(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په ازاد سرحد کې د مومندو مبارزې

لیک: ډاکټر عبدالرحمن زماني

(دوهمه  برخه)

دانگريزانو دوړاندې تگ سياست

انگريزانو بيا وروسته  د"تړلي سرحد"  خپل دفاعي سياست  پريښوده او دخپلو صنايعو د خاوندانو د غوښتنو سره سم، چې د مستعمرو او جوړوشوو کالو (صنعتي توليداتو) د پاره د بازار د پراختيا غوښتونکي وو، د "وړاندې تگ سياست" يا “forward policy”  خپله کړه . 

انگريزانو غوښتل چې د آزادو سرحدي سيمو په لاندې کولو سره  افغانستان هم د هندوستان په شان په خپله مستعمره بدل کړي .  دوې د ١٨٤٩ او ١٨٧٩ م  کلونو تر منځ  د سرحدي ايالت د نيولو نه وروسته دديرشو کلونو په موده کې  ٣٧ ځله پدې سيمو نظامې تيري وکړ او د آزاد سرحد د قبايلو د سخت مقاومت سره مخامخ شول(١).

دبريتانوي هند نائب السلطنه (وايسراى)  "لارد ليټن" Lord Lytton ددې سيمو د آزادي غوښتونکو قومونو په هکله اعتراف کوي او وايي چې  :"زه پدې عقيده يم چې داوخت زمونږ شمال - غربي پولې د يوې  بې سارې  نندارې ښودونکې دي;  ماته لږ تر لږه داسې هيڅ ځاې معلوم ندې چې د ٢٥ کلونو آرامه اشغال نه وروسته دې هم  يوه ستره متمدنه قوه  پر خپلو نيمه ... گاونډيانو دومره کم نفوذ ولري، او دومره دې بيخبره اوسي چې زمونږ  د تر ټولو مهم عسکري  لښکرکوټ  [پيښور] نه  دآس په سورلۍ يوه ورځ لرې سيمه  يوه نا آشنا سيمه اوسي ، تر دې  حده چې د سرحد نه يو يا دوه ميله اخوا دې په مطلق ډول د انگريزانو د ژوندي پاتې کيدو کوم ضمانت  موجود نه وي" (٢). 

دشمال غربي سرحد د ځانگړې ايالت جوړيدل

دبريتانوي هند (اوسني پاکستان) د شمال مغربي ايالت سرحدي يا قبايلي سيمو د انگريزانو دپاره ديوې ستراتيژيکې سيمې په توگه ډير زيات اهميت درلود.  د١٩٠١ م کال نه مخکې د افغانستان سرحد سره گاونډۍ سيمې دبريتانوي هند د پنجاب د ايالت  (صوبې) تر ادارې لاندې وې . په ١٩٠١ کال کې وايسراې لارد کرزن (Lord Curzon)  د سرحدي قبايلو د حملو د مخنيوي دپاره دپراخو نظامي عملياتواو دغه سيمې ته د زياتې پاملرنې دپاره دشمال غربي سرحد ځانگړې صوبه جوړه کړه . دغه صوبه په دوو ميشت او قبايلي سيمو وويشل شوه ، او دوه ډوله اداري او سياسي پولي يې درلودې چې اداري پولو يې  د انگريزانو د ادارې لاندې  د پيښور، هزاره، کوهاټ، بڼو او ديره اسمعيل خان پنځه ولسوالۍ  (ضلعې) د قبايلي سيمو څخه جلا کولې او سياسي پولې يې چې دډيورند د کرښې په نامه ياديږي،  افغانستان  د بريتانوي هند څخه جلا کوه(٣). 

بايلي سيمې دانگريزانو په وخت کې هم داوسني پاکستان په شان په مرکزي حکومت  پورې تړلې  وې او د ارتباط چارې يې د ايجنسيو له خوا سرته رسيدې .  ددې ايجنسيو سياست او دنده داوه چې د قبيلو ترمنځ کورنى نفاق  منځ ته راوړي، د مدني، فرهنگي، اقتصادي او نورو چارو په گډون د هر ډول ټولنيز پرمختگ مخنيوې وکړي،  پوځي قلا گانې او سړکونه جوړ کړي، پر لويو او مهمو لاروحاکمې او لوړې څوکې ولاسته راوړي او د خلکو دمقاومت او ټينگار په صورت کې هغوې دتوپونو او حتى جنگي الوتکو په گډون  د مختلفو او وژونکو وسلو په مرسته په ټول زور سره وټکوي، او تر سختې اقتصادي محاصرې لاندې يې راولي . (٤)  

انگريزي واکدارانو ډير کوښښ وکړ چې له يوې خوا د ډيرو غښتلو بريتانوى مامورينو او وسلوالو قواوو په  استعمال  (زور) سره  او له بلې خوا د زر (بډو)  او  تشويق له لارې  قبايلي يا سرحدي سيمې  تر کنترول لاندې راولي (دطاقت او رشوت پاليسي)  . 

