(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ما له پښتو نه راځي

يو قبائيلى زلمى په اردو کښې ليکلې ډرامه راوړې وه ماهغه سره په ډرامه دخبرو اترو نه پس يوسوال وکړو چې تۀ په پښتو کښې ډرامه ووليکه دهغه جواب داوو ((ماله پښتو نۀ راځى نه ليکل نه لوستل کولې شم)). داخبره هغه دومره په فخروکړه چې په مخ باندې ئې ددې خبرې فخريه تاثرات هم ښکاره شول حالانکې دهغه اردو هم داسې وه لکه کټر پښتون چې څنګه اردو ليکى ياوائى ماهغه ته په دغه وخت ديو محترم داخبره وکړه: زما يو محترم دداسې پښتون پحقله وائى چې هرکله ماته څوک پښتون ووائى ماله پښتو ليکل لوستل نۀ راځى نو زۀ ورته په دغه وخت وايم . ((ياهلکه داخبره دچا په وړاندې مۀ کوه ددې سره پښتون ډيرسپک او بې غيرته ښکارى ځکه چې ژبه مور ده او يو زوئى چې په خپلې مور پوهه نشى نو هغه ته خوڅه بل څه وئيلی شى)) زماپه دغه خبره هغه پوهه شو ځکه چې په مخ کښې ئې دخپلې مور ژبې په داسې وينا وينه تاؤده غوندې شوه چپ شو ماورله دپښتو يو کتاب ورکړو او ورته مې ووئې .!! داکتاب وګوره پښتو به دې ښۀ شى بيابه پښتو ليکل هم زده کړی او لوستل هم داکومه ډرامه چې تاپه اردو کښې ليکلې ده دا به پښتو کښې ددې نه ډيره زياته ښکلې ووليکی. پښتون اردو دان لاړو خو زۀ يو ساعت فکر واخستم چې پښتانۀ بله ژبه نۀ صحيح وائى اونه ئې ليکى خوهغوى بياهم دبلې ژبې دعوه کوى خو داسې پښتانه په دې نه پوهيږى چې که پښتون په دې خبره سپک ښکارى چې داووائى ماله پښتو ليکل لوستل نۀ راځى او که دا ووايى ماله انګريزى يا اردو نه راځى نو دابه فطرى عمل وى ځکه چې هرقام په خپله ژبه پيژندلی هم شى حتى چې خپل رب او رسول مذهب او اسلام هم په خپله ژبه کښې پيژنى. خودبده مرغه پښتون په خپلې ژبې فخر نۀ کوى په پردۍ ژبه کښې ځان اعلى بالا ثابتول غواړى ماته يو افغان يو ورځې د عقيدت ډک خط راليږلی ؤ او ماته ئې هم داوئيلى وو چې ستا داردو ډرامو سلسله ښه ده په يوه حواله ئې داردو دانۍ شرف حاصلولو ماهغه ته يواوږد خط په جواب کښې ليږلی وو چې بل جواب ئې راووليږلو نو دافغان مينه وال هغه عقيدت ختم وو اوماته ئې ليکلى وو چې تۀ انتهاپسندئې)) زما دپاره دهغه داجمله اعزاز ده ځکه چې يو زوئې دخپلې مور دپاره جذباتى او انتهاپسند نشى نو هغه زوئى حرامى وى. دلته دژبې دقام دخاورې حدود مونږته خپلو مشرانو رازده کړى نه دى. دا د هغوى غلطى ده خو که مونږ داجواز ځانته کيدو چې چونکې مشرانو مونږ ته دژبې دقام او خاورې حدود ټاکلى نۀ دى نو زمونږ فرض ختم دى حالانکې ضرورى نۀ ده چې استاذ په کلاس روم کښې ټول کورس ختم کړى او دنيمګړى کورس نه چې پرچه راشى نو هغه به داجواز ووليکى چې دا سبق مونږ ته استاذ ښودلی نۀ دی بلکې دکتاب دطالب علم په حيث دا دهغه خپل فرض دى چې ځان دغه امتحان ته تيار کړى. مونږ په خپله ژبه کښې لوئې لوئې ((نامدار خانان)) لرو هغوى په خپله ژبه کښې تمغې اعزازات او ايوارډونه حاصل کړى وى خودهغوى په خدماتو کښې اردو اوانګريزى دپښتونه سيوا وى. دغلته دچرت انتها وى چې پښتون په خپله ژبه کښې نوم او اعزاز ګڼى خو خدمات ئې په نورو ژبو کښې ډير وى. د ژبې قام او خاورې په دغه چوکاټ کښې به داسې پښتون مونږ په کوم نوم باتصويره کوو او څه به ورته وايو. مونږ خــودا اوريدلى دى چې: پردۍ ژبه زده کول که لوئې کمال دی خـپـلـه ژبـــه هــيــرول بــې کــمـالـى ده دژبو زده کول دعلم دپاره ضرورى دى خوکه څوک ددې دپاره داخبره په فخر کوى چې ماله پښتوليکل لوستل نۀ راځى نو دادشرم خبره ده خو پښتون په دغه شرم باندې اګاه نۀ دی ځکه خوداسې وائى ماله پښتو نۀ راځى. ددې مثال داسې دی لکه چې مسلمان ووايى ماله کليمه نۀ راځى - بېرته شاته