(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

درحمان معنوى جانشين او فکرى همنشين

نه خودسخن فهمۍ څه دعوه لرم او نه دغالب دطرفدارۍ نيت مې دی ځکه چې څه مې په زړۀ دى هم هغه مې په خله دى او واقعاتى حقيقت هم دادی چې د کچه ماذيګرى په ابتدائى لمحو کښې کله هم چې زۀ دځوانى مرګ دوست جاويد خيبر کيفۍ ته ورننوځم او دخپل ښى لاس دقطار خپل اشنا اخرى ميز ته ځان رسوم نو دګس لاس دقطار اخرى ميز دګوټ کرسۍ مې سترګې ځان پله لکه دمقناطيس راکاږى چې يو درويش پرې ځان له مراقبه شان ناست ډير لری تللی ښکارى او ماته داسې محسوس شى چې داوولسمې صدۍ عيسوى شاعرى اوتصوف ديوويشتمې صدۍ عيسوى په علمى او ادبى منظرنا مه کښې دخپل دور دتقاضو سره سم په نوی نامه اوبدله جامه کښې خپل اظهار کوى او دپيښور صدر دخيبر کيفۍ داګوټ دغې درويش علم ويشنې اوفيض رسانۍ دپاره مخصوص کړی دی چې خيبر کيفۍ ته ئې دانشکدی حيثيت او يوتاريخى اهميت وربخښلی دی . بلکل هم داسې لکه چې څوصدۍ اګاهو ملنګ عبدالرحمان باباددې ښار نه بهر دباړې په پرانستې فضا کښې خپلې مفکرانه شاعرۍ اوشاعرانه تفکر کښې ډوب دژوند دګړو شمار نه وتلی دګړو ژوند ته په ځير شوی او تصوير شوی وو اودغه کنج ئې هم په خپلو اشعارو او افکارو منور کړی او بختور کړی ؤ نن ئې که هرڅو شکل شباهت ، نامه جامه، ميخانه اوپيمانه په ظاهره بيل او بدل ښکارى خو مخ او روخ ئې يو دى داحساس اوشعور څړيکې اوکړيکې ئې په يوه نی اويوه لی دى ځکه چې خوږ او دردئې مشترک دی دنظرائينه اودفکر سرچينه ئې يوه ده نو ځکه دژوند اوفن دواړو رويه او زاويه ئې په مختلفو حالاتو او مختلفو وختونو کښې يوشان او يوځان ده . دازما دخپل احساس او خپل نظربيان دی ممکنه ده بل چا داسې نه وى محسوس کړى يادغه منظر ئې نه وى ليدلی خوزما خپل جمالياتى حس او جدلياتى نظر ماته هم دغه حسى تجربه راکړی او هم دغه فکرى منظرنامه ښودلې ده چې موضوعى ښائست نه ئې هم انکار نه شى کيدی او معروضى صداقت ئې هم چا نه پټ نه دی او هم دغه دموضوع او معروضى اتحاد زما دنظر موقف تائيد او مرسته کوى اوهم په دغه دليل او جواز نن پروفيسر طه خان په رحمان بابا د Authority حيثيت لرى او درحمان شناسۍ مقام ئې موندلی دی کم ازکم ماپه خپل ژوند کښې داسې رحمان مئين اودرحمان دفکروسخن ليوال څوک ستر عالم اوليکوال نه دی ليدلی . اوبيا داسې چې درحمان دفکرى مکتب عقيدتمند او مبلغ چې د رحمان پوهنې او خورونې په کارکښې فنا په بقا يادوى دغه کارته دخپل ژوند کاز ووائى اودغه کاز ته دتحريک شکل ورکړى . حقيقت نه که سترګې نه پټوو نودرحمان بابا عقيدتمند خوډير دى اوډيرچې په وى خودرحمان دکلام تل ته چا درسيدو کوشش کړیدی څومره ئې په معنى او مفهوم پوهه يا دپيغام له مقصد او هدف اګاه اواشنادى څوک ئې د مکتب منتظم اومعلم شو يائې دکلام اوپيغام دتحريک بانې او محرک شو زۀ داوئيلی شم چې پروفيسر طه خان دغه اهليت اوصلاحيت لرلی دی . رحمان بابا دپښتو ژبې يوقادر الکلام شاعر اوپه اولس کښې دمجبوبيت په مقام ولاړ يو داسې فکرى رهبر اوعوامى شخصيت دی چې هر چامنلی خپل لارښود ګڼلی او عقيدت اواحترام ورسره لرلی دی چې په پښتوادب کښې خپل مثال اوثانى نه لرى اوکه په وسيع کائناتى تناظرکښې وکتلی شى نو هغه نه يوازې دپښتنو قومى اوعوامى شاعر دی، بلکې دټول انسانيت درد لرونکی دټولوانسانانو دټولوقومونو، نسلونو او ملکونو شاعر دی . چې په فکرى لحاظ په ټوله نړۍ خور دی چې تقسميدی نه شى ماتيدی نه شى او محدود کيدی نه شى . زمونږ دی درويش پروفيسر طه خان دغه دپښتو او پښتنو په نوم پيژندلی شوی اوياد شوی ملنګ شاعر عبدالرحمان بابا دپښتو ژبې نه اردوته راړولی اوپيغام ئې ورله نور هم عام کړی او خور کړی دی . دغه ترجمه دکوم معيار ده، او څومره موثره، څومره معتبره ده ددې فيصله به په دواړو ژبو (پښتو، اردو) عبور لرونکى عالمان