خو لکه څنگه چې انگريزان د افغانستان دخاورې په لاندې کولو بريالې نشو او مجبوره شو چې هغه د بريتانوي او روسې امپراتوريو ترمنځ د حايل دولت (buffer state)  په ډول ومني، همدا شان يې د قبايلې سيموپه نيولو کې د ناکامۍ نه وروسته ومنله چې داسيمه د افغانستان د پولې او هغو ولسواليو ترمنځ چې دانگريزانو تر ټينگ کنترول لاندې دي ، د buffer zone په ډول دډال يا تصادم د شدت دکمولو يا حايلې سيمې په توگه پاتې شي .   انگريزي واکداران مجبوره شو چې ددې سيمود اوسيدونکو پښتنو قبايلود مړانې په وجه روغې جوړې ته غاړه کيږدي او دا خلک پريږدي چې د خپل  دود او دستور  سره سم  خپل ژوند ترسره کړې .  دې قبايلو خپل دا امتياز تر ننه هم ساتلې دې او دا “ بفر زون”  نن د دفدرالي حکومت تر ادارې لاندې د قبايلي سيمو  (Federally Administered Tribal Area) يا FATA (فاتا) په نامه  ياديږې . 

قبايلي سرحدي سيمې که څه هم  د بريتانوي هند او افغانستان د سياسي تنظيمونو د مرکزونو څخه لرې پرتې وې، خو تر ١٩٤٧ م کاله د هند د نيمې وچې څخه دبريتانوي استعمار د ټغر تر ټوليدو پورې هم د هندوستان د آزادۍ غوښتونکو جنگياليو او هم د افغانستان دپاره دمهمو وسله والو تنظيمونو د مهم ډگر په توگه خپل اهميت ثابت  او وساته .   په ١٩٤٧ م کال کې دهندوستان د تقسيم او پاکستان د جوړيدو نه وروسته هم قبايلي سيمې خودمختاره پاتې شوې او په ١٩٧٣ م کال کې د باجوړ او اورکزيو دوه نورې ايجنسۍ هم ورزياتې شوې . (٥)

دانگريزانو سره دافغانانو ددريمې جگړې نه وروسته د ١٩١٩ او ١٩٢٩ م کلونو ترمنځه پښتنو قبايلو په انگريزي قواوو شپږ سوه (٦٠٠) بريدونه کړي چې په نتيجه کې يې دانگريزي قواوو نژدې درې سوه (٣٠٠) تنه مړه، څلورسوه (٤٠٠) ټپيان او څلورسوه شپږديرش (٤٣٦) تنه تښتول شويدي(٦).

د آزاد سرحد د آزادۍ غوښتونکو مبارزينو د يوه مشر عبدالرحيم پوپلزي په وينا د١٩٢٨ کال په وروستيو مياشتو کې چې د افغانستان د پاچا غازي امان الله خان  د حکومت په وړاندې دننه په افغانستان او قبايلي سيمو کې کوم سازش او منظم تحريک پيل شوې وو، دهغه مقصد داوچې په افغانستان کې  اقتدار د يوه  داسې کس  لاس ته ورشي چې دبريتانيې د حکومت حامي او مرستيال وي، تر څو چې  د هندوستان په سرحدي ولسواليو (اضلاعو) او قبايلي سيمو کې انگريزان پرته له کوم  مخالفته خپل سياست او  پاليسى عملي کړاى شي.  دآزاد سرحد علماوو د انگريزانو ددې سازش د ناکامولو دپاره فيصله وکړه چې د آزادو قبايلو د سيمې له لارې يو هيئت  افغانستان ته واستوي  تر څو ددغه سازش نه د خلکو دخبرولو له لارې د غازي امان الله خان د حکومت د ټينگولو کوښښ وکړي .  د پيښور د خلافت د تحريک او سرحد د علماوو دا هيئت د  اپريل په ٢١ نيټه دشبقدر له لارې  دمومندو سيمې ته لاړ .  د اپريل د ٢٥ نيټې په جرگه کې دمومندو او باجوړ دسيمې مشرانو او علماوو دا لاندنۍ اعلاميه صادره او امضا کړه ترڅو د آزاد قبايلو د نورو علماوو د امضا نه وروسته هيئت آزاد قبايلو او افغانستان ته لاړ شي او  د غازي امان الله خان په وړاندې د تبليغاتو او دسيسې د شنډولو کوښښ وکړي(٧):

دهند د نيمې وچې نه د انگريزانو د وتلو او پاکستان دجوړيدو نه سمدلاسه وروسته قبايلې سيمو ته نړيواله توجه هغه وخت يو ځل بيا جلب شوه کله چې په زرهاوو پښتنو قبايلو په کشمير حمله وکړه ، هغه سيمه چې هندوستان ته په برخه رسيدلې وه(٨).  تر هغې وروسته دا سيمه د پښتونستان دداعيې  له امله د توجه مرکز و، او بيا په افغانستان باندې د شوروي قواوو د تيرې نه وروسته د يوې لسيزې دپاره دافغاني مجاهدينو د وسله وال مقاومت، او امريکې په مرسته  د پاکستان د نظامي ستراتيژيستانو دکمپاين دهډو په ډول ډير اهميت درلود .  دافغانستان څخه دروسي لښکرو د وتلو نه وروسته د طالبانو د رژيم  ملاتړ هم د آزاد  سرحد دقبايلي سيمو له لارې سرته رسيده.

د ٢٠٠١ م کال  دسپتمبر په يولسمې نيټې د القاعدې لخوا دامريکې په متحده ايالاتو د ځانمرگو بريدونو، او په افغانستان باندې د امريکې د ٢٠٠٢ کال د حملې نه وروسته هم  قبايلي سيمې د القاعدې دغړو او پلويانو د پټنځاى په نامه او دسخت دريزه اسلامي اورپکو د هډو په ډول، او  په اصطلاح د تروريزم سره دجگړې د ثقل د مرکز په توگه خپل مهم ستراتيژيک ارزښت ساتلاې دئ .

