري هغه په يوه شمېر كښې نه راځي په دي كښې تر ټولو لويه پړه په پنجاب راځي چي د دوي په لاس كښې دپاكستان واكمني هم شته خو دوي خپله پنجابى ژبه وشاته اچولي ده كيدي شې چي دا د دوي سياسي مصلحت وي د دوي پرتله دنورو ايالتو قوميتو نه دهغه وخته څخه دنورو برخو دڅنګه دخپلو خپلو مورينو ژبو د حق غوښتنه كوي خو پنجابيان پټه خوله دي ددي سره په هند كښې دپنجابى ژبي دپاره ډېر كار روان دي ددي دڅنګه هغه وطنپاله ګوندو نه چي دوي د قوميتو په نامه سياست كوي دوي خپلي مورني ژبو په اړه په داڅولسيځو كښې داسي څه نه دي كړي چي د دوي ستاينه وشې آن دا چي دوي په دي نه  دي خر چي د دوي د ژبو سره څه روان دي سنديانو د خپلي سندهي ژبي غم په وخت و خواړي نو ځكه چي نن دپاكستان په ژبو كښې تر ټولو ژبو مخ په وړاندي روان دي خو دعوامى نيشنل ګوند(A.NP) په كار دي چي ستاينه يې وشي ولي چي دوي دخلګو په رايو دشمالى پښتونخوا ايالت كښي حكومت جوړ كړي دوي په دي وتوانيدل چي ددي ايالت دنورو ژبو په ګډون پښتو د لومړي زده كړو كښې دښوونځي برخه وګرځي او موږ دا هيله كوو چي دهغه بهير به دوام وكړي او ولس به وچاته موقعه او وارونه كړي چي څوك دهغه بشري حق د دوي څخه واخلي خو موږ ليكوالان او شاعرانو باندي هم دا پړه كيدي شې چي موږ ودي ته نه خپله پام اړوونه دنورو پام را اړوو چي ځموږ د مورني پښتو سره څه روان دي آيا موږ وخپلي ژبي ته خپل حق راوي دي يا موږ ددي دپاره ږغ پورته كړي دي آيا موږ كله پرله پسي داسي لاريونونه كړي دي چي د حكومت څخه دا غوښتنهوي چي ځموږ او دنورو مورينو ژبو سره بدكيږي داسي هڅي كيږي چي ځموږ د ژبي بڼه وريدله كړي كله موږ ددهغه وطنپالو ګوندو څخه داپوښتنه كړي ده چي تاسي د خپلي مورنى ژبي دپاره څه كړي دي آيا موږ ودهغه سياست مدارانو ته ليكه كښلي ده چي هغه وخت به وتاسي ته رائي او ووټ دركوويا به ستاسو ملاتړ كوو چي تاسي په دي اړه موږ ته څه وښاياست؟ ځموږ ادبى ټولني دپښتو نړۍ وال سازمانونه او دحكومت په مرسته رواني پښتو اكيډمي او په پوهنتونونو كښې د پښتو څانګي هم ګرم دي خو په دهغه پښتو څانګو باندي زه ځكه اوس څه نه وايم چي د پيښور او د بلوچستان پوهنتونونو ترمنځ به ارومرو توپيروي خو تركومه چي دبلوچستان پوهنتون څانګه ده ماته څه خوندنه ښكاري زما حيال دي چي هم دومره بس دي خوتركومه چي د پښتو اكيډمي كوټى خبره ده هغه تر دي هم بىخونده ده پخوا خو ښه وو دپښتو اكيډمي يوه وړوكي وداني چي يوه خواته وه او د چاخيال نه ورته كيدي خو اوس دپښتو اكيډمي يوه غټه وداني جوړه شوي ده او د كوټي دښار په منځ كښي ده خو كار يې په صفر ولاړ دي هر وخت چي ورله ورشي بس يو سړي به په خپل دفتر كښې ناست وليدل شې او كله چي وبلوڅى اكيډمي كوټي ته ورسره د يو په ځائي به ډېر وګړي د كمپوئيټر په مخ ناست وي او خپل كارونه به دبلوڅي ژبي دپاره كوي بلكي دا اكيډكي نور ډېر څه كوي خودبده مرغه پښتو اكيډمي داسي څه نه لري ځكه چي په پښتو اكيډمي هغه څوك را ټول دي او دوي نه غواړي چي نوو ځوانانو ته وار او موقعه وړكړي كه څه هم د ډېرو كلو څخه د اكيډمي په چارواكو كلكي نيوكي كيږي تر كومه چي دنړۍ والو كانفر نسونو په نامه په كابل كوټه او پيښور كښي په وارو وارو نړۍ والي غونډي شوي دي خو هغه دپارسي بان خبره ده چي نشتن برخاستن اوريدل او تر بل غوږ استل وي دوي ونه كړل شول چي يو مركز يې جوړ كړي وي او په دري څلور مياشتو كښې په دهغه مركز باندي غونډي كولي چي و پښتو او پښتنو ته ور پيښو ناخوالو يې يوه كرنلاره ټاكلي خو دبده مرغه د كابل په غونډه كښې د پښتو دمركز اعلان وشو خو نه څه كيدل نه څه وشو ددي سره سره چي دوي دا هم په ګوته نه كړه چي بشپړه وپښتو ته كوم خنډونه دي؟

