(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عمر عسکر- د رڼا مبلغ

لا به تر کومه د لټون په لاره زه يم زهير
زما د قدم څومره نقشونه په کوڅو کې ښخ شول

د يو فنکار اهميت دادى چې په کوم ځاى کې چې اوسي هغه سيمه پرې ګلزار کيږي ، ښائسته کيږي او د شا اوخوا فضا يې د تخليق په خوشبويي معطره کيږي. په عمرګل عسکر ټوله جنوبي پښتتونخوا ښائسته ده. خو د ښائست اثرات ئې تر ليرې ليرې رسي. هغه په خپل ادبي سفر کې تل د تخليق شمع روښانه ساتلې، د شعر وږمې يې خورې کړي او ټول عمر يې د ښکلا وجود ته ساه بخښلې ده. ددې په بدل کې هغه کومه مادي سرمايه نه ده جمع کړې او نه يې خپل دکان ته ګاهک پيدا کړى بلکې د خپل کور سامان يې هم په دې لاره کې وقف کړى. د هغه بيقراره روح هغه تل بې لوثه خدمت ته هڅولى او پاک ضمير يې د تحفو تحائفو د راکړې ورکړې د کاروبار نه ليرې ساتلى ځکه خو هغه د يو Full time اديب په شکل خپل Image قائموي او د خپل Contribution په بنياد خپله پيژندګلوي کوي. د پيژندګلوۍ دا انداز پرعظمته هم دى او پائداره هم. د غير ادبي منډو ترړو په استناد جوړ شوى د شګو جوړ شناخت ژر راپريوځي او سړى خوار پاتې شي او داسې کس د ادب د تاريخ برخه نه شي کيدى. هغه د خپل لوستونکي ذهن ورو ورو پرانزي او د خپل تخليقي دور وجداني سرګزشت ورته مخې ته ږدي. په دې طريقه يې د روايت سره اشنا کوي او تجربه يې په سرشت کې ګډوي. يعنې هغه مسلسل په خدمت کې دى. دا د هغه خصوصيت هم دى.
د هغه شاعري د هغه د سياق او سباق مطالعه ده او د هغه د شخصيت او سيمې سفر دى.
داسې به څوک وي چې په لار د منزل نخښې کښيږدي
اوس ازغي هميش شيندې په هر مزل کې خلک
لا خو د بيټ نيکه دعا په سردرو کې اورم
وګړي ډير کړي خو ډير نکړې په ځنګل کې خلک
بلاګاني اوس په ښار دي روږدي سوي
له ماښامه خلک وتړي ورونه
او
دلته مړه دي سره بڅري خلک لاړل
د پرون د انغري سړه ايره ده
يو تعبير يې د خوبونو خو څوک وکړی
يبلي پښې په سر، سرتورې پښتنه ده

د هغه د لوستو له پاره د ډير علم ضرورت نشته. دده د کائنات په دائره کې د سړي علم پخپله زياتيږي او د ذوق معيار يې لوړيږي. د هغه د فن سره د هغه د خدمتونو فهرست چې د پښتو ادب له پاره يې کړي دي لوستونکى ته د احسان کولو چل ورښائي او په خپله ژبه د عزتمن کيدو هنر خوروي لکه هغه چې پخپله لمراو عزتمن دى.
ټول رنګونه،په يورنګ کي دي ځای شوي
ځکه اغوندي سپين رنګ ښايسته لمرونه
د هغه په شاعرۍ کې د محبت د خوږو شيبو يادونه هم شته کومه چې د شيلے مطابق د شاعرۍ تر ټوله ښۀ برخه وي.
يواځې ګرځم توره شپه کې د خپل يار په لټون
له زړه راوځم په ليمه کې شم ايسار په لټون
په زړه مې ګرځي د ځوانۍ هغه وختونه ياره
ما به پر تا، تا به پر ما ويشتل ګلونه ياره

هغه په ځينو شعرونو سره په ډير شدت زړه ته اپيل کوي او خپل احساس ورکوي چې دا ثابتوي چې ښاغلى عمرګل عسکر ښه شاعر دى. تاسې يې نمونه وګورئ چې د narcissism او selflessness دواړو ترمنځه واقع دى کوم چې د يو Normal انسان صفت دى. او ښۀ شاعري يواځې نارمل کس کولى شي. زمونږ ډير ملګري چې د نرګسيت ښکار شي نو شاعري يې قد وړوکى کړي او چې ددې حالت ضد شي نو د فزيکس او ګونګې تعقل پسندۍ لکچرر ترې جوړ شي.
بيا د يادونو په ايرو کې چرته سکور لوګى شو
بيا مې په خونه کې د زړه ظالمې تور لوګى شو
خرده! ته به د صحراو خوا ته درومي چې بيا
د زړه دپاسه د مودو مړ شوى اور لوګى شو
د بيلتون شپه ډيره درنه وه خو په ما تيره شوه
د سهار خوا ته مې په سترګو باندې خور لوګى شو
پرې خبر نه يم چې بيا څه دي، دنيا خاندې ولې
زړه د خدشاتو په بڅرو باندې نور لوګى شو
څه د بيلتون څه د بې قدره زمانې په سوب
دې تا، عسکر لکه څراغ د غريب کور لوګى شو
لا به تر کومه د لټون په لاره زه يم زهير
زما د قدم څومره نقشونه په کوڅو کې ښخ شول
د هغه ځنې شعرونه د شعريت د کمي او د تخيل د کمزورتيا سره مخ دي کوم چې د فني او فکري ارتقاء د سفر د ضرورت له وجې نظرانداز کيدى شي. په کتاب کې د داسې شعرونو ځايول د هغه د لمنې فراخي ښايي ځکه چې کيدى شي داسې شعرونه هم خپله حلقه پيدا کړي او د ډيرو د خوښې باعث شي. مونږ يې د ذوق د اختلاف په سبب د کتاب حاشيې ته نه شو ديکه کولى.
ادب ته د مسلسلو پيرزوئنو له کبله هغه د ډير احترام وړ دى او پښتون قوم ته د خدمت له وجې د ستائنې قابل. د هغه په هکله زما حتمي رائې داده چې د هغه د ذکر نه بغير د جنوبي پښتونخوا ادبي تاريخ بالخصوص او د پښتو ادب بالعموم نيمګړى دى. که څوک يې پوره کوي نو د کم فهمۍ ښکار دى د کج فهمۍ تر حده

- بېرته شاته