اونقادان کوى خو دومره ضرور وئيلی شو چې دطه خان ترجمه عام فهم، بامحاوره او خونده وره ده چې د رحمان دباباکلام حسن، رڼا او صداقت ئې محفوظ ساتلی دی بې ځايه به نه وى که دا ووايم چې درحمان بابا شعر ئې هم دهغه داعجاز سره داردو په قالب کښې منتقل کړی دی او روح ئې هم ورله هم هغه شان روڼ ،پاک اوتازه ساتلی دی کوم چې درحمان بابا شاعرۍ ته ژوند او خوند سره سره يوخاص انفراديت اوامتيازى خصوصيت بخښلی دی . دترجمې په فنى اړخونو رائې ورکول ددې فن دماهرينو کار دی خو په افادى اړخ ئې دومره وئيلی شم چې درحمان دفکر په عام کولوکښې به لوئې لاس وکړى اودپښتونخوا نه بهر به هم درحمان کلام اوپيغام ورسى چې دپښتو دکلاسيکى ادب يوستر شاعر اومفکر به هغه خلق هم وپيژنى چې تراوسه ئې دنوم ترحده پيژندلو . مينه،امن اوانسان دوستى درحمان دشاعرۍ بنيادى عناصر دى او حق ګوئى ،دانائى اونيکى ئې دفکر ونظر ضرورى اجزا دى چې دانسانى ژوند، تهذيب اومعاشرت دښکلا، رڼا او بقاء دپاره لوئې اهميت لرى اودکلهم انسانيت دسوکالۍ اوعالمى امن دقيام خوبونه رښتيا کولی شى . ځکه درحمان بابا کلام د طه خان صاحب دترجمې په برکت چې هرچرته هم رسى دغه اثرات اوتصورات به وړى او خوروى اودانسان دعظمت اوشرافت پيغام به عام کوى . دې ته به درحمان بابا کرامت ووايو چې دپروفيسر طه خان پشان مترجم مفسر او شارح ئې وموندو ترجمې خودډيرو شاعرانو شوى دى اوپه مختلفو وختونو مختلفو خلقو درحمان بابا دشاعرۍ دځنې برخو ترجمې کړى دى ولې طه خان درحمان بابا دټول ديوان ترجمه هم په هغه ترتيب اوترکيب کړې ده هم په هغه فکرى فضاکښې کړې ده اوهم په هغه قافيه، رديف او شعرى چوکاټ کښې کړې ده او ورسره ورسره ئې پکښې شعرى مفهوم اوفکرى يون هم واضحه کړی اوتازه کړی دی . او اصل خبره دا چې طه خان درحمان بابا يو داسې باشعوره عقيدتمند اوباخبره پيروکار دی چې صرف په جذباتى توګه ئې ورسره دمحبت اوعقيدت اظهار نه دی کړی بلکې په فکرى اوعلمى طور ئې دهغه کلام لوستلی اوپيغام خپل کړی دی اوبيا دطه خان دفکرونظر کمال دادی چې وې دپښون قام په مزاج پوهه دی ددوى سماجى نفسيات ئې مطالعه کړى دى دموسيقۍ اهنګ ئې پيژنى او ددوى د ژوند رويه اوقومى روايات ئې ليدلى او اوريدلىدى دپښتوشعر په جوړښت اودشاعرۍ په مجموعى خصلت نه خبر اوپه کلاسيکى شعرى پس منظر ئې نظر دی خصوصاً دتصوف واردات، مقامات اودرجات ئې هم درحمان دمينې په چپوکښې دخپل علم او ادراک په رڼا محسوس کړى ليدلى اوبيان کړى دى دتصوف پحقله جاهلانه تصورات ئې ردکړى او عالمانه نظريات ئې درحمان پيژندنې بنياد ګرځولى دى اوداشان درحمان د دانائۍ اوبينائۍ شعرى اوفکرى ملغلرې خپل دعالمانه صداقت اوفنکارانه حسن سره داردو ژبې په تار کښې پيئلى اميل کړى په کتابى صورت کښې مونږ ټولو ته سوغات کړىدى . دې دمينې اوخلوص سوغات ته چې ګورم نو ماته دخيبر کيفۍ په اخرى ګټ کښې ناست دعلم وادب په رڼامنوره او بختوره څهره لرونکی دسنګ اوقلنګ نه بې پرواه هغه درويش راياد شى چې دملنګ عبدالرحمان معنوى جانشين او فکرى همنيشن معلوميږى يو د باړې په غاړه دمينې کرکولو اودامن بوټى ئې زرغونول اودابل دښار په هنګاموکښې دامن سندرې وائى اود مينې ژوند کښې ساه اچوى .. اوزۀ ګورم چې هره ورځ زيړې ماذيګری دماښام په ترږمۍ کښې بدليږى دشپې زلفې را اوږدږى . خودخيبر کيفۍ فضا دتيرو نه بې پرواه دعلم اوشعور په رڼاکښې نوره هم ښائسته کيږى . هغه درويش اوس يوازې نه دی په خپل مخصوص ځائې د خپلوشاګردانو اوشاعرانو اديبانو په مينځ کښې دشعروادب علم وفن اودفلسفې اوحکمت خزانې داسې په ذهنى سخا اوعلمى ادا ويشې لکه چې په قديم يونان کښې دسوونو قبل مسيح دفلسفيانه رويو او رواياتو ياد تازه کوى اودشاعر انسانيت رحمان بابا دمينې اوامن پيغام په نوی منظرنامه کښې دخپل علم ودانش په جمال اوکمال اوروى اوخوروى. - بېرته شاته