 

دمومندو تاريخي جگړې او غزاگانې

 

دمومندو دتيرو پنځو پيړيو تاريخ ددوې دمړانې ، او دښمنانو سره د جنگ ­ جگړو د کارنامو نه ډک دئ .  دمومندو مشرانو او کشرانو  د پيرروښان  په نامه مشهور د روښاني غورځنگ د مشر بايزيد انصاري او د هغې داولادې کلک ملاتړ کړې او د مُغلو  او هغوي د محلي  مخالفينو په وړاندې يې د روښاني نهضت  ټينگه پلوي کړې  ده . کله چې  بايزيد انصاري لومړې ځل ننگرهار ته لاړ نو د مومندو له خوا يې، تر هغې چې بيا وروسته پيښور ته لاړ، ساتنه وشوه (١).

په ١٥٨٦ م کال کې مومندو د پيښور په شاوخوا کې دنورو غُرياخيلو قبيلو سره يوځاې   د بايزيد انصاري کشر ځوې، جلال الدين،  خپل مشر و ټاکه او دمُغلو په وړاندې  يې پاڅون وکړ.   دوې د پيښور دبگرام  په قلا يرغل وکړ او دسيد حميد په نامه يې د مُغلو "فوجدار"  يا دلښکرکوټ قوماندان  هم وواژه(٢).

مومندو دمُغلو د "شاهنشاه جلال الدين  اکبر" او دهغه د کړوسي  اورنگزيب د قواوو مخالفت هم کړې او د هغو په وړاندې يې د افريدو، شينوارو او صافو ټينگ ملاتړ کړيدئ .  پدې جگړو کې  دمومندو مشر ايمل خان مومنداو دافريدو  مشر "دريا خان افريدې وو.   دمغل شهنشاه اکبر يو اعتباري او وتلې ملگرې، درباري او وزير اعظم "راجابيربل"  هم په همدې جگړو کې ووژل شو.  راجا بيربل سنگهـ  د شاهنشاه اکبر  دهغې داخلي نهه کسيزې مشورتي ډلې غړې وو چې د نوارتنا navaratna  په نامه ياديده ،  دسانسکريټ دا لغت د نهو غمو معنى لري .  ويل کيږي چې د شاهنشاه  اکبر نه وروسته بيربل د "دين الهى" يواځينې بل  منونکې وو.  دين الهى په ١٨٥١م کال کې د مغل شاهنشاه اکبر لخوا جوړ او پيروان يې د نولسو (١٩) کسانو څخه زيات نه وو .  بيربل ددې دين يواځينې هندو غړې وو. اکبر کوښښ کاوه يو داسې دين منځ ته راولي چې د مسلمانانو او هندوانو دواړو دپاره د منلو وړ وي .  په دې کې د اسلام، عيسويت، بودايت، او زردشتي اديانو په شان مختلفو اديانو غوره اساسات راټول شوي وو.  شاهنشاه اکبر ددين الهى روحاني مشر، او ابول فضل، د هغه نږدې ملگرې او د دربار مؤرخ يې  ستر ملا وو .    

د يوسف زو په سيمه کې دملندرۍ د کوتل په جگړه کې د بيربل د وژل کيدو د خبر د اوريدو نه وروسته، اکبر ديوې اوږدې مودې دپاره ماتم ونيو. 

دپښتو ژبې  نامتو شاعر خوشال خان خټک  د ايمل خان مېړانه او توره پخپلو شعرونو کې ستايلې ده .  ارواښاد سيد رسول رسا دارمغان خوشال په سريزه کې وايي، چې د خيبر په جنگ کې د پښتنو پټ جرنيل پخپله خوشال خان و،  وروسته له دې خوشال خان او ايمل خان دواړو د نوښار په کوټ باندې حمله وکړه او دغه کلا يې ونيوله او هم د نوښار د جگړې نه دمخه د صوابۍ په جگړه کې مغلو ماتې خوړلې وه، چې خوشال خان يې په دې ډول يادونه کوي:

دويم جنگ دمير حسين په دوابه کې
چـــــــــــــــــــــــــــــــې يې وټکېده سر لکه د مار
بيا له پسه د نــــــــــــــوښار د کوټ جنگ وو
چې مې وکېښ تر مغلو خپل خمار
                                                                                                                       (ارمغان، ١٨مخ)

کله چې د مومندو په گنداب کې په ١٦٧٣ کال کې د پښتنو او مغلو تر منځ جگړه ونښته ،  هغې کې د پښتنو د لښکرو مشر ايمل خان مومند اود مغلو د لښکر مشران شجاعت خان او جسونت سنگهـ وو.  په دې جگړه کې د مغلو د لښکر مشر شجاعت خان ووژل شو او جسونت سنگهـ په تېښته ځان خلاص کړ.   په دې جگړه کې ايمل خان لويه فتحه وکړه. خوشال خان دغه جنگ په دې ډول يادوي:

بيا له پسه جسونت سنگهـ شجاعت خان وو

چې ايمل يــې پـــه گنداب ويوســت د مــــــــار

(ارمغان،١٨مخ )

په ١٦٧٣ کال کې د مومندو دغره په علاقه کې د خاپښ په دره کې د مغلو او پښتنو تر منځ  بله جگړه  شوې . پدې جگړه کې هم د پښتنو د لښکر مشران ايمل خان مومند  او دريا خان افريدي  وو او د مغلو د لښکر مشران مکرم خان او شمشېر خان وو، مغلو ماتې وخوړه، مکرم خان وويشتل شو. په داسې حال کې چې دوه پرهاره يې خوړلي وو، باجوړ ته روان شو. (ارمغان، ١٧ )

