(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امريكاته

دا يو قدرتى خبره ده چي د هري سيمى او خطي خپله خپله هوا موسم او چاپيريال وي او د هر چاپيريال او هوا سره سم د هغه خلګه درختي بوټى او څاري او نور ډېر څه وي لنډدا چي دهري سيمي او خطي خپله جغرافيه ده او ددهغه جغرافيه په رڼا كښې ژوند او چاري جوړي وي ځكه چي په نړۍ كښې بيل بيل اورنګ برنګ وګړي ژوند كوي كه يوه خواته سپين پوستي خلګه او قومونه دي خو  ويوي خواته تور پوستي او ځان ته خپل ډول لري عنم  رنګه او نور ژړ بغون خلګه هم ځموږ په دي نړۍ كښې ژوند كوي او ددي دڅنګه د دوي دژوند چاري دود دستور كلتور آن خوراك يې هم پيل بيل وي.

           دپښتنو هم خپل ټاټولي دي خپله سيمه او خپله خطه او منتطقه ده او خپله جغرافيه يې ده هم په دي جغرافيه كښې  دوي ژوند د زراؤ كلو څخه را روان دي او هم دومره پخوانى او اوږ دتاريخ او خپله ژبه لري او ځيني داسي ارزښتونه او خاصيتو نه ليري چي كيدي شي د نړۍ په نورو خلګو كښې د هغه ارزښت نه وي ځكه چي د پښتنو تاريخ دنورو څخه ډېر بيل دي او دهغه قام هميش په مبازره كښې پاته شوي دي كله يې په خپله خاوره و باندنيانو ته ماته وركړي دي يا يې ونورو يرغلګرو ته دخپل ټاټولي څخه دباندي ونورو ته ماته وركړي ده خو كله بيا دومره شاته تللي دي چي پخپله خاوره يې دنورو يلغرګرو څخه ماته خوړلي ده خو دمبارزي څخه په شانه دي تللي او بيا بيا يې د ځان څخه دزورور سره ټاڼتي او جګړي كړي دي كه ماته هم خوړلۍ ده خو چابرلاسي او غلامى ته  سرنه دي ټيټ كړي چي كله موقعه ترلاسه كړي ده ګوځار يې وخپل دښمن ته وركړي دي دا ځكه چي جغرافيائي چاپيريال يې هم داسي دي.

              موږ  د پښتون افغان او ږداو مبارز تاريخ دلته نه غبرګو و ځكه چي دا به ډېر ځائي او وخت وغواړي بلكي كومه خبره چي موږ دلته وړاندي كول غواړو هغه به راڅخه پاته يا به  ډېر لنډه شي دا خبره په كار دي چي نړۍ ومني چي پښتون افغان ددي سيمي او د خطي يو لوئي قوت او ځواك دي چي د دوي د سيمي په سياست كښې برخه نه وي ددي سيمي لانجى نه شي هواريدي ددي سره سره چي په ۱۹م پيړي كښې برتانوي امپرا توري په دي پوه شوه چي پښتون افغان ومخ ته دوي خپله يوه لوبه مخ ته نه شي وړي نو

ځكه  په۱۸۸۳  ء كښې د پښتون افغان په ځكر د ډيورنډ چاړه راكښ كړه خو دا يې و نه كړل شوي چي بياهم دنيم افغان پښتون ټاټوبى دلوئي هندوارو تر خپل واك لاندي راولي خو ددي دپاره يې  بل  چل ول خپل كړي چي د ډالرو د څنګه يې داسلام سپيڅلي نوم او په دوي كښې خپل لاس پوڅي باړه كړو او خپله  لوبه يې روانه وساته خو بيرته هم د پښتنو افغانانو څخه په آرامه كښې پاته نه شو.

