(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ورکی لاری

مادڅه ساعت لپاره دصابرشاه صابر ددوحې سفرنامه ولوسته، بيا مې سترګې پټې کړې او دخيالونو په نيلۍ سور دقطر، سعودى عرب او اماراتو هاغه تودو تودو شګو ته ورسيدم، چرته چې زما دپښتونخوا ډير زلمى دارامانو په غيږ کښې دژوند شپې سبا کوى. زما ذهن ته هاغه زلمى هم راغلل دچا راتلو ته چې بوډا مور او پلار خپله يوه يوه ساه شمارى. هاغه زلمى هم چاچې په نکريزو سره لاسونه ناوې پريښې وې او دبې کورۍ ژوند ددغه نکريزو په کږو وږو کرښو دورکولو کوشش کوى. هاغه زلمى مې هم داحساس په پرده راغلل څوک چې دجون او جولائى په تود تنور کښې دارمانونو دتکميل په ارمان ساړه ساړه اسويلى کوى. زۀ پوئى نۀ شوم چې زما خُلې له ولې اسويلی راغی غالباً ځکه چې دغه هر څه ما په خپلو سترګو ليدلى دى او بيا چې زما خيال ته په دغه ستړى ستړى ژوند کښې دخپلو پښتنو زلمو ((پښتو)) راغله نو دا زړۀ مې لږ ښه شو. مادځان سره ووې، چې داهم شکر دی چې دغه بې کوره پښتنو پښتو په کور کړيده ګنې په پښتونخوا کښې خو دباچا خان دوخت راسې تشې دخُلې خبرې اورم. په عملى توګه مې د (واک) دخاوندانو کله هم پښتو ونۀ ليده. دسفر نامې په لفظونو کښې راته ملګرى جانان ، امت بنګش او فيروز اپريدى داسې سيورى سيورى شول ځکه په اماراتو کښې ښاغلی عصام الدين اورکزی، ښاغلی قيوم شاه ، ښاغلی تاج انور او اعجاز خټک دپښتنو دخدمت او مرستې دپاره چاق چاق ګامونه اخلى. دا بيله خبره ده چې دداسې خلقو اخلاص او مينې ته کله دشک په نظر هم کتلی شى. خو مئين چا هم ((بې توره)) نۀ دى پاتې کړى ځکه نو چې څوک ((مينه)) کوى هغه دې داسې خبرو نه ډار نۀ کوى زۀ لا په دغه خيالونو کښې ورک ورک وم چې ملګرى محب الله شوق راته فون وکړو ((هلکه فيروز اپريدی راغلی دی مازيګر به دجهانزيب نياز لالا ځائې ته ځو)) مابه ورته لا څه خبره کوله چې هغه په خپله خبره ټينګار وکړو او ما ذهن جوړ کړو چې دصابرشاه صابر دلفظونو فيروز اپريدی به ضرور ليده غواړى داورځ دنورو ورځو نه زياته درنه وه په يو وخت راته سل خبرې جوړې وې، او ما چې خپله خبره جوړوله نو صابر شاه صابر راته په فون کښې هم دغه دشوق خبره تکرار کړه ښاغلى صابر ورسره داهم ووئيل چې ددغه دستورې به ريکارډنګ وکړې دا خبره زما دپاره دفخر او وياړ وه خو چې کله صابرشاه صابر دخپل ((مخصوص مزاج)) مطابق دا ووې چې هلکه هاغه ((ټيپ ګوټی)) به دې هم راواخلې نو دسر نه مې لوخړه وخته ((يره صابرشاه صابر قطر ته لاړو خو په رويو کښې ئې هډو فرق رانغی!)) مادځان سره ووې دريکارډنګ اراده مې پريښوده ځکه چې اوس داماته خپل سپکاوی ښکاريدو. ټيلويژن ته لاړم هلته مې لږ څه کار ؤ او بيا دمحب الله شوق په ملګرتيا کښې دحيات اباد په لور روان شوم لکه زما شوق هم داسې پوره روغ نۀ دی ځکه ورته د ((ښکلو)) لارې ګودرې نه معلوميږى. حيات اباد ته ورسيدو خو هلته ورک شو په يوه لاره کښې به ودريدو تپوس به مو وکړو هغوى به په بله مخه روان کړو یو بل ښاری سړی وویل ((هلته بانې پوس کوه)) چې کله هغه داسې ووئيل نو بيا دشوق خندا چا منع کولی شوه ځائې په ځائې مو تپوسونه کول عن تر دې چې دشوق په ګاډى کښې دغريبۍ تيل هم ختم شول. بهر حال ديوې ګينټې دچکرونه پس مو ځائې پيدا کړو چې په دروازه کښې مو سر ښکاره کړو نو دجهانزيب نياز لالا د کور په لوئې انګړ کښې يو ادبى محفل راجوړ ؤ مونږ چې نزدې ورغلو نو صابرشاه بيا صابر ونکړو ((بس بس يو طرف ته کښينئ مشاعره شروع ده)) هغه په خپل مخصوص انداز کښې ووې ولې شوق دهغه خبرې ته توجه ورنکړه ځکه داسې کول ((پښتو)) نه وه ، مشاعره لږه وځنډيده مونږ دمحترم مشر راج ولى شاه خټک دقام پرست فکر خاوند شاعر مالک اپريدى نه علاوه نورو ميلمنو له هم غاړې ورکړې، ما جهانزيب نياز لالا ډير عمر پس ليدو، تياره خوريده شعرونه وئيلی کيده. مالک اپريدى دشعرونو نه علاوه داسې رښتيا رښتيا خبرې وکړې چې هر چاسرونه ښکته کړه بيا ورپسې شوق دمايوسۍ په تورتم کښې داميدونو شمعې بلې کړې، دغه رنګ راج ولى شاه خټک په هاغه عالمى حالاتو خبره وکړه په کومو کښې دپښتو دورکيدو امکانات ورځ تر ورځه سوا کيږى کۀ هر څو زمونږ ځنې ناپوهه ليکوال په پښتو اکيډمۍ ټکونه کوى خو حقه خبره داده چې دې ادارې دپښتو نوم ژوندی ساتلی دی. زۀ دراج ولى شاه صيب خبرو ډير په ژور سوچ کښې اخته کړم او بيا چې کله ښاغلى فيروز اپريدى ته دکلام او وينا دعوت ورکړی شو نو هغوى په قطر کښې دخپلو ادبى هلو ځلو خبره داسې په کوټلى انداز کښې وکړه چې ورنه دهغوى دپوهې علميت او ادراک ښه په اسانه اندازه لګيدی شوه. زۀ دهغوى دعلمى حدونو څخه هم اشنا شوم او په دې پوهه شوم چې ښاغلی فيروز اپريدی دپښتو خدمت جذباتى طور نه بلکې پوره شعورى طور کوى، بيا مې دجهانزيب نياز لالا شعرونه هم واوريدل او مشاعره په ډیر جوش کی پای ټه ورسیده. - بېرته شاته