شپږم جنگ مکرم خان شمشېر خان دواړه

چې ايمل کړل په خاپښ کې تـــــــار په تــــــار(٣)

انگريزانو سره د مومندو تاريخي غزاگانې

مومند دانگريزانو سره لومړې ځل دافغانانو او انگريزانو د لومړۍ جگړې  په وخت کې،(١٨٣٨-١٨٤٢)، مخامخ شول (په انفرادي توگه  په ١٨٣٢ م کال کې برنس  (Alexander Burnes)  د مشهور جاسوس موهن لال کشميري  په ملگرتيا لومړنې انگريز وو چې دافغانسستان له لارې يې بخارا او پارس ته سفر وکړ او دلومړې ځل دپاره مومندو سره مخامخ شو ) .  پدې وخت کې سعادت خان په لالپوره کې د مومندو مشر وو (د سعادت خان په هکله به وروسته زيات معلومات وړاندې شي).   دانگريزي لښکرو د نژدې کيدو د خبر په اوريدو سره،  دسعادت خان تربور او دښمن، طره باز خان، په جهلم کې دهغوې مخې ته لاړ.  سعادت خان په نتيجه کې د بارکزو  واکدارانو ملاتړ وکړ او طره باز خان د انگريزانو لخوا د لالپورې  دخان په توگه وټاکل شو.   کله چې انگريزانو په کابل کې ناوړه  ماتې وخوړه نو طره باز خان هم په ځان وويريده او پداسې حال کې چې د "پيشبولک" د لښکر کوټ قواوې د تاترې په سر وتختيدې، هغه د لښکر کوټ نه (په اغلب گمان د "فيريس" Ferris  په نامه)  ديوې انگريزې ښځې  او هغې د ماشوم په ژغورلو سره هغوې په سيند کې پيښور ته ورسول او خپله يې هم انگريزانو ته پناه وروړه.  طره باز خان يو ځل وروسته هم د جنرال پالک په ملگرتيا دستنيدو کوشش وکړ، خو دانگريزې قواوو په وتلو سره يې د سعادت خان نه ماتې وخوړه .   

انگريزان پخپله اعتراف کوي چې په پيښور کې ددوې دلومړنيو کلونو دواکمنۍ په دوران کې مومندو د بل هر قوم نه  دوې  د زيات بحران سره مخامخ کړيدي(٤).

نگريزانو سره د مومندو دغزاگانولنډيز(٥)،(٦)،(٧)،(٨)

په انگريزانو باندې دمومندو لومړنۍ حمله د ١٨٥٠م کال ددسمبر په مياشت کې هغه وخت وشوه چې دلالپورې دسعادت خان ځوې فتح خان د شبقدر په کلي باندې حمله وکړه .

د ١٨٥١ کال  د مارچ په مياشت کې مومندو د پنډيالۍ نه د دوآبې په سيمه حمله وکړه .   دهمدې کال د مارچ او اپريل په مياشتو کې  عيسى خيل او برهان خيل مومندو په مټه دوه حملې وکړې .   پدې جگړه کې دانگريزي قواوو مشري د لومړې مرستيال ميلر Lieutenant H. N. Miller په لاس کې وه.  په همدې کال کې انگريزانو د مومندو د حملو په وجه د ميچنۍ او شبقدر پوځي قلاگانې جوړې کړې .

 د ميچنۍ پوځي قلا د پيښور د ښار نه ١٥ ميله د شمال لورې ته د کابل د سيند چپې غاړې ته پرته ده.  دا قلا د کابل په سيند د پورې وتلو په مهمې جالې حاکميت درلود چې اوس پرې پل جوړ شويدئ .  او د سرحد نه پورې غاړه مومندو د پرلپسې حملو په نتيجه کې جوړه شوه .  ديادونې وړ ده چې د ميچنۍ د قلا د جوړونکې ډلې قوماندان مرستيال بولنويس  (Lieutenant Boulnois) همدلته په ١٨٥٢ کال کې د مومندو لخوا ووژل شو، او ددې عسکري پوستې يو قوماندان تورن مکدونالد (Major MacDonald) هم په ١٨٧٣م کال کې وژل شويدئ .

دشبقدر قلا د پيښورد ښار نه ١٧ ميله لرې شمال لويديز ته د چارسدې په تحصيل (اداري واحد) کې پرته ده .  دا قلا لومړې ځل د سکهانو له خوا جوړه او د د شنکرگړ په نامه نومول شوې وه .  دا قلا د شبقدر د کلې نه دوه ميله لرې جوړه شوې وه خو اوس يې شاوخواته آبادي جوړه شوې او په گاونډ کې د غره د مومندو سره د مهم تجارتي مرکز په توگه يې پراختيا موندلې ده .  دا يوه ټينگه پوځي قلا وه چې د انگريزانو د لښکرکوټ په توگه ترې استفاده کيده او وروسته بيا عسکري پوليسو ته وسپارل شوه.  

د ١٨٥١ ­١٨٥٢م کلونو غزا د ډگروال کولين کمپلBrigadier Sir Colin Campbell   په مشرۍ د انگريزانو د تيري کونکي فوځ سره وشوه.  دا تيرې د يوزر پنځه سوه درې نوي (١٥٩٣) تنو عسکرو او منصبدارانو په گډون  د١٨٥١ کال د اکتوبر دمياشتې په ٢٥ نيټه پيل او د ١٨٥٢ کال د فبروري تر دولسمې پورې روان ؤ.