         په پښتون افغان ټاټوبى په ضدخو دباندنيو زور ځواكو او ګاونډيو لاس وهني رواني وي ځكه په افغانستان كښې د دوي ددهغه ناوړه عمل دكبله حكمرانان ودي ته اړوو چي ديوه نه يوه ملك سره ښه اړيكي وساتي خو په دهغه خاوره كښې دنړۍ والو توده جګړه هغه وخت پيل شوه چي په ۱۹۷۸ءكښې دثور بدلون راغلي او بيا يو ارام طلب او د بل پوځي دشوروي دسرو لښكرو سره د دوي په  ټانك سپور كابل ته راورسيدي چي د پښتون افغان دشان او دود په ضد عمل وولي چي د دوي تاريخ خودباندنيا نو د خپل هيواد او خاوري څخه شړل پاته شوي ونه دا چي يو افغان د ځان سره د بل ملك په لكاؤ ځواكونه وخپلي خاوري ته راولي ځكه چي دشوروي روس دپوځي ځواكو دراتلو سره په دهغه هيواد كښې جګړه توده شوه كه څه دشوروي دسرولښكر وسره دافغانانو په  موټودا جګړه وګټل شوه خود غرب او د نوري اسلامي نړۍ او چين مالى او دوسلي مرسته ورسره وه.

    شوروي روس چي ځان دسوشلزم مخ كښې او علمبردار ځان ګڼي خو په اصل كښ هغه نه وددوي مشرانو هم غوښتو چي په دي نامه افغانستان تر خپلو ګوډو لاندي كړي خو دوي د پښتون افغان تاريخ  نه ولوستي خو بيا هم خپلو سازشونو ته دوام وركړي روسانو غوښتو چي دافغانستان دلږ كيو په زور ډېركي په زور تر ځان لاندي كړي نو ځكه چي بشپړه يې دا هڅه وكړه چي دافغانستان ټولي چاري ولږ كيو ته په لاس كښې وركړي او د دوي چي كوم پښتانه ملګري دي هغه يو په بل سره ووهي چي بيا دوي وكول شې چي په لږ كيو خپلي پښي ټينګي كړي يوه خواته كه دهغه ناوړه عمل كاوي خو بلي خواته د افغانستان پښتون ميشته سيمه باندي خپل پوځي قوت ګاروي يوه خواته كه كندهار لوټي لوټي كاوي بلى خواته يې داهڅه وه چي د كابل څخه پلازمينه و مزار شريف ته بدله كړي دا ځكه چي شوروي سري لښكري په خپل زور او وسلو ناز اوو ياړكاوي خو چي كلك ګو ځارونه پرله پسي و خوړل سر يې پرله وګرځيدي خو كومه تګ لاره ايجنډا چي د ځان سره راوړي وه په هغه يې عمل كاوي چي په هغه كښې دايوه هڅه وه چي دافغانستان لږ كي دومره ډېر په كاغذ و كښې وښائي چي ډېر كي لږ ښكاره كړي پښتانه افغانان چي دافغانستان په سلو كښې او يا(%۷۰) برخه ده دوي په سلو كښې ۴۰ ته راكښته كړو چي بيا داستاد رباني او داحمدشاه مسعود په وخت كښې چي بشپړه واك او اختيار د دوي په لاس كښې ودنورو تيرو تنو دڅنګه يې په شمېر نه (POPULATION) كښې بدلون راوستي خودا يو بل بحث دي شوروي روس چي په دي پوه شو او دا د سراو مال ډېر زيانونه يې وليدل نو هغه څوك چي دوي دافغانستان د حكمران په حيث په خپل ټانك سپور راوستي و دهغه څخه هيله وخته او ددهغه ګوند يو بل لارښود يې رامخ ته كړي چي دافغانستان د ډېر كيو څخه وا وو هغه ته ډاكړ نلاره او ايجنډا په لاس وركړه چي د روغي جوړي سياست خپل كړي ولي چي روسان په پوه شوي و چي دافغانستان نيول او سوشلزم خو رول خو په ځائي بايد چي په يوه ډول ددي ملك څخه ځان روغ وباسو خو په دي د روان كښې ډيري پيښي وشوي خوې و روي روغ رمټ دافغانستان څخه وواتي چي ډېره مالي او ځاني ضربه يې خوړلي وه نو ځكه چي لوئي شور وي اتحاد(U.S.S.R) په پنځلسوس برخو وويشل شو او هغه وسلي چي بشپړه نړۍ يې په څو واره ويجاړ ولي شوه او د غرب او لويديځ څخه زړه په كښلي وهغه هم داسي پاته شوه خو ددي سره سره يې دافغانستان دلږ كيو سره دخپلو راروانو ګټو دپاره اړيكى ټينګي ساتلي او د ډېر كيو دوهلو ارمان يې پوره كاوي.

