(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو څخه تاسي څه غواړئ

  محمد نعيم كاكړ 

خدائى پاك (ج) د قرآن او د حديث د لارې د بشر تر منځ د ښه ژوند كولو يوه روښانه او بشپړه لارښودنه كړي ده چي هغه ته موږ د ژوند لاره ويلي شو د وګړو په منځ كښې مينه محبت ورورګلوي د بل په هر ډول حق باندى خيټه نه اچول او په برابري و هر چاته كتل تشدد وژنه لاروهنه او د داسې نورو ډېرو ناخوالو مخ نوي او دشر او بشر وژني په ضد دريدل داسې او داسې نوري ډيري چاري دي چي د اسلام سپيڅلي دين په ټول بشر را استولي دي بيا ددي د څنګه د پښتنو خپل روايات او دودونه دي چي د هري لانجي د هوارولو دپاره ځموږ پخوانيو مشرانو د جرګو د لاري د يوه نسل ته سپارلي دي چي اوس هم موږ په هغه وياړ كوو خو د بده مرغه د پښتو و دهغه ښه دود او دستور د مخ نوي يا د پښتنو د يو كيدو په ضد هميش د وخت ناترسه حكمرانانو د اسلام په نامه داسې څوك را لوئى كړي دي چي هميش يې پښتون په وهلي دي او نوم يې د مذهب او اسلام وركړي دي.

     نن يوواربيا د هغه پخواني حربۀ د پښتون په ضد په ډېره ناترسي سره ګاريږي د پنځه ديش كلو څخه يې د هغه خوار ولس په مخه كړي او دده په وينه يې دا ټول ټاټوبى سركړي اوس هم سوروي دلته خبره داده چي پښتون ولي د ټولي نړۍ په سترګو كښې اغيزي دي نن كه يوه خواته باندنيان د پښتون افغان په وژنه بوخت دي خو و بلې خواته هم دهغه چاچي پرون د دهغه باندنيانو ملګري و په يوه او بل نامه ځموږ ولس وژني دا څنګه دښمني ده چي دوي يو د بل و مخ ته ولاړدي خو مرګ او ژوبله د پښتانه افغان كيږي كه څه هم د اسلام سپيڅلي دين او مذهب د بشر د وژني كلك مخالفت كړي دي تاريخ به دا ښائي چي د پښتون افغان وټاټوبى ته لومړى ښورويان چار اوستو او بيا ناټو چا راوسته رښتيا يې ويلي دي چي خدائى(ج) ږغ نه كوي خلګه رښتيا نه وائي.

      د ډيري اوږدي مبارزي وروسته لومړي وار د پښتنو قامي ګوندو توانيدي چي په ۲۰۰۸ء كښې د خلګو ملاتړ ترلاسه كړي او د پيپلز ګوند په مرسته په خيبرپښتونخوا كښې حكومت جوړ كړي چي ددي حكومت د جوړيدو درې مياشتي د مخه د ايم.ايم.اې ائتلاف پنځه كاله حكومت كړي و او د اسلام په سپيڅلي نامه يې د پخوا وارو د خلګو رائي ترلاسه كړي وي چي جماعت اسلامي او بل جمعيت العلماءاسلام په ګډه د هغه حكومت جوړ شوي و دوي دي پخپل ګريوان كښې وګوري چي دوي د اسلام دپاره كوم كارو كړي لكه دوي چي د ولس سره ژمنه كړي وه آيا دوي دهغه چا سره نه وو ولاړ چي په آئين كښې ۱۷م بدلون راوستي و او نن دوي هغه ته د پاكستان دښمن او د امريكا ملګري وائي د دهغه د ملايانو د ډلي ايم.ايم.اې په بلوچستان او سرحد چي اوس خيبرپښتونخوا وپل كيږي د دوي جكومت نه و د دوي د حكومت په دوران كښې ډراون حملي نه كيدلي جنرال پرويز مشرف پاكستانيان نه نيول او امريكا ته په لاس نه وركول داسې نوري ډيري پيښي د دوي په دوران كښې وشوي خو دوي يوه ورځ هم و پرويز مشرف ته نه ودريدو چي دوي د امريكا دپاره خپل مسلمانان نه شې ځپلې دا ځكه چې دوي د اسلام په نامه د ولس راځي ترلاسه كوي خو د دوي او د نورو په حكومت كښې څوك د مسكال توپير نه شې كولي خو نن دوي تر هر چا زيات د جنرل مشرف مخالفت او سپكاوي كوى. جمات اسلامي چي ځان ته دپارساو ګوند وائي او بل په باك نه راوړي ددي ګوند تاريخ چي وكتل شې د دوي په قول او فعل كښې به دومره توپير ووينې چي سړي غاښ په ګوته ورته پاته كيږي دوي د امريكا د شوروي روس په ضد ددي كبله ملاتړ كاوي چي عيسويان اهل كتاب دي نو نن چي دهغه اهل كتاب د مسلنانانو قتل عام كوي نو ولي نه ورته و اياست چي مسلمانان ولي وژني دوي خو هم اهل كتاب دي...؟ خو يا دوي ته بله ډنډه او وطيفه وركول شوي ده هم دهغه جمات دي چي دوي يو منطق او اصول نه منې كه زه چپ ګاتي كوم نوناسي ددي ګوند د يوه رڼ انده سره بحث مباحثه وكړى...؟