د ١٨٥٤ کال غزا چې د کرنيل کاټن Colonel Sydney J. Cotton”“په مشرۍ د انگريزي فوځ سره وه .

د١٨٥٥  نه تر ١٨٦٠ م پورې پنځو کلونو تر منځه مومندو پر انگريزانو پرلپسې حملې وکړې چې لږ تر لږه دري اتيا (٨٣) يې مهمې حملې وي .  د١٨٦٠ م کال په پسرلي کې د مومندو په مشر سعادت خان باندې د امير شير على خان  دفشار له امله  تر دوو کلونو پورې حملې کمې شوې . 

د ١٨٦٣ م کال ددسمبر په مياشت کې  دمومندو د حملو يوه بله لړۍ پيل شوه چې وروستۍ جگړه يې  د ١٨٦٤ کال د جنوري په دوهمه نيټه وه ، په کومې کې چې  د مومندو دلښکرو شمير پنځه زره  پنځه سوه (٥٥٠٠) تنو ته رسيده .  پدې جگړه کې د انگريزي فوځ مشري د "کرنيل ميکدونالد" په غاړه وه .  پدې جگړه کې انگريزى چارواکې  دې نتيجې ته ورسيدل چې  ١) د انگريزانو دگټو د خوندي ساتلو دپاره په لالپوره کې ديوه داسې خان شتوالې مهم دئ چې د انگريزانو ملگرې وي ، او ٢) د مومندو د حملو په وړاندې  د ميچنۍ او شبقدر د تاڼو او پوځي قلاگانو  دفاعي ارزښت په نشت حساب دئ . 

له همدې امله انگريزانو په اميرشير على  خان باندې فشار راوړ چې  دلالپورې خان  (خپل خسر)  په کابل کې نظربند وساتي.  دلالپورې خان د همدې کال په ژمي کې په کابل کې مړ شو .

هنري ميکدونالد، د ميچنۍ د نظامي قواوو قوماندان د ١٨٧٣ کال دمارچ په ٢٢مه نيټه د مومندو لخوا ووژل شو .

د انگريزانو سره د مومندو بله غزا په ١٨٧٩ م کال کې، د افغانانو او انگريزانو ددويمې  جگړې ، په وخت کې وه .   دا هغه وخت وو چې د بريتانوي هند او افغانستان د سرحد دواړو خواوو کې د انگريزانو په وړاندې د جهاد او غزا اعلان وشو او سيمې  ملايانو او روحانيونو هم پکې گډون وکړ.   د انگريزي فوځ مشري  پدې جگړه کې د "جنرال ټيلر"  په غاړه وه.

د انگريزانو سره د مومندو بله غزا په ١٨٨٠ کال کې پيښه شوه چې دمومندو ټولو مهمو قبيلو پکې برخه درلوده.  د انگريزي مؤرخينو په وينا پدې جگړه کې مومندو ډيره سخته دفاع وکړه خو د انځري کنډو يې له لاسه ورکړ . پدې جگړه کې د انگريزي فوځ مشري د "جنرال ډورن" په غاړه وه .

د ١٨٩٧ م کال مشهوره غزا  د مشهور ملا نجم الدين آخندزاده په مشرۍ  وشوه چې په هډې صيب مشهور دئ . پدې غزا کې د مومندو لښکر په  ډيرۍ او شنکرگړ (شبقدر) کلا حمله وکړه او بازار يې وسو.  پدې غزا کې د افغانستان له لورې  هم گڼ شمير غازيانو د ملا نجم الدين آخندزاده سره ملگرتيا کړيوه،  دکومې په نتيجه کې د  امير  عبدالرحمن خان ديوه رسمي فرمان په ترڅ کې په جلال آباد کې د خپل نائيب الحکومه نه غوښتلي وو چې  په راتلونکې کې د افغانانو دداسې گډون مخنيوې وکړي .

د ١٩٠٢ او ١٩٠٣  م کلونو ترمنځه هم  د انگريزانو او مومندو ترمنځ څو وړې نښتې شويدي  دکومې په نتيجه کې د انگريزانو او امير عبدالرحمن خان ترمنخه د مومندو په سيمه کې د سرحد (پولې) د نښه کولو خبرې اترې پيل شوې.

د ١٩٠٨م کال مشهوره غزا چې دسرې غزا په نامه ياديږى او د کنړ غازي ميرزمان خان  پکې  دکنړ دغازيانو د بريالي او اتل مشر په توگه وځليد اوشهرت ته ورسيد. دا غزا ، داقرب  په ډاگ کې  د بتخاک د حضرت صاحب (عبدالشکور) په مشرۍ سرته ورسيده .

د ١٩١٥م کال مشهورى درې غزاگانې چې دري واړه د اقرب  په ډاگ کې وشوې،  انگريزانو پدې جگړه کې د لومړي ځل دپاره د هوايي قواوو نه کار واخيست . دکنړ غازي ميرزمان خان هم په دې غزا کې  ستره ونډه درلوده، او د ترنگزو حاجي صاحب (حاجي سيد فضل واحد) هم  په همدې کال کې د مومندو د لښکر مشرې ترلاسه کړه . 

١٩١٩ م کال داستقلال غزا

په ١٩٢٧ م کال کې د مومندو لښکر  د الينگار د فقير صاحب د مشرۍ لاندې د انگريزانو سره غزا وکړه. پدې غزا کې د انگريزانو د هوائي بمبارۍ له امله د مومندو گڼ شير جنگيالي شهيدان شول .

په ١٩٣٠ م کال کې مومندو د سمڅې په سيمه کې  د انگريزانو سره سخته جگړه وکړه .

