(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رحمت شاه سايل اوقامي اسمبلۍ

د پاکستان په پارلېماني انتخاباتو کې د يوه کانديد په توګه برخه اخيستل يوازې د مالداره او بانفوذه خلکو کار ګڼل کېږي. خو په خيبر پښتونخوا کې داسې کسان هم شته چې ډېر مال حال نه لري او  ووټونو ته درېدلي دي.
له دې کسانو څخه يو د پښتو ژبې وتلی شاعر، د ملاکنډ، درګۍ اوسېدونکی رحمت شاه سايل دی، چې د عوامي نيشنل ګوند په ټيکټ د قامي اسمبلۍ الېکشن کوي.
نوموړی وايي، د دې له پاره چې وښيي سياست يوازې د پيسو په زور نه کېږي، دغه ميدان ته راوتلی دی.

د جمیعت او جماعت اسلامي په سټيجونو هم د هغه شعرونه ويل کيږی. خو پاکستانی سياست چې څومره لانجمن شوی دی، په دې کې د سايل صيب غوندې د يو کس اليکشن ته درېدل، زه يې په ذاتي توګه يو ښه عمل نه بولم.

روښان یوسفزی

((يوازې هغه څوک چې مالدار وي، موټرې ولري، ډېره غټه حجره ولري، به اليکشن کوي. نو ما ويل چې دا ناسور لږ غوندې راکمول دي. بس کله په سوزکي کې، کله په ډاټسن کې، ګرځم او خپل پيغام رسوم.)) 
خو د سياسي چارو څېړونکی ايمل خټک بيا د پاکستان په سياست کې د پيسې زيات عمل دخل ته په کتنې سره وايي چې په دغه ډګر کې د اديبانو او هنرمندانو بريا يو ستونزمن کار دی.
((
که شاعر دی، که اديب او که صحافي دی، هغوئ هم د دې معاشرې خلک دي او حق لري چې په انتخاباتو کې خپله ځان کانديد کړي او يا بل څوک يې کانديد کړي. خو په پاکستان کې چې کوم پارليماني کلچر دی نو هغه د کروړونو روپو لوبه ده. دا بېله خبره ده چې په کومه حلقه کې داسې خلک دريږي، هلته د هغوئ د سياسي ډلې څه پوزيشن دی. خو عموماً داسې خلک ډېر کم کاميابيږي.))  

يوازې هغه څوک چې مالدار وي، موټرې ولري، ډېره غټه حجره ولري، به اليکشن کوي. نو ما ويل چې دا ناسور لږ غوندې راکمول دي. بس کله په سوزکي کې، کله په ډاټسن کې، ګرځم او خپل پيغام رسوم.

رحمت شاه سایل

په پېښور کې خبريال او شاعر روښان يوسفزی وايي، رحمت شاه سايل په ټولو پښتنو يو شان ګران دی او د اليکشن کولو له پرېکړې څخه يې زياتره مينه وال خوشاله نه دي.
((
ټول فکر لرونکي خلک د سايل صيب شعرونه خوښوي. د جمیعت او جماعت اسلامي په سټيجونو هم د هغه شعرونه ويل کيږی. خو پاکستانی سياست چې څومره لانجمن شوی دی، په دې کې د سايل صيب غوندې د يو کس اليکشن ته درېدل، زه يې په ذاتي توګه يو ښه عمل نه بولم. هغه د پښتنو قامي شاعر دی. خدای مه کړه کوم نقصان ورورسي، نو دا به زموږ له پاره يوه بله بدبختي وي. شاعران او اديبان ورسره تر خپله وسه مرسته کوي. زه خپله هم درګۍ ته تللی وم،. خو هلته چې موږ له عامو خلکو څه واورېدل نو هغه دا وو چې سايل صيب بايد له سياست څخه ځان لرې ساتلی وای.)) 

سايل صيب د دې خاورې اود دې لوڅ لغړ ولس د پاره ډېرې غټې قربانۍ ورکړې دي.

دیدار طایر

د ملاکنډ بټ خېلې يو شاعر او د دغه ځای د ادبي ټولنې (پام) يو فعاله غړی ديدار طاير په عين وخت کې وايي، رحمت شاه سايل نه يوازې د شعر په ژبه بلکې د يوه سياسي مبارز په توګه يې هم د خپلو خلکو د حقونو لپاره غږ پورته کړی دی. د طاير په خبره، د رحمت شاه سايل په انتخاباتي کمپاين کې ورسره د سيمې خلک او د ده ملګري کلک ولاړ دي.
((
سايل صيب د دې خاورې اود دې لوڅ لغړ ولس د پاره ډېرې غټې قربانۍ ورکړې دي. خلک په ملاکنډ سازش کيس کې د هغه نيونه يادوي، احترام يې کوي او وايي چې دغه سړی حق لري چې زموږ نه ووټ وغواړي. په بټ خېله کې هغه تقريباً درې کارنر ميټنګز وکړل او خلک ورته دومره په مينه راځي چې شمېر يې د نورو سياستوالو د جلسو هغې ته ورسي. د خپل کمپاين له پاره زياته تکيه د خپلو دوستانو په مرستو کوي.))      
ديدار طاير هغه اندېښنې هم ردوي چې ګوندې د نورو سياستوالو په څېر رحمت شاه سايل هم له امنيتي خطرونو سره مخ کېدای شي.
((
کمپاين يې ښه ټيک روان دی. موږ ګورو چې د نورو په هغو کې دا چاودنې وغيره کېږي، خو خلکو ته مالومه ده چې دی په شعر او هم په عملي مبارزه کې د غريب ولس د حق خبره کوي، ځکه نو کومه امنيتي مساله ورته نشته. او ګټه او بېلاد د خدای کار دی، دغه د بکس نه پته لږي نو.))    
بايد وويل شي، د ملاکنډ ايجنسۍ په اېن اې ۳۵ مه حلقه د عوامي نيشنل ګوند د رحمت شاه سايل مقابله د پيپلز ګوند له لعل محمد خان، د تحريک انصاف له جنيد اکبر، د جمیعت علمای اسلام له مفتي محمد سعيد او د جماعت اسلامي له بختيار ماني سره ده.

- بېرته شاته