               كه څه افغان مجاهدنيودنورو په وسلو او بى شمېره باندنيو شور ويان دخپل هيواد د څخه وشړل خوڅونى زيان چي وافغانستان افغانيت او دي ولس ته ورسيدي دا ځان ته كتابو ليكوته اړتيا ده  چي ددي اټكل هر څوك د كابل دښكلي ښار دكنډوالو څخه هر څوك لګولي شي ترټولو لوئي زيان هغه دي چي دهغه هيواد او ولس يې تراوسه نه دي په كراره شوي ځكه چي دوخت مجاهدنيو د ځان سره هغه لاسونه وهيواد ته د ننه كړو نن يې بدي اغيزه ليدل كيږي نورو څو بدمرغي دي هيواد په دهغه لږ و ډېر په لسو كلو كښې په ځان يو وړو دلته دومره ځائي نه لرو چي بيان يې كړو.

         لويديځ او غرب چي وشوروي اتحاد ته ماته وركول ناشوني ګڼله دوي ته په ډېرو ړياپه لاس ورغله ولي چي د دوي نه يو پوځي په كښې ووژل شو نه دباروتو طوفانونه د دوي په خاوره چاوليدو خو بيا هم چي دوي دافغان مجاهد ينو كورو داني او مننه يې وكړي ويجاړه شوي چاري ورته  ورغوي او سوله ورته راوړي دوي خپلي پښي سپكي كړي وسله وال مجاهدين يې يو بل ته سره ايله كړو او چي څه وشو هغه هر چاته څرګنددي خو دهغه  غرب او لويديځ هغه وخت راڅرګند شول چي كله د دوي خپل ځائي او مالي زيان په خپل كور كښې دوي وليدي چي د۹/۱۱پيښى په نامه يادسيږي خو دوي ددي واره دبلي څهري سره وافغانستان نه لومړي د خپلو جنګي الوتكو سره راغلو او د ګاونډي هيوادو څخه په افغانستان داسي بمبار وكړي چي ددي دمخه يې ساري نه ليدل كيږي طالبان چي هغه وخت په كابل واكمن و هغه خوي دګاونډيانو په مرسته دافغانستان څخه وشړل د ډېرو خو نړيو پيښو وروسته خو هم هغه لږ كيو ته لاره هيواره كړ چي اوس دشوروي روس دڅنګه يې د دوي سره يارانه جوړه كړي وه او دباندنيو ځواكو په مرسته يې د كابل پاچاهي ولاس ته واوړه خو د دوي په سر يې اوسني ولسمشر حامدكرزئي حكمران كړي خو نوري چاري هم دهغه لږ كيو په خپل واك كښې ټينګي كړي څه په دهغه د روان كښې وشودا هم ځان ته بيل بحث دي خو نوي باندنيان دجنګي ساز او سازمان سره نز دي يو نيم لك پوځي ځواكو سره افغانستان ونېوي چي تراوسه دوي هم دلته پاته دي ددي سره سره چي دافغانستان درغوني دپاره يې په اربوار بو ډالر راوړ و خو ددي لوبه برخه چي د افغانستان په بيارغوني ولګوي دهغه ډالر ولويه برخه دكورنيو او باندنيو جيبوته ولويدو چي نن افغان حكومت باندنيانو او باندنيان يې په افغان دولت اچوي چي ډالر يې پخپلو جيبو كښې اچولي دي افغانان چي په دي د هيله  كښې و چي اوس به د دوي هيواد چي دشوروي روس او كورنيو جګړو څخه وران شوي دي اوس به ورته ورغوي او داوږدو ګډوډيو اوبى امنيتي سره مخامخ شوي دي د دوي دهغه هيله ترسره نه شوه سوله او امنيت په دي هيواد كښې راغلي نه يې هيواد ورته سو كاله شو دا ځكه چي يو ولس چي خپل غم پخپله نه خوري دهغو ولسو سره  هم داسي كيږي.