په ١٩٣٣ م کال کې د مومندو لښکرو د گنداب په سيمه کې انگريزانو ته سخته ماتې ورکړه او هغوې يې د گنداب د سيمې نه وتلو ته مجبوره کړل .

په ١٩٣٥ م کال کې  مومندو يو ځل بيا انگريزي قواوو ته سخته ماتې ورکړه،  زياتې وسلې او مهمات يې ترې واخيستل او د تل دپاره يې د گنداب د سيمې پريښودو ته مجبوره کړل . 

منابع

[1].   Hussain S. Iftikhar (2000). Some major Pukhtoon tribes along the Pak-Afghan border.. (دپاک – افغان په پوله ځنې  سترې پښتنې قبيلې) ، ٧٨، ٧٩ مخونه.

٢  . هماغه ځاې

٣ .  افغان ادبي بهير (www.baheer.com) . انټرنټي پته : http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=print&sid=3290

٤  . Mason, William Henry Paget (1980). Tribes of the North-West Frontier ، (دشمال مغربي سرحد قبايل)، ٢٣٢ مخ .

٥.   سيال مومند، ميراجان (١٣٥٤ کال). د مومندو غزاگانې. يونيورسټى بک ايجنسي، پيښور، ١٢­١٨ مخونه

٦.   Nevill, H. L. (1977). Campaign on the North-West Frontier. (په شمال مغربي سرحد کې عسکري عمليات )، ٤٠٤  مخ

٧  . Mason, William Henry Paget (1980)، ٢٣٢ او ٢٣٣ مخونه.

٨  . Merk, W.R.H. (19840). The Mohmands. (مومندان)  ، ٢٦­٢٨ مخونه.

(څلورمه  برخه)

مومند او دډيورنډ کرښه

د پښتنو د مومندو (مهمندو) قوم هغه ستر، پياوړې او مهم قوم دئ چې په آزاد سرحد کې يې، د اپريدو او وزيرو نه وروسته،  بريتانوي هند ته تر ټولو زياته سرخوږي پيښه کړېده .  مومند د آزاد سرحد دنورو ټولو قبايلو په نسبت  زيات تجريد شوي او پر خپله خاوره يې د پردو د تيري په وړاندې ډير مقاومت ښودلې دئ . 

دانگريزانو په وړاندې د مومندو دبريالي مقاومت په سترو لاسته راوړنو کې ، په خپله سيمه کې دډيورنډ دکرښې د نښه کيدو مخنيوې او همدا راز دسړکونو دجوړولو مخنيوې شامل دي، کوم چې په سرحد کې د استعمارې نفوذ نښه گڼل کيده.  کله چې انگريزانو د پنجاب د سرحدي قواوو د منظمو عسکري قواوو په څنگ کې دسرحدي مليشې په جوړولو لاس پورې کړ  او دمختلفو ايجنسيو څوارلس زره (١٤٠٠٠)  تنه يې پکې شامل کړل نو مومندو د مليشو د ورکولو نه ډډه وکړه . 

مومند د مومند بابا اولاده ده چې دډيورنډ دکرښې لرې خواته په “ يکه غونډ”   کې ښخ دئ . ددې قوم  د نسب سلسله د ځينو نورو پښتنو قبيلو په شان قيس عبدالرشيد ته رسيږي . دقيس درې ځامن وو­­سړبن، غورغښت او بيټنې (بيټ نيکه) .  دسړبن ځوې شيربن يا شيرخبون دئ او دهغه ځوې کند دئ. د کند ځوې خشى يا خوکي او د هغه ځوې غُرى يا ابراهيم دئ .  دغُري څلور  ځامن وو چې زيړانى، څمکنى، دولت يار او خليل نوميدل چې اولادونه يې د غُرياخيل  په نامه ياديږي . مومند او دهغه ورور داوود  ددولت يار ځامن دي .

د غُرياخيلو څلور کورنۍ (زيړانى، څمکنى، دولت يار او خليل) د ١٤ عيسوي پيړۍ په منځ کې د "قندهار"  د "خواجه عِمران" د غرونو د جنوب ختيځي برخې د “ خوره مرغا”  له سيمې نه لومړې دغزنى شاوخوا د ترنگ رود غاړې ته کډه کړې او وروسته بيا ننگرهار ته راغلى او د جلال آباد او لالپورې تر منځه  سيمه کې يې اړولي او بيا يې په پنځلسمه پيړۍ کې د پيښور شاوخوا سيمې ديوسفزو په مرسته د "دلازاکو"  نه نيولي او هلته ميشته شويدي .  

مِيرک  (Merk)  د مومندو په نامه خپل مشهور کتاب کې چې لومړې ځل د ١٩٠٠ م کال  شاوخواکې خپور شوې ليکې چې دمومندو قوم د ترکزو، حليمزو، بايزو او خويزو دڅلورو اصلي قبيلو او دويزيو، اتمانزيو او ککوزيو اړونده قبيلو نه جوړشوې دئ .  ددوې څنگ ته دتاترې په لمنو کې مُلا گوري او دباجوړ لورې ته صافي پراته دي .  ارواښاد ميراجان سيال چې پخپله هم مومند ؤ، دمومند بابا په نامه خپل کتاب کې ليکې چې ددوې سيمه د ترکزو، حليمزو، اوتمانزو، دويزو، بايزو او خويزو په شپږو برخو يا  زو ويشل شويده.     دمومندو په نورو قبيلو کې کوډاخيل، خوګاخيل، موسى خيل، عيسى خيل، قاسم خيل او اتمر خيل شامل دي .