     پښتانه مسلمانان اوس هم ټينګ مسلمانان دي دا تاريخ په خپلو مخونو او ورقو كښې ثبت كړي ده چي نه غواړم چي د جمات اسلامي وارو خلګو ته ددي سپناوي وكړم تر كومه چي د ټولټاكنو خبره ده پښتنو هميش د اسلام په نامه و دوي ته خپله رائي وركړي ده خو د بده مرغه دوي د پاكستان په لنډ تاريخ كښې هر څوك په دي خبر دي خو دوي هميش د اسلام په نامه د پښتنو سره پړه كړي ده او  هر چاچي د پښتنو د حق دپاره ږغ پورته كړي دي دهغه اسلامي ګوندونه و مخ ته دريدلي او خپل حق غوښتنى ته د كفر او غدار په نومولي دي او هغه سپكي سپوري ورته ويلي دي چي ساري يې نه ليدل كيږي ددي سره سره چي هر څوك په دي پوه دي چي په پاكستان كښې تر هغه وخته اسلامي نظام نه شې راتلي تر كله چي نورو قوميتو او ايالتو ددي نظام په ملاتړ رائي نه وي وركړي په زياته بيا چي پنجاب ايالت د دهغه اسلامي ګوندو ملاتړنه وي كړي اوس دي د هغه اسلام ګوندونه يوواربيا په خپل ګريوان كښې و ګوري چي دوي په نورو ولايتو په ځانګړي ډول په پنجاب كښې د پارليمان څومره څوكي اوسيټونه لاس ته راوړي دي او بيا په وارو وارو ټولټاكنو كښې څومره څوكي ورته راوړي دي دا هغه ګوندونه يواځي و حكومت ته د رسيدو دپاره د اسلام سپيڅلي نوم ګاروي كنې د دوي او د نورو تر منځ په حكومت كښې يو توپيرنه ليدل كيږي دهغه اسلامي ګوندو د بلوچستان په پښتون مثبت سيمو كښې هر وار زياتره د اسمبليو څوكي ګټلي دي او په خيبرپښتونخوا كښې هم حكومتونه جوړ كړي يا د حكومتو برخه ګرځيدلي دي خو دوي دي يو كار هم په ګوته كړي چي هغه د نورو ګوندو سره توپير ولري تېر د بلوچستان حكومت چي واك او اختيار يې د اسلامي ګوند په لاس كښې وو هغه ګډوډي او لوټ يې وكړى چې ساري يې نه ليدل كيږي خو بيرته هم دوي د ۱۱م مئى په را روانو ټولټاكنو كښې ولاړدي هم هغه پخواني خبري كوي چي دوس به اسلامي شريعت راولي خو بيرته به هم پښتانه و دوي ته رائي او ووټ وركوي ولې چي د دوي لوئي او زار د اسلام سپيڅلي نوم دي چي داخبره كوي كه و دوي ته ووټ ورنه كړي نو د اسلام څخه وتلي شې ددي سره سره چي اليكشن كميشن لارښودنه كړي ده چي د مذهب په نامه به څوك ووټ نه غواړي او د خبره هم څرګنده ده چي د پښتنو په چپه به دوي د نورو قوميتو څخه تر دوودرو څوكيو څخه زياته څوكي وانه خلي.

