(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

انساني ستاینې

 لوی څښتن په نړۍ(کون) کې هرڅه له انډ(ضد)اوعبرګون(زوجین) څخه پيداکړي دی،چې په ږوند کې خوند وروانیا ترهغه پورې پاتې شي ترهغې پورې چې هغه یې اوږد والی ولنډوالی یاپا تېکیدل وپایته رسیدل غواړي،که چېرې دږوند ټول اړخونه خواږه وي، نودګوړواوبوروپه خوږي(شکري) ناروغۍ باندې به انسان اخته وي، دې ږوند ټول اړخونه په ورته بې خونده وي، ځان به بدبخته نیمګړۍ ورته ښکاري.

  بله خوا که دې ږوند ټول اړخونه ترخه مالګې وتروشۍ وي ،نوپه ږوندکې هم کومه مزه نه وي،اوانسان به دې زړه دې رګونودې تنګتیا( ضفط)یا دې زړه په ناروغۍ باندې اخته وي،ځان به ورته  دې ږوند له خوږوالي څخه بې برخې وبدبخته ښکاره کیږي.

   په همدې ډول سره که ږوند ټول نیکاري وي،نوبیا به ولې جګړې وبدبختۍ وي؟اوکه چیرې ږوند ټول بدکارۍ وي،نوبیا به څنګه انسان په ږوند کې نیکبختۍ ویني؟

   ددې لپاره چې ږوند روان وخوندوروي،او په طبیعت کې دېپاېدلو وپاتېکېدلو قانون برابرومتوازن واوسيږي،پاک الله هرمخلوق(نروښځه) انډ یا مخالف یامضاد پخپل ځان یاذات کې پیداکړ،اوخوږوتریخ یې په مادیاتوکې، خیر وشريې په معنویانوکې وګرځاوو،اوپه انسان کې یې دښوکولو(معروف) اوبدوکولو(منکر) ستاینې کړ،اویو دې بل انډ یې وګرځولې،چې انسان په نیک وبدکې پرې ستایل کیږي.

که چیرې وُوایوچې :زه هغه ځان یا هیکل یم چې که کله راپه څنګ یا راپوخوا شي، نوشکلاوښه بویي،ريښتیا ویومخي ،سپيڅلتیا وپاک نییَتي،انسانیت ودرناوي اونورې ښې ستاینې به مې په تاکي دانساني مینې والفت احساس راپیداکړي، په هم دې ډول سره هر انسان،همدارنګه په انډو(مخالفو) ستاینوکې ځکه الله پرمایلي:(ومن یعمل مثقال ذرة خیرا یراه ومن یعمل مثقال ذرة شرایراه).

- بېرته شاته