مومند د ډيورنډ دکرښې دواړو خواوو ته اوسيږي .   د مومندو سيمه په ختيځ او شمال کې د سوات او امبار د سيندونو، په لويديز کې د افغانستان د کنړ، او په جنوب کې د کابل د سيند تر منځ پرته ده.  

دډيورنډ دکرښې نه لرې (کوزې) خواته  مومند په دوو برخو ويشل شوي :

  • کوز  مومند يا د سمې (هوارې) مومند چې د پيښور د ولسوالۍ (ضلعې) جنوب لويديز ته، د خټکو لويديزى او د افريدو ختيځې  سيمې کې د کوټلې محسن خان، بهادر کلي، کږې ولې او لنډئي په هوارو او آبادو کلو کې اوسيدل .  که څه هم دا مومند د "دوآبه" يا دوو سيندونو ترمنخ حاصلخيزو ځمکو کې ميشت دي، خو دوې اکثره دوه کوره دي او داوړي په گرمو مياشتو کې دلته نه پاتې کيږي .
  • بر  (پاس) مو مند يا د غره  مومند چې  د کابل او سوات دسيندونو ترمنځ  غرنيو سيمو کې اوسيږي .  ددې آزادو مومندو سيمه  په ختيځ کې د  “جمرود”   ته نژدې سيمې نه نيولې تر”  ابازيو قلا”   او بيا “ اتمان خيلو”   پورې ، په شمال کې د “ باجوړ”  او په “ لويديز”  کې د “ کنړ”  او په جنوب کې د “ شينوارو”  او “ افريدو”  سيمې سره نښتې ده . 

د مومندو ټوله سيمه د احمدشاه بابا له وخته د افغانستان خاوره گڼل کيده. کله چې په ١٨٨٠ کال کې بريتانيې  عبدالرحمن خان، زړه نازړه او سختې بدگمانۍ سره د کابل د امير په توگه وپيژانده، هغه وخت د افغانانو او انگريزانو روابط د دو جگړو، ځاني او مالي تاوان، بدخواهۍ او بې اعتمادۍ له امله ډير خراب وو.  روسيې په منځنۍ ايشيا کې  د خپل نفوذ ساحه  پراخوله  تر څو ځان افغانستان ته ورسوي او دروسيې او بريتانوي امپراتوريو ترمنځ وروستنې "علمي سرحد" scientific border وټاکي (١).

نوې امير تر يوې اندازې پورې ددغو دوو رقيبو امپراتوريو زيږنده وو، او د بريتانيې او روسيې دواړو په خوښه د قدرت پر گدۍ ناست وو .   روسيې ورته اجازه ورکړه چې دافغانستان په شمال کې خپل نفوذ تامين کړي  او لارد لايتن (Lord Lytton) دخپل "وړاندې تگ" د پاليسۍ په خلاف وغوښتل چې خپلې قواوې دافغانستان د جنوب ختيځ نه ، چې په متزلزله او بې ثباته  حالت کې  وې، بيرته ستنې کړي،  او دهرات او قندهار نه پرته ټول افغانستان ورته په واک کې پريږدي(٢).     خو دروسيې او بريتانيې په ضمانت يو آزاده افغانستان د انگريزانو په گټه نه وو.  ليپل گريفين (Lepel Griffin)، په افغانستان کې د انگريزانو لوړ پوړي سياسې مامور  د امير عبدالرحمن خان سره په خبرو بوخت وو ، او دهمدې خبرو په ترڅ کې د انگريزانو په سياست کې بدلون راغى . په لومړي سر کې انگريزانو پلان  درلود چې افغانستان ورته د بې قيدوشرطه قلمرو په توگه  تسليم شي، او بيا يې وړانديز وکړ چې دباندنيو قواوو سره دې د افغانستان روابط انگريزان اداره او کنترول کړي .   ليپل گريفين په خپل ليک کې امير عبدالرحمن خان ته اطمينان ورکړ چې بريتانيا نه غواړي دافغانستان په کورنيو چارو کې مداخله وکړي خو په کابل کې  دبريتانيا د حکومت ديوه مسلمان استازي اوسيدل به  غوره وگڼي(٣).

کله چې په ١٨٩٣ کال کې دډيورنډ کرښه دبريتانوي هند په مستقيم او تزاري روسيې په غير مستقيم فشار په امير عبدالرحمن خان باندې تحميل شوه،  امير ددغه لوزنامې  تطبيق د مومندو، باشگل او خيبر په برخه کې ونه مانه .   امير د مومندو په برخه کې وويل چې ټول مومند دافغانستان برخه ده. خو د امير له مړينې وروسته د مومندو سيمه دوه برخې وگڼل شوه، هغه برخه چې د کوز مومند په نامه ياديږي او تر پيښور پورې رسيږي، دبريتانوي هند دنفوذ ساحه وگڼل شوه او بر مومند دپخوا په شان د افغانستان شو.