   چرچل دبرتاينې پخواني لومړي وزير په ۱۹۴۳ء كښې داسي ويلي و.

Inwar Time truth is so precious that she should always be attended by a body guard of lies.

       دبده مرغه امريكا او ددي مخبري اداره هم په هغه لاره روان دي په كومه چي شوروي روس روان و اوروس ځكه ماته وخوړه چي هغه مځكني حقيقوتو ته ونه كتل او دهغه لږكيو په خوله يې وكړو چي په وخت كې دڅو څو ملكو حاسوسى كوي ځكه چي كله د ۹/۱۱پيښه وشوه نو جارج ډبليوبش دشمالي ائتلاف دمشرانو په اړه پوښتنه وكړه ديوه مشر جنرال عبدالرشيد دوستم په اړه وويل چي  په يوه وخت د څو ملكو سره مخبري چاري په مخ وړي.

                  امريكا هم په هغه لاره روانه ده چي روس په كښې ډوب شو دوي دافغانستان د ډېركيو په ضد خپل ټول قهر او كركه رابر سيره كړي ده او په دهغه۱۲كلو كښې دومره پښتانه دسرسړي او نور وګړي چي ماشومان او ښځي وژلي دي چي شوروي روس په لسو كلو كښې به هغو نه وي وژلي بلكي ناټودا هڅه كوي چي پښتون غرور وياړ او دود دړي وړي كړي دشوروي روس وارو امريكا هم داهڅه كوي چي لږكي ډېر كړي او ډېركى لږ كړي چي ژوندي بيلګه يې دسى آئى اي دپيس بك په مخ ښكاره كيږي چي دايو ناوړه خطرناكه عمل دي ددي څخه علاوه امريكااو ناټود ډېركيو سره نور داسي چمنو كړي دي چي ځان ته بيل ليك غواړي.

           لكه وړاندي چي وويل شول پښتون افغان ددي سيمى و خطى يو لوئي ځواك دي چي تر هر چا ډېركردار او رول لري هيڅوك دي نه شي دمنځ څخه استلي نو ددي دپاره په كار دي چي امريكااو ملګري يې مځكني رښتياوي ومنې او دافغانستان ټولو قوميتونه ته دي برابري په سترګه وكتل شي او هغه څوك چي دبل دګټودپاره يې هميشن خپل افغانان پخپلو كښې تن سره وركړي نو دوي هره شحړي هواروي شي خو كه څوك د رښتيااو حقيقت څخه دنورو په وينامخ اړوي نو دا خو دهيواد په ضد عمل دي دوه وروڼه دريم حساب تر دي زياته هيڅوك په بل حق نه لري پښتانه افغانان چي دبرتاينې لخوا په زوره كښل شوي كرښه دمنځ څخه دوړلو دپاره سرشندني كوي نو چاري نور تيري چي بيا بيا كيږي هغه به څنګه ومني نو ځكه چي هميشن دجګړو دمخ په ليكو كښې ولاړوي اوس خو پښتانه افغان ډېر څه دلاسه وركړي دي او داسي څه نه لري چي په هغه ووسيږي ويره دي هغه څوك كوي چي دنورو په برخه يې خيټه اچولي ده امريكا ته هم په كار دي چي مځكني حقيقتونه ومني.

- بېرته شاته