           اوس به راشو هغه پښتو ادبى ټولنوته چي ځموږ په بشپړه خاوره كښي جوړي دي چي په كار دي چي وستايل شي خو دبدمرغه دوي هم خپل ټول وخت به شعراو شاعري تيروي ددي سره سره چي د ژوند چاري په شاعري نه اواريږي نه ژبه په دي وده كوي د ژبي دپرمختياد ورځ زه ديوي ادبي ټولني وناستي ته ورغلي وم دوي په يوه غزل باندي كره كتنه كوله دچاشو چي وو هغه به يويو شعر لوستي او ناستو ملګرو به خپله رائي په وركوله باور وكړي چي دوي په دهغه كره كتنه دوه نيم دري ساعته تير كړو چي داكار وپائي ته ورسيدي يو دوري روان شو اوبل دوري ماپه دا زړه كښي ويل كه دهغه پښتو ادبي ټولني چي شمېر يې نه كيږي كه دوي ددهغه  نيم وخت دپښتو او د پښتون دناخوالو دهوارولو په لورواړ وي نو باور وكړي چي ځموږ نيمي شخړي به پاته نه شې او پښتو دپرمختيادپاره چي كوم واټن په كلو وهل كيږي هغه به په ورځو ترسره كيږي؟

        رښتيا خبره داده چي زما دليك موخه هغه پورته چفه او شعار وو چي په دهغه كاغذاو پوسټر ليكل شوي او داسي لوستي شي چي دلته يو وار بيا ستاسو ومخ ته وړاندي كيږي.                          

 دمقرره تعداد كتابو فراهمي د محكمه تعليم ذمه واري

خو دلته زه دتاسو لوستونكو څخه پوښتنه كوم چي داپوسټر په پښتو ليكل شوي دي كه په اردوكه څه هم پښتو لوستونكو دا په يوه لاريون كښي دښه موخه او مقصد دپاره رااستلي وو خو دهغه لوستونكي ګرام هم نه دي بلكي دهغه بيګانګي ده چي موږ يې دخپلي پښتو سره كوو خو دبده مرغه داسي څوك نه شته چي دوي ته دا وروښائي چي دا خود پښتو سرغوڅول دي او كه هم دهغه بهير روان وو نو به ځموږ مورني ژبه كومه بڼه خپله وي رښتيا هم دهغه چغه ياشعار په پښتو ليكل شوي ده كه دځينى لري بيا څوك ګمان نه شي كوي چي دا پښتو ليك دي.

- بېرته شاته