امير عبدالرحمن خان ټينگار کاوه چې  د مومندو ټوله سيمه د افغانستان برخه ده .   هغه دډيورنډ د لوزنامې د امضا کولو نه وروسته هنري ماتمر ډيورنډ ته په يوې مرکې کې وويل چې "زه په باجوړ کې مداخله نه کوم، خو د مومندو ټوله سيمه زما ده". په هغه وخت کې د بريتانوي هند حکومت فکر وکړ چې امير يا خو په رښتيا تړون پورې په ضميمه شوې نقشې نه پوهيږي، او يا هم داسې څرگندوي چې گواکې نه پرې پوهيږي(٤).  وروسته کله چې په ١٨٩٥ م کال کې د ليکې د نښه کولو کميسيون د"ناوې کوتل" يا پيچومي ته ورسيد، نو د افغاني هيئت مشر ورته وويل چې ليکه به داسې ويستل کيږي چه  ټول مومند به د افغانانو په سيمه کې راځي.  څرنگه چې انگريزانو ته دا خبره د منلو وړ نه وه، نو د کميسيون کار هم د بنديز سره مخامخ شو(٥)  "  

امير عبدالرحمن خان ددې دپاره چې ټول مومند د خپلې قبضې لاندې وساتي ، ددوې په ملک کې يې ان تر پيښوره پورې دسړک دجوړولو امر وکړ. ده شايد غوښتل چې د خيبر په مقابل کې چې د گندمک په تړون سره د بريتانوي هند حکومت ته په لاس ورغلې ؤ، له دغه سړک نه کار واخيستل شي . د سړک په جوړولو باندې په بيړه کار پيل شو، خو په کال ١٩٠١ کې دهغه په مړينې سره ترېنه لاس واخيستل شو (٦). 

دمومندو په سيمه کې د ډيورند کرښه هيڅکله هم په نښه شوي نده

دمومندو دسيمې په هکله دبريتانوي هند د آرشيف د اسنادو له مخې  دلته د ډيورنډ کرښه د ځمکې پر مخ هيڅکله هم په فزيکي توگه نښه شوئ نده. پدې هکله د انگريزانو يو معتبره سند «دمومندو دسيمې په هکله نظامى رپوټ» دئ. دا رپوټ چې په ١٩٢٥ ميلادي کال کې خپور شوې دئ ، په لسم مخ کې ليکي چې افغانان وايې چې دکابل د سيند ښئ لورې ته پرته سيمه په دوې پورې اړه لري او د کرښې دا برخه هيڅکله هم په نښه شوئ نده. د سرحد هغه برخه چې د کابل دڅپر د غرونو لړۍ سره دوام لري  چې د افغان مومندو او بريتانيا تر نفوذ لاندې مومندو د نفوذ ساحه ټاکي، هم په نښه شوې نده.

دغه رپوټ د غازي امان الله خان دواکمنۍ په وخت کې ليکل شوې او پر تندي يې  ټينگار شوې دئ چې  دا معلومات يواځې د رسمي  استعمال دپاره دي، او پدې کتاب کې ورکړ شوي معلومات بايد په مستقيم يا غير مستقيم ډول د مطبوعاتو او نورو کسانو سره شريک نه شي .

 دډيورنډ کرښې د آزاد سرحد   د ځينو نورو قبيلو لکه  افريدو او شينوارو په شان  مومند هم په دوو برخو وويشل ، چې تقريبانيم يې دکرښې هرې خواته واقع شويدي . ويليام  فريزر تايتلر (Fraser-Tytler  William ) چې خپله په صوبه سرحد او کابل کې يو لوړپوړې انگريز چارواکې او ديپلومات پاتې شويدې، دډيورنډ د کرښې په هکله ليکې چې "که څه هم دډيورنډ کرښه ښايي په خپل وخت تر ممکنې اندازې  يوه ډيره ښه کرښه وي، خو ښه والې يې لږ او نيمگړتياوي يې ډيرې دي .  دا د نژاد پيژندنې، ستراتيژۍ او جغرافيې له نظره يوه غير منطقي کرښه ده ، کومه چې  داباسين  داوبو د تقسيمولولو عمومي حوزه، په منځ شلوي، يو ملت په دوو برخو بيلوي، حتى قومونه ويشې(٧).

لارد کرزن (Lord Curzon)په ١٩٠٣ م او لويس دين (Louis Dane)په ١٩٠٧م کلونو کې سخت زيار وويست چې د مومندو په سيمه کې دډيورنډ د کرښې د نښه کولو، او په مومندو کې د اورگاډي د پټلۍ د تيرولو په هکله د افغانستان د حکومت موافقه تر لاسه کړي ،  خو بريالي نشول . دا کار د افغان انگليس د گډو کميسيونونو ددرې کلن کار په موده کې  هم د خيبر او مومندو په سيمه کې سرته ونه رسيد او تر ننه دغه ليکه د مومندو په ايجنسۍ کې په فزيکي توگه د ځمکې په سر نښه شوې نده.

(نوربيا)

منابع

[1].   آدمک، لودويک، دبليو (١٣٧٠)،  روابط خارجى افغانستان در نيمۀ اول قرن بيست. ترجمۀ پوهاند محمد فاضل صاحبزاده.  ١٩ مخ.

٢.   هماغه ځاى

٣.   آدمک، لودويک، دبليو (١٣٧٠)، ٢٠ او ٢١ مخونه

٤.   Baha, Lal  (1978      Baha, Lal (1978). N.W.F.P. Administration under British Rule 1901-1919 (دانگريزانو تر حکومت لاندې دشمال مغربي سرحدى ايالت اداره)، ٦٨ مخ

٥ .  هماغه ځاې

٦.   دافغانستان د کلتورى ودې ټولنه (٢٠٠٧)، ډيورنډ د واحد ملت د بيلتون کرښه (دمقالو ټولگه) . ٦٧ مخ

٧.  Fraser-Tytler, William K. (1967). Afghanistan: a Study of Political Developments in Central and Southern Asia.)، ١٨٨ مخ

ډاکټر عبدالرحمن زمانيDr. Abdul Rahman Zamani

- بېرته شاته