(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نسيم ولي خان وائي اى اين پي غلطو پاليسو تباه کړه

فاروق فراق

نسيم ولي خان وائي اى اين پي دخودغرضه مشرانو غلطو پاليسو تباه کړه

دشورو په ورځ په ولي باغ چارسده کې وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په يوه ځانگړې مرکه کې ميرمن نسيم ولي خان داى اين پي دمشر اسفنديارولي خان په سياست کلکې نيوکې وکړې اؤ وې وئيل دهغه څخه چې کوم خلک گيرچاپيره راتاؤ شوي ،دهغوي دباچا خان اؤ ولي خان دنظريې اؤ پارټۍ سره هيڅ کار نشته ، بلکې يواځې خپلو گټو دپاره داى اين پي دبيرغ لاندې اودريدلي دي
 
دپاکستان په ترسره شوؤ  اوسنو انتخاباتو کې  دسختې ماتې خوړولو وروستو دعوامي نيشنل پارټۍ مشراسفنديارولي خان وئيلي هغوي گڼل چې گنې  داليکشن فيصله کوونکى يا ريفري فخرالدين جي ابراهيم ؤ، خو  په اصل کې دغه ريفري  دپاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود وختلو.
داليکشن څخه وروستو دزيارت په ورځ په لمړي ځل اسلام اباد کې يو پريس کانفرنس ته پخپله وينا کې دعوامي نيشنل پارټۍ مشر وويل دانتخاباتو په مهال زمونږ لاس پښې تړل شوې وې اؤ کاړې ته ورغورځول شوي وؤ.
هغه وويل  دترهه گرۍ په ضد دعوامي نيشنل پارټۍ ولولې هم هاغه رقم تاندې دي  اؤ دترهه گرۍ له لارې چې مونږ څخه مونږ مينډيټ تروړل شوى ، اى اين پي به دغه مينډيټ واپس اخلي.
هغه وويل  دعوامي نيشنل پارټۍ ورکران به په قراره نۀ کښيني اؤ خپلو سياسي فعاليتونو ته به دوام ورکوي.
اسفنديارولي خان په دغه موقع اعلان وکړو چې عوامي نيشنل پارټي به په مرکز اؤ صوبو کې  داپوزيشن په کرسو کښيني.
نوموړي دا هم وويل چې دهغوي مشرانو دجمهوريت دپاره بې دريغه قربانۍ ورکړي  اؤ هغوي  داسې ډير سياسي  لوړې اؤ ژورې  ليدلي دي.
اسفنديارولي خان وويل  اوس به هم  دهغه گوند همت نۀ بائيلي  اؤ هڅه به وکړي  چې کوم مينډيټ ترې دترهه گرۍ له لارې تروړل شوى ، هغه دجمهوري لارې بيا ترلاسه کړي.
هغه وويل داليکشن په  مهال  يې په حلقه کې درې ځانمرگي حملې شوې وې  اؤ په کمپائن کې هم  داى اين پي اميدواران اؤ کارکنان دترهه گرو لخوا په نخښه کيدل، خو ددې سره سره بيا هم عوامي نيشنل پارټي داليکشن نتيجې په پراخه زړۀ  مني.
دهغه وينا وه په اوسنو انتخاباتو کې زنانه ورکرانو مهم کردار ادا کړى  اؤ که چرې داى اين پي کوم کارکن ښځې دووټ اچولو څخه منعې کړي ، نو اى اين پي به هغه دخپل گوند څخه وباسي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل مسلم ليگ(ن) اؤ تحريک انصاف ته پکار دي چې ديو بل دمينډيټ درناوى وکړي.
بايد په ډاگه وي چې عوامي نيشنل پارټي تيرپينځه کلونه  دپاکستان په مرکزي حکومت  کې  ديو ائتلافي  گوند په توگه شامل پاتې شوى  ؤ اؤ په خيبرپښتونخوا کې دغه پارټي په اقتدار کې وه، خو د2013م په اليکشن کې دعوامي نيشنل پارټۍ صرف  يو  غړي اميدرحيدر خان هوتي دمردان څخه دقومي اسمبلۍ چوکۍ گټلې ده.
همدغه راز دخيبرپښتونخوا  اسمبلۍ  څلور چوکۍ هم  داى اين پي په برخه رسيدلي دي ، خو  که دغه گوند په مرکز کې خپله نمائندگي نۀ ختمول غواړي  نو  اميرحيدر خان هوتي به دمردان څخه دصوبائي اسمبلۍ دگټلې چوکۍ په پريښودو مجبور وي اؤ دغسې به په خيبرپښتونخواکې داى اين پي داسمبلۍ دغړو شميره يواځې درې پاتې شي.
داى اين پي مشرانودانتخاباتوڅخه دمخه موقف خپل کړى ؤ چې اسټيبلشمنټ دهغوي مخه نيول اؤ طالب پلوه قوتونه اقتدار ته رسول غواړي، خو تيره ورځ  دعوامي نيشنل پارټۍ نوميالۍ مشرې اؤ داسفنديارولي خان  مور ميرمن نسيم ولي خان ډيوه ريډيو سره په يوه ځانگړې مرکه کې دغه تاثر رد کړى ؤاؤ وئيلي يې ؤ داى اين پي  په شکست کې داسټيبلشمنټ نۀ بلکې دگوند  دخودغرضه مشرانو دغلطو پاليسو لاس دى.
هغې دا تور هم لگولى ؤ چې  دعوامي نيشنل پارټۍ مشرانو  دباچاخان اؤ ولي خان  سياسي نظريه پريښودې اؤ دخپلو  گټو دپاره په پردو لاسونو کې لوبيږي.
 
 
- بېرته شاته