     پښتانه چي نه يواځي د اسلام باندي هر ډول سرشندنه كوي او تر نورو زياته په خپل سپڅلي دين او مذهب ولاړدي او د شريعت په ضد كله هم نه شې دريدلي او يواځي د پښتانه په رائي او ووټ په پاكستان كښې شرعي نظام نه شې راتلي چي په وارو وارو داخبره آزمويل شوي ده نو راشې و دهغه اسلام ګوندو ته داخبر په ډاګه كړو تاسي د پاكستان د نورو خلګو څخه دومره پارليماني څوكي او سيټان راوړي موږ به دتاسي ملاتړ بيا هم كوو خو كه يواځي تاسو پښتانه مسلمانان كوي نو پښتانه خو د لومړى ورځي څخه د اسلام دپاره سرشندني كړي اوس هم دوي وهل كيږي خو نور يې ننداره كوى.

     عوامى نيشنل ګوند تېر پنځه كاله حكومت وكړي څه يې د خپل ايالت دپاره وكړو يا يې ونه كړو ددي جواب خو به هم د هغه ګوند خپله وائي خو د يوه كار ستاينه به هرومرو هغه څوك كوي چي هغه په پښتنو او پښتو مين وي هغه په ښوونځيو كښې د پښتو او نورو ژبو رائج كول دي چي نه يواځي د هر مورني ژبى دويونكي غوښتنه ده بلكې د ملګروملتو او د هر بشر اړتياده خو يواځي هغه څوك ددي بشري غوښتني مخالفت كوي چي څوك په دي د سره اړنه وي چي د مورني ژبى ارزښت څه دي...؟ يا د بشر څخه ځان بيل كړي او د تنګ نظري جامي اغوستي دي داسې څوك چي خبره د اسلام كوي خو په دي نه دي خبر چي مورني ژبى په اړه د اسلام او  ستر پيغمبر محمد(ص) څه بيان دي  يا بيا داسي خبره هغه څوك كوي چي خپله مورني ژبه نه لرى...؟

     د عوامي نيشنل ګوند دحكومت ختم كيدو سره سم د جمات اسلامى لخوا په هغه نصاب باندي اعتراض شوي دي چي په هغه كښې د پښتنو د ننګياليانو د ژوند په اړه مضمونونه تېر حكومت په كتابو كښې راوستي و د جماعت اسلامي د استادانو سازمان يا تنظيم وحدت اساتذه په دهغه نصاب او د پيښور ټيكسټ بك په كاركردګى اعتراضونه اونيوكي كړي دي او دهغه پښتنو ننګياليانو چي د دوي نومونه په دهغه نصاب كښې راغلې دي هغه د طبيعت څخه چپه ګرځيدلي دي چي مانا يې داده چي دهغه نومونه ولي په نصاب كښې اچول شوى دى.

     كه څه هم موږ د يوه سياسى ګوند سره اړه نه لرو خو د اې.اين.پى ستاينه كوو خو څوك چي داسې بيځايه اعتراضونه كوي هغو ته دا په ډاګه كوو چي هو موږ مسلمانان يو او په دي وياړ كوو چي د اسلام دپاره موږ تر هر چا زياته سرشندني كړي دي خو موږ په دي هم وياړ كوو چي پښتانه يو او پخپلو وياړلو ننګياليانو نه يواځي وياړ كوو خو ددي د څنګه د دوي نومونه هم ژوندي ساتو او هيچا ته اجازه نه شو وركولي چي دوي موږ د اسلام په نامه د خپل تاريخ او د خپلو ننګياليو څخه بې خبره او د موږ څخه بيل كړي نه موږ په خپله مورني ژبه خپل دوداو دستور باندى راكړه وركړه او سوداګري كولي شو څوك چي دا غير اسلامي او غير بشري غوښتني كوي دوي نه په اسلام خبر دي نه دوي په بشر خبر دي نه شو ويلي چي دوي داسې خبري د چا په لارښودنه كوي او اوبه په ټانګ بيلوى خو دا اوس د پښتنو د رڼ اندو دانشورانو سياسي مشرانو ډنډه او مسئوليت جوړيږي او دهغه ديني علماء چي دوي په اسلام خبر دي او تنګ نظر نه دي د دهغه ډول ټهيكدارانو جواب وركړي او ولس ته په كاردي چي د ۱۱م مئى په ټولټاكنو كښې دوى داسې رداو د مځكي ووهي چي بيا د سياست نوم وانخلى.